د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالب ډلې سره يو موټی شوې

لاونګ
02.01.2012

د (چېنل 4) د خبرونو له مخې د افغانستان او پاکستان طالبانو يوه پنځه کسيزه عالي شورا جوړه کړې او پرېکړه يې کړې چې په قبايلي سيمو کې خپل ټول جګړه ييز عمليات ودروي او پر ځای يې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وړاندې پر عملياتو تمرکز وکړي. د خبر له مخې د طالبانو د امير ملا محمد عمر له خوا لېږل شوی پلاوی تر څو اوونيو وروسته په دې بريالی شو، چې ټول پاکستاني طالبان په يوه محور سره راټول کړي. دوی سره متحد شول او ژمنه يې وکړه چې نور به په پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي سيمو کې ځانمرګي بريدونو، تښتونو او وژنو ته د پای ټکی ږدي او پر ځای به يې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د ناټو پر وړاندې مرسته کوي. طالب سرچينې وايي، چې ملا محمد عمر د پاکستاني طالبانو له کړنو خوښ نه و او هغوی ته يې د خپلو استازو په خوله داسې پيغام واستوه چې يا دې غير اسلامي کړنې ودروي او يا دې نور دی خپل مشر نه بولي. سرچينې وايي چې ملاعمر له دې اندېښنه درلوده چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې بهرني ځواکونه هېر کړي او پر ځای يې خپله پاملرنه پاکستان ته اړولې ده. يو طالب مشر پاکستاني طالبانو ته د ملا عمر پيغام په دې توګه رانقل کړی دی:

« پاکستاني طالبانو ته زما پيغام ورسوه، چې دوی خپله اصلي موخه هېرې کړی ده.اصلي موخه دا وه چې په افغانستان کې د نيواکګرو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږو او افغانستان ترې ازاد کړو.»


پتوال
02.01.2012

١-که داسخت او نږدې ناممکنه کار هم ملا محمد عمر مجاهد کړی وي، نو دا ISI څه کوي او د څه له پاره ده ؟؟؟؟؟
٢- که ISI نه وي کړی او موافقه هم ورسره ونه لري ، نو څنګه او د څه له پاره يې اجازه ورکړه چې پاکستاني طالبان له افغاني طالبانو سره يو موټی کړي ؟؟؟؟؟؟

٣- که موافقه يې ور سره وي او همدا يې غوښتل نو بيا پرې د لوی ملا صيب نوم ولې ږدي او په خپلو ناوړو او مغرضو افغان ضدو
کارنامو د هغه نوم ولې بدناموي ؟؟؟؟؟؟؟؟

٤- که دISI دا کارنامه افغان ضد ، مغرضانه ، چټله او د غندنې وړ نه وي ، ښه او د افغانانو په ګټه کاريې بولي نو بيا يې ولې پټوي او ښکاره نه وايي چې
د افغان ولس په ملي ګټه مو لر او بر طالبان سره يو موټی کړل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

٥- او که نه دانشي ويلی چې د افغانانو د ملي ګټو له پاره مونږ ولې او د څه ګټې په غرض دومره مرسته کوو چې آن د امريکا ٧٠٠ ميليونه مرسته مو که هم له لاسه وځي خو طالبان بري ته رسوو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

٦- تر څو مو افغانستان دومره په قبضه کې پرېوځي چې د لر افغانستان نوم خو هېڅکله په خوله وانخستلی شي خو افغانستان مو هم په لاس کې ولويږي ؟؟؟؟؟؟

٧- طالب که لر دی او که بر دواړه د مسلم ليګ او ISI له خوا منځته راغلي او له پخوا څخه معلومه وه چې پاکستان دواړه ډلې
د يوۀ هدف له پاره چې پر افغانستان د پنجابيانو د تسلط موندلو په غرض منځته راغلي دي او صرف په ټکټيکي لحاظ به تر يوه وخته پورې
سره بيلې ساتي، نور به د لر طالب د بريدونو پواسطه چې د امريکا پر قطارونو يې تر سره کوي هم بر طالب ته پوځي مرسته او هم له امريکا څخه
هغه پيسې چې ددوی پر ضد عملياتو په نامه يې تر لاسه کوي پرې بر طالبانو ته وسلي او لوژيستيکې مرستې رسوي !

نو د ISI طالب پروژه له شک پرته د پنجابي پاکستان له پاره تر هرڅۀ ستره ګټه ده او د افغانستان له پاره تر ټولو ستر تاريخي ملي زيان او تاوان دی ،
چې صرف هغه افغانان به يې ملاتړ وکړي چې د افغانيت رنجه هم نه وي ورپورې پاتې ا و د پنجابيانو غلامي يې د ISI په کچه منلي
او قبوله کړې اوسي او بس !


khoshalkhan
02.01.2012

[quote:83925f07f0]١-که داسخت او نږدې ناممکنه کار هم ملا محمد عمر مجاهد کړی وي، نو دا ISI څه کوي او د څه له پاره ده ؟؟؟؟؟
٢- که ISI نه وي کړی او موافقه هم ورسره ونه لري ، نو څنګه او د څه له پاره يې اجازه ورکړه چې پاکستاني طالبان له افغاني طالبانو سره يو موټی کړي ؟؟؟؟؟؟

٣- که موافقه يې ور سره وي او همدا يې غوښتل نو بيا پرې د لوی ملا صيب نوم ولې ږدي او په خپلو ناوړو او مغرضو افغان ضدو
کارنامو د هغه نوم ولې بدناموي ؟؟؟؟؟؟؟؟

