نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د غربي اشغالګرو لاسپوڅي د جدی ۶ مه غندي!
عادل عادل
29.12.2011
السلام علیکم
نن مې په لر او بر پاڼه کې د پوهنې په وزارت کې د کرزي د کمپاینر ښاغلي فاروق وردګ یوه لیکنه ولوسته چې د روسي اشغال ۳۲ مه کلیزه یې پکې غندلې ده.
خدای شته نن سبا د بیان ازادي د شعار له زوره له ډول ډول نامانوسه لیکنو چې پکې د معتقداتو سپکاوی،،، تاریخي اقدارو ملنډې وهل او داسې نور شامل دي ،،،، د لوستلو سره اشنا او عادت شوي یو،،، خو لدې عادت سره سره د ښاغلي فاروق وردګ صیب دا پورته لیکنه د وردګانو په اصطلاح راپکې خوسی شوه او دې ته اړ وتم چې دلته یې رانقل کړم،،، تر څو له یوې خوا خپل ډډی پرې تش کړم او له بلې خوا درنو ګډونوالو ته بلنه ورکړم چې خپل اندونه پرې ولیکی.
د وزیر صاحب غندنلیک په لاندې لینک کې لوستلای شی:-
http://larawbar.org/details.php?id=29900&date=2011-12-27
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عادل عادل
30.12.2011
السلام علیکم
وزیر صیب خپل غندنلیک داسې پیلوي:
[quote:a56266dfdf]32 کاله د مخه په همدې نېټې، يعنې د مرغومې په شپږمه، د وخت تر ټولو زبېښاک قدرت، د شوروي اتحاد وسله والو ځواکونو په بې شرمانه ډول پر افغانستان يرغل وکړ او د دې يرغل په پايله کې چې، د کمونيستي رژيم د ملاتړ په بهانه يې ځواکونه افغانستان ته راغلل، [/quote:a56266dfdf]
د روان یرغل ماهیت چې متاسفانه وزیر صیب زرین فرصتونه نومولي،،، له پورته سره په زبېښاکی، بې شرمی، وحشت، یرغل او له کورنیو وحشي جنایتکارانو او پاټکسالارانو څخه په ملاتړ کې څه فرق لري؟؟
وزیر صاحب وړاندې ځي او داسې لیکي:-
[quote:a56266dfdf]د دوو ميليونه بې وزله افغانانو په مرگ او د سلهاوو نورو په معيوبيت منتج شو او افغانانو ته يې يو داسې افغانستان په ميراث پرېښود چې يو کور هم پکې بې داغه او هيڅ يو کلى او ښار په کې سالم پاتې نه شو، د هيواد اساسي ستنې ونړيدې، ارزښتونه او فرهنگي ميراثونه له منځه لاړل، ممتاز او متخصص کادرونه متلاشي شول او نږدې لس ميليونه وگړي له هيواد څخه بهر هجرت ته اړ ايستل شول.[/quote:a56266dfdf]
دا مو حقیقت ویلی چې افغانان یې وکړول، شهیدان یې کړل، بې کوره یې کړل، زندانونو ته یې واچول ، د کور او کلي پرېښودو ته یې اړ کړل،،، خو دا هم ووایه چې ستا په دې روانو زرینو فرصتونو کې همدا وحشتونه ښه په درز او لا شدت او وحشت سره ادامه نلري؟
همدارنګه د ځان او خپلې کورنی د تحفظ شکرانه خو هم ادا کړه،،، ته خو نه بندي شوې، نه شهید شوې، نه دې سنګر ولید،، نه دې چا ټوپک په اوږه ولید،،،، نه مو د کورنی کوم غړی شهید شو، حقیقت دا دی چې روسي یرغل هم ښه ډېر مصلحتي زرین فرصتونه په څنګ کې لرل چې ستا په شان عالی جنابانو ترې ښه په خوند ګټه پورته کړه،،، کنه د فارمیسی ډاکټران؟ (خدای خبر بشپړه دې کړه کنه) خو ښه ډېر دي،،،، خو یو هم نه وزیر شو او نه یې د ژوند کچه ستاسو په شان له ګلمبافی څخه قالین-نشینی ته ارتقا وکړه،،،،،
نور بیا ............
