نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له غړيتوب او پيژندنې پرته منطقي او له متقابل درناوي ډک بحثونه
Ghairat
05.09.2004
::::::::::::::::::::::::::: له غړيتوب او پيژندنې پرته منطقي او له متقابل درناوي ډک بحثونه ..::::::::::::::::::::::::::::::::::
سليم(س) : له وطنمل او شيرزاد کامه وال څخه به مننه وکړو که ددغه سرليک ﻻندې يو نوی فورم پرانيځي.
لېمه : کوم سرليک دې بيا خوښ شوې ، او په څه يې خوښوې سليمه ؟
لېمې د (( مـنـــــــــــــــــــــطـــــــــــــقي بحـــــــــــــــــثــــــــــــونو)) يو آزاد فوروم چې له معرفۍ او غړيتوب پرته هر افغان په کې په دوه شرطونو سره آزاد بحثونه کولی شي . .
لېمه (ل) : هغه دوه شطونه به څه وي ؟
س : چې بحث په منطق وﻻړ وي، نه په عقيدوي دﻻيلو، او بل د قلم عفت او شخصي درناوی په کې کلک وساتل شي .
ل : ښه ښه، که دا کار وکړي زه همدا اوس ﻻ له دواړو ښاغلو څخه په دې اړه ډيره ډيره مننه کوم ، آخر نور وخت دی چې لوستونکي د منطق په پراخ بنسټ څه وليکي او څه ولولي، که څنګه سليمه؟
س : سمه وايې، خو، ولې ددې نورو بحثونو بنسټ درته پراخه يا منطقي نه بريښي که څنګه؟
ل : بيا دې دام کيښود سليمه، ستا په چلونو زه ښه پوهيږم ، پخپله ولې دې پوښتنې ته ځواب نشې ويلی؟
س : تاغوندې يې نشم ويلی ، او بل داچې دا نور بحثونه هم بي منطقه نه دي.
ل : همدغه خو زه هم وايم، چې بحثونه يو هم بې منطقه نه دي، خو شته داسې بحثونه چې خپل ځانګړی منطق لري ، خو عام منطق او منطقي شننوته اجازه نه ورکوي .
س : مثلا عقايد ؟
ل : هو ، ډير سم مثال دې په ګوته کړ، سليمه عقايد سپېڅلي پرمونږ نازولي دي او ددرناوي په لوړ پوړ کې ځای لري او بحث پرې نشي کيدای ، ځکه چې د سوال او پوښتنې ﻻندې نه راځي.
س : ښه نو دا ورونه او خويندې چې له عقيدوي دﻻيلو څخه کاراخلي اصلا بحث کول نه ، بلکې د بحث بهير پريکول غواړي؟
ل : نه سليمه داسې هم نه ده، دوی منطقي بحث پرېکول او خپل وعظ او نصيحت کول غواړي. په دې توګه ټول نور بحثونه په نطفه کې شنډولی شي .
س : نو آيا دوی دا کار کوي، بحثونه رښتيا شنډوي(؟)، د وعظ او ديني مسلو له پاره خو بيل فورم شته ، هلته دې دغه ضروري مسلې او دينې بحثونه کوي کنه! زه چې يې ګورم هغه فورم خو نام خدا ښه څپانده روان دی .
ل : هو، دا سمه ده، خو هلته څو ک نور منطقي دلايل هم نه وايي او نه يې ويلی شي، او دا سم کار دی، ستونځه بله ده، او هغه داچې ډير کسا ن شته چې په نورو فرمونو او بحثونو کې هم په عقيدوي دﻻيلوسره د منطقي، علمي ، فلسفي او آن سياسي بحثونو او ازادو نظرونو مخنيوی کول غواړي . او دا کار انسان، انسانيت، تفکر، عقل ، منطق علم او کلتور او ټولنيز پرمختګ ته يوګواښ دی .
