د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا عبدالباري (کوچاني) ونيول شو
تيمور
09.01.2012
سلامونه او نېکې هیلې،
دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې خبر ورکوي چې دوی د ملا عبدالباري (کوچاني) په نامه د طالبانو یو نامتو قومندان نيولې دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې ملا عبدالباري په باغران، کجکي، نادعلي او موسی قلعه کې د طالبانو مشري کوله او همدا راز يې د لارې په سر ماينونو په جوړولو او ښخولو کې ډیرلاس درلود. خبر پاڼه وايي چې د ملا عبدالباري (کوچاني) نيول کېدل پر طالبانو يو لوي ګوزار ګڼل کېږي.
والسلام،