د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ډيورن ديوال ولې نه ړنګوي ؟

پتوال
13.01.2012

په دې اړه څه قضاوت کوئ :

http://www.tolafghan.com/posts/23730


Ghairat
14.01.2012

پتوال صيب د ډيورن ديوال ولې څوک نه ړنګوي ددې غم هم له پخوانه پاکوستان خوړلی دی ، دغه ليکنه وګورئ :
http://www.tolafghan.com/posts/23565


khoshalkhan
14.01.2012

ددې زاړه پخواني خاديست پرچمي سر لوڅ مرادزي خبرې به يواځې
پرچميان مني!
لوڅ اغا بې پرتوګ ډزې ولي ،ماېې ټولې ليکنې لوستلې دي ٠
پخوايې د KGB مزدوري کوله ،اوس يې CIA ته کوي ،د روحياتو اوحالاتو سره
سم ، کله يې iSi او پنجاب له غاړې کلک را نيولي و ي
اوکله دډېورند مسئله !
د ا ټول منافقت ددې لپاره چې شک له ځانه لرې کړي اوخپل ځان بيرته درباري کړي!
لوڅ اغايو ځای ليکي چې: طالبان ولې له کرزي سره خبرې نکوي !

[quote:6453a4a8d2="Ghairat"]پتوال صيب د ډيورن ديوال ولې څوک نه ړنګوي ددې غم هم له پخوانه پاکوستان خوړلی دی ، دغه ليکنه وګورئ :
http://www.tolafghan.com/posts/23565[/quote:6453a4a8d2]


پتوال
15.01.2012

خير الامور اوسطها حديث شريف څخه ښي او چپ خواته افراطي ډلې يو د بل پر ضد هغه دلايل هم وايي چې حقيقت ولري او د امورو له
اوسطها څخه ګڼل کيږي ، که څه هم خپل افراطي عملونه يو هم نه غندي !
له دې کبله مهمه نده چې يو حقيقت چا ويلی ، حقيقت حقيقت دی او د يو ظالم په خوله ويل يې هم نشي ساقطولای ، مهمه داده چې کوم حقيقت
يې بيان کړی او د څه له پاره يې بيا کړی دی او حقيقتپال ترې د څه له پاره کار اخلي ! لومړی د سرلوڅ خبرې په دليل او استناد ردول او بيا د نوموړي عمل غندل په کار دي . که څوک يې دلايل نشي ردولای نو ښه داده
چې هغه ومني او عمل يې ګوښی تنقيد او بيا يې رد کړي ! حقيقي دلايل څوک د چا له پاره نه مني ، بلکې د حقيقت له پاره يې مني ، خو که
د چا له پاره او يا د چا له امله پرې سترګې پټې شي نودې ته د لږو وچو له غمه ډير لاندۀ سيزل يا د يوې سپږې له پاره سلامت پو ستين ته اور اچول وايي ! آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟


Naeem sadat
16.01.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب اوس ددی خبرو وخت نه دی اول باید د کڼډاو جنګ وګټل شی او وروسته بیا په منطقه کی نظم راوستل پکار دی

ن


پتوال
16.01.2012

[quote:c6f6245a18]پتوال صاحب اوس ددی خبرو وخت نه دی اول باید د کڼډاو جنګ وګټل شی او وروسته بیا په منطقه کی نظم راوستل پکار دی [/quote:c6f6245a18]
ملتوال صيب د لر افغانستان مسله ملي ده نه سيمه ييزه او په قيمت يې صرف قدرت تر لاسه کېدای شي نه آزادي، کوم قدرت چې
د هيواد آزادۍ وزرو ته داسې پنجابي زولنې ورغورځوي چې بيا د مچ غوندې د لاسونو په مروړلو يې سکينده نشي کېدای !
همدا وخت دی چې طالبان د قطر په خبرو اترو کې له داسې ټاکټيک څخه کار واخلي چې هم ځانونه او هم خپل وطن آزاد کړي ، که نه وطن ته
به د آزادۍ پر ځای د غلام د غلامانو غلامي راوړي چې بيا يې تورزن احمد شاه څه چې هغه مدبر ميرويس يې هم راژوندی شي ځان به ترې خلاص نشي کړای !
[color=red:c6f6245a18]پنجاب دا ټوله سياسي او پوځي پروژه د ډيورن د همدې کرښې د بطلان له ويرې پر طالب روانه کړې ده ![/color:c6f6245a18]
ISI د انګليسي استعمار د ښامار راکښلې ساه ده، چې څوک يې يوځل د خپل تسلط خېټې ته کش کړ بيا ترې په ژوند نجات موندلی نشي
تر څويې لکه فضله مواد شاته د افراضاتو په توګه وغورځوي ! هغه وخت به بيا طالب په منطقې کې د نظم د راوستلو ځان غولونکې او
خيالبافانه سندرې ويل خو څه کوې چې زګيروي به هم نور نشي ويستلای !
د جګړې په دې نوشادرو يې مه غولېږه چې طالب ته يې
په مطلوب ځای ته ورڅيرمه کړي ، چې اوس يې خپل افغانان هم مخه نشي نيولای !