س : اوه اوه، لېمې ، تاخو داسې نتيجه وايسته چې هرڅه دې په يوه جمله کې خلاص کړل ، فقط ته به وايې چې د منطق پروفيسره همته يې او بس !
ل : ولې زما پر منطق کې څه شک لرې؟ او که يې لرې، نو منطق منطق ته اجازه ورکوي، دا ګز او دا ميدان!
س : نه لېمې جانې زه ستا په خبرو کې څه وويم ، ماته خو دې ﻻ آن دا نوم هم منطقي نه ښکاري، پاتې خو ﻻ نورې خبرې.
ل : څه وايې، ولې په ((ليمه)) کې دې څه ليدلي دي؟
س: هر څه ، خو صرف منطق نه!، (( لېمه)) يعنې څه؟ څه؟ څه؟ ته راته دا ويلی شې چې ليمه که يو ښځينه نوم نه وي نه ته خو يوه پښتنه پيغله يعنې ښځه يې ، اوتصادفأ د ډيره ښکلا ميرمن هم، نو دا نارينه نوم دې ولې خوښ کړی دی، او که نوم دې ښځينه وي ، يعنې لکه څنګه چې يې اوس درته مجبورأ وايو، ليمه د (م) په زورکي (فتحه) سره ، نو دا راته ووايه چې ددې ښځينه نوم جمع څشی ده؟
ل : آيا ته د ليمه جمع نه پيژنې؟
س : زه چې د جمع کوم حالت پيژنم، هغه د ښځينه نوم جمع نه ده ، او په کوم شکل چې ستا اختراعي مؤنث نوم جمع کيږي نو هغه ( لېمې) ليکل کيږي چې ، په پښتو کې ليمې له سر نشته لکه څنګ ه چې نغمه نغمې ، وړه وړې، زړه زړې مېلمنه مېلمنې او داسې نور شته . دسترګو لېمه د جمع شکل دی ، خو د سترګو ليمې څوک نشي ويلی ، او که دستر ګو لېمې دې راته چيرېوښود ، ناغه به يې درکړم، او که دې ونه مونده ، نوم به دې بدلوې! يوه اونۍ وخت لرې
ل : ښه سمه ده، خو راځه چې له درنو او قدرمنو لوستونکو څخه وپوښتو چې ددغسې يو ازاد منطقي او مودب بحثونو فوروم اړين بولي او که نه ، په کوم کې چې سړی د نوم له ثبتولوپرته او که و غواړي په ناپيژندل شوي
(مستعار) نامه سره هم منطقي اومؤدبې ليکنې وکړي .
س : تر ټولومې دغه دوه شرطه زيات خوښ شول ، که په نورو فورمونو کې هم په جد توګه مراع شي څومره غوره نتيجه به ورکړي. له درنو لوتونکو څخه هيله کوو ، چې خپل نظر په دې هکله ونه سپموي او نظر څرګند کړي .
په درناي.
ع کريم حليمي
06.09.2004
ستاسو نوم انځر ګل دی ٠ نه پوهيږم چه ولي ٠ او ته پېغله ئې ٠ انځرګله هيڅ رواج نه لري په پښتنو کي ٠
په هر جامعه کي ٠ دښځي په نامه کي د تأنيس علامه وي ٠
نه وروره ! خبره داسي ده ٠ چه غواړم خپل نظر ښکاره کړم ٠ څوک ميي ونپژني ٠ او ځاني و الي تاوان راونه رسيږي
ګراني خورکئ ٠ ته فکر کوې ٠چه په داسي ډول به ملت ته ځنکه سبق ورکې ٠ په تيرو وختو کي چه ليکوالو
داسي ليکني کولي ٠ چه دليکني په مطن کي يو شئ اوظاهرأ بل شئ مطلب پکښئ ٠ دغه ئې نتجه سوه ٠
هيڅ ليکوال واضع او رشتيا نښان نه وهلۍ ٠ داقرباني ئې نه ورکول ٠ بيله 1 %
نن تاسو قرباني نه ورکوۍ ٠ نوبه طبعأ امريکا يان ستاسو امنيت ساتي ٠ تاسو ته ښه معلومه ده ٠
پر پاکه عاقده مرګ دشهادت دۍ ٠
خورکئ ٠ايا موږ زه موږ مور نه يو راوړي ٠ که خپل نفس ندي راته ګران
هو ٠ وروره نن په سل کي 99 چه ازادي ليکني وي ٠ مستعار نومونه کاروي
خور ٠ نو ته فکر کوې چه ستاسو فکر ته به بل څوک عملي کالي ور واغوندي ٠
[color=red:d108fe229e]په داسي حال کي چه تاسو په ليکلوکي قرباني نسۍ ورکولای ٠ او بل څوک به ستاسو نامعلومو نظر عملي کړي [/color:d108fe229e]٠
نو دغه سبب دۍ چه موږ افغانانو عمر په ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠او ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ تيره وو اوخوشحاله يو ٠٠٠٠٠٠ :twisted:
٠
06.09.2004
درونو لوستونکو اومکرم حليمي صاحب ته سلامونه .
