د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د بشريت په نوم ځناورتوب

محمود سعيد
14.01.2012

بسم الله الرحمن الرحيم

دا ټولو ته څرګنده ده چې امريکايان او ورسره همغږي ېې د بشريت او بشري حقوقو د ساتونکو په پلمه د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر ټولو ستر تر پښو لاندې کوونکي دي. دوی له همدې نارو سورو څخه په ګټه اخستلو تل د بشريت پر مرۍ پښه ايښې ده او د انسانانو تر ټولو ستر عام قتلونه د دوی په لاسونه په مستقيم او يا غير مستقيم ډول تر سره شوي دي.
د امريکې متحده ايالات چې په ۱۷۸۹ زيږديز کال کې د ديارلسو ايالتونو له يووالي څخه رامنځته شول، له مهاغې لومړۍ ورځې ېې د ښکېلاک او زبېښاک پر بنسټ پرمختګ او يون پيل کړ او تر ننه ېې د خپلو شومو او پليدو اهدافو د پلي کولو لپاره له هېڅ ډول بشرضد کړنو څخه مخ نه دی اړولی. دوی د څه ناڅه يوې پېړۍ په ترڅ کې د نړۍ له بېوزله او لرې پرتو سيمو څخه په سلګونه زره خلک په زور خپل هېواد ته راولېږدول او هغوی ېې د غلامۍ په ځنځيرونو وتړل. هغه کسان اوس هم هلته ژوندي دي چې د تورپوستي په نوم د انسانيت په دوهم پوړ کې ګڼل کېدل. تر ۱۹۵۵ زيږديز کال پورې په امريکا کې تورپوستی توکم د هېواد تر ټولو محروم او ټيټ پوړ وو او هغوی له هر ډول ټولنيزو ښېګڼو بې برخې وو.
د امريکا وينې ځبېښونکي ځواک په تېره يوه پيړۍ کې په ټوله نړۍ د دوه سوه څلوېښتو په شاوخوا کې جګړه ايز يرغلونه کړي دي او تر اوسه ېې د نړۍ درې پر څلور برخه تر خپلو ناولو منګولو لاندې کړې ده. د ځينو نړيوالو څېړنيزو ډلو د څيړنو پر بنسټ امريکايانو د خپلو ښکېلاکي او پراګماتېزمي هڅو په لړ کې يوازې په تېره نيمه پېړۍ کې د نړۍ له دوولس ميليونه څخه زيات وګړي قرباني کړي دي. دا قتلونه د امريکا د استخباراتي شبکو او فوځونو د مخامخ يرغلونو په ترڅ کې رامنځته شوي دي. د دې جګړو په لړ کې نږدې يو نيم ميليون امريکايان هم وژل شوي دي.
امريکا د نړۍ پر سر يوازينۍ هغه هېواد دی چې د بشر ژغورنې په نوم ېې تر ټولو ستر بمونه په بېګناه خلکو وورولي دي او د ۱۵۰۰۰ کيلو ګرامه درندو بمونو په مرسته ېې پوره کلي او ولسونه له خاورو سره خاور کړي دي. د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي د اټوم بمونو ترخه غميزه کله هم د هېرېدلو نه ده. امريکايان په خپلو ګودامونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زيات اټومي، کوبالټي او هايدروجني بمونه لري چې ډېر ېې د نړۍ په مختلفو سيمو کې په ماشه درولي او ځای پر ځای کړي دي چې د دې بمونو يو کوچنۍ شمېر هم نړۍ په بشپړه توګه له پوره تباهۍ سره مخ کولای شي. د امريکا متحده ايالتونه د ډول ډول وسلو تر څنګ د ټولوژونکو او اټومي وسلو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد دی او تر اوسه ېې له دې لارې خپل وټيز ځواک په دم کې ساتلی دی. دوی د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال د خپلو ملي سوداګرو له لوري پر آلمان او د دولتي سکتور له لوري د آلمان او جاپان پر مخالفينو وسله پلورله.
په تېرو څو کلونو کې په ګڼو اسلامي هېوادونو يرغليز بريدونه او د سلګونه زره بېګناه وګړو وژنه، د هېوادونو د ملي شتمنيو لوټ تالان، د اسلامي، انساني او سيمه ايزو ټولنيزو ارزښتونو تر پښو لاندې کول هغه کړنې دي چې د امريکې انسان دښمنه ځواکونو د ټولو نړيوالو د سترګو په وړاندې تر سره کړي دي.
دوی د دې انسان ضد کړنو تر څنګ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وحشتناک او ځوروونکي پټ او ښکاره اړتونونه هم لري چې له هېڅ ډول شکنجو، سپکاوي، ظلم او تعذيب څخه پکې مخ نه اړول کيږي او هر ډول انساني کرامت پکې تر پښو لاندې کيږي. د دې تر څنګ هغه شرموونکې وېډيو چې په دې وروستيو کې خپره شوه، څرګندوي چې دوی مړو جسدونو ته هم هسې سپکاوی کوي چې د ځناورتوب له بريدونو هم بهر دی. دا د دوی لومړۍ ډول کړنه نه ده، بلکې دوی په وار وار دا ډول ناروا کړنې تر سره کړې دي او په وار وار ېې اسلامي او انساني ارزښتونو ته سپکاوی کړی دی.
هغه د بشر ټېکه داران اوس چېرې دي؟ آيا دا کړنه به هم يوازې په بښنه غوښتلو ځواب کيږي؟ له دې وروسته به د دې ډول کړنو د مخنيوي تضمين څوک کوي؟
الله جل جلا له دې ټول د اسلام او بشريت دښمنان په خپل بې پايانه ځواک سره هلاک کړي او زموږ ګران هېواد او ټولې اسلامي نړۍ ته دې سرلوړي، خپلواکي او بری ورپه برخه کړي.


