نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا څه حال دي؟
tandar
09.01.2012
دا څه حال دي؟
او څه روان دي؟
ږيره زما واک ې دملا
له يوي خوا ې راته وطن اشغال کړي چه سر پورته کړي وژني دي
او له بلي خوا د صلحي ناري وي ،په قطر کي ددفتر دخلاصولو موافقي کوي
او له بلي خوا به جرمني کي دافغان اولس قاتلان او جنګسالارانو ته ښه راغلاست او له هغوي سره دافغان اولس په راتلونکي سرنوشت غونډي جوړوي
زما له نظره د امريکايانو او غربيانو له مشرانو څخه غټ احمق نور نشته يا مو نږ ته ورته بي عقله ښکارو،اول دي له دغو جنايتکارانو تپوس وکړي چه په خپله خاوره کي ازاد ګرزيدي شي ؟ بيادي ورسره غونډي او فيصلي وکړي
يو جنايتکار ،،اشغالګر ،، له بل جنايتکارسره دافغان اولس او خاوري په سرنوشت غونډي جوړوي ،اشغالګر له قاتلونو سره ،خداي مو دربدر کړه لکه افغان اولس مو چه دربدر کړو
ځکه دوي نه پوهيږي ؟
چه په افغان اولس کي دغه جنايتکاران ځاي لري ؟
نو له دوي سره هره غونډه او فيصله به دجنګ ادامه وي نه ختم
اوکه امريکا دخپلو اډو لپاره په شمال کي ځانته لاره ساپوي چه هم چين ته او هم روسي او ټول شاوخوا ممالک تر کنطرول وساتي نو بيا دغه غونډي خاص خپلو ګټو اودافغانستان دتدريجي تجزيي لپاره کيږي
ددي لپاره چه جنايکاران او دملت قاتلان محکمي ته کش کړي برعکس دخپلو ګټو په خاطر ې حمايه او په غيږ کي نيولي او ديو ځپلي ملت سرنوشت پري تعينوي ،ډير د خفګان ځاي دي
دجرمني سياست مداران دي ددغسي غونډو دکوربه توب په هکله هم لږ فکر وکړي
هغه خپل تاريخ ته چه شرق او غرب شوي وه لږ نظر واچوي بيا دي دنورو دکورنو دتجزيي غونډي په خپله خاوره کي ترتيبوي
دافغاني جنګسالاران بايد له برلين څخه راسا په دين هاګ کي بين المللي محکمي ته کش شي که چيرته واقعا حقوق بشر وي؟
دافغان غريب ملته ويښ شه يوالي مو نجات دي
دوطن ددشمنانو په سر تندر