په نړۍ کې داسې شی نشته چې له يوه زيات اړخونه ونه لري ، فرق ، اختلاف ، حرکت او بدلون ونه لري. له همدې کبله د هستۍ غبرګيز يا انعکاس هم په شعور يعنې حسونو، ادراکونو، احساساتو، غريزو تصوراتو او مفاهيمو، نظريو، افکارو او تيوريکې مناقشو په ټوليزه کې مختلف، رنګارنګ او متناقض نه وي. په پورتنۍ موضوع کې هم لږ تر لږه دوه بيلابيل اړخونه مهم دي. يوه ته محترم حليمي صاحب ګوته نيولی، چې څوک متعار پاتې وي د هغه په وينا او ليکنه کې به څه اثر او تأثير پروت وي او په څه مسوليت سره به ليکل کيږي چې ليکونکی يې له هرډول مسوليت څخه ځان پټ او مستعار ساتي؟ رښتيا خبره ده چې دا ډول ليکنې په هيڅ ډول مبارزه کې نه راځي. بيا هم مخفي او پټې مبارزې شته ، وې او وي به. په دې توګه مونږ د ٠پلې موضوع دوهم اړخ ته راځو. پټ تبليغ او پروپاګند، او پټې يا چريکي جګړې هم د دغې مبارزې شکلونه دي. که شرايط سخط خراب
وي ، دوښمن قدرتونه او واکمنې نظريې په ځای کې په پراخه توګه مسلطې وي، نظري اختلاف او جګړه سمدﻻسه د ﻻس، کوتک ټوپک او ان درندو وسلو په شخړه او جګړو اړوي، او يا په روحي فشار او تعذيب بدليږي، نو بيا ؟ نو بيا هم د فکر او نظر اختلاف په هرشکل چې وي په يوه نه يو شل سره سړی څرګند کړی شي.
د ند آزادي د بيان آزادي غواړي ، او که دا آزادي نه وي، په پټ ، مخفي يا مستعار شکل د فکر او بيان د آزادۍ شمع به تته وي خو مړه کيږي نه او ژوندۍ ساتل کيږي.خو زماپه اند دلته له دې دواړو څخه يو ړخ هم مطرح نه وي: بنسټيزه خبره داده چې د ټول افغان د غړو شمير سلګونو ته ورسيد خو ليکل به پکې لس پنځلس کسان هم نه کوي . ددې علت څشی دی؟
ددې علت شايد د هر پښتون لوستونکي خپله نيمګړتيا او پر هغې شرم وي ، چې له رسوايي يې ويره لري. نو د چا خبر (( شيخ فريده خوله دې پټه بهتري ده) د متل سره سم يې خپلو او د خپلوقلمونو خولو ته ډبل قلفونه ورغورځولي وي. ددې له پاره چې پښتانه وروڼه له خپلو ګوشه ګيريو او پټو سوړو څخه لمر رڼاو ته راووځي او د ليکنو پر ځای لږ تر لږه د پوښتنو کولو ته خو پام واړوي څومره غټه خبره به ګڼل شوی وای. ددې له پاره مستعارې ليکنې
له غړيتوب پرته ښه شرايط رامنځته کوي . ولسلام
م ن غروال
06.09.2004
محترمو وروڼو هر يو غيرت صاحب حليمي صاحب او ځواکمن صاحب!
