د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا طالبان رښتیا غواړي بهرنیان له افغانستانه ووځي؟

تيمور
10.01.2012

که څو کاله دمخه د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د یرغل پرضد د جهاد په کلونو کې چا ویلي وای چې د مقاومت یو شمیر مشران او قوماندانان له شورویانو سره نږدې اړیکې لري، په خوله د جهاد او مقاومت چغې وهي، خو په عمل کې یې له روسانو سره ګوتې پټې کړې دي، یا به خایین یا هم لیونی بلل شوی و او خبره به یې هیچا نه وه منلې.
خو بیا مو وروسته ولیدل او لا تراوسه وینو چې د هغوی سرونه د روسانو له لستوڼي را ووتل، د هغوی په اشاره یې عمل کاوه او لا تراوسه د روسانو د ګټو ساتونکي دي.
که اوس د طالبانو په اړه هم دا خبره وشي چې د ځینو بهرنیو هیوادونو په اشاره جنګیږي، ممکن ځینې کسان یې غرضي وبولي، سره له دې چې تیرو تجربو ته په پام سره اوس ډیرو ته دا څرګنده شوې چې د دولت مخالفین د نورو ګټو ساتونکي دي، خو که د دوی شعارونو او تبلیغاتو ته وکتل شي، ډیر به پر دې باور ونه کړي چې طالبان له افغانستانه د بهرنیانو په وتو خوښ نه دي. ځکه دوی تل ویلي چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو له خوا اشغال شوی او دوی د هغوی د اشغال پرضد جنګیږي، تر هغو هیڅ خبرې ته غوږ نه ږدي څو چې دا ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.
خو د دوی کړه وړه بل څه رسوي، له هغه وخته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره راپورته شوې، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی. ښکاره ده چې دوی له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو لیږد ته خواشیني دي چې ګام پر ګام عملي کیږي. طالبان له لویه سره د دغه بهیر پرضد عمل کوي. دوی څو ورځې دمخه د افغانستان پر داسې یوه لوی شخصیت چې د نړۍ په کچه منل شوی شخصیت دی او د دغه بهیر د پرمخ بیولو مسوولیت پر غاړه لري، په هلمند ولایت کې برید وکړ، ترڅو دغه بهیر په دې توګه په ټپه ودروي.
لیکوال:اختر محمد سمون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more