ډاکتر څپاند
14.01.2012

محمود سعيد صيب سلامونه ومنى
 
ددى نړيخور ستر ځناور چه څومره [color=red:19810f5770]غندنه [/color:19810f5770] وكړئ لا هم كم دى.خو څه چاره؟
ايا دداسى ستر ځواك سره د چا زور رسي؟

خو كه څوك مى كاپر او كمونست ونه بولي غواړم ددې ځناور سيميز نوكرانو سره دمقابلى لپاره دنړي د با احساسه او عاقل مسلمانان 
پام يوى مهمى موضوع ته راواړوم.
ټولو ته معلومه ده چى دسعودي خاين حكومت نه يواځى په سيمه كى دامريكى او دده د يارانو ستر ملاتړ دى بلكه امريكائي هډو ته ئي هم په اسلامي پاكه خاوره كى ځاى وركړي دی.

كه دنړى مسلمانان سره په يوه ژبه دسعودي خاين نظام ته اخطار وركړي:تر هغى پورى چى دى پاكى خاوري نه امريكايى عسكر خارج نشي، هيح مسلمان به حج تن نه ورځي!

هر مسلمان پدى پوهيږي چى حج فرض دى،خودجنگ په دگر كى حتى لمونح او روژه هم خداى ج بخشي. 


پتوال
14.01.2012

[quote:0dce9ceb64]كه دنړى مسلمانان سره په يوه ژبه دسعودي خاين نظام ته اخطار وركړي:تر هغى پورى چى دى پاكى خاوري نه امريكايى عسكر خارج نشي، هيح مسلمان به حج تن نه ورځي!
هر مسلمان پدى پوهيږي چى حج فرض دى،خودجنگ په دگر كى حتى لمونح او روژه هم خداى ج بخشي. [/quote:0dce9ceb64]
دا اخطار خو له القاعدې سره جوړېدۀ چې ورکړی يې وای، خو القاعدې هم لا تر اوسه نه دی ورکړی، د ا سياسي قدرت او د تيلو سر شاره سر چينې به
نو د ګاونډيو عربي هيوادونو له يرغل څخه څوک ورته ساتي ؟؟؟؟


محمود سعيد
15.01.2012

[quote:4c871811db]
خو كه څوك مى كاپر او كمونست ونه بولي غواړم ددې ځناور سيميز نوكرانو سره دمقابلى لپاره دنړي د با احساسه او عاقل مسلمانان [/quote:4c871811db]
ټوله خبره همدلته ده څپاند صيب! زموږ سترګې پټې دي او لا تر اوسه د مسلمان په جامه کې پټ کفار او منافقين نه پېژنو. زموږ ولسونه او پرګنې ويښتابه ته اړتيا لري.
[quote:4c871811db]كه دنړى مسلمانان سره په يوه ژبه دسعودي خاين نظام ته اخطار وركړي:تر هغى پورى چى دى پاكى خاوري نه امريكايى عسكر خارج نشي، هيح مسلمان به حج تن نه ورځي!
[/quote:4c871811db]
دا کار هله شونی دی چې د نړۍ مسلمانان خپلواک شي او داسې مشران ومومي چې د نړيوالو شيطان صفته انسانانو په تارونو او لومو کې نښتي نه وي. د همداسې مشرانو د پيدا کولو او بيا د هغوی د ملاتړ لپاره يووالي (که په هره کچه وي) او د پوهې عامولو ته اړتيا ده. دا کار د يوه کس او يوې ډلې نه دی، بلکې نن ورځ هر افغان او هر مسلمان دا دنده لري چې د خپلو ورځنيو بوختياوو تر څنګ لږ وخت همدې موخو ته درسېدلو لپاره ځانګړی کړي.
د همداسې يوې ورځې په هيله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more