سلامونه مې حضور ته ومنئ!
ښاغلي غيرت ورور ډير ښايسته وړانديز کړئ دي خو فکر نه کوم چی هغه راته راکړي کوم له بده مرغه د يوه ويروس په شکل په ټول افغان کي راپيدا شوي دي٠ د غيرت ورور سره مو بحث کولو او نقاد صاحب به په خپلو علمي کرښو بدرګه کولو٠ نه پکي سپکې وې او نه هم سپورې! اما اوس چي الف وليکي نو يا منافق يي يا هم د امريکا لاس پوڅۍ! دا داسلام د غير منطقي مفتيان په عوض ددي چی څوک خپلې بې کلتوره او بې ادبې ليکنې ته متوجه کړي ، مننه به هم ورڅخه کوي او نور خو يي په منطق او د ادب يا په ځامګړي ډول د اسلامي له اخلاقو څخه دده په شان کي داسی څه نه شته چي وروره يا خورې ولې؟ دا به اسلامي ادب يا اسلامي کړنلاره يا د شښتو ادب نه وي ٠ اما نه!!! دا کلتور او دقلم ادب دا داسلام مفتيان صاخبان نلري٠
زه که داسي پاڼه ولرم نو هر ليکونکۍ بايد رامعلوم وي چی څوک دي او له کومه ځايه ليکنه کوي او پته او د تيليفون نمبر يي چی ونلرم د الف ليکلو اجازه به ورنکړم٠ همدا کمښت دي چی هم غير منطقي فتوې او د آيت شريف غلطې ترجمې او ټاپې لګول او غير اخلاقي او غير پښتونولي حتی (( بې وجدانه)) کلمې وکارول شوې٠ که د بحثو عنوانو ته يي وګورئ د مثال په ډول : ((د ديموکراسۍ ميننان دې وګوري عکسونه)) چی ب وليکې نو د داسې ادب او کلتور سره به مخامخ شي چی په ځان پورې به وشرميږي: د مثال په ډول: د پښتنې لخوا پېغور درواخله ٠ او بل بيا داسي ځوان يي اخلاق بدرګه کړي چی : مبارک شه او مبارک شه او ٠٠٠٠٠!!! او اصلي بحث کوونکئ په بړستن سر ننباسي ،بيا بل د آيت شريف وليکي او ورسره دا هم مل کړي چي په دې آيت منافق يي او نوم يي؟ عجبا دوست هغه هم بيا د اسلام؟ او داسلامي کلتور به قکي قه ذره بين هم څه پيدا نکړئ، اما افسوس دا دي چي د نامردو خواص لري چي نه يي ځايونه معلوم دي او نه هم مخامخ خبرې دي که نه نو مخامخ چي واې ما به د پښتو لوښۍ لاس کي ورکړۍ وای چی اوس نو ځه چی څه دې له وسه وي هغه بيا ونه سپموې٠
خير غيرت صاحب زه له تاسو غوندې وروڼو او لکه نقاد ، ځواکمن، حليمي، هېوادشېرزاد، خالدجان حيدري ، مجيب الرحمان انګار سره د هر ډول مذهبي سياسي او فرهنګي اختلافاتو سره سره هر ډول بحث کول هم غواړم او هم پرې وياړم٠ له نيکه مرغه نور هم داسي وروڼه لکه آزاد نظر، ازادخيال، عتيق، پتنګ، ليلما خور، نېلې خور او نور داسي خويندې او وروڼه شته چی سړۍ بحث ورسره کولۍ شي اما د بعضو منطق داسي يو عکس له ځانه سره لري چی نه د اسلام په چوکاټ کي ځاي مومي او نه د علم او نه هم د فلسفې!
