د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په کندهارکې پرله پسې چاودنو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه
مساپر
04.01.2012
په کندهار کې درې چاودنې وشوې. لومړۍ چاودنه پرون غرمه وشوه، چې يو ځانمرګی بريد وو. وروسته، د ماښام شاوخوا اوه بجې د کندهار په لومړۍ حوزه کې يوه چاودنه وشوه او کله چې پوليس سيمې ته ورسېدل نو بله چاودنه هم وشوه، په دغو چاودنو کې د يو شمېر پوليسو په ګډون لږ تر لږه 15 تنه بیګناه ملکي خلک شهیدان شول او شاوخوا دېرش تنه نور مسلمانان ټپيان شول.