نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حقاني ډلې جهاد!
مساپر
12.01.2012
د هیواد د خبري آژانسونو په وینا کابل هوايي ډګر له سختو امنيتي تدابیرو لاندې دی، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېر مسافر ترې بهر او له بهره افغانستان ته ستنېږي.د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي یوه داسې ډله یې نیولې، چې د کابل پر هوايي ډګر کې د یوه ستر برید پلان درلود، دغې ډلې د کابل پر هوايي ډګر د درنو وسلو، بمونو او د ځانمرګو بریدونو په مټ د یوه ستر برید پلان جوړ کړی و.
د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وویل، برید کوونکو غوښتل چې پر مسافر وړونکو الوتکو هم برید وکړي، خو له وخت وړاندې یې پلان شنډ کړای شو.
ښاغلي مشعل په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نیول شوو کسانو خپل پلان شوی برید تر نیول کېدا وروسته افشا کړ:
''په کابل ښار کې د اورپکو دوه مهم پټن ځایونه کشف شول، نیول شوو کسانو منلې چې د کابل پر هوايي ډګر یې د برید پلان درلود، او همدارنګه د مسافر وړونکو الوتکو د راغورځولو پلان یې درلود.''
د ملي امنیت د دارې ویاند خبریالانو ته وویل، تازه نیول شوو کسانو پر هوايي ډګر د برید کولو خبره منلې چې په خبره یې د جلال الدین حقاني له شبکې سره یې اړيکي لرل.