نو ملتوال صيب آخر تاسې څنګه ځان ملتوال بولئ چې د آزادۍ په سرآب
پسې ځغلئ اود ريښو تل ته يې نه ور کښته کيږئ ؟؟؟؟؟؟


khoshalkhan
16.01.2012

Bullshit!!!
[quote:2470f60e0c="پتوال"][quote:2470f60e0c]پتوال صاحب اوس ددی خبرو وخت نه دی اول باید د کڼډاو جنګ وګټل شی او وروسته بیا په منطقه کی نظم راوستل پکار دی [/quote:2470f60e0c]
ملتوال صيب د لر افغانستان مسله ملي ده نه سيمه ييزه او په قيمت يې صرف قدرت تر لاسه کېدای شي نه آزادي، کوم قدرت چې
د هيواد آزادۍ وزرو ته داسې پنجابي زولنې ورغورځوي چې بيا د مچ غوندې د لاسونو په مروړلو يې سکينده نشي کېدای !
همدا وخت دی چې طالبان د قطر په خبرو اترو کې له داسې ټاکټيک څخه کار واخلي چې هم ځانونه او هم خپل وطن آزاد کړي ، که نه وطن ته
به د آزادۍ پر ځای د غلام د غلامانو غلامي راوړي چې بيا يې تورزن احمد شاه څه چې هغه مدبر ميرويس يې هم راژوندی شي ځان به ترې خلاص نشي کړای !
[color=red:2470f60e0c]پنجاب دا ټوله سياسي او پوځي پروژه د ډيورن د همدې کرښې د بطلان له ويرې پر طالب روانه کړې ده ![/color:2470f60e0c]
ISI د انګليسي استعمار د ښامار راکښلې ساه ده، چې څوک يې يوځل د خپل تسلط خېټې ته کش کړ بيا ترې په ژوند نجات موندلی نشي
تر څويې لکه فضله مواد شاته د افراضاتو په توګه وغورځوي ! هغه وخت به بيا طالب په منطقې کې د نظم د راوستلو ځان غولونکې او
خيالبافانه سندرې ويل خو څه کوې چې زګيروي به هم نور نشي ويستلای !
د جګړې په دې نوشادرو يې مه غولېږه چې طالب ته يې
په مطلوب ځای ته ورڅيرمه کړي ، چې اوس يې خپل افغانان هم مخه نشي نيولای !

نو ملتوال صيب آخر تاسې څنګه ځان ملتوال بولئ چې د آزادۍ په سرآب
پسې ځغلئ اود ريښو تل ته يې نه ور کښته کيږئ ؟؟؟؟؟؟[/quote:2470f60e0c]

http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,809343,00.html#ref=rss

16.01.2012

Afghanistan

Taliban verkünden offiziell den Sieg

Von Yassin Musharbash

REUTERS

Wir haben gewonnen, verkünden die Taliban - aber nur, um Gespräche vorzubereiten.

Auch Gotteskrieger achten auf ihr Image: Die afghanischen Taliban wollen ein Verbindungsbüro in Katar eröffnen. Doch damit es nicht aussieht, als würden sie Friedensverhandlungen beginnen, erklärten sie am Sonntag zur Sicherheit offiziell ihren Sieg.

Berlin - Es gibt Verkündigungen von Siegen und Niederlagen, die fester Bestandteil der Weltgeschichte sind: Die Unabhängigkeitserklärung der USA am 4. Juli 1776 etwa. Oder die bedingungslose Kapitulation der deutschen Wehrmacht im Mai 1945.

