د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ګونتانامو له وحشي زندان څخه د را ايله شوي بندي خبري


Adil watanmal
07.09.2004

محترمو لوستونكو هيله لرم چې په تن بدن باندي به روغ او جوړ وي

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته.
تاسي ته ښه په ډاګه ده چې د صلبيانو لښكرو په افغانستان باندي تر اوسه د خپل استعمار پنجي كلكي كړيدى او تر اوسه ئې ډير زيات جنايتونه كړي دى چې د مستعمرينو په تاريخ كې ئې ساري نه ليدل كيږي. او ددغه وحشي قوم د جنايتونو له مركزو څخه يو د ګوانتانامو وحشي زندان دى. له دغه زندان څخه يو مجاهد چې د قندهار ولايت د خاكريز ولسوالي او په قوم الكوزي دي يو څو ورځي وړاندي را ايله شوي دى چې بيا د توري بوړي مجلي خبريال ورسره كتنه كړي او هغه وحشت چې پر دغه مسكين مجاهد تير شوي د توري بوړي مجلي په دريمه ګڼه (( چې پدي ورځو كې له چاپه راوتلي ده )) په تفصيل سره لوستي شي خو زه اوس دلته ئې په لنډو ټكو كې تاسي ته بيان كوم.

نوموړي بندي په شبرغان كې نيول شوي او بيا په كندهار او كيوبا كې د صلبيانو و حشي سلوك په خپلو سترګو ليدلي .
نوموړي بندي هغه وخت سره د خپلو ملګرو خپلي وسلي د دوستم و مليشي ته وسپارلي چې ددوي سره ژمنه وشوه چې مونږ به تاسي په امن سره خپلو ځايو ته رسو خو دوي هغه وخت وپوهيدل چې دوستم مليشو ددوي سره چل كړي چې كله دوي له هغه سرحده تيرشول چې ددوي او د دوستم د مليشو په مابين كي وه ځكه چې نوموړي بندي داسي وايي [color=darkblue:d5fe86fe10](( كله چه مازي [ محضي] ورتير شو مونږ د هغه ځايه څخه چې سرحد و زموژ او د دوي پر مابين كشي نو الته بيا دوي ليكه ليكه كسان كښينولي وه او حملي به ئې كولې زمونږ په جيبونو او زمونږ پر خولۍ او كاليو....موژ ته دوي ماسوى د يوه كميس او يوه پرتوګ نور هيڅ راپرې نشول... هر څه يې له موژ نه واخيستل هغه هم په بي عزتي او بد شكلى سره....)).[/color:d5fe86fe10]
له دغه ورسته ئې بيا يو شيلي ته بيولي دي چې هلته ئې ورته لاسونه پداسي شكل ورتړلي دى چې دي خوارانو د مزل پر وخت هم د زيات درد احساس كولو او له يو څه مزل څخه ورسته بيا يوي بلي شيلي ته رسيدلي دي چې په هغه ځاي كې ددوي نور ملګري هم راوستلي شوي وه او په همدغه شيله كې پر دوي شپه راغله او د شپي چې نوري د دوستم مليشي راوه رسيدلي نو دوي به ئې په كلاشنكوفونو وهل او ورته ويل به ئې چې څه درسره دي خو له بده مرغه چې ودغه مليشو څه پاتي نه وه او هغه ځكه چې خواركيان بنديان له دغه مخكې څو ځلي وحشي دوستميانو پري جبونه تلاشي كړي وه.
نوموړي بندي په خپله قيصه كې په ګوته كړي چې په دغه ځاي كي زمونږ هغه ملګري هم وه چې زخميان شوي وه نو هغه څه چې ده دوستم مليشي له دغه زخميانو سره كړي هغه دا وه ([color=darkblue:d5fe86fe10]( په دغه شپه كې موژ سره زخميان وو او دا موژ يو كونج ته كشينولي وو نو هغه دوي راولاړ شوو او هغه زخميان يې ژوندي تر خاورو لاندي كړل چه موژ دغلته ليدل او ورته كاتل مو د دوي چغارې او نارې مو اوريدي او موژ د دوي بغل ته ناست وو چه پاڼ ئې پر راونړوه او ژوندي ئې شخ كړه ...)) [/color:d5fe86fe10]