٤- که دISI دا کارنامه افغان ضد ، مغرضانه ، چټله او د غندنې وړ نه وي ، ښه او د افغانانو په ګټه کاريې بولي نو بيا يې ولې پټوي او ښکاره نه وايي چې
د افغان ولس په ملي ګټه مو لر او بر طالبان سره يو موټی کړل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

٥- او که نه دانشي ويلی چې د افغانانو د ملي ګټو له پاره مونږ ولې او د څه ګټې په غرض دومره مرسته کوو چې آن د امريکا ٧٠٠ ميليونه مرسته مو که هم له لاسه وځي خو طالبان بري ته رسوو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

٦- تر څو مو افغانستان دومره په قبضه کې پرېوځي چې د لر افغانستان نوم خو هېڅکله په خوله وانخستلی شي خو افغانستان مو هم په لاس کې ولويږي ؟؟؟؟؟؟

٧- طالب که لر دی او که بر دواړه د مسلم ليګ او ISI له خوا منځته راغلي او له پخوا څخه معلومه وه چې پاکستان دواړه ډلې
د يوۀ هدف له پاره چې پر افغانستان د پنجابيانو د تسلط موندلو په غرض منځته راغلي دي او صرف په ټکټيکي لحاظ به تر يوه وخته پورې
سره بيلې ساتي، نور به د لر طالب د بريدونو پواسطه چې د امريکا پر قطارونو يې تر سره کوي هم بر طالب ته پوځي مرسته او هم له امريکا څخه
هغه پيسې چې ددوی پر ضد عملياتو په نامه يې تر لاسه کوي پرې بر طالبانو ته وسلي او لوژيستيکې مرستې رسوي ![/quote:83925f07f0]

[size=18:83925f07f0] [color=white:83925f07f0]
پښتانه ټول هرو وخت دازادي لپاره یو موتی دي او وو!
خو زما په اند دا ا لاندې کرښې دصليبي اشغالګرو او د شمال د لنډغرو په ګټه تماميږي
په طالبانو دې رحمت وي چې داسې فیصله يې کړ ې ده . [/color:83925f07f0][/size:83925f07f0]

[quote:83925f07f0]نو د ISI طالب پروژه له شک پرته د پنجابي پاکستان له پاره تر هرڅۀ ستره ګټه ده او د افغانستان له پاره تر ټولو ستر تاريخي ملي زيان او تاوان دی ،
چې صرف هغه افغانان به يې ملاتړ وکړي چې د افغانيت رنجه هم نه وي ورپورې پاتې ا و د پنجابيانو غلامي يې د ISI په کچه منلي
او قبوله کړې اوسي او بس ![/quote:83925f07f0]


مصلح
03.01.2012

سلام علیکم
په قطر کې د طالبانو د ارتباطی دفتر له پرانیستلو سره پاکستان موافق نه و نو لدې کبله دا دلر او بر طالبانو یوځای کیدو خبر یواځې د آی اس آی یوه بله ډرامه کیدای شی!

والسلام


سلامونه

tandar
03.01.2012

سلامونه
بله ډرامه څه کوي دلاسپوڅو په کونه ې هم ټنګار دي چه کومي خواته به دډالرو دبوجيو سره تښتي؟
اشغالګر دتيښتي په حال کي دي فقط ځانته يوه بيني خميري لټوي :oops:
دکونډو ،يتيمانو او دهغوي دشهيدانود اه زور به لوي خداي ،ج، جنايت کارانو اووطن فروشانو ته ورښکاره کوي انشاالله
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله


پتوال
03.01.2012

خوشالخانه لعنت دې په شیطان شه !
دا سمه ده چې
[quote:34140b463d]پښتانه ټول هرو وخت دازادي لپاره یو موتی دي او وو! [/quote:34140b463d]
آيا يواځې طالبان پښتانه دي ؟ که نه ، نو ولې يواځې طالبان سره يوموټی کيږي نه ټول پښتانه ؟؟؟؟؟ دا دچا غوښتنه ده چې طالبان له نورو پښتنو پرته سره يو شي ؟؟؟؟ دا د پښتنو د دوست که د دوښمن غوښتنه ده ؟؟؟؟؟
څه ثبوت لرې چې د لر او بر طالب په يو ځای کولو کې پاکستان لاس نه لري ؟؟؟؟
فکر نه کوې چې هغه يووالی چې د آی اس آی له رضا او کنترول پرته يې لر طالبان له بر طالبانو سره کوي پاکيان د ځان له پاره خطرناک نه بولي ، که يې بولي بيا يې څنګه مخه نه نيسي ؟ او که يې مخه نيسي آيا بيا د مشر ملا په يو هيئت ليږلو څنګه دا وحدت منځته راځي ؟؟؟؟ او که د ISI په غوښتنه او کنترول دغه وحدت منځته راغلی وي ، نو آخر تاسو په کې څه سپېرکۍ خرڅوئ او نکړي نکړي په کې کوئ ؟؟؟؟ ددې پر ځای لږ له ځانه سره سوچ وکړه !

[quote:34140b463d]په طالبانو دې رحمت وي چې داسې فیصله يې کړ ې ده . [/quote:34140b463d]
هو، که يې پخپله دافيصله کړې وي سل ځله دې پرې د الله رحمت شي، خو که د آی ایس آی په مشرۍ او فشار يې دا فيصله کړې وي نو بيابه په کې څه وايي ؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more