[img:2470f60e0c]http://cdn2.spiegel.de/images/image-268435-panoV9free-fidn.jpg[/img:2470f60e0c]

Und es gibt Verkündigungen dieser Art, denen etwas Schales anhaftet. So wie dem berühmten Auftritt George W. Bushs auf dem Flugzeugträger "Abraham Lincoln" am 2. Mai 2003, hinter sich ein Riesenplakat mit der Aufschrift "Mission Accomplished" ("Auftrag ausgeführt").

So ähnlich verhält es sich mit der "Formalen Proklamation des Sieges des Islamischen Emirats", die am Sonntagmorgen von den afghanischen Taliban veröffentlicht wurde. Der Form nach handelt es sich um die Erklärung des Sieges im Konflikt mit den Isaf-Truppen in Afghanistan. De Facto handelt es sich um eine relativ hohle Geste, die nur einen Zweck hat: Den Eindruck zu verhindern, die Taliban würden auf dem Verhandlungswege nach einem Ende der Kampfhandlungen suchen.

[color=darkred:2470f60e0c]An Pathos fehlt es dem knapp zweiseitigen Dokument nicht. "Das Islamische Emirat Afghanistan hat der Welt offen gezeigt, dass es eine gut organisierte politische Kraft ist, abgesehen davon, dass es eine Militärmacht darstellt. Es hat das Land erfolgreich beherrscht und reklamiert für sich das Recht der alleinigen[/color:2470f60e0c] Entscheidungsgewalt. Es kann keine Befehle von außen annehmen… Es hat der Welt bewiesen, dass es tief in der afghanischen Nation verwurzelt ist."
Natürlich gibt es auch Widersprüche. So wird der "militärische Erfolg gegen eine gigantische internationale Allianz" zugleich als "Sinnbild" und "Geheimnis" beschrieben; das erschließt sich nicht ganz.
Polit-Prosa mit Propaganda-Modul
Aber es geht auch nicht um Logik, es geht um das Image: Die Taliban sind kurz davor, ein Verbindungsbüro in Katar zu eröffnen, eine Art Botschaft, die halbformelle Kontakte ermöglichen soll. Auf keinen Fall aber darf dieser Schritt danach aussehen, dass die Taliban aktiv eine Friedenslösung herbeiverhandeln wollen.
Die Erklärung des Sieges soll das verhindern: Sieger verhandeln nicht, Sieger besprechen die Zukunft des Landes. So wollen die Taliban das Büro am Persischen Golf verstanden wissen.
Deshalb schreiben die Taliban auch: "Nun, da die militärische, politische und nationale Effizienz des Islamischen Emirats evident geworden ist, … sollten alle, die es betrifft, einen rationalen und logischen Pfad einschlagen, um die Angelegenheit mit dem Emirat zu lösen."
Es handelt sich also um Polit-Prosa mit Propaganda-Modul. Sollte das Verbindungsbüro zustande kommen, werden die Taliban dort vermutlich etwas geschmeidiger auftreten. Wenn niemand guckt, gewissermaßen. Denn tatsächlich sind sie zwar keineswegs besiegt, von einer Machtübernahme aber ebenfalls weit entfernt. Auch die Taliban haben also in Wahrheit ein Interesse an einem Deal, der ihnen Mitsprache und Macht sichert. Nur dass sie das so nie sagen würden: Kompromisse sieht ihre Ideologie nicht vor.


Naeem sadat
17.01.2012

ګرانو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب زما ملت هغه ملت نه ده چی ته یی فکر کوی زما ملت اسلامی امت ده

موږ چی هرڅه څیړو له ریښو یی څیړو ځکه خو موږ ته بنسټپال وایی

او د ای اس ای په باره کی دومره درته ویلی شم څومره نقصان چی ای اس ای پاکستان ته وراړولی دی دومره نقصان د پاکستان یوه دوښمن هم پاکستان ته نه دی ور اړولی


پتوال
17.01.2012

[quote:774073ac81="نعیم ملتوال"]ګرانو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب زما ملت هغه ملت نه ده چی ته یی فکر کوی زما ملت اسلامی امت ده

موږ چی هرڅه څیړو له ریښو یی څیړو ځکه خو موږ ته بنسټپال وایی

او د ای اس ای په باره کی دومره درته ویلی شم څومره نقصان چی ای اس ای پاکستان ته وراړولی دی دومره نقصان د پاکستان یوه دوښمن هم پاکستان ته نه دی ور اړولی[/quote:774073ac81]

