د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان مرتزقه سرتیری او پولیس له لوږې مري

موفق افغان
28.12.2011

د احمد سلمان الفارسی لیکنه
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دافغانستان له نیواک او دمیلیونونو ډالرو له رابهیدو وروسته یوه ډله خرڅ شوي چې ډیری یې دشمالي بدنامې ټلوالې څخه دي دیوې لمړۍ ډوډۍ دلاسته راوړلو لپاره دصلیب په لیکه کې ودرلیدل او دمجاهدینو او مسلمانانو په وړاندې یې په جګړه لاس پورې کړ. دا ډله خلک پدې اند وو چې دډالرو باران به په دوی هم ووریږي او ددوی تنده به پرې ماته شي ولې کال نه وو تیر چې داردو او پولیسو ځواکونو لاس په ګدایۍ ونیو او ترټولو ټیټ او بې کیفیته خوراکي توکي ددوی آشپزخانو ته ورغلل او دا کار ددې لامل شو چې دګیدې دمذهب ډیری لارویان لدې لیکو څخه تیښتې ته مجبور شي.
دا قضیه پدې ځای کې منحصره نه شوه بلکه لمن یې نوره هم پراخه شوه ترڅو دمیاشتو په تیریدو سره دې مرتزقه لښکرو خپل معاشونه هم لاسته رانه وړل او دا کار ددوی لپاره یوه ښه پلمه شوه چې خپل پخواني اصل ته ور وګرځې او لاس دخلکو دمالونو په غلا کولو او لوټمارۍ پورې کړي. دوی دعملیاتو او تلاشۍ پر مهال دخلکو مالونه ولوټل او دشپې لخوا دخلکو کورونو ته ورننوتل او دخلکو آبرو، عزت او عفت یې ترپښو لاندې کړل.
دتعجب وړ خبره خو داده چې ددې غلې او لوټمارۍ لمن دومره پراخه شوه چې د کابل په ښار کې دمحمد داوود خان روغتون چې مشهور په چهار صد بستر دی هم له دوی څخه په امن پاتې نه شو. امریکایی غلو له پرمختللې او مدرنو وسایلو او تکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستو سره لاس دافغانی وروسته پاتې غلو په لاس کې ورکړل او لدې روغتون څخه یې دخپلو هغو ملګرو چې دصلیب په لار کې قربانی او وینې ورکوي خوراکي توکي، دارو او درمل او جامې غلا کړل او په تور بازار کې یې وپلورل.
دروان کال دسپتمبر په میاشت کې ځینې رسنیو رپورټ خپور کړ چې ددې روغتون مسؤولینو دامریکایی غلو په مرسته چې ددې روغتون دتمویل مسؤولیت یې په غاړه درلود داردو او پولیسو دناروغانو او ټپیانو درمل، خوراکي توکي او جامې غلا کړل چې دا کار دځنې ناروغانو او ټپیانو دمرګ لامل وګرځید.
دوال ستریت ژورنال په وینا، یواځې ددې روغتون پخواني سرجراح جنرال احمد ضیا یفتلی د ۱۵۳ میلونه ډالرو په ارزښت پورته یاد شوي توکي لوټ کړي دي. یفتلي دتیر کال په دسمبر میاشت کې له خپلې دندې ګوښه کړای شو ولې تراوسه هم خپل ډالري معاش ترلاسه کوي.
رپورټونه زیاتوي چې امریکایي مسؤولین او دروغتون کارکوونکی دامریکا لخوا پیرل شوي درمل دکابل په بازارونو کې پلوري او ځای یې په جعلي درملونو ډکوي.
رپوټ ښیي چې دروغتون حالت دومره خراب دی چې په لسګونو ناروغان بې لدې چې دبیهوشۍ درمل ورکړل شي عملیات کیږي او داسې شواهد په لاس کې شته چې ځنې ناروغان دلوږې او دسوء تغذیې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دامریکا دکانګرس غړی مایک کافمن پدې هکله دڅیړنو غوښتونکی شو. دا سناتور تیره میاشت کابل ته راغی ترڅو دروغتون وضعیت او دهغې نړیوالې غلاوې له نیږدې څخه وګوري مګر امریکایي نظامیانو هغه دامنیتي دلایلو له کبله روغتون ته دننه پرې نه ښود. دیادونې وړ ده چې دا روغتون دکابل په زړه کې موقعیت لري او امریکایان چې په جګړه کې دبرلاسیتوب دعوی کوي نشي کولای دیوه ساعت لپاره هم دې ځای ته ورننوزي او وضعیت وڅیړي.
کافمن په یوه مصاحبه کې ویلي چې دی کلک باور لري چې دا پیښه یوازې دافغانستان دحکومت داداري فساد بیلګه نه ده بلکه پدې هکله دامریکا داردو ناکامي هم ښیي. دې امریکايي سناتور همدارنګه زیاته کړې دی پدې تشویش کې دی چې ښایي دغلې دا کار داسې پټ شوی وي چې دامریکا دنظامي پرسونل هیڅ یو غړی هم ددې غلې مسؤول ونه پیژندل شي.
دا غلا چې دلسګونو سرتیرو او پولیسو دلوږې له کبله دمړینې لامل ګرځیدلې ده دومره دنیا په ځوږ واخیسته چې په کابل کې داري فساد سره دمبارزې دادارې رئیس چې پخپله هم په اداري فساد او رشوت کې ترستوني غرق دي خپل باداران یې ددې کار له امله تر نیوکې لاندې ونیول او ویې ویل چې له روغتون سره د ۴۲ ملیونو ډالرو مرستې له ورکیدو ډیر خواشینی دی او ددې موضوع دکلکې څیړنو غوښتنه یې وکړه. هغه وایي: (نړۍ اعلان کړی چې دسردار محمد داوود خان له روغتون سره یې ۴۲ ملیونه ډالر مرسته کړې، اوس هغه پیسې ورکې شوې. دا ۴۲ ډالر نه وو چې دیو کس له جیب څخه وغورځیږي او ورک شي، ډیر لاسونه دي چې دا کار یې کړی او زه پدې باور یم چې سربیره پرافغانانو نور خلک هم شته چې پدې غلا کې شامل دي).


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more