د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څارګرې الوتكې به كله خپل ځنډ مات كړي؟
شاه ولي
27.12.2011
امريكايي چارواكي وايي، په قبايلي سيمه كې د القاعده او نورو بهرنئ توندلارو د وژلو لپاره د څارګرو الوتكو بريدونه له بل هر وخت ډېر ځنډول شوي دي، خو كه كوم مهم ښكار په نښه كړي دا ځنډ به مات كړي.
د دوى په خبره، څارګرو الوتكو د تېر نومبر له ۱۶ نېټې وروسته چې د شمالي وزيرستان په رزمك كې يې وسله وال په نښه كړي وو تراوسه بل بريد نه دى كړى او په دې ډول پرون ۳۴ ورځ وه چې دا ډول بريدونه نه كيږي.
خو كارپوهان د القاعده او نورو بهرنئ وسله والو ډلو په ځپلو كې د څارګرو الوتكو بريدونه ډېر اغېزناك بولي. د دوى په خبره، له پولې پورې غاړه دا ډول بريدونه د وسله والو مشرتابه په نښه كوي چې له امله يې د سر سړي وژل كيږي او دا ډلې پاشل كيږي.