نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محترم عبدالباري جهاني راپورته کړې پوښتنه : مسؤول څوک دی؟
مساپر
27.12.2011
د یکشنبې په ورځ د تخار ولایت د تالقان په ښار کی د جنازې په مراسمو کی یوه ځانمرګې حمله وسوه او په نتیجه کی یی د پارلمان د یوه وکیل عبدالمطلب بیګ، څو تنو نورو مخورینو په شمول څه باندي شل تنه ووژل سول او څه باندي پنځوس تنه ټپیان سول.ویل کیږی چی عبدالمطلب بیګ د سیمي یو پخوانی جهادي قوماندان او د اوسني نظام د کندوز او تخار پخوانی د امنیه قوماندان وو. عبدالمطلب بیګ به د جهاد د پخواني قوماندان او په اوسني فاسد نظام کی د امنیه قوماندان په حیث، حتما، د خپلو جنایتونو سزا لیدلې وي. خو له هغه سره د بمب د چاودني په دغه حمله کی ګڼ شمیر بیګناه ملکی کسان وژل سوي دي، چی ښایی له وژل سوي قوماندان سره به یی هیڅ ډول اړه نه درلوده. د دې حملې مسولیت چا نه دی اخیستی او، د جمهوریس حامد کرزي په شمول، نورو حکومتی مقاماتو دا وحشیانه عمل محکوم کړ.
په جنازو، هدیرو، جوماتونو او د خلکوڅخه په ډکو سیمو کی دا نه لومړنی چاودنه وه او نه هم ښایی وروستنی چاودنه وي. خو سوال دا دی چی دا حملې څوک کوي، ولي کیږی، تر کومه به دوام لري او د افغانستان کړیدلي اولسونه، چی له خدای ج څخه پرته هیڅ ډول مخافظ، ساتونکی او باډي ګارډ نه لري، له چا څخه پوښتنه وکړي. وزیران او عالي رتبه مقامات خو د تورو زره پوښو موټرونو په کاروانونو کی ګرځی او د مرګ چنداني زور نه په رسیږی، خو د اولس د ساتني مسؤولیت هم څوک لري کنه؟
رښتینی
27.12.2011
دعنوان او مضمون غاړه نه سره لګیږې ؟
larghonay laraway
28.12.2011
دا ليکنه ستا (مسافر) ده او که د عبدالباري جهاني؟
که د عبدالباري جهاني وي نو همداسې وليکه چې لوستونکي پوه شي او که ستا وي نو د عبدالباري جهاني نوم ترې وباسه. که داسې نه کوې نو ستا ليکنه بايد ړنګه شي ځکه چې لوستونکي تېرباسي!
مساپر
29.12.2011
[quote:768a074960="larghonay laraway"]دا ليکنه ستا (مسافر) ده او که د عبدالباري جهاني؟
که د عبدالباري جهاني وي نو همداسې وليکه چې لوستونکي پوه شي او که ستا وي نو د عبدالباري جهاني نوم ترې وباسه. که داسې نه کوې نو ستا ليکنه بايد ړنګه شي ځکه چې لوستونکي تېرباسي![/quote:768a074960]
سلام علیکم،
دروند ورور، دا زمونږ د غښتلی او عزتمند شاعر او لیکوال عبد الباري جهاني صیب لیکنه ده، چي د (مسؤول څوک دی؟) تر عنوان لاندې لیکل شوي دي.
والسلام،