نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا ټول دشګو بندونه دي
tandar
10.01.2012
زما له نظره دا ټول دشګو بندونه دي او بس٠
پدي هکله تبصيره خپلوپوهانو ته پريږدم
[color=darkblue:19fca77e01]توده موضوع
د ځينو امريکايي او جرمني ډلو سره په ګډه د افغانستان دجنګي مجرمينو لخوا د افغانستان د فډرالي کېدو هڅي او د افغانانو غبرګونونه[/color:19fca77e01]
چه په ډالرو ملي حيثيت او هويت خرڅوي دهغوي په سر له خالق نه يو اسماني تندر غواړم
ديو لوي او ازاد او شمله دار افغانستان په هيله
سلامونه
tandar
11.01.2012
سلامونه
نن دامريکا دوزارت خارجي له خوا ويل شوي ،هغه امريکايانو چه دبرلين په کرغيړنه غونډه کي دافغاني جنګسالارانو سره برخه اخيسته وي ، دغه کسان
دا مريکا له دولته کومه نماينده ګي نشي کولاي ،يعني دا يوه شخصي غونډه وه چه دامريکاياشخصا په اوباما پوري کوم ارتباط نه لري
غل په غره کي نه ځايږي ،اوس دجنګسالارانو په کونه ټنګار دي ،څومره چه دصلحي خبري زياتيږي په دوي جهان تنګيږي
په دوي پسي دداسي يتيمانو اهونه دي،چه په دوزخ کي هم ولا که خلاص شي دبي ګناه انسان وينه تويونه خو څه دچرګانو وينه نه وه
ديو واحد او ازاد او لوي هيواد افغانستان په هيله
داهم دالمان نظر
tandar
11.01.2012
داهم دالمان نظر
[color=darkblue:59c7277820]
په برلين کي د پټي غونډي په اړه المان خپل نظر څرګند کړ
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ٢١ / ١٠ / ١٣٩٠ | 2012-01-11
د المان د بهرنيو چارو وزارت د ۱۳۹۰ لمریز کال د مرغومي ۲۱مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړېده چي د برلين په هغه کنفرانس کي يې برخه نلرله چيري چي ددوی په وينا د افغانستان سياسي مشران رابلل سوي وه .
د افغانستان د سياسي چارو څېړنکي شېريحیی دغه اعلاميه پښتو ته ژباړلې ده :
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د اسپن انستیتیوت له خوا د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د غړو او یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ د جوړې شوې غونډې په اړوند ویلي دي:
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبر دی چې د اسپن انستیتیوت په بلنه نن او پرون د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د غړو او د ځینو افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ خبرې شوي دي. ((ددغو خبرو لپاره د تیاري او د غونډې د ترسره کولو مسؤولیت د اسپن انستیتیوت په غاړه و. د آلمان د فدرالی حکومت استازو په دغه غونډه کې برخه نه درلوده.
نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه په تفاهم سره په افغانستان کې د یوه سیاسي حل په اړتیا ټینګار وکړ. همدا ډول د سولې او بیاپخلاینې پروسه او د هغې پایلې باید د کنفرانس د پرېکړو په ۱۸مه ماده کې د ذکر شویو پرنسیپونو سره په سمون کې وي. د آلمان اتحادي جمهوریت د هر ډول هغو غوښتنو سره همنظره نه دی کومې چې ددغه نړیوال تفاهم سره په تضاد کې وي.((
د بُن د کنفرانس د پرېکړه لیک په ۱۸مه ماده کې راغلي دي:
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اړوندو پريکړو په نظر کی نيولو سره، نړيواله ټولنه د افغانستان سره موافقه لري چې د سولې او روغې جوړې بهير او دهغه پايلې بايد په اصولو ولاړې وي:
الف: د روغې جوړې خواته د سولې بهير بايد:
· دافغانانو په رښتني مشرۍ او مالکيت تر سره شي؛
· عمومي وي او دافغانستان د ټولو خلکو ، جنسيتونو او ټولنيز دريځه ته د نه پام له مخې، د مشروعو ګټو څرګندوي وي.
ب: مصالحه کې بايد لاندې ټکي شامل وي:
· د افغانستان د ملي حاکميت بيا تاييد،خپلواکي او بشپړتيا؛
· د زور زياتي غندنه؛
· له نړيوالې ترهګری سره د اړيکو پرېکون؛
· د افغانستان داساسي قانون او له هغې ډلې دبشري حقوقو مواد او په تيره بيا دښځو دحقوقو درناوي وکړي.
ج: د سيمې هيوادونه دغه بهير ته درناوي ولري او دهغو د پايلو ملاتړ وکړي.
د سولې هر هغه بهير، چې يادو شويو ټکو ته په پام سره وي، دنړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ به ولري [/color:59c7277820]
khoshalkhan
11.01.2012
شېر یحيی لکه چې چرس وهلي وي !
د Aspen institute بنسټ Willi Brand د المان دسوسيل ديموکراتې پارټۍ
مشرچې صدر اعظم يا کنڅلر تېر شوي ، ايښی دی . دادومره لنډ تاريخ !
