د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پېښورکې چاودنو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه
مساپر
09.01.2012
راپورنه وايي شاخوا یوه نیمه بجه د پېښور په ارباب روډ په یوه مارکيټ کې چاودنه شوې ده چې نږدې شل (۲۰) تنه بیګناه مسلمانان يې ټپیان کړي او یو تن په کې شهید شوي دي. دغه چاودنه دومره زوروره وه چې شاخوا هټیو ته هم ډیرزیانونه رسیدلی دي . ټپیان روغتون ته وړل شوي او تراوسه پورې يې د روغتیایي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یو بله خبر له مخې په همدې ورځ د خیبر ایجنسۍ د لنډې کوتل د باچاخان په څلورلارې کې هم چاودنه شوې ده چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې څلورتنه ملکي خلک ټبیان شوي دي. د دواړو پېښو سیمې د پولیسو لخوا کلابندې دي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نشته.