نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تازه خبر: دطالبانولوړپوړي چارواکي ملافضل،نورالله نوري او خیرخواه ازادشول
Mujahid Islam/مجاهد
09.01.2012
تازه خبر: دطالبانولوړپوړي چارواکي ملافضل،نورالله نوري او خیرخواه ازادشول
دوشنبه, 09 جنوري 2012 09:12 جمیل احمدي
نن ټکي اسیا/ دالجزیرې ټلویزون خبر خپور کړچې له امریکایی زندان ګونتنامو نه دطالبانو درې لوړپوړي مهم کسان (ملا محمد فضل اخند،ملا نورالله نوري او ملاخیرالله خیرخواه)ازاد شوي ،منبع زیاتوي نوموړي کسان وار دمخه قطر هیواد ته انتقال شوي.
درې واړه ازاد شوي کسان دطالبانو دحکومت په مهال په لوړو پوستونو کې وظیفې اجراکړې ،ملا محمدفاضل اخند په دفاع وزارت کې لوی درستیزپر،ملا نورالله نوري دشمال زون تنظیمه رئیس او بلخ والي او ملا خیرالله خیرخواه دکورنیو چارووزیرپاته شوی
له څه مودې راهیسې دقطر په هیواد کې دطالبانو څوتنه چارواکي چې مشري یې سیدطیب اغا په غاړه لري له امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي ،طالبانو په یوه اعلامیه کې چې دتیرې سه شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې دوی دقطرهیواد به شمول له اړوندولوریو سره ابتدایی تفاهم هم کړې او همداراز یې په ګونتنامو کې دخپلو څوتنو ملګرو دراخلاصولو غوښتنه هم کړې.
دطالب چارواکو دخلاصیدو پر دسپینې ماڼې او کانګریس ترمنځ اختلافونه موجوددي ،سپینې ماڼۍ کانګریس ته وړاندیز کړی چې داعتماد دفضا درامنځ ته کولو په موخه په دې موافقه وکړي چې له ګونتنامو نه طالب چارواکي ازاد شي.
دطالبانو رسمي سرچینو تردې دمه دخپلو ملګرو دخلاصیدو په اړه څه نه دي ویلي
Ghairat
09.01.2012
[quote:d86ad55394]د ای اس ای مشر احمد شجاع پاشا په ډیره بیړه سره د قطر پلازمینې دوحې ته ورسید، چې د جزیاتو په اړه مالومات راټول کړي . [/quote:d86ad55394]
د بند څخه د طالب ورونو په خوشې کولو خوښ شوم ، خو چې شعور يې له ای اس ای سره زنداني او ښکېل نشي ، قطر ته د احمد شجاع په رسېدو
هغه اندېښنه رښتيا شوه چې دمخه يې په اړه ځينو ليکونکو ويره او څارنه څرګنده کړې وه . د آی اس آی ذهني اسارت د ګوانتانامو له زندان څخه
ډير سخت، ډير بد ، ډير مضر او خطرناک دی . الله تعالی دې طالبانو ورونو ته توفيق او همت ورکړي چې ددغو پنجابي سپيانو په ولکه کې ښکېل نشي !