د المان دولت او وزارت خارجه يې داسې دروغ وايې لکه د ترور تور لګول په طالبانو
او د افغان له اولس سره ناحقه جنګ !
نو دوستم جنګي جنايتکار ته وېزه چا ورکړه !!!!!!!!!!!!!!!!!
وېزه خو سفارت چې له وزارت خارجې پورې تړلی دی ورکوي !!!!!!!!!!
د Aspen Institute له Auswärtiges Amt سره تړلی او سياسي Coaching
کوي !
زه خوشال کمزوری نيم چې به ډارکړم
په ډګر نارې وهم چې خوله يې راکړه
سلامونه
tandar
12.01.2012
سلامونه
بالکل واقيعت واې يواځي ويزه خو نه ده ،ددوي امنيت به نيول شوي وي ،ددوي دشرابو او دښځو غم به ې خوړلي وي ،دوستم چه اکبر باي وهلو و ،په مرګ نيشه نه و؟
خلاصه داټولي خبري هسي بوسو لاندي اوبه تيرول دي
راشه چه همدغه اوس مي درته شعر جوړ کړو له دي خوند واخله
[color=darkblue:ec39b42dbe]حرامزاده ته خلک واې په پښتو کي ارموني ههههها
.............................له غوا نه وي پيدا چه له تنابه خوري نستوڼي ههههها
چه وطن ې په بل خرڅ او دورور ويني کړي توې
...........................دننګ ،غيرت طمعه تري مکړه له دغسو لوي کونې ههههها
تندر به ې رسوا کړي نورکله پټيدي شي
......................... دميرويس خان بچي به ې کلک ونيسي له ستوني ههههههها[/color:ec39b42dbe]
دوطن فروشانو په سر تندر
م . ق
12.01.2012
[quote:a946803280="khoshalkhan"]شېر یحيی لکه چې چرس وهلي وي ![/quote:a946803280]
پتنګ خان خوشحال صیب، هرڅوک خو چرس نه وهي کنه، خو بعضې وخت چې په چا سر وګرځوي بیا ورته ټول دغسې ښکاري. :lol: :lol: ټوکه وه.
پاتې خبرې دې ښې او سمې دي، شعر دې هم ښه ویلاي دی خو د خوشحال خان دا لاندې شعر به کله وایې له خیره؟
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی دزمانې خوشحال خټک یم.
مننه.
larghonay laraway
12.01.2012
السلام عليکم!
په پښتنو دې خدای ورحمېږي. دوی يوازې د دې زمريان دي چې څنګه لښکر شي او جګړه څنګه وګټي خو په دې هيڅ کله نه دي توانيدلي چې تر جګړې وروسته حالات کنټرول او په خپله ګټه وڅرخوي.
باور وکړئ پاړسيوانان ډېر هوښيار او سياستمداران دي!
په دې خو هر څوک پوهېږي چې په افغانستان کې فډرالي نظام راوستل ناشونې دي او دا يو شوم ارمان دی چې همداسې ارمان به پاتې شي! خو پاړسيوانانو دلته يو قوي سياست روان کړی دی. هغه دا دی چې د جبهې ځينې غړي لاړل او د برلين په غونډه کې يې د امريکاد جمهوري غوښتونکې ډلې يعنې د بش د ګوند له غړو سره وکتل او يوه ډله يې په کابل کې رمباړې وهي چې هغه زمونږ استازي نه دي.
دوی دلته يو قوي سياست روان کړی دی. هغه دا دی چې ممکن په راتلونکې کې په امريکا کې د بش د ډلې حکومت راشي نو دوی به مخکې تر مخکې ورسره په اړيکه کې وي او که داسې ونه شي نو نيمو يې په کابل کې مخالفت کړی او هغوی به مخکې کړي.
پښتانه بايد نور له شين زوره کار وانه خلي او لږ ميراتمړی سياست مياست وکړي.
په همدې هيله
ستاسو لاروی
Re: دا ټول دشګو بندونه دي
تيمور
12.01.2012
[quote:e47ecf8bf7="tandar"]زما له نظره دا ټول دشګو بندونه دي او بس٠
پدي هکله تبصيره خپلوپوهانو ته پريږدم
[color=darkblue:e47ecf8bf7]توده موضوع
د ځينو امريکايي او جرمني ډلو سره په ګډه د افغانستان دجنګي مجرمينو لخوا د افغانستان د فډرالي کېدو هڅي او د افغانانو غبرګونونه[/color:e47ecf8bf7]
چه په ډالرو ملي حيثيت او هويت خرڅوي دهغوي په سر له خالق نه يو اسماني تندر غواړم
ديو لوي او ازاد او شمله دار افغانستان په هيله[/quote:e47ecf8bf7]
ګران او محترم ورور تندر صیب پوښتنه دا دي: طالبان چې ځانونه د پښتنو استازي بولي افغان دولت سره د مخامخ خبرو په انکار او د هغې پرځای په قطر کې له امریکایانو سره ("په ډالرو ملي حيثيت او هويت خرڅوي") په مخامخ خبرو ته آماده دي، نو بیا ولې د شمال ډاکوان ("په ډالرو ملي حيثيت او هويت خرڅوي") د افغان دولت له خبرتیا او ملتیا پرته امریکایانو او لوېدیځوالو سره خبرې ونکړي؟ دا څنګه یو بام او دوه هوا شو!
