اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د هر رکعت په سر کې؟
محمود سعيد
14.01.2012
اسلام عليکم ورحمت الله و برکاته!
ټولو دينې عالمانو ته سلامونه او نېکې هيلې!
د بسم الله...په اړه د عالمانو تر منځ اختلاف دی، ځنې علما ېې د هر سورت د آيتونو جز ګڼي او ځينې نور ېې نه.
له همدې کبله د قرآنکريم د آيتونو شمېر هم مختلف ښودل کيږي.
اوس پوښتنه دا ده چې د لمانځه د هر رکعت په سر کې او يا د هر سورت له پيل مخکې بسم الله الرحمن الرحيم ويل اړين دي او که نه؟ په ويلو او نه ويلو کې ېې څه کموالی اوزياتوالی نه راځي؟
په درنښت.
وزیري
14.01.2012
السلام علیکم:
محترم سعید صاحب:
له الحمد شریف نه وروسته د سورة شروع کیدو نه مخکی بسم الله شریف لوستل نه سنت دی او نه مکروه ولی محقیقنو دا راجحه بللی ده چی لوستل یی جائز او بهتره خبره ده.
ولا تسن (ای التسمیة) بین الفاتحة والسورة مطلقا ولو سریة، ولا یکره اتفاقا وما صحح الذاهدی من وجوبها ضعفة فی البحر (درمختار) قال محمد تسن ان خافت لا ان جهر الخ وذکر فی المصفی ان الفتوی علی قول ابی یوسف انه یسمی فی اول کل رکعة ویخفیها وذکر فی المحیط المختار قول محمد وهو ان یسمی قبل الفاتحة وقبل کل سورة فی کل رکعة الخ قوله ولاتکره الخ ولهذا صرح فی الذخیرة والمجتبی بانه ان سمی بین الفاتحة والسورة المقروءة سرا او جهرا کان حسنا عند ابی حنیفة رجحه المحقق ابن الهمام وتلمیذه الحلبی (رد المختار باب صفة الصلوة قبیل مطلب قراءة البسملة، اول جلد، صفحه ۴۵۷)
او له الحمد شریف نه مخکی بسم الله ویل سنت دی. که حواله دی په کار وی غږ وکړه.
والسلام
محمود سعيد
17.01.2012
عليکم سلام. ډېره مننه وزيري صيب. الله دې درته جنتونه او اجرونه درکړي.
پتوال
22.01.2012
سلامونه پر تاسې !
١- بسم الله د الله په نامه پيلولو ته وايي
٢- قرائت فرض او پيل يې له فاتحې څخه په بسم الله ويلو سنت دی .
٣- د قرائت تر پايه تسلسل واجب دی ، نو قرائت په يوه بسم الله پيل او
رکوع ته د تلو تر تکبيره پورې د يوۀ واحد قرائت په ډول غځيږي !
لهذا له فاتحې سره د بل سورت قرائت وصل پاتې کيږي او د دويمې بسم الله
په ويلو سره يې بايد بيا پيل ، له فاتحې څخه بيل ، ځنډنی او خنډنی نکړو . والله اعلم
يادونه :
خنډنی له خنډ څخه لکه ځنډ نی له ځنډ څخه اخيستل شوی .