زه داسي وړانديز کوم چې مونږ به يو بحث پرانيزو او هغې ته به ځانګړي کسان رادعوت کوؤ اما نه د اسلام په فورم کي! تر څو چی هلته د غلطو ترجمو يا په قرأن المبارک تُحمتيان وجود ولري زه د ليکلو معذرت غواړم٠ نو زمونږ بحث به په آزاد ډول د ادب او کلتور او اسلامي او انساني اخلاقو او کلتور تر سيورې لاندې روان وي او وطنپال مسلمان افغان خويندې او وروڼه به يي په نهايت شوق او علاقه لولي ٠ او دا به زمونږه يو ډير ناچيزه خدمت وطن او اسلام ته وي چي کړئ به مو وي٠
باقي چي څوک څه او څرنګه او کوم منطق ليکل کوي او د ټول افغان پاڼې څخه څه ډول بوي به راځي او کوم تصوير به لري هغه بيا د کامه وال او وطنمل صاحب وروڼو د وطنپالنې او ايماني مسئوليت دي چی هرډول ددوي خوښه وه هغه به کوي٠
زه له نورو خويندو او وروڼو هم هيلمن يم چي خپل نظر روښانه کړي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال
islam dost
07.09.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
غروال صيب هرکله ،جوړتازه په اندازه ،کله کله خوراځه ٠داډيره موده نه ښکاريدي نه پوهيږوهيوادته ستون شوي وي اوکه ځانګړي مصروفياتومو دټول افغان ته راتګ مخه ډب کړي وه ،په هرصورت ستاسوداپورته ليکنه مي ولوستله ښه دليکلي ووخوکاشکي عملي شکل غوره کړي ٠
ښاغلی غروال صيب زه اوتاسوښايی په سيميزاوقومي لحاظ ډيرسره نږدي ووخوپه نظرياتي لحاظ موترمنځ زياته فاصله ليدل کيږي ٠ستاسودپورته ليکني څخه داسي بريښي چي مونږپوري ډيرتنګ ياست چي زمونږدنظرياتوزغملو توان موله لاسه ورکړی اوداغواړی چي ټول افغان له پاڼې موبيخي منع کړی
خومونږبياهيڅکله هم په دي فکرکښي نه يوچي زمونږمتقابل نظري دليکني نه کوي اويادهغوی منع کړل شي ځکه چي دټول افغان ښکلايواځي متقابل بحثونه زياتوي ٠که مونږاوتاسوټول هم نظري وای نودبحث فورمونه به ډيربي خونده اودلوستونکونه توجه وړوو ،تش ( هو او ښه ) پرته به نورڅه نه ترسترګوکيدل
دمتقابل بحثونه ګټه هم داده چي له يوبل څخه دلايل معلومات اونورڅه ترلاسه کړو ،ښايی ډيرداسي څه به وي چي مونږله تاسوزده کړي وي اوتاسوله مونږ څخه ٠
ترکومه ځايه چي دتورونوفتواګانوخبره ده نوپه دي هکله بايدوليکوچي رښتياهم دحوصلي بايلل مناسب نه دي خوکه بياهم يوبي طرفه څوک ټولې ليکني وګوري نودانتيجه به ترلاسه کړي چي ياخودواړه خواوې ګرمي ( ملامتي ) نه دي اويادواړه ګرمي ( ملامتي ) دي ٠ځکه هيچاهم خپله حوصله ساتلي نه ده اوهرې خوافتوې اونامناسب الفاظ کاره ولي دي ٠
غروال صيب ليکي
،بيا بل د آيت شريف وليکي او ورسره دا هم مل کړي چي په دې آيت منافق يي او نوم يي؟ عجبا دوست هغه هم بيا د اسلام؟
