نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
القاعده هیڅ کله نه غواړي چې طالبان یو موټې شي!!
تيمور
05.01.2012
اسلام علیکم،
د خبرونو له مخې د طالبانو د امير ملا محمد عمر له خوا لېږل شوی پلاوی تر څو اونيو وروسته په دې بريالی شو، چې ټول طالبان په يوه محور سره راټول کړي. دوی سره متحد شول او ژمنه يې وکړه چې نور به په پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي سيمو کې ځانمرګي بريدونو، تښتونو او وژنو ته د پای ټکی ږدي او پر ځای به يې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د ناټو پر وړاندې مرسته کوي.
خو مونږ ګورو چې نن بیا د شمالي وزیرستان په سپين ټل سيمه کې د 15 تنو پاکستاني ملېشو مړي موندل شوي دي. د پاکستاني طالبانو وياند (احسان الله احسان) ويلي، چې دا ملېشې دوی په لنډي کوتل کې د طالبانو پر وړاندې د عملياتو په غچ کې وژلي دي. نوموړي ويلي، چې دوی به خپلو نورو بريدونو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې طالب سرچينې وايي، چې ملا محمد عمر د پاکستاني طالبانو له کړنو بلکل خوښ نه دي، او هغوی ته يې د خپلو استازو په خوله داسې پيغام واستوه چې يا دې غير اسلامي کړنې ودروي او يا دې نور دی خپل مشر نه بولي.
والسلام،
پتوال
06.01.2012
القاعدعده اصول لري او ترې دفاع کوي خود ISI ګوډاګي يې نه لري، هغه طالبان چې د پاکوستان پر ضد جنګيږي دومره د بر ملا نه مني
څومره چې د القاعدې مني ، خود القاعدې دريځ د اسامه تر نيولو وروسته د ISI په اړه هغه پخوانی نه دی پاتې، ولې د بر ملا تړاو خو له ISI سره کلک پاتې
او لا کلک شوی دی . په قطر کې د طالبانو خبرې هم ښايي د افغانانو پر ځآی تر اوسه د پاکستانيانو په مشرۍ روانې وي ځکه که
ظاهراً هر چيرېCIA د ISI مشري کوي نو په باطن کې خو بيا ISI ده چې د طالبانو د پلاوي مشري کوي . نو هغه څه چې د ISI له کونې څخه د طالبانولاسته ورځي
د افغانستان له پاره به د يوبل ناورين زيری او يا ستر ملي خيانت وي
چې په طالبانو به يې ترسره کول امضا کوي ، که نه ولې قطر(؟) ، د کوم هيواد پوځيان چې له سېلمې پنجابي پاکوستانيان دي
او امريکا هم په کې تر ټولو لويه پوځي هډه لري ! نو په قطر کې يواځې دا طالبانو او امريکايانو پټې خبرې نه دې روانې، بلکې دا
د پاکستانيانو امريکايانو پټې خبرې دي له طالبانو سره او که داسې وي نو هېڅکله د افغانستان له پاره مثبتې نتېجې نشي رامنځته کولای ،
څه چې رامنځته کوي هغه به د افغانستان په ملي ګټو لوبې او ستر خيانت او جنايت وي ځکه د طالبانوغولول د ISI له پاره دومره آسانه دي لکه
هسې غوږ ته لاس وړل،او طالب هم دومره ساده دي چې په سياسي برخه کې د ISI د لاسه تر ټټۍ هم يواځې نشي تلای !