د شپي د تيريدو څخه وروسته دغه بنديان د دوستم مليشي په غټو موټرونو كې مزار ته راوستل خو په ډيره بده طريقه. په دغه دوه ورځو كې دوي ته نه خواړه وركړي شوه وه او نه اوبه او بنديانو داسي كول [color=darkblue:d5fe86fe10](( اكثره دا شګې به يې په خولې كشي اچولي وي تر دي څخه به يې كار اخيسته ...)))[/color:d5fe86fe10] د ماسختن پر وخت مزار ته رسيدلي دى چې بيا ئې د كلاشنكوفونو د كنداغونو په زور د كانتينرو كې د دوستم له مليشي له خوا واچولي شول او د نيم ساعت تيريدو ورسته نوموړي بندي ئې حال داسي بيان وي[color=darkblue:d5fe86fe10](( چې نيم ساعت تيريدي نو ناري شوي د ګردو ساوي و دريدلي هوا پسي نوه نو دا خو چه زه په خپل كانتينر كشي وم د خپل كانتينر معلومات كيده راته خو داسي وه چې بيا پسي بيهوشه شوي وه زه چه بيا په خپله په سد كشي راغلم داسي د سهار خوا وه ..... موژ مازيګر تر شبرغان رسيدو نو په موټركشي زموژ ٧٠ كسان شهيدان شوي وه........)) [/color:d5fe86fe10]
په شبرغان كې د ډانګو د وهلو نه وروسته دغه بنديان د موټرو نو را كشته كړي شوي او په مځكه ايښودل شوي كانتينرو كې اچول شويدي او يو پتكې اوبه به ئې د زرهاو روپو په مقابل كې پري پلورلي او بيا دغه بنديان نظارت خاني ته وړ شوي چې د وهلو ټكولو او ښكنځلو پكې كومه ايله نه كيده چې اخر ئې د شبرغان محبس ته يوړل شوه چې په هغه ځاي كې به لكه د حيواناتو په څير ډوډي ور اچول كيده او د هغه ورسته بيا دوي ته په ټوله ورځ كې به يوه وركوټي ډوډي وركول كيده او بس او د ابو حال ئې داسي وه [color=darkblue:d5fe86fe10](( اوبه به داسي وي چه يوه لوټه اوبه به يې رواړي نو يوكس ته به يې وركړي او هغه په بيا يو ئو سر پوش د پتك يو يو كس ته خوله كې ور اچولواو موژ به ورته كتارناست وه....))[/color:d5fe86fe10]
له دغه ورسته نوموړي بنديان د امريكايانو ولاسوته ورسيدل چې هغوي لومړى ترينه په شدت سره تحقيق شروع كړه نوموړي بندي وايي چې زه ئې د تحقيق څخه ورسته لاسونه او پښي را وه تړلي او په يوه كوټه كې واچولم بيا په اتمه ورځ امريكايان راغله او زه ما څخه ئې جامي وكشلي او سترګې ئې را پلاستر كړي بيا ئې د يوي طياري په واسطه كندهار ته راوستلم او په طياره كې ئې په غټو غټو زنځيرو تړلي وم او په كندهار كې د تحقيق پر وخت ئې سخت ووهلم او دغه شپه مو په يو يخ ځاي كې تيره كړه او بيا امريكايانو را ته دريشي راوړي او له دغه ورسته ئې په كانتينر كې واچول.
له دري ورځو تيريدو ورسته دغه بندي سره د څو نور بنديانو ئې د كانتينر نه و خيمو ته نقل كړي شوي او په ډير بد سلوك چې قلم ئې د بيان كولو نه بخښنه غواړي او ددغو بنديانو و خيموته د انتقال كولو پر وخت څو كسان به په يوه رسي داسي تړ شوي وه چې د بعضو پكې لاسونه مات شول او پر دغه ځاي كې نوموړي بندي شپږ مياشتي تيركړي دى چې وايي [color=darkblue:d5fe86fe10](( موژ په دغه خيمو كې شپږ مياشتي تيركړي... موژ ته يي د لاسونو د مخ او د ځان د پريولو اجازه هم راكوله ويلې دا زموژ قانون ندى ..... او موژ ... اكثره شپي خوب ته پريښوو....)))[/color:d5fe86fe10]
او دغه بي چاره بنديانو پنځه مياشتي ورسته خپلي جامي بدلي كړي نو اوس تاسي فكر وكړي چې يو بندي پنځه مياشتي په يوه جوړه جامو كي وي نو د هغه به څه حال وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او له دغه ورسته دوي د طياري له لاري د ګونتانامو زندان ته په داسي شكل يوړل شوه [color=darkblue:d5fe86fe10]((( او بيا ئې طياري ته پورته كړو چه هلته يوځل بيا پر ملا باندي وتړلو بيا يې پر پشو باندي و تړلو بيا يې تر لاسو وتړلو پر زنځيرانو ډير چسپ يې وتړلو موژ يو شواروز په طياره كې پر همدي حال بانديوو چجه پردي سره زموژغوږونه ډير تاواني شول چه زما غوږونه تر اوسه پوري كار نه كوي ډاګتران وايي پردي يې دواړي پري شوي دي)))[/color:d5fe86fe10]

