د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پدرام د انا هيتا په ليکه !


مجيب انګار
02.09.2004

[img:43f8a5e1fd]http://www.benawa.com/upload/uploads/shafiqi.jpg[/img:43f8a5e1fd]
دوږي په نهمه دښځو دحقوقو په اړه په يوه ناسته کې چې دکابل تلويزيون يې جريان خپور کړ ، دولسمشرۍ لپاره کانديد لطيف پدرام هغه خبرې وکړې چې په زړه کې يې وې .

نوموړي برالا داسلام احکاموته سپکاوی وکړ . داناهيتا راتب زاد هغه اوتې بوتې يې تکرار کړې چې له نن نه دېرش کاله پخوا دهيواد په ولسي جرګه کې سترې لانجې پرې جوړې شوې . پدرام وويل چې ديوه نارينه لپاره دڅلورو ښځو نکاح دعدالت او برابرۍ خلاف ده ، همدارنګه نوموړي وويل چې دطلاق حق يوازې نارينه بايد ونه لري اوبايد ښځه هم همداسې حق ولري . په زغرده ويلای شو چې که ددغسې خوسا او وروستو نظرياتو خاوندان وو دکابل دديموکراسۍ ډډوزي به ټول ولس داسې را وپاروي ، چې بيابه يې څوک په هيڅ قيمت ورته لېوال نکړي .

که څه هم دعلماو شورا او سترې محکمې دپدرام پر خبرو غبرګون ښودلی خوپه دې اړه څوټکي ديادونې وړ دي .لومړی ډېر دخپګان ځای دادی چې پدرام په کومه غونډه کې خبرې کولې په هغو کې پرنورو برسېره دولسمشرۍ کانديدان او دهغوی استاذي هم وو ، په دوی کې هيچا برالا غيرت ونه ښود او دډېرو وړوکيو مصلحتونو لپاره يې دپدرام دسپکاوي ډکې خبرې واورېدې . په دې غونډه کې ځينې داسې کسان هم وو چې ځانونه داسلام اوجهاد ټېکه داران بولي ، خودلته يې خولې ګنډلې وې .

دوهم داچې نه يوازې داچې لطيف پدرام بايد دکانديدانو له لست څخه وغورځول شي ، بلکې د اسلام دڅرګندو احکامو دسپکاوي په جرم سزا ورکړل شي . که داسې نه وي ددغې لوبې په اړه به چې دديموکراسۍ په نامه زمونږ پرولس تپل شوې ولس نور هم بېزار اوبدګومانه شي .

مونږ په زغرده او په صفا ټکيوکې وايو چې افغانستان داسلام خاوره ده . ولس يې مسلمان اوپر عقيده مين دی . که څوک شرم اوحيا لري په دې هيوادکې په لنډه ما ضي کې دشرمېدلو کمونستانو او ددوی دبادارانو له انجام نه بايد عبرت واخلي ، افغان ولس به په هيڅ شعار اونامه داسلام دسپېڅلي دين دښمنان په هيوادکې ونه زغمي . نړيواله ټولنه په سر کې يې امريکا او اروپايي پارلمان چې چې زمونږ داوسني نظام تر شا ولاړ دی بايد زمونږ دولس روحيات درک کړي . که هغوی غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي يوازينۍ لاره يې همدغه ده چې دداسې څېرو او کرکترونو په محور دې دنظام ستنې ودروي چې ولس پرې اعتماد لري ، دولس دعقيدې ، نورمونو او ارزښتونو مخالف نه وي .

بيا تکراروو چې درټليو او خوسا نظرياتو دخاودانو په را مطرح کولو به هغه ديموکراسي بدنامه او داغي شي چې نن زمونږولس ته ديوازينۍ نسخې په نامه تجويز شوې ده اوداسې څېرې به دهيچا درد دوا نه کړي چې پرون دروسانو ډول ته نڅېدل او نن دخپل پروني دښمن پښوته پراته دي .