سلامونه
tandar
12.01.2012
سلامونه
کوم افغان دولت؟
دافغان دولت واکدارنن همدغه غټ اشغالګر دي چه عسکر ې حتي په مړو راته متيازي کوي
ما خو دا ٣٠ کاله يو واقعي افغان دولت نه دي ليدلي ،روسان وه،پنجابيان وه او س امريکيان دي٠
نن اصلي باداران امريکايان دي ،بايد له دوي سره خبري وشي
او بل يو پښتون هم که خائين هم و مګر دخاوري دتجزئي هلي ځلي ې نه دي کړي دخاوري تماميت ې غوښتي که تاسوڅوک پيژني بياې وواې چه ډانډس ې کړو٠
اوبل داکورني مشکل دي ولي دډاګوان او که واقعي دولت وي ؟
په خپلو مينځو کي دامشکل نه حل کوي؟
ضرورت بهر ته دڅه لپاره دي؟
ولي له ملته مشوره نه غواړي؟
دامريکايانو او غربيانو په زور يو نوي سيستم تطبيقوي ؟
په ډاګوانو وطن نور تنګ دي دځان غم خوري نه دملت که داسي نه ده؟
دوي بايد محاکمه شي او بس ،دوي په خپل راتلونکي هم ښه پوهيږي٠
نور نه پوهيږم ،شايد نور وروڼه درته ښه ځواب وواې
مننه
Naeem sadat
13.01.2012
ګراڼو ړرڼو السلام علیکم
لاروی صاحب په خپله لیکنه کی یو څه حقیقت ته نیژدی دی ، خبره داده چی د امریکا دوه سیاسی محفلونه د افغانستان او پاکستان پر سر ډیر عمیق اختلاف لری
چی د امریکا ددولت ضدونقیض حرکات د افغانستان او پاکستان په باره کی له همدی ځایه سرچینه اخلی
دا چی دا خبره اوس دومره توده شوی د هغی علت دادی چی کرزی د ډیموکراتانو او یا که په بل عبارت ووایو د جهانی بانکی سیستم د مالکانو په ګټه خپل مسیرته تغیر ورکړی
له همدی امله د جمهوریت خوا ګوند یاکه په بل عبارت ووایو د امریکا ملی ګرایان چی عبارت دی
( د امریکا له استخباراتو + مسلح قواوی + دامریکا اکثریته انګریزان + د نفتو د کمپنی + د اسلحو دجوړولو دکمپنیو ) څخه هغوی خپل چوکړه ګان را ټول کړی او غواړی چی د ډیموکراټانو په مقابل کی په افغانستان کی جبهه جوړه کړی
چی دا جبهه به په دی ډول وی
دا مریکا د جمهوریت خوا ګوند + د روسیی ملی ګرایان یعنی د پوتین ډله +د ایران اخوندان + د هند ملی ګرایان + زموږ شمالی ټلواله چی د پرچمیانو اخوا اداره کیږی
اوس کرزی له دی پورته یادی شوی ډلی څخه ووت نو په همدی خاطر دا معامله دومره ګرمه شوی ټوله خبره د امریکا د راتلونکو انتخاباتو پوری معطله ده چی بعد له انتخاباتو به معلومه شی چی څه کیږی
monir
23.01.2012
[quote:fc1d0a08e3="khoshalkhan"]شېر یحيی لکه چې چرس وهلي وي !
د Aspen institute بنسټ Willi Brand د المان دسوسيل ديموکراتې پارټۍ
مشرچې صدر اعظم يا کنڅلر تېر شوي ، ايښی دی . دادومره لنډ تاريخ !
[/quote:fc1d0a08e3]
ټوکه به دې کړې وي!
A Brief History of the Aspen Institute
"The history of Aspen is the history of American culture at the mid-century and after."-James Sloan Allen, The Romance of Commerce and Culture, 1983
پاتې برخه یې دلته ولولی:
http://www.aspeninstitute.org/about/history
محمود سعيد
23.01.2012
دوی پرمختګ کوي. که زموږ د بې اتفاقيو همدا ورځ وه، نو لرې نه ده چې هدف ته به رسيږي.
[color=red:c227763f7a]تاند(یکشنبه/جنوري۲۲) د احمدضیا مسعود، محمد محقق او عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي جبهې په هیواد کې د سیاسي نظام د بدلولو لپاره له خلکو څخه د لاسلیکولو په راټولولو پیل کړی دی.
دې جبهې ته نژدې سرچینو وویل، ملي جبهه هڅه کوي چې د هیواد د سیاسي نظام د بدلون په ګټه یو ملیون لاسلیکونه راټول کړي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=31187[/color:c227763f7a]