ښه ده چې بنسټپال يې، خو دا ملتوال دې هم په بنسټپال ورسره واړه وه چې لوستونکي هم پوه شي . او که آيا ستا مطلب له ملت څخه
ابراهيمي ملت دی چې د اسلام په اوايلو کې يهود هم په کې نه يواځې شامل ګڼل کېدل بلکې ستره برخه اولويه تاريخي ونډه يې اسرائيل بلل کېدل ؟؟؟؟
که نه اوس خو هر اسلامي هيواد ځان بېل او مستقل ملت بولي ، ايران او ترکيه به له خپل ملت څخه تير او ستا حاکميت به ومني ؟؟؟؟ تاجکستان ، ازبکستان او نوره اسلامي نړۍ خو لا څکی څکی !!!
نو ملتوال صيب ستا د ملت طرحه به پراختيا لري خو خدای خبر شه که ژور تيا هم ولري !
او دا لاندې ادعا خو مو بالکل عجيبه او د تعجب وړ بريښي :
[quote:774073ac81]او د ای اس ای په باره کی دومره درته ویلی شم څومره نقصان چی ای اس ای پاکستان ته وراړولی دی دومره نقصان د پاکستان یوه دوښمن هم پاکستان ته نه دی ور اړولی[/quote:774073ac81]


Naeem sadat
17.01.2012

پتوال صاحب له وخته سره به پری پوی شی انشالله


Naeem sadat
17.01.2012

ایا تاسی پښتونستان غواړی ؟

که تاسی پښتونستان غواړی نو څه پیغام تاسی لری د سرحد ها غاړی پښتنو ته چی هغوی ستاسی سره یو ځای شی په کوم منطق به یو پاکستانی پښتون ستاسی سره یو ځای شی

ایا ستاسی پیغام به داسی وی

چی راځی پښتنو ورڼو ټول به په ګډه فارسی زبانان شو زموږ ماشومان به په مکتبونو کی فارسی ژبه زده کوی (دا ډیر خوند کوی )
زموږ دولت فارسی ژبی دولت ده زموږ رسمی کلتور فارسی کلتور ده

او تاسی دومره ساده فکر کوی چی په داسی حال کی به د سرحد ها غاړی پښتانه در سره ملګری شی

اول باید په افغانستان کی یو بنیادی پښتون دولت جوړ شی بعد له هغه به د سرحد ها غاړه پښتانه هم ددی پښتون دولت سره ملګری شی

دا جمله ښه درسره نوټ کړی که څوک پښتونستان غواړی نو باید شروع له افغانستانه وکړی

دا چی تاسی پخپله په افغانستان کی هیڅوک نه یاست او بیا د پښتونستان ناری وهی دا هسی خوشی تاسی د اغیارو له خوا پړسول شوی یاست په دی ډول ستاسی توجو له افغانستانه پښتونستان ته ور اړوی

ننی افغانستان د لوی افغانستان مرکز دی که چیری څوک غواړی چی لوی افغانستان جوړ کړی نو باید له ننی افغانستان څخه یی شروع وکړی

ن


پتوال
19.01.2012

[quote:6a9e524dcc="نعیم ملتوال"]ایا تاسی پښتونستان غواړی ؟

که تاسی پښتونستان غواړی نو څه پیغام تاسی لری د سرحد ها غاړی پښتنو ته چی هغوی ستاسی سره یو ځای شی په کوم منطق به یو پاکستانی پښتون ستاسی سره یو ځای شی

ایا ستاسی پیغام به داسی وی

چی راځی پښتنو ورڼو ټول به په ګډه فارسی زبانان شو زموږ ماشومان به په مکتبونو کی فارسی ژبه زده کوی (دا ډیر خوند کوی )
زموږ دولت فارسی ژبی دولت ده زموږ رسمی کلتور فارسی کلتور ده

او تاسی دومره ساده فکر کوی چی په داسی حال کی به د سرحد ها غاړی پښتانه در سره ملګری شی [/quote:6a9e524dcc]