ع کريم حليمي
02.09.2004

د کلام اودليکنو د ازادۍ مينانو ورونو السلام عليکم !
داسي پېښه سوې ده ٠ چه نزدې ده ٠ چه له خوشحالۍ مي زاره وچوي ٠ تاسو به فکر کوۍ ٠ چه ولي ؟
زما دغه غوښته ٠ چه دغسي خلګ پيداسي ٠ چه خپل زړه پر ميدان کږيږدي ٠ خبري و کړي ٠
دا الفاظ استعال کړي
[color=red:a8cf474cc3]پدرام وويل چې ديوه نارينه لپاره دڅلورو ښځو نکاح دعدالت او برابرۍ خلاف ده ، همدارنګه نوموړي وويل چې دطلاق حق يوازې نارينه بايد ونه لري اوبايد ښځه هم همداسې حق ولري .[/color:a8cf474cc3]

او قوم په توپک جواب ورنکړي ٠ او قوم قانون په خپل سر تطبق نه کي ٠ بلوا چوړه نکړي٠
او په مقابل کي داسي وکړي ٠ چه د[color=blue:a8cf474cc3] نهی عن المنکر [/color:a8cf474cc3] مينان عرض وکړي٠ په محکمه کي
او څه چي اسلامي قانون ،شرعه ،دود کومه جزا ور کوي٠ په جزا ورسيږي ٠
ډير دشکر ځای دۍ ٠ چه حاضرين ځای پر ځای ندي قاضيان سوي ٠ که حاضرينو قاقون په خپل لاس کي نيولای
وای ٠ نوبه شل مړي سويوای٠
پرون ورځ چه مي د غروال صاحب يويه زرينه ليکه ولوستل ٠ (افغانستان او دېموکراسي)
داسي راته معلومېده لکه غروال صاحب چه يو نهال پر مځکه شين کړۍ
خو فکر مي نه کاوه ٠ چه په دوهمه ورځ به حصول وکړي ٠
د کلام او قلم ازادي د ډماکرسۍ د نظام وينه ده ٠ عدالت ئې زړه ، مسلمان ملت ئې جسد دۍ
که جسد احساس نه در لودۍ ٠ نو داسي مانا لري ٠
لکه د انسان بدنچه دخوږ احساس و نلري ٠ لاس به ئې پرې سوۍ وي او خبر به نوي ٠ په پرې کېدو
خو هغه وخت خبريږي ٠ چه دلاس استمال ته ئې ضرورت سي ٠
حليمي


زلمی
04.09.2004

شفيقي صايب سلامونه او نيکې هيلې !
ستا د احساساتو نه ډکه ليکنه مو ولو ستله .رښتيا هم لطيف پدرام يوه بد نامه څيره ده ، نه يوازې د څلورو ښځو دکولو غږ يې پورته کړی ، بلکې د ملي وحدت په ضد يې هم ډير چټيات هوا ته پوه کړي دي خو يوه خبره مو په ياد وي او هغه داچې که کمونستانو روسان راو ستل نو تاسو مجاهدينو صايبانو خو بيا امريکايان راوستل اوس ووايه چې تو پير په څه کې دی ؟ روسانو خو هيڅکله په نر بنيادم جنسي تيری نه و کړی ، ستا بادارانو خو په دې هم صرفه ونه کړه ، زه د کمو نستانو او روسانو نه دفاع نه کوم خو ستاسو دا ببولالې هم نه منم چې خپل په جناياتو ډک لاسونه تل په کمونستانو پاکوې ، يو ځل خپل ګريوان ته سر ښکته کړی تاسو وګورې چې دا نن څه حال دی ، امريکان په کمونستانو پسې راغلي او که ستا په انډيوالانو القاعده پسې ، لنډه دا چې روسان هم په مذهبي افراطيانو پسې راغلي وو او امريکايان هم . په افغانستان کې مکتبونه چا سيزلي ؟ بندونه چا وران کړي ، د خلکو په سرونو ميخونه چا وهلي ، په سرکونو کې ماينونه چا ښخ کړي ، په کابل کې ٦٠ زره انسانان چا وزلي خو بيا هم ته په فخر د مچاهدينو نه دفاع کوی ، اصلي مجا هدين خوارکي اوس په تورو خاورو کې ښخ دی ، نن چې کوم لوړ منزله ماڼې په کابل کې پورته کيږي داد چا دي ؟ ايا د همدې مجاهد نما خلکو نه دي ؟ تاسو ماته وښايې چې په ټول کابل کې غير د ميکرويانو د يوه کور نه يوه لويشت ځمکه د پخوانيو کمونستو وزيرانو وښايې ، اوس تاسو ووايې چې څوک خاين او څوک ددې غريب ملک رښتيني خادمان دي


