د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه،اوس پاکستان دملاعمرڅخه ويریږي

khoshalkhan
07.01.2012

طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه،اوس پاکستان دملاعمرڅخه ويریږي
د فرانکفورتر روندشوو ویپاڼه (Frankfurter Rundschau )
لیکوال : ویلي ګرموند
ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
بڼسټپال وسله وال طالبان په قطر کې دفتر خلاصوي او خبرو اترو ته چمتو شوي دي . سره له دې تر اوسه په افغانستان کې د جګړې پا ی څرګند شوي نه دی .
دولسمشر کرزي د ملي امنیت مشاور رنګین دادفرسپنتا وايي ،دا ورستۍ هیله ده . د تیرکال د نوامبر میاشتي په پیل کې د برلین او واشنګټن مرکچیانو له خوا د طیب اغا سره برسیرنې اړیکې ټینګې شولي . طیب اغا ځان د ملا عمر شخصي لیږل شوي استازي معرفي کوي .د لومړنیو شکونو څخه ورسته لویدیځوال مرکچیان اوس ډاډه شوي دي ،چې دې په ریښتیا سره د طالبانو مشر په استازيتوب خبري کوي .له همدې ارتباطي سړی سره اوس د افغانستان په کورني پیچلي کړکیچ کې بدلون را څرګند شو.
د طالبانو مشرانوپه رسمي ډول منلي،چې دوی د دې میاشتي په پای کې د خلیچ په عربي دولت قطر کې خپل استازي ولري . په لومړۍ ځل اسلامي بنسټپالو غیر مستقیم او په رسمي ډول ومنل چې له مخالفینو سره خبرو اترو ته کیني .
د واشنګټن څخه تر برلین اوبیا تر کابله پوري حکومتونه په دې توانیدلي، چې پرته د پاکستان له اوږدې لارې ،دخپلواستخباراتي کړیو او پرته له شکمنو منځګړي مرکچانو څخه د وسله والو طالبانوسره اړیکې ونیسي . په ورستيو جزیاتو باندې باید خبري اترې وشي ،لکه د ګونتنامو په محبس کې دافغان طالب بندیانو په اړه څه وشي .ددوی خلاصون اویا افغانستان ته ولیږدول په اړه پریکړه وشي ،دغه مسله د خبرو اترو لپاره یومهم شرط دي .اوس داسي انګیرل کیږي ،چې دوی به قطر ته انتقال شي . دغه ارتباطي دفتر به دطالبانو په لاس کې د دوو کالونو څخه را په دېخوا د یوامریکایي سرتیري برخلیک هم وټاکي.
تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه کوم اسان او جوت لرلید راڅرګندشوي نه دی . افغان دولت به په قطر کې د ټولو اړیکو او خبرو اترې څارنه له لري څخه په ډیر ځیر سره کوي . د امنیت مشاور سپنتا دلایل راوړي ، وايي ، موږ غواړو د دې مخه ونیسو، چې نور دولتونه زموږ به نامه خبري اترې ونه کړي . دي یواځي د المان ډیپلوماسي تر یوحده پوري د خپلو موخو لپاره نږدي ګني .
د المان دبهرنیو چارو په دفتر کې مامورین په دې انددي ،چې د سولې روانې هڅې هغه مهال بریالي شوني او مثبتې پایلې لرلی شي، چې د طالبانو مشرانو د پاکستان له سیاسي ولکې څخه ځان وباسي او طالبان د اسلام اباد سیاست په وړاندې خپل سیاسي موقف او دریځ جګ او جوت وساتي .
پاکستان دملاعمرڅخه په ویره کې شوي
په قطر کې دفتر خلاصول په دغه لاره کې لومړنۍ ګام دی . وسله وال طالبان مجبور نه دي ، چې د افغانستان په اوږده پوله کې خپل د ژوند مهم پټانځایونه له لاسه ورکړي . کله چې د طالبانو دارتباطي دفتر خبر په ډلیزورسنیو کې خپور شو،د پاکستاني مشرانو جسارت او حراست یوځل بیا راویښ شوی دی . د ای اس ای مشر احمد شجاع پاشا په ډیره بیړه سره د قطر پلازمینې دوحې ته ورسید، چې د جزیاتو په اړه مالومات راټول کړي .
پاکستان غواړي په قطر کې د خبرو اترو د پیلیدو مخه ونیسي . دخبرو اترو پایلې به د پاکستان ګټي او انترس زیانمن او له ګواښ سره مخامخ کړي .
په دې ورستیو کې ملا عمر په قبایلی سیمه کې یوکوچنی بم وچادوو. ده په لیکل شویو پاڼوکې اعلان وکړ ، چې ملا عمر پس له دې د ټولو لراوبر طالبانو لوی مشر دی . ملا عمر په نویموکالونو کې د افغان طالبان بڼسټ کیښود، دی اوس د پاکستاني طالبانو مشر هم دی .
د طالبانوله اسرار ډک مشرد خپلي فتوا سره ،دی اوس د پاکستان په کورني سیاست کې ورورو د یو مهم فکتور په څیر وده کوي . د یوې بل اعلان پورې اړه لري ،چې طالبان نه یواځي خپل پام افغانستان ته وراړوي بلکې دوی خپل ستر ګاوندي ته هم پام ورواړوي اوپه نښه کړي .