ياره نو ملتوال صيب ته څه اندېښنو په سر راخيستی يې، اول د فارسي مخالف هغوی هېڅکله نه وو، دويم د پښتو اوس هم له پنجابي نه نه غواړي ،دريم
په افغانستان کې هېڅ پښتون په فارسي ويلو مجبور نه دی ، څلورم اوس د پښتنو له مطلقه اکثريت له تثبيت څخه دري زبانان منکر دي ولې نسبي
اکثريت نه انکار نه کوي ، خو کله چې لر افغانان هم راسره يوځای شي نو بئا خو يې ٨٥ ٪ اکثريت دوی هم مني او دا له مطلقه نه هم لوړ دی بيا خو به
پښتو يواځينۍ عام رسميت لري او نورې ټولې صرف محلي ! دا خو ما درته مخکې هم ليکلې سترګې پرې ولې پټوې ؟؟؟؟ نو دا خبره دې هسې د تعصب د راپارولو په موخه کوې :
[quote:6a9e524dcc]اول باید په افغانستان کی یو بنیادی پښتون دولت جوړ شی بعد له هغه به د سرحد ها غاړه پښتانه هم ددی پښتون دولت سره ملګری شی [/quote:6a9e524dcc]
په دولت کې ټول حق لري، که پښتو اوس لومړئ ژبه هم اعلام شي دويمه رسمي خوبه حتما ً دري وي، يو سوچه پښتون دولت جوړول نامطلوب
او د تجزيه طلبانو کار دی ! خو پښتو لومړۍ رسمي او ملي ژبه کول د امريکايانو له وتلو وروسته هم امکان لري !

[quote:6a9e524dcc]جمله ښه درسره نوټ کړی که څوک پښتونستان غواړی نو باید شروع له افغانستانه وکړی [/quote:6a9e524dcc]
داد پښتونستان پر ضد د پنجابيانو غوښتنه ده په افغانستان کې د سياسي فتنې اواختناق له پاره او بس، بايد ښه فکر پرې وکړې او هېڅکله يې بيا تکرار نکړې !

[quote:6a9e524dcc]ننی افغانستان د لوی افغانستان مرکز دی که چیری څوک غواړی چی لوی افغانستان جوړ کړی نو باید له ننی افغانستان څخه یی شروع وکړی[/quote:6a9e524dcc]
دا يوه غلطه جمله ده ، بايد مرکز د هيواد تر پولو خپل قدرت وغځوي او بس ! د ډيورن منخوسه فرضي کاغذي کرښه بايد ړنګه
او سرحد د اتک سيند آبآسي شي او بس ، په دې کې هېڅ يو ورور قوم مخالفت نه ښودلی دی، نه يې ښيي او نه يې څوک ښودلی شي !


Naeem sadat
22.01.2012

۷۸۶
ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:f38e2e107b]په افغانستان کې هېڅ پښتون په فارسي ويلو مجبور نه دی [/color:f38e2e107b]

پتوال صاحب څنګه په افغانستان کی پښتانه مجبور نه دی چی فارسی ژبه زده کړی د افغانستان ددولت ټول کار په فارسی ژبه تر سره کیږی
یو پښتون ددی لپاره چی یا په دولت کی کار وکړی او یا ددولت پوری تړلی کوم بل کار وکړی مجبور ده چی فارسی ژبه زده کړی

بیا په دی اړوند موږ او تاسی د (پښتو ژبه دبن له کنفراسه وایستل شوه) په بحث کی پوره بحث کړی او هلته په دی اړوند ما پوره لیکنی کړی دی
او همدا می په تفصیل سره لیکلی وو چی زموږ ددولت د ذوال یو له اساسی علتونه همدا دی

ملت جوړونه

موږ په افغانستان کی ملت جوړونه لرو یعنی موږ تقریباً دوه پیړی کیږی چی د افغانستان له مختلفو میلیتونو یو ملت په نامه د افغان جوړوو چی دا را وروسته پنځوس کاله ډیره په چټکی روانه ده

اوس داسی رواج ده خصوصاً په ټول افغان کی کله چی څوګ په دی ملت جوړونه انتقاد وکړی نو بیا د بعضی اشخاصو لخوا د ای اس ای د جاسوس نوم پری ورتپل کیږی ځکه چی دا ډیر اسانه کار دی نه منطقو ته ضرورت لری او نه دلایلو ته فقط یو چاته دومره ووایی چی ته د ای اس ای جاسوس یی همدومره کفایت کوی