لړمون خوړينی
05.09.2004

درنو ګډونوالو سلامونه مې ومنئ !
زلمی خانه وروره ! په ډېر احترام سره درنه هيله کوم چې دخپل نوم سره دې چې کوم د ( ګل انځور ) سريښ کړی دغه بدل کړه ، ځکه چې دغه انځور ترتا خاټول خور دمخه لګولی نو لوستونکي زياتره وخت داسې فکر کوي چې دا ليکنه به دخاټول وي


islam dost
06.09.2004

: درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
انګارصيب رښتياهم دلطيف پدرام کفري الفاظ خواشينوونکي دي په تيره بيا دافغانستان غوندي يوغيوراوپه اسلام سرجارهيوادکښي دا ډول داسلام سپکاوي څرګنده ونوڅخه داپه ډاګه کيږي چي زمونږخوږهيوادڅومره دااستکباري اواستعماري ځواکونوتراغيزلاندي دی ٠
دلطيف پدرام څرګنده ونې دبنګلاديشۍ پيغلې تسليمه نسرين داسلام ضدويناګانويوه بله کړۍ ده ،تسليمه نسرين خوا اشا لس کاله وړاندي ويلي وو : داچي په قرانکريم ښځوته لږحقوق ورکړل شوي نو له همدي امله بايدپه قران کريم له سره غوروکړل شي ٠
چي بياهم په خواشينئ سره نوموړې له هيوادڅخه په وتوکښي بريالئ شوه اودبنګلاديش مسلمانانودغم اوغصې له امله اوس هم په يوغربي هيوادکښي داسلامي احکامو سپکاوي له امله ديوې اتلې په توګه په جلا وطنی کښي اوسيږي ،خوفکرنه کوم چي لطيف پدرام دجلاوطن کړل شي ، جلاوطن خوپه ځای پريږده چي همدانن مي دټول افغان په خبرونوکښي ولوستل چي ښايی ستره محکمه دنوموړي پرضددکفرفتوا بيرته واخلي ٠دايی لا بله ،اوس نودسترې محکمې کښي ناست شيخانوته هم پکاردي چي دخپل ايمان فيصله په خپله وکړي ٠لکه رحمان باباچي وايی :

چي نيکي بدي په تله کښي تلل شي
خودپه خپله تله وا خله عد ا لت کړ ه

خولطيف پدرام ته دومره بايدوليکوچي کله امان الله خان دښځوحجاب غيرضروري وګاڼه نودلومړي ځل لپاره يی په خپله ښځه تطبيق کړ، ملکه (( ثريا)) لومړنئ افغانه ښځه وه چي له سرڅخه يی پړونی لري کړاونوروافغاني ښځوته يی لاره پرانستله ، نواوس لطيف پدرام ته هم پکارده مخکښي له دي چي په داډول داسلام ضدڅرګنده ونود اسلامي احکاموسپکاوی وکړي بايدپه خپله هم عملي جنبه وروغوندي
چي په دي صورت کښي لکه څنګه چي دده ويناپه هکله دروندمخالفت ونه شوهمداسي به يی که خپله هم په عمل کښي پياده کړي کوم دپام وړمخالفت به ترسترګونه شی ٠ ځکه چي دشرائطونه موجوديت نوموړي ته پراخه جرئت ورپه برخه کړی ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته



ع کريم حليمي
07.09.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته !
زلميه وروره ٠
رشتيا ده چه دخلق دحزب افغانانانو په ټولو ملت چور نه کړۍ ٠ 1 % ممکن اقتصادي چور کړئ وي
دخلقيانو حرکت يو افغاني او ملي حرکت نه وو ٠ جهاني حرکت وو ٠ نه چه افغانستان ئې خراب کړۍ
په نړۍ کي ئې نور ملکونه هم خراب کړه ٠ يائې خرابۍ ته نژدې کړه ٠ حتا امريکا ئې هم د خطر سره مخامخ کړې
وه ٠ د کمونيزم په برکت امريکا يو ښايسته ځای سو٠ غولامي ،ظلم،بې عدالتي لمنځه يووړه ٠ او سوشل
سيکيورټې منځ ته راغله ٠ که قلقيانو د کمونيزم ښه طرفونه جزب کړي او بد ئې رد کړيوای ٠ يا په بل عبارت
هغه څه چه د اسلامي اصولو ، افغاني اصولو سره مخالف وه ردکړيوای ٠ نو به نه ملت خرابېدای ٠ نه به هم دوی
بد نامېدلای ٠ کور، کالي ، ډوډۍ ډير ښه اصول دي او وه ٠
داچه کورو نه ونړيدل ٠ کالي کفنونه سوه ،ډوډۍ په مهاجرت بدله سوه ٠ نو دغه علت دۍ ٠ چه تر ښه صفتو ئې
عيوب بې حسابه ،اعمال ئې اکثره بې جماله او بې کماله وه ٠ نو دغه صفت چه چور ئې ندۍ کړی ٠
کمال ئې نه وو ٠ ولي چه بېله دوۍ هم ملي سرمايه چور سوه ٠

راځم د لطيف پدرام خبري ته ٠
په اسلامي اصولو کي 4 ښځوته اجازه ده ٠ دوې وکړۍ درې څلور که بېريدلاست چه تعادل نسۍ ساتلای نو [color=red:7e030e903f]يوه[/color:7e030e903f] ناميخدا ٠ هغه خلګ چه 4 ښځي کوي ٠ هيڅ د ايات شريف په اخيره عمل نه کوي
په سر د ايه عمل کوي ٠

وَ إِنْ خِفْتُمْ أَلا تُقْسِطوا فى الْيَتَمَى فَانكِحُوا مَا طاب لَكُم مِّنَ النِّساءِ مَثْنى وَ ثُلَث وَ رُبَعَ فَإِنْ [color=brown:7e030e903f]خِفْتُمْ[/color:7e030e903f] أَلا تَعْدِلُوا فَ[color=red:7e030e903f]وَحِدَةً[/color:7e030e903f] أَوْ مَا مَلَكَت أَيْمَنُكُمْ ذَلِك أَدْنى أَلا تَعُولُوا(3)
ترجمه :
3 - و اگر مى ترسيد از اينكه (به هنگام ازدواج با دختران يتيم ،) عدالت را رعايت نكنيد، (از ازدواج با آنان ، چشم پوشى كنيد و) با زنان پاك (ديگر) ازدواج نماييد، دو يا سه يا چهار همسر، و اگر مى ترسيد عدالت را (درباره همسران متعدد) رعايت نكنيد[color=blue:7e030e903f] تنها يك همسر بگيريد، [/color:7e030e903f]و يا از زنانى كه مالك آنهاييد هستيد استفاده كنيد. اين كار، بهتر از ظلم و ستم جلوگيرى ميكند.

سؤ ال :
در اينجا بعضى سؤ ال مى كنند كه ممكن است شرائط و كيفياتى كه در بالا گفته شد براى زن يا زنانى پيدا شود آيا در اين صورت مى توان به او اجازه داد كه دو شوهر براى خود انتخاب كنند؟
جواب
جواب اين سؤ ال چندان مشكل نيست .
اولا (بر خلاف آنچه در ميان عوام معروف است ) ميل جنسى در مردان به مراتب بيش از زنان است و از جمله ناراحتيهائى كه در كتب علمى مربوط به مسائل جنسى درباره غالب زنان ذكر مى كنند مساءله ((سرد مزاجى )) است در حالى كه در مردان ، موضوع بر عكس است ، و حتى در ميان جانداران ديگر نيز همواره ديده مى شود كه تظاهرات جنسى ، معمولا از جنس نر شروع مى شود.