پتوال
30.12.2011
بالکل رښتيا او عجيبه وه چې د شوروي لاسپوڅي ګوډاګي کارمل به د انګليس او شاه شجاع دوره تنقيدوله، خو تر هغې لا عجيبه او حيرانونکې ده چې
د امريکا لاسپوڅي لکه کرزی او ورګ په پپړه خوله اوس کارمل او شورويان تنقيدوي ! دا يوه بلا چې بلې ته بو وايي نو دې
سپينسترګۍ او بېشرمۍ ته نور عقل کار پرېږدي ! تر اوسه خو (( کُلُّ يومٍ بتر)) دی ، د خلقيانو تر ګناه د شوروي او پرچم ، او د شوروي او پرچم ترګناه
د مجاهدينو او طالبانو او د طالبانو تر ګناه د امريکا يانو عذر بتر دی ! ښه داده چې د سولې يو پراخ بنسټه آزاد انتقالي حکومت جوړ شي
او افغان ولس ته د آزاد انتخاب حق ورکړي څو خپل برخليک پخپله په آزادو سري او عادلانه ټولټاکنو کې وټاکي ! دا کار د تيرو
٣٩ کالو راهيسې په يوه دوره کې هم ونشو، ځکه چې جګړه مار له خپلې ديکتاتورۍ پرته بل شی نه مني او همدغه کار
جنګ جګړه اسارت او بدبختي زيږولې او غځولې ده !
عادل عادل
31.12.2011
السلام علیکم
دروند پتوال صاحب ستاسو له نظر څرګندونې او حقیقت ویلو څخه مننه کوم.
تاسو ددې سپین سترګي تش په نوم وردګ دې خبرې ته ښه ځیر شی چې وایي د روسي اشغال وحشت مثال نلري !!!!
زه همدې ښاغلي مزدور ته وایم چې ایا روسانو په خپل ټول 9 کلن وحشي اشغال کې د ټول افغانستان په سطحه د هغه وحشت په اندازه بوږنوونکی وحشت ته لاس اچولی کوم چې ستا د زرینو فرصتونو بادارانو ستا کلي ته څېرمه د بادام په کلي کې مرتکب شول؟؟؟
روسان مردانه دښمنان وو،،، لاسپوڅي یې د تا په شان غربي مفعولو لاسپوڅو په تناسب یو په زره نارینه وو،،، په نره او سپین میدان یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دښمني کوله،،، خو د جنګ قوانین یې کله هم تر پښو لاندې نه کول،،، د روسي اشغال په ټول دور کې داسې پېښه نه ده ریکارډ شوې چې روسي عسکر دې د کومې پتمنې مېرمنې تلاشي اخستې وي،،، خو ستا بادارانو څه او څه ونکړل،،، بیګناه خلک خو پرېږده هغه چې تا ته به هم مالوم وي ایا ستا بادارانو خپل لاسپوڅي ژباړن هم وطی نکړل؟
ایا ستا او د کمونستي رژیم د وخت د معارف وزیر څه فرق دی؟ هغوی هم خپل کلي ته نشو تلای،، هغوی هم مجاهدین اشرار بلل، د مکتب او ښوونځي سوزوونکي یې بلل،،، همدا کار تاسو هم کوی،،، په دومره تفاوت چې د کمونستي رژیم هر یو وزیر له تا شرف درلود ځکه چې یو یې هم ستا په اندازه چې د نورو غربي لاسپوڅو په تناسب سپین چرګ یې،،، هم په فساد او اخلاقي انحطاط کې نه وو ککړ،،،
مړه او ذلیل دې وي افغان دښمنه لاسپوڅي خواه که هغوی شرقي دي او که غربي او یا هم د دواړو ابن الوقت غلامان.
محمود سعيد
02.01.2012
[quote:728a2e5eb8] کنه د فارمیسی ډاکټران؟ (خدای خبر بشپړه دې کړه کنه) خو ښه ډېر دي،،،، خو یو هم نه وزیر شو او نه یې د ژوند کچه ستاسو په شان له ګلمبافی څخه قالین-نشینی ته ارتقا وکړه،،،،، [/quote:728a2e5eb8]
سلامونه!
لومړی غواړم ووايم چې دلته مې له څرګندونې موخه له فاروق وردګ څخه دفاع نه ده.
يوازې غواړم ستاسې په پورتنۍ کارول شوې غونډله (جمله) تم شم.