قدرمن ورورغروال صيب هيچاته مي هم منافق نه دي ويلي البته که ديوچاخبره يوځل نه بلکي په تکراري ډول دمنافقانوخبروته ورته والی درلودلی وي نوبياديوورورپه څيرراباندي حق لري چي نيمګړتيايی په ګوته کړو ترڅوبياځيني نامناسب الفاظ تکرارنه شي ٠
پاتي شوداچي دبحث لپاره ځانګړي کسان خوښی اودمونږغوندي کم علموکسانوته دګډون اجازه نه ورکوی نونه پوهيږم مونږپه دي کښي نورڅه ووايو بس تاسوبحث به ګوروچي څه تري لاسته راځي ٠
که څه هم مونږټول افغان دشيرزادکاماوال اووطنمل صيب ځانګړی ميراث نه ګڼوخوکه بياهم هغوی ستاسوپه ويناعمل وکړي اومونږ په ټول افغان کښي دليکني څخه منع کړي مونږبه يی ځکه ومنوچي له يوې خوا به تاسوښاغلي خوښ وی اوله بلي خواهغه مسؤليت به موهم له اوږوکوزشي چي دحق ويلوله امله يی دخدای جل جلاله په وړاندي راڅخه پوښتنه کيده ٠
بل پلوکه چيرته رښتياهم نامعلومې پتې اومستعارنومونه دبحث لپاره نه کاره ول اړين وي نوبيابه لکه چي دپښتوژبي لپاره دشيرزادکاماوال صيب داوړئ راته شړئ نه ښکاري ٠
نوره
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
اسلام دوست
___________________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم
ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي
نقاد
07.09.2004
[color=blue:3a2b29cf59]درنو دوستانو زما سلامونه هم ومنئ.
غيرت صاحب په زړه پورې موضوع مطرح کړې ده، او د حليمي صاحب مخالفت ورسره هم بنسټيز نه دی، نو که بحث د منطق او متقابل درناوي په اصولو وچلول شي، او د ښکاره تر څنګ په مستعار نومونو هم ليکنې ممکنې شي او ورسره د ټول افغان د غړيتوب محدوديت هم ليرې شي، نو ګټه به يې داوي چې هغه څوک به هم په خبرو او ليکنو راشي چې په څه پوهيږي خو دليکلو جرئت يې له ويرې نه کوي. هو، که چا خپل حدود مراعت نه کړل ، وطنمل صاحب دې دهغه په ليکنو ماله راکاږي، په کومو کې چې پر چا شخصي تعرض شوی وې او يا يې دچا نوم په ﻻزم درنښت سره نه وي ياد کړی. له بلې خواله ليکونکو څخه غواړو چې د بل درناوی دې همدغسې ډير کوي لکه څومره چې يې دځان له پاره له نورو څخه هيله لري. له دې کبله له وېبماستر شيرزاد کامه وال څخه هيله کوو چې (( له غړيتوب پرته د منطقي بحث فورم)) پرانيزي ، په کوم کې چې له دوګم او مذهبي دﻻيلو پر ځای يواځې له منطقي او ساينسي دلايلو څخه کار اخيستل يږي څو په دې ډول منطق او مثبته علومو ته لار خلاصه شي. په درنښت .[/color:3a2b29cf59]
په درنښت .
Adil watanmal
08.09.2004
ګرانو لوستونكو او محترم غروال صاحب سلامونه مې قبول كړي.