ګونتانامو كې خپل حال داسي بيان كوي [color=darkblue:d5fe86fe10]((( چه كله ګونتانامو ته ورسولو نو هلته يې بيا زموژ سره ډير وهل وكړل او ډير يې وزورولو معنى دا چې موژ يو شواروز ناست وو ګرزيدل او حركت مو نشو كولاي ځاي پر ځاي ناست وو لاس شورول ه وو بيا نو د دوي چه كومه شفاخانه وه هلته يې بوتلو او هلته يې بيا زموژ كشف د عورت كولو.......... موژ يې دوه ساعته ګرزولو چه معاينات يې كول بيا يې تحقيق ته بوتلو .......... تر دي وروسته ئې بيا خپل ځاي ته بوتلو .... د يونفر لپاره ځاي وه او كيناستلو اجازه وه او په هفته كې به ئې دوه واري مونږ د غسل لپاره او د يوخوا د ګرزيدو لپاره .... چه لږوخت لپاره به يې راوستلو هم به يې لاسونه او پشي راتړل او ډوډي چې ګذاره پري كيده هغه يې نه وركوله او تكاليف وه چې هلته وم نو ٤٠ تنه ليونيان شول بيا ئې هغوي ته بيل ځاي وركړو........ او كله به چې يو بندي ته جزا وركوله نو هغه به يې يو كوټې ته بوتلو او هلته به يې هوا پر راخوشې كړه چه ډيره زياته يخه وه او دى به يې ورته تړلي و انسان به يې له كاره وويستو....)))[/color:d5fe86fe10]
نوموړې بندي يولس مياشتې د ګونتانامو په وحشي زندان كې تيركړي او اوس په خپل كلي كې اوسيږي. ده د يو وسوال په جواب كې داسي وويل [color=darkblue:d5fe86fe10]((( موژ چه كله كندهار كې وو او كوم بندي به په لمونځ ولاړو او امريكايي به راغلو ډير بد بد به يې بيا وهلو او د لمونځ به يې منع كولو او كيوبا كې لمونځ نه نه منع كولو))[/color:d5fe86fe10]د يوي بلي پوښتني په جواب كې ئې داسي ويل[color=darkblue:d5fe86fe10](( چه امريكايانو زمونږ د زورولو لپاره زمونږ مخكې د اسلامي شعايرو او كتاب الله داسي سپكاوي كولو چه كله مونږ په كندهار كې وو زمونږ په خيمو كې يې قرآن شريفان ايشودي وو چه كله به دوي راغلل په پهره باندي نو دوي دومره بې عقلان وو چه دوي به قرآن شريفان پر مځكه غورزول نه په اوبو كې هغه به راواخستل په هغه سطلونو كې چه زمونږ حاجت به پكې وي پدي كې به يې وغورځول. موژ به روته كتل او جه موژ څومره ډير افسوس وكړو دومره به يې ډير وهلو بيا او راته په يې ويل چې تاسو القاعده نه يي دا قرآن القاعده دي ......................)))))))))[/color:d5fe86fe10]

قال تبارك و تعالى:
[color=darkblue:d5fe86fe10](((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11) أَلا إِنَّهُمْ هُمْ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لا يَشْعُرُونَ (12) البقرة)))[/color:d5fe86fe10]
[color=darkblue:d5fe86fe10]((وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا نَصِيرٍ (120) البقرة)))[/color:d5fe86fe10]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
27.09.2004

ګرانو او محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ګرانو كولاي شي چې ده لانديني پيوند له لاري د صلبيانو د وحشي زندان ګونتانامو انځورنه وه ګوري
http://zarka.4t.com/sijngu.htm

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more