زه د ډیرو افغانانو په افغانی احساس پوهیږم چی د خپلی افغانی روحیی له رویه کله چی څوک په دی ملت جوړونه نیوکه وکړی نو ددوی د ډیر زښت برخورد سره مخامخ شی ځکه چی دوی فکر کوی چی دا ملت جوړونه د افغانستان په ګټه ده او دوی داسی فکر کوی که څوک ددی ملت جوړونی سره مخالفت کوی نوحتماً د خارجی استخباراتو په لمسون دا خبره کوی
ځکه چی ددوی په فکر د افغانستان د مختلفو میلیتونو څخه د یوه ملت جوړول د افغانانو د اتحاد ضامن دی

خو زه غواړم چی د ا خلګ په دی وپوهوم چی زه هم د افغانستان دښمن نه یم او نه کوم ړوند پښتون فاشیست یم چی د پښتنو لپاره ټول افغانستان خرابووم

او غواړم دا خلګ په دی وپوهوم چی دا ملت جوړونه په دی شکل چی اوس روانه ده د ټول افغانستان په زیان ده او د همدی غلطی ملت جوړونی له برکته زموږ دولت د ذوال په لوری روان ده

هغه په دی خاطر چی نوموړی ملت جوړونه د پښتنو چی د افغانستان د خلکو اکثریت جوړوی د ژبی او کلتور په زیان روانه ده او په همدی خاطر پښتانه چی د افغانستان د خلکو یو لوی اکثریت جوړوی دا ملت جوړونه نه منی او له همدی کبله پښتانه همیشه په یو نوم او په بل نوم د مرکزی دولت سره لاس او ګریوان وی

اکثریته پښتانه نه غواړی چی ددډول مرکزی دولت څخه چی ددوی ژبه او کلتور له منځه وړی څخه دفاع وکړی او اکثریته پښتانه مرکزی دولت خپل دولت نه ګڼی له همدی ځایه همیشه په افغانستان کی خارجی مداخله جاری ده او یا که په بل عبارت ووایو نو له همدی خاطره زموږ مرکزی دولت همیشه په خارجیانو متکی دی او په داخل کی همیشه په اقلیتونو متکی وی

دلته ګوری چی اشتبا ونشی څوک به وایی چی پښتانه له مرکزی دولت نه ساتنه کوی او دلیل به دا راوړی چی پښتانه دری ځله له انګریزانو سره جنګیدلی یو ځل له روسانو سره او اوس هم له امریکایانو سره جنګیږی

پښتانه له انګریزانو ، روسانو او اوس د امریکایانو سره د مرکزی دولت ددفاع لپاره نه دی جنګیدلی بلکی د خپلی سیمی یا وطن ، کلتور ، دین او ازادی د ساتلو لپاره جنګیدلی دی

پوښتنه ولی پښتانه د نومووړی ملت جوړونی سره مخالفت کوی ؟

ددی لپاره چی دی پوښتنی ته ځواب ووایو اول باید دا ملت جوړونه چی اوس په افغانستان کی روانه ده لیږ وڅیړو

دا ملت جوړونه د افغانستان له مختلفو میلیتونو څخه یو ملت جوړوی چی تر څو دا میلیتونه د یو ملت یعنی افغان په نامه سره متحد کړی
خو مشکل په دی کی دی چی ددی ملت جوړونی نتیجه د پښتنو په ګټه نه ده هغه ځکه چی ددی پر ځای چی ددی مختلفو ملیتونو څخه د پښتو ژبی او پښتنی کلتور په چوکاټ کی یو ملت جوړ شی خو دلته د مختلفو میلیتونو څخه د فارسی ژبی او فارسی کلتور په چوکاټ کی د افغان په نامه یو ملت جوړیږی

یعنی ددی ملت جوړونی نتیجه به دا وی چی د افغانستان ټول میلیتونه به فارسی زبان شی چی دا خبره د پښتنو لپاره د منلو وړ نه ده