ازادخيال
07.09.2004

په افغانستان کې ډير خلک کولای شي چې په خلقيانو او پرچميانو نيوکه وکړي او کيدی شي حق په جانب وي، خو کله چې دغه نيوکه د مجاهدينو د رهبرانو يا پلويانو له خولې راوځي نو ډير د تاسف ځای دی. که دخلقيانو او پرچميانو درهبرانو لاسونه تر مړوندونو په وينو ککړ دي، نو د مجاهدينو ډيرو مشرانو خو دوينو داسي سيندونه او حوضونه وبهول چي تراوسه ورکې لامبو وهي او ورنه خوند اخلي. دوی په پوره بې پروايي لا اوس هم ټټروهی او دعوه کوي چې رښتينی مسلمانان دي او دخلکو ملاتړ هم ورسره دی. روسانو ډير جنايتونه وکړل خو د لسو کلونو په جريان کې موږ وانه وريدل چې کوم روسي په افغانه ښځه او يا نرجنسي تيری کړی وي، خو ډيرو په اصطلاح ببر ګيرو مجاهدينو کابل ته په ننوتو سره په تنکيو نجنونو او هلکانو جنسي تيري وکړل او ډيرو پاک لمنو جينکيو له لوړو ودانيو ځانونه لاندې وغورځول ترڅو د داسي پليتو انسانانو د کثافت ښکار نه شي. ددوی ځنو جناياتو ته زلمي ورور پاس اشاره کړې ده خو په واقعيت کې د ټولو جناياتو بيان اوتشريح دلته اسانه خبره نه ده. خو که عدالت موجودوي يوه ورځ به حتمي د خپلو بې شميره جناياتو په سزاورسيږی.

د حليمي صيب ددې خبرې په باب چې: (دخلقيانو حرکت يو افغاني او ملي حرکت نه وو جهاني حرکت وو، نه چه افغانستان ئې خراب کړۍ په نړۍ کي ئې نور ملکونه هم خراب کړه) په دې کې هيڅ شک نشته چې سوسياليزم او کمونيزم يو نړيوال سياسي- اقتصادي نظام و چې د سرمايدارۍ په څير په تکاملي ډول نه بلکې په مصنوعي يا تيوريکي ډول ايجادشوی و، او خپل طبعي پايښت يي و نشو کولای وساتي او همدا وجه وه چې له منځه ولاړ. خو داچې تاسی وايي : کورو نه ونړيدل ٠ کالي کفنونه سوه ،ډوډۍ په مهاجرت بدله سوه) نو زما په اند په دې کې هم د امريکا او هم د مجاهدينو برخه موجوده وه. خلقيان او پرچميان چې په قدرت کې و خپلو مکتبونو ته په خپل لاس بمونه نه ايښودل بلکې دامريکا او غربي نړۍ په پيسو او دمجاهدينو په لاسونو په سلګونو زرو توغوندي او درنې ګولۍ په ښوونځيو، بندونو، سرکونو، پلونو ، کورونو او نورو عامه شتمنيو وتوغول شول ، بيا د ٩٢ کال راپديخوا خو دغه ورانۍ څو څو برابره زياتې شوې او په سلګونو زرو بې ګناه وطنوال په وينو کې ليت پيت شول. بله داچې، ايا دغه ټول ګناهونه د اسلام د نظره دلطيف پدرام د شفاهی وينا نه چې ويل کيږي د اسلام داصولو سره سمون نه لري ، کمه ده؟ که هغه په نظر ښکاره کولومحاکمه کيږي خو نور ډير چې دزرګونو کبيره ګناهونو لکه قتلونو مسوليت په غاړ ه لري او هم غير اسلامي اعمال دي نو ولي نه محاکمه کيږي ؟ زه دلطيف پدرام د نظرياتو پلوي نه کوم ، دهغه دملي يووالي ضد څرګندونې هيڅ وطنپال افغان ته د منلو وړ نه دي خو که خبره داسلامي اصولو د مخې وي نو بيا داسي نورډير مهم مسايل هم شته چې پاس مې ورته اشاره وکړه او بايد پوښتنه يي وشي.
حليمي صيب بل ځای کې يادونه کوي: (ميل جنسى در مردان به مراتب بيش از زنان است) نپوهيږم چې داخبره به علمي اساس څومره سمه او څومره ناسمه وي ، خو که بيا هم فرض کړو چې په عمومي ډول سمه ده ، خو هيڅ شی نه شي کيدی سل په سلو کې وي. په دې مانا چې که په طب ثابته شي چې ځنې ښځې د نارينه څخه زيات جنسي ميل لری نو ايا بيا داسې ښځې د دوو مړونو ددرلودلو حق لري؟ داسوال راته يواځې ستاسې دليکنې دلوستلو نه وروسته راولاړ شو. زما ډير خوښيږي چې هرې مسلې ته لکه چې تاسي کوښښ کړی دي ، فلسفي ځواب وموندل شي. زه يي ډير قدر کوم. د يو اصل منل بې له کوم فلسفي يا منطقي دليل څخه ډير پايښت نه لري او تل د لړزان په حالت کي وي.