د يو چا له سياسي افکارو او باورونو سره مخالفت څنګه تاسې اړ کوي چې د هغه په شخصيت، قوميت او مخينې دا ډول تنقيد وکړئ؟
مشر ملا صيب له کومه ځايه پورته شو او تر کومه ځايه ورسېد؟
آيا تاسې خبر ياست چې همدا اوس په کابل کې اوسېدونکي پخواني طالب مشران څه ډول ژوند لري؟
ډاکتر څپاند
02.01.2012
زه دمحمود سعيد صيب نه غواړم چې خفه نشي،
ديوه شخص سياسي ژوند دهغه د شخصي ژوند او تحصيلاتو سره کلک
تړاو لري٠
ښاغلي فاروق وردک د کابل پوهنتون دفارمسي پوهنځی هله پريښود چې روسان کابل ته راغله او دده کورنۍ پاکستان ته ولاړه،تر هغې دمخه دامين په دوره کې دې "جبرا" دخلقي سازمان غړی وو٠
دفارمسي پوهنځی ئي په لاهور کې ختم کړ خو په پيښور کې ئي د اقتصادي چارو په اداره کې "افتخاري" ماستري تر لاسه کړه٠ کله چې
دکرزي په حکومت کې د "حزب اسلامي حکمتيار" د ٨٠ په سلو کی نورو غړو پشان ونغښت، د ډاکترئ لقب ئي هم تر لاس کړ :shock:
دا ډول جعلي ديپلومونه د غربيانو لخوا پخوا هم دسياسي پاليسيو پر بنسټ،دې ته ورته وګړو ته ورکړل شوي دي٠
مثال:ښاغلي حنيف اتمر نهم ټولګی هم ندی ختم کړی،خو دانګلستان دولت لخوا ورته د ماسترئ ديپلوم جوړ کړی شو :roll:
سيف الاسلام قذافي هم د لندن نه د ډوکتورا ديپلوم تر لاسه کړی وو :lol:
عادل صيب:
سره ددې چې دمعارف اوسنی وزيرپه سيداباد کې خپل کورته ورتلی نشي خو د ډاکتر نجيب د دورې د معارف وزیر ،ښاغلی ډاکتر
خدايداد بشرمل،په ډيره ازادۍ سره په لغمان،ننګرهار او حتی کونړ کی
ګشت او ګذار کاوه٠هغه به چې مسلح "مجاهد" د جنګ په ډګر کې ګرفتار کړ، تر مفصل نصيحت روسته به ئي ازاد او دهغه کورنۍ ته
وسپاره،که مو باور نه راځي،دننګرهار دپخوانيو جهاديانو نه وپوښتئ٠
محمود سعيد
02.01.2012
[quote:f99cfdd68e]
زه دمحمود سعيد صيب نه غواړم چې خفه نشي، [/quote:f99cfdd68e]
څپاند صيب زه به هېڅکله هم له تاسو نه خفه نه شم. دا هم غواړم په ډاګه کړم چې تر اوسه مې فاروق وردګ له نږدې نه دی ليدلی او نه ورسره کوم تړاو لرم، خو عادل صيب د هغه په پلارنۍ دنده او...ملنډې وهلې دي.
[quote:f99cfdd68e]سره ددې چې دمعارف اوسنی وزيرپه سيداباد کې خپل کورته ورتلی نشي خو د ډاکتر نجيب د دورې د معارف وزیر ،ښاغلی ډاکتر
خدايداد بشرمل،په ډيره ازادۍ سره په لغمان،ننګرهار او حتی کونړ کی
ګشت او ګذار کاوه٠هغه به چې مسلح "مجاهد" د جنګ په ډګر کې ګرفتار کړ، تر مفصل نصيحت روسته به ئي ازاد او دهغه کورنۍ ته
وسپاره،که مو باور نه راځي،دننګرهار دپخوانيو جهاديانو نه وپوښتئ٠[/quote:f99cfdd68e]
وزير خو لا پريږده، اوس د وزارت د څوکيدار ژوند هم خوندي نه دی. دوی وختي پرې د کفر سره د ملګرتوب له کبله پرې د مرتد الزامونه لګولي دي.