په همدی شکل هر کال یو زیات شمیر پښتانه فارسی زبانان کیږی یا که په بل ډول ووایو کله چی یوه پښتنه کورنی له کلی را ووځی یعنی ښاری شی نو دوهم یا دریم نسل یی فارسی زبانان شی
او په همدی خاطر پښتانه د همدی ملت جوړونی او ددولت له دولتی ژبی چی فارسی ژبه ده او ددولت له دولتی کلتوره چی فارسی کلتور ده ځان بیګانه ګڼی
او دا دا معنا لری چی زموږ د هیواد د یوه لوی اکثریت یعنی د پښتنو پوتنسال ویده دی او د دولت او دوطن په ګټه نه استعمالیږی او یا ددولت پر ضد اسعمالیږی نو په همدی خاطر همیشه په افغانستان کی ضعیفه مرکزی دولتونه وو چی په اقلیتونو او خارجیانو متکی وو

ددی لپاره چی موږ دافغانستان د اکثریتو خلکو یعنی پښتنو پوتنسال را ویښ کړو او زموږ د هیواد لپاره یی په کار واچوو چی تر څو د یوه قوی مرکزی دولت څښتنان شو چی دا کار د افغانستان د ټولو میلیتونو او ټولو خلکو په ګټه دی دا لاندی کارونه باید وکړو

اول – دا ملت جوړونه چی اوس د پښتنو په ضد روانه ده باید ۱۸۰درجی د پښتنو په ګټه تغیر وکړی یعنی موږ باید داسی ملت جوړونه ولرو چی د افغانستان له مختلفو ملیتونو څخه د پښتو ژبی او پښتنی کلتور په چوکاټ کی یو واحد ملت جوړ کړو یعنی په دی لاره روان شو

دوهم – دولتی ژبه او دولتی کلتور چی د پورته یادی شوی ملت جوړونی له افزارو څخه ده باید فارسی ژبی او فارسی کلتور څخه په پښتو ژبی او پښتنی کلتور بدل شی

دریم - په افغانستان کی دا غلط رواج چی همیشه باید په افغانستان کی جمهور ریس پښتون وی له منځه لاړ شی جمهور ریس باید داستعداد له رویه د خلکو په خوښه تعین شی نه د قومیت له رویه

که چیری دا پورته یاد شوی کارونه ونشی نو زموږ وطن به یا همداسی د خارجی مداخلی ډګر وی اویا به همداسی چی د تجزیی په لور روان دی روان به وی یعنی چی همداسی چی د ذوال په لور روان دی همداسی به روان وی

زه په ننی شرایطو کی بغیر د طالبانو له تحریکه بل هیڅ داسی ګوند نه وینمه چی دا کارونه په افغانستان کی عملی کړی یا داسی برنامه ولری


یواځی د طالبانو تحریک کولای شی چی زموږ هیواد د تجزیی له خطره لکه مخکی یی چی یو وار وساته یو وار بیا وساتی

او که چیری دا پورته یاد شوی کارونه عملی شی نو زمونږه ضعیفه دولت به په یوه قوی مرکزی دولت بدل شی او ټولی خارجی مداخلی به هم له منځه لاړی شی چی دا ډول قوی مرکزی دولت د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه دی که تاجک ده که ازبک ده که پښتون که هزاره ده

کله چی دا کارونه وشول نو بیا د پښتونستان د را خپلولو زمینه پخپله برابریږی او د سرحد ها غاړی پښتنو ته به یو امید پیداشی او تشویق به شی چی ددی پښتنی دولت سره یو ځای شی
او زه یقین لرم چی د سرحد ها غاړی پښتانه د همداسی یوی شیبی منتظر دی چی د یوه پښتون دولت لرونکی شی

خو په اوسنی حالت کی یا زموږ په ننی ملت جوړونه کی زه فکر نه کوم چی د سرحد هاغاړی پښتانه به زموږ سره دا ډول ملت جوړونه چی اوس په افغانستان کی روانه ده را سره ومنی او یا به دوی هم زموږ په څیر وغواړی چی فارسی زبانان شی

بیا هم په تکرار سره وایم که څوک پښتونستان غواړی باید شروع له افغانستانه وکړی

نو له تاسو ورڼو خواهش کوم چی هره خبره د پاکستان او ای اس ای په نومونو مه ردوی بلکی هره خبره باید په دلایلو رد شی
داچی تاسی هره خبره د پاکستان پوری تړی دا ستاسی د دلایلو په نشتوالی دلالت کوی

دا خو زما لپاره هم ډیره اسانه ده چی د پتوال صاحب د خبرو په مقابل کی دلایل وړاندی نکړم او صرف دومره ووایم چی دا د فلانکی هیواد د استخباراتو خبری دی