محترم غروال صاحب ليكنه مې دي ولوستله ښه په زړه پوري ده خو بايد په تاسف سره ووايم چې پدي فورم كې مونږ ته بعضو ليكوالانو له ځانو څخه ډير غټ عالمان جوړ كړي او حقيقت كې علميت يې له ........ مساوي دي او دا فرق نه شي كولي چې د اسلام په نامه چې كومه خبر ليكم دا اسلامي فلسفه ده او كه ديمكراسي او كه كمونيزم او كه.... نو اختلافاتو بنسټي سبب زما په نظر يو دادى چې دلته بعضو ليكوالانو د خپلو ليكنو لپاره معيار اسلام ټاكلي او بعضو ديمكراسي او بعضو كمونيزم او بعضو پښتونولي او بعضي خو لاداسي هم دى چې ټولي فلسفي ئې سره ګډوډي كړي او د ليكني شروع د يو فلسفي په معيار كوي او پاي او منځ ئې د بلي فلسفي په معيار وي نو ليكنه ئې ډيره سره ګډوډه وي او همدارنګې په يوه ليكنه كې دي يوي موضوع په اړوند يو قسم نظر ليكي او په بل ځاي كې بيا ده هغي متضاده ليكنه كوي او د هغې اساسي سبب په ليكنه كې د معيار نه تعين كول دي. نو كه يو ليكوال ليكل كوي د هغه بلي فلسفي غږونكې ضرور ورسره اختلاف په بعض شيانو كې راځي نو كه ليكوالان خپلي ليكني په يوه معيار وكړي نو بيا اختلاف نه راځي ، او يو بل غټ مصيبت چې دلته په بعض ليكوالانو كې دي هغه دادي چې په لاسونو كې ئې مهرونه نيولي وي او په ډيره وړه خبر سره سړي له اسلام څخه باسي او د كفر په ميدان كې ئې دروي. خو اخر كې بيا هم دا خبر كيږي چې ((... كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (53) المؤمنون))
ستا ددي ليكنې څخه وروسته د يو شاعر د يو شعر څو بيتونه مې سترګو سترګو ته شول نو اراده مې وكړه چې تاسي او ګران لوستونكې ئې هم ولولي:
[color=white:fbd287c907]هدايت خداى (ج) ځينو ، ځينو ته وركړى
..........................................................ورخ له بعضې عالمانو اوبو وړى
څوك روپي او څوك چوكۍ ته هوسيږي
.....................................................حق يې پريښي د باطل ډول ته ګډيږي
ځينو ، ځينو عالمانو ملك تباه كړ
.................................................په غلطو فيصلو يې ځان رسوا كړ
څوك له ډاره حق بيان كولى نه شي
..................................................دا باطلې فيصلي منلي نه شي
اعتبار په هر ملا نن پكار نه دى
.................................................په اذان د نيمې شپې خو سهار نه دى
تقدس د علميت ته مي سلام دى
...............................................بې علمو ته راجع زما كلام دى
طلايي په روغ زړګي باندې غمجن دى
..................................................له دروغجنو عالمانو ګيله من دى[/color:fbd287c907]
[color=darkblue:fbd287c907]محترم غيرت صاحب:
ډير ښه وړانديز مو كړي او زه ستاسي سره موافق يم خو وروره فكر نه كوم چې پدي فورم كې دى بعض ليكوالان د خپلو ليكنو معيارونه مراعت كړي او په يو او بل باندي د كفر ټاپي لږول پريږدي.[/color:fbd287c907]
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
ع کريم حليمي
09.09.2004
[quote:cbb91aa87f]ښه نو دا ورونه او خويندې چې له عقيدوي دﻻيلو څخه کاراخلي اصلا بحث کول نه ، بلکې د بحث بهير پريکول غواړي؟
ل : نه سليمه داسې هم نه ده، دوی منطقي بحث پرېکول او خپل وعظ او نصيحت کول غواړي. په دې توګه ټول نور بحثونه په نطفه کې شنډولی شي . [/quote:cbb91aa87f]
ډير درند او محترم نقاد صاحب السلام عليکم ، او ښاغلو لوستونکو !
ګرانه وروره ٠ نقاد صاحب !