عادل عادل
03.01.2012
السلام علیکم
[quote:0f76d1bfe3]عادل صيب:
سره ددې چې دمعارف اوسنی وزيرپه سيداباد کې خپل کورته ورتلی نشي خو د ډاکتر نجيب د دورې د معارف وزیر ،ښاغلی ډاکتر
خدايداد بشرمل،په ډيره ازادۍ سره په لغمان،ننګرهار او حتی کونړ کی
ګشت او ګذار کاوه٠هغه به چې مسلح "مجاهد" د جنګ په ډګر کې ګرفتار کړ، تر مفصل نصيحت روسته به ئي ازاد او دهغه کورنۍ ته
وسپاره،که مو باور نه راځي،دننګرهار دپخوانيو جهاديانو نه وپوښتئ٠[/quote:0f76d1bfe3]
محترم ډاکټر څپاند صیب
په اصل کې اوسني لاسپوڅي له وطن،،، دین او خلکو سره په تیري،،، جبن،،، فریب،، درغلی،،، منافقت،،، بې رحمی،،،، ظلم ،،،، او وحشت کې له تېرو لاسپوڅو سره د پرتلې وړ نه دي،،، په بل عبارت د تېرو لاسپوڅو سره د اوسنیو پرتله کول د پخوانیو په شان کې بې انصافي او ظلم دی،،، کمونست پلوه لاسپوڅي تر نننیو لاسپوڅو چې سل مخونه لري،،، يو پر ملیون ځله شرف درلود.
[quote:0f76d1bfe3]ولاړه،تر هغې دمخه دامين په دوره کې دې "جبرا" دخلقي سازمان غړی وو٠ [/quote:0f76d1bfe3]
اوس هم جبرا او مصلحتا لاسپوڅی دی،،، کابل خو یوازې دوی نه دی خوړلی،،، په رحمن بابا او نورو لیسو کې د جبري سازماني خبره د دوی غولونکې دعوی ده،،، په سازمان یا حزب کې د غړیتوب په اړه هیڅ ډول اکراه نه وه موجوده،،،، د هر چا خپله خوښه وه،،، هو په نه حزبي توب او نه سازمانیتوب کې امتیازات نه وو،،، په همدې کابل او د دوی په لیسه او دوره کې فعال مجاهدین هم وو،،، د یوه سره یې هم ذوقا، عقیدتا او اخلاقا!!!!! تړاو ندی ساتلی، حزب اسلامي دې خدای همداسې خوار لري چې په خپله لمن کې یې کمونستانو ته د مجاهدینو نوم ورکړ او خپل ذات او څېره یې پرې د تل لپاره بدرنګه کړل.
محترم سعید صاحب
زه نه پوهېژم ستاسو له تنقید څخه هدف څه دی؟ ګلمبافي خو عیب نه دی،،، خو په داسې قالینو کښېناستل چې د اشغال له برکته ستا په غولي غوړېدلې وي، لوی شرم دی،،،، تاسو ورشی چې په پارلمان کې ناست او له عقل خلاص ورور یې د خوشحال مینې مشهور څلوېښت متري عام سړک څو متره غصب کړی دی؟
پتوال
05.01.2012
روسي کمونستانو ايديالوژي لرله او ځانونه يې نه شرمول او ظلمونو يې بئا هم حد درلود، خو دوی زور لري او هرې بېشرمۍ
ته لاس غځوي او ظلم يې حدود نه پيژني ! هغوی ددوستۍ پلمه وکاروله او دوی ددوښمنۍ، هغوی سوشل امپريالستي تجربه لرله
او دوی د زاړه او نوي استعمار پلرونه او بچيان دي . هغوی ددوی په نسب کليواله تربيه لرله او دوی ښاري کوڅه ډب دي . هغوی په تعليميافته قشر
ډډه لګوله او دوی په جنايتکارو او کوڅه ډبو ! هغوی له غريبو سره د مرستې په نامه راغلير وو او دوی د کمپرادور تجارانو ،
مفسدو او خاينو سرمايدارانو سره د مرستې په نامه راغلي دي خو په نهايت کې هغوی هم د خپلو هدفونو او دوی هم
د خپلو هدفونو له پاره راغلي دي! ولې هغه وخت هم دوی وو چې هغوی يې پر افغانستان باندې بري د کولو ته
اړ ويستل ( د بريژنسکي اعتراف وګورئ) ، څو د افغان - شوروي له جګړې څخه د ځان او پاکوستان له پاره ګټه پورته کړي ، نو دوی و و
چې شوروي او افغانان يې تيرباسل او اوس هم دوی او پاکوستانيان دي چې د جګړې دواړو خواوته افغانان تيرباسي !
نو هغوی د خره او دوی ددجال ځامن دي ! افغانان دی الله نور په خپلو کې يوموټی کړي چې له دوی نه هم ددجال د ناخوالو او هم يې د خره د لغتو غچ واخلي
او د پنجابيانو مخ هم ورتور کاندي !
ومن الله التوفيق !