عادل عادل
08.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور خوشحال خان صاحب ستاسو له رانقل کړې لیکنې څخه مننه کوم.

د پاکستان له سیوري لیرې د طالبانو دفتر او مذاکرات به د افغانستان عامو خاصو خلکو ته تر ټولو ډېر په طالبانو باندې د دوی باور زیات کړي.

خدای وکړي نور به یرغلګرو حقایق درک کړي وي،،، خو که تر اوسه هم د سولې او مذاکراتو په نوم د طالبانو مشغولول، صفونه یې سړول او د منځلارو او تندلارو په نوم ویشل، او یا په ګاونډي پاکستان باندې فشار واردول او د افغانانو کړول وي،،، نو د قطر وسیله به د دوی تر ټولو وروستی هڅه وي، هغه دا چې کېدای شي پدې توګه به په قطر کې د مذاکراتو په جاري ساتلو او ابتدایی پروسېس سره د پاکستان په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي، تر څو لومړی پاکستان د طالبانو د سیاسي استقلالیت په اړه اندېښمن او ښه په خوند ناهیلی کړي او بیا ورته پدې شرط د قطر د مذاکراتو په ټپه درولو وړاندیز وکړي چې پاکستان به نور د پخوا خلاف د طالبانو په وړاندې کوټلي او نه شلیدونکی دښمنانه عمل کوي،،، نو په داسې حال کې به خبره بیا هم تر ډېره په طالبانو پورې تړلې وي چې څومره کولای شي د یاد خباثت په صورت کې د پاکستاني مسلمان وولس او طالبانو له ځمکني نفوذ څخه په استفادې سره د دوی ککړ او فاحشه صفته فوځي او استخباراتي سیاسیون د ټیز له ورمالوم رګ او خوږ ګوتو څخه نیولای او ټینګولای شي ،،،،،، امریکایان به په 50 /50 ناهیلي زړه سره د حالاتو څارنه کوي چې د چا په وړاندې له چا سره نهایي مذاکرې ته زړه ښه کړي او د ابرومندانه تېښتې تکیه پرې وکړي..... په پاکستان تکیه که له یوې خوا د امریکا لپاره په کابل کې د دوی له وتلو وروسته د نصب کړل شوي فاسد حکومت پایېدل، د اهمیت وړ دي،،، خو له بلې خوا پاکستان او ایران په یقیني توګه هیڅکله نه دا نه غواړي چې امریکایان دې تر بشپړې ماتې مخکې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي،،، نو ځکه خو د امریکا لپاره د کابل په فساد ولاړه پانګونه نادیده نیول او له طالبانو سره مستقیم ډیالوګ ته مخه کول د افغانانو او امریکایانو ډواړو په خیر دي.

په هر حال د طالبانو لپاره په قطر کې د سیاسي نمایندګی لرل په سیاسي او دیپلوماټیکه کچه لوی ګام او په سیاسي ظهور کې یې د دوی تر ټولو ښه پیل بللای شو.


ډاکتر څپاند
08.01.2012

كه په ميوند كې شهيد نه شوې
خدايگو طالبه پاكستان له دى ساتينه

كه طالب پدى راضي شي چى دكرزي په دولت كى شريك او په نړيواله توگه
د سعودي او ليبيا په څير د غرب د گټو ساتونكى شي نو د افغان ولس د ټولو
شهيدانو خون به د دوي په غاړه شي.

كه پاكستان له ملا عمر نه په بيره كى وي نو د داكتر نجيب په توگه به ختم شي.
او كه پخير او سلامتى سره له پاكستان نه قطر ته ورشي نو خداى مكره د كرزي
مقام به ور په برخه شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more