تاسو فکر وکۍ چه نن دغه بمونه چي چوي او انسانان وژني ٠ داڅوک مسؤل دي ٠ هغه څوک چه طاليبان دي ٠ يا طاليبان سپورټوي ٠ زه اخلاقأ طالب نسم ٠ منلای
چه حکومت وکړي ٠ زه د طالبيزم سره جوړنيم ٠ که طالب منم دوهم ئې بايد د بمو مسؤليت هم ور سره پر غاړه واخلم
که غواړو ٠ چه طالب ته ښه مفته جفته د تبلغاتو لار خلا صوو ٠ نو بيا سمه ده ٠
هر .com چه دۍ ٠ بايد هغه وکړي ٠ چه ملي ګټه پر بنا وي ٠ د طاليبانو سپورټ ملي تاوان دۍ ٠
دې ته ډماکراسي نه وايي ٠ د عربو په چارټ روم کي چه هغه ليکني کوي ٠ عرب com دغه غواړي
او د عربو ملي کټه پکښې ده ٠ زموږ خو سراسر ملي تاوان دۍ ٠ ولي چه پخواني طاليبان هره ورځ حربي کوښښ کوي چه د کابل حکومت چپه کړي ٠ که طاليبانو يوازي حزبي سيولاېز فعاليت غوښتلای ٠ نوبياسمه وه
که څوک دکابل د حکومت ساتنه نه کوي ٠ دامانا چه ډيمکراسي نه غواړي ٠
د دې پرځای چه د کابل حکومت نيمګړتياوي په ګوته کړو ٠ او کابل پوه سي چه کومي نيمګړتياوي لري ٠
تاسو ليکوالانو وخت د طاليبانو سره ضايع دۍ ٠
لکه د کابل حکومت چه د پښتنو په علاقوکي په جنجالو اخته دي ٠ د طاليبانو سره او د ابادۍ کارونه مخته نه ځي
او د شمال په خواکي د ابادۍ کارونه روان دي ٠
که تاسو غواړۍ چه دماکراسۍ ته کار وکړو ٠ چه ملي او ايماني وظيفه ئې بولم
دا ښه خبره ده چه ښاغلی وطنمل صاحب و طاليبانوته يوه وينډو ((له غړيتوب او پيژندنې پرته منطقي او له متقابل درناوي ډک بحثونه)) خلاصه کړي ٠
محمدهاشم خان ٠ مرحوم ،خدای بخښلی داوي صاحب بندي کړۍ ٠ نو ارګ ته يو مشر ورغلی چه دا وي صاحب
راخلاص کړي ٠ نو محمد هاشم خان ورته وويل چه نه ٠ په دې خاطر چه که په کابل کي شل د توپ ټکه وسي
دومره زور نه لري ٠ لکه د داوي صاحب يوه خبره ٠
ليکني ډير زور لري ٠
نقاد
09.09.2004
دروند او محترم استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم !
ستاسو ليکنه تاييدوم ، چې په دغه ډول يوه فوروم کې هر څوک تبليغ هم کولی شي، خو څنګه چې ز
د غيرت صاحب په ليکنه پوه شوی يم، ليکنې به عقيدوي شکل ونه لري، يعنې د دين له پاره او ديني بحثونه به
او دﻻيل به دسلام په فورم کې تر سره کيږي، نه د نوموړي ازاد منطقي فوروم په چوکاټ کې. که بيا هم څوک په منطقي او علمي توګه د ديموکراسۍ پر ضد تبليغ وکړای شي، چې اصلأ امکان نه لري، که طالب هم وي ، نو بيايې نوش جان ، هغه څه چې منطقي او ساينسي ثبوت ولري ، ليکنه به يې مترقي او په نوموړي فوروم کې به آزاده وي. زما په ا ند داسې ليکنې د متعصبو ، مرتجعو او ديکتاتوري ډلو په ګټه نشي تمامېدلی ، مګر داچې طالب پخپله مترقي شي و ل دې نه به بل ښه کار چيرې وي ، نو مترقي بحث خو د پرمخ تلونکي اندوالو په ګټه حتمأ وي، نه د طالبانو په ګټه .
داسمه ده چې د امريکايانو د مداخلې له مسوليت نه نيولي د اوسنيو چاودنوپورې د پښتنو د بدبختيو په شمول د ټولو مسوليت د طالبانو په غاړه دی. په درنښت .