د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مجرمانو محاكمه كه هڅونه؟


Adil watanmal
08.09.2004

+++++++++++++++++++ [color=darkblue:367848087a] د مجرمانو محاكمه كه هڅونه؟ [/color:367848087a] +++++++++++++++++

ګرانو ليكوالانو او محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[color=white:367848087a]د سر ټكي:[/color:367848087a]
تاسي ته معلومه ده چې زمونږ د ګران هيواد افغانستان كنټرول د چا په لاس كې دى چې اكثره ئې هغه خلق دى چې لاسو نه ئې اوس هم د مظلومو افغانانو د وينو بوي كوي. او بله ډله د صلبيانو د لښكر سره يو ځاي كابل ته سره د يو لاسي بكس سره راغلي دى نو څه فكر كوي چې ايا دغه خلق به دى غم زپلي هيواد ته څه خوشحالي راوړي په تيرو څه كم دري كلونو كې خو مونږ وليدل چې بادارانو ئې ددغه لاسپوڅو څخه فقط د لاوډ سپيكر كار اخيستي دى چې څه ئې پكي پوه كړي هغه دوي له خولي راباسي او هغه څه چې په ګرانو هيواد والو كيږي په سترګو ئې لاسونه ايښي دى چې مونږ ئې نه ګورو كه هغه د ماشومانو بمبار كول وي كه په ودونو بمبار كول وي كه د ګرانو وطنوالو په ناموس باندي تير كول وي او ..................
خبره نوره نه اوږدوم او اصلي موضوع ته راځم هغه دا چې اوس له دغو مجرمانو څخه يوه ډله بيا په راروانو ټول ټاكنو كې د صدارت و چوكې ته ځانونه كانديد كړيدي او په همدي اړوند تاسي ته د توري بوړي مجلي د دريمي ګڼي سر مقاله وړاندي كوم.

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

درنو لوستونكو ګورو چه له څو لسيزو څخه راپديخوا زمونږ ګران هيواد د جګړو په لمبو كې سوزي د افغانستان مظلوم اولس هغه ظلمونه د سر په سترګو وليدل چه نړيوالو به يواځي د تاريخ په كرښو كې لوستلي وي او بس.
دلته د فرعون په څير ظالمان هم وو چه د ژوند يو انسانانو په سرونو يې ميخونه ټك وهل ، د باعفته ښځو څخه ئې په ژوندانه سينې پرې كړي د هغوى په شرف او عزت ځناورصفته انسانانو په تيري او تجاوز لاس پورې كړ،د دې اولس دوه مليونه انسانان د بارودو په لمبو كې لو لپه شول. ملحدانو ژوندي انسانان تر خاورو لاندې كړل، د پليګون، دشت ليلې، فلعه جنګي په څير زړه بوګونوكې پيښي رامنځ ته شوي.
[color=darkblue:367848087a]زمونږ لرې او نږدې استعمارچيانو زمونږ د حدودو حرمت او تقدس پايمال كړ، هر ځواكمن يرغلګر خپل ځواك او قوت زمونږ په ګران ټاټوبي او مظلوم اولس وازمايلو.[/color:367848087a]
هوكې د افغانستان مصالح او ګټې نه په نړيواله او نه په سيمه ايزه كچه په نظر كې ونيول شوې بلكې هڅه شوي چه په افغانستان كې د نورو منافع او ګټي خوندى وستاتل شي، [color=white:367848087a]كمونستانو د افغانستان معادن، ميوه، او حاصلات او د هيواد ځمكه او هوا د سره شوروي په ولكه كې وركړه د روسانو له ماتي وروسته دا ازادۍ تر نامه لاندي ځينو پرديو مزدورانو بيا هم له روسانو غنيمت شوي ټانكونه او توپونه هم په افغانستان پيرزو نه كړاي شول او هغه يې په يوه او بل شكل په پرديو وپلورل[/color:367848087a] په سياسي ډګر كې يي هم د پرديو ګټې د افغانستان په ملي مصالحو مقدمې او لومړۍ و ګڼلي، دوستم سره ائتلاف، د تڼې سره همغږي او داسې نور نا مقدس اٰتلافونه د ځينو ظالمو ګاونډيانو د فشار له كبله منځ ته راغلل چې غوښتل ئې دې هيواد ته اسلامي نظام سوله او ثبات رانه شي.
دي كې شك نشته چه افغانستان په خپله غيږ كې داسې حرام نمكه بچې درلودل چه هغهويى په يوه پښه شپه او ورځ د پرديو غلامۍ ته لاس په نامه ولاړ وو، مونږ وليدل چه د پليګون د شهيدانو په ژوند يو جسدونو هم دې خلقيانو او پرچميانو د بلدوزرونو په واسطه خاورې اړولې، اوهمدا د مزاري او محقق ګروپونه وو چه د ذول اوتاد په څير يي د خلكو په سرونو ميخونه وهل، او همدا شمالي ټل واله وه چه په زرهاوو تنكي ځوانان يې د ليلې په دښته كې ژوندي تر خاورو لاندې كړل او بيا هم همدا خلك وو چه د دې هيواد په زرګونو اصيل بچي يې په كانتينرونو كې په شهادت ورسول او[color=darkblue:367848087a] همدا دوستم و چه د دې اولس مظلوم بچيان يې په قلعه جنګي كې د امريكايي ځواكونو په همكارۍ په ډير ظلم او بربريت سره په شهادت ورسول، د CIAد مردار شوي تيري كوونكي په نوم يې د افتخار څلى ودراوه،[/color:367848087a] لعنت دي وي د هيواد په داسي بې وفا بچيو.
تاسي وواياست چه كه دا مجرمان د نجيب په څير په دار زړول شوي واى سبا به بيا هم كوم افغان د داسې جفا جرات كړى واى؟
نن امريكا په دې نوم چه افغانستان ته يو اولس خوښه حكومت ډالۍ كوي د دې هيواد مجرمان دواكمن صدرات په چوكۍ نازوي، د دې پر ځاى چه دوى د محاكمې تور زندان ته كش شي د صدارت لپاره كانديديږي ، نو[color=white:367848087a] تاسو وواياست چه دا زمونږ په هيواد كې د مجرمانو هڅونه ده كه محاكمه؟ نو [/color:367848087a]دا امريكا دايې كرزى او دا يې مجاهد اولس ته سوغات.
[color=darkblue:367848087a]نور نو تاسي په خپله قضاوت وكړئ چې ټولټاكنې يې بولۍ او كه مجرم ټاكنې؟[/color:367848087a]

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

د ازد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


سلام عليکم

pattang
09.09.2004

adil Watanmala !
د هر څه له مخه سلام درته وايم ، وروره پوهنتون دخلاص کړ او مبا رکي
هم درته وايم،ډير ښه تحليل دي کړي دي او تقريبا 95%افغانان کومو چې مکتب
لوستي دي هم داسې تحليل کوي٠. بريالي اوسی.
په ډير درنښت
ستاسو پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more