ع کريم حليمي
08.09.2004

ازاد خياله وروره سلامونه مي ومنه !
ګرانه ورور ه ٠ که حمار سل کاله عمر ولري ٠ او سل کاله انساني تعلم ورکړې ٠ بياهم هغه حمار دۍ ٠
دبايالوچي په اصولو منلې خبره ده ٠
په مقابل کي هر تعلم چه انسان ته ورکي ٠ حتا سپی هم ترې چوړيږي ٠ بايالوجي ٠ اصولو منلې ([color=red:7d277ebeb5]د ګلبدين قمندان
دا کار تجربه کړۍ )[/color:7d277ebeb5]
دې ته وائې ( brann function )
ښځه او نر د برين فنکشن فرق لري ٠ دغه hormone دي چه نر او ښځه سره جلا کوي ٠ او دا کار طبيعت کوي ٠
او بعضي وخت طبيعت داسي وکي چه بالانس ئې طبيعت نه کي مراعت ٠ طبيعت ښه پوهيږي چه ولي ٠
نن انسان کولاي سي چه برته ئې وربالانس کړي ٠ کوم خوا ته چه غواړي ٠
هغه ښځه يانر چه هورموونه سره بالانس وي ٠ که سل کاله د ښځينه ترفي ورکړې ٠ نه ښځه کيږي ٠ بيله هغه وخته
چه دښځي هورمونونه ئې فزيکلي ور ډېر کې ٠
د ښځي جنسي قوه لري ٠ ترنر غښتلې ده ٠ خو برېن فنکشن ئې داسي نه دۍ لکه د نر ٠
نر هره ښځه خوښوي ٠ خوښځه هر نر نخوښوي ٠
ښځه په مياشت کي اصلأ 10 ورځي x ته امادګي نه لري ٠
ښځه پسله 40 کالو داسي مرض پيداکوي ٠ چه هډوکي ئې پاسته کيږي ٠ پسله monops نه
او کله چه تر 40 کالوته ورسيږي ٠ x ئې د يوه سړي له پاره هم پوره نه وي
او ځلور اولده هم د مورڅخه منه غواړي ٠ او لاد له پلاره منه نه غواړي ٠
او د نر برېن فنکشن داسي دۍ چه په سل زرو کي ممکن يو سړی دوس وي ٠
دنر برين داسي فنګشن کوي چه ښځه ئې د بل نر سر د x رابطه وي
کولاي سو چه انسان ته داسي تعلم ورکو چه دسپي کار ترې واخلو ٠
او که ښځنه هورمونونه ئې په بدن کي دښځي نه وي نه ښځه کيږي ٠ که کيږي ٠ نو نور عواميل لري ٠
تاسو ته معلومه ده ٠ که پر ښځه نسي تېرې وسي ٠ د نر انسان له خوا ٠ نتحار کوي ٠
او که پر نر انسان د ښځي له خوا جنسي تېرې وسي ٠ ځان نه وژني ٠

دد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more