ت


پتوال
22.01.2012

ملتوال صيب سلامونه!
دلايل مو په واقعيتونو ولاړ دی خو په حقيقت نه ، ځکه چې د واقعيتونو(فکتونو) له غلط تړاو څخه حقيقت لاسته نه راځي !
پښتو د افغانستان په اساسي قانون کې يواځينۍ ملي ژبه وه ، او رسميت هم دري او هم پښتو درلود او موازي سره روانې وې .
داود خان په رسمي دفتري برخه کې پښتو ته او په مطبوعاتو کې دري ته وده ورکوله . نه تر دې وخته پورې او نه وروسته ژبه د بهرنيانو
د بريدونو عامل شوې ده ، بلکې کودتاګانې،د قدرت له پاره له بهر سره د ډلو ټپلو لاس بهرنيانو ته د يرغلونو لار پرانيستله
لومړی کمونستان بيا مجاهدين ، بيا طالبان او بيا شمالي ټلواله ټول د بهرنيانو په مرسته قدرت ته ورسول شول او هرې ډلې په خپل وخت کې د خپلې
ژبې پَله هم درنده کړه ، چې موقتي خبره ده او کله يې چې قدرت ورک شو دا بې عدالتي به هم ورسره ورکه شي .
دا دقدرت د بې عدالتۍ نتيجه ده نه برعکس !

ملت جوړونه له آزادۍ پرته امکان نه لري او جوړول يې د اسارت لاندې تل غلط او د اشغالګرو په ګټه وي ! هو ، اشغالګر د اکثريت
د ځپلو له پاره راځي نه د هغوی د حقوقو د تامينولو له پاره آزادي لومړی او کلتوري او سقافتي مسايل بيا ورپسې کيږي ! اشغالګر تل په اقليتونو تکيه کوي
او د بړېڅو په توګه يې استعمالوي !
دا کار انګليس ، بيا روسانو کړی او اوس يې امريکايان هم کوي !
د پښتونستان مسله زمونږ ملي مسله ده او زمونږ د ګران افغانستان لاينفک جز دی او د هزمولو له پاره يې پنجابي پاکستان
عموما او ISI خصوصا فعال دي او له طالبانو څخه ملاتړ يې صرف په همدې هدف دی چې لر افغانستان هضم کړي او ددې له پاره
د ISI تر لاس لاندې يو ګوډاګی افغانستان غواړي!
د پښتونستان چغې اوس ددې له پاره نه وهل کيږي چې مونږ اوس د پښتونستان آزادي غواړو، نه نه، بلکې صرف او صرف د پښتونستان
د هضمولو د مخنيوي له پاره طالبانو ته اپيل کوو چې د ملي خيانت پر ضد دې ځان د ISI له لومې څخه خلاص کړي !
افغان ولس بله لاره او چاره نه لري چې طالبان ورونه له دې جنايت څخه وژغوري بې له دغه اپيل څخه ، چې ناپوهي او جهالت هم اخر
يو حد او سرحد لري، د اسلام په پلمه د پنجابي پاکوستان په مکر او سياسي چلوټو مه تيروځئ !!!! او دا خيالپلو هم مه غږوئ چې
تاسې به ISI تير باسئ، افغانستان به پرې له امريکانه آزاد کړئ بې له دې چې د ISI ګوډاګي شئ او د غلام په غلامۍ کې به ښکېل نشئ (!)
لر افغانستان دې ترې آزاد شو چې تاسې به ترې بيا بر افغانستان آزاد کړئ ؟؟؟، هېڅکله نه !!! غربيان دې ظاهري اشغال غواړي
او په جګړه ترې ځان خلاصولی شې، خو پتجابيان دې باطني اشغال غواړي او له دننه دې تسخيروي د اسلام په پلمه دې له دننه څخه خوري ،
لکه تمساح هډوکي او روح و روان دې له غوښو سره زبيخي په خپلو ورونو دې وهي ، [color=red:fe5960dad2] داسياسي بوقلمون پښتون په پښتون ،
افغان په افغان او مسلمان په مسلمان وهي او د آزادۍمخه دې په پښتنې قومي، هموطن افغاني او مسلمان القاعدوي مخالفينو نيسي
او همدا اوس دې پټ او ښکاره له نورو افغانانو سره په کلکه دملي سولې مخنيوی کوی (!!!!!)[/color:fe5960dad2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more