د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمد نادر غروال : افغانستان او دېموکراسي

ډاکتر وطنمل
01.09.2004

[color=yellow:7de698ebbe]ليکوال: محمد نادر غروال [/color:7de698ebbe]
.........................................[color=red:7de698ebbe]افغانستان او ديموکراسي [/color:7de698ebbe].............................

[color=blue:7de698ebbe]زما په آند غوره به دا وي چې مونږه له ټولو څخه په ړومبي ګام کي خپله ديموکراسي په اصلي معنی او مفهوم وپيژنو٠ چې ديموکراسي څه ته وايي او له کومه شوه ، څه اهداف لري، څه پکي کيدای شي منع وي او څه هم پکي نه، چيرته کيدای شي ديموکراسي وي او چيرته هم نه، دريمه وروسته پاتې نړۍ کي هم چيرته ديموکراسي وه او کيدای هم شي چې وي او که نه؟ دا ټول هغه وخت له ټولو ښه کيدای شي د ديموکراسۍ په اړوند ټول اړخونه يي درست او صيح او ګام په ګام وڅيړل او راوسپړل شي چې مونږه خپله ديموکراسي د هغې په اصلي معنی وپيژنو او وګورو چيرته ديموکرات هېوادونه دي او توپيرونه يي خپلو کي سره څه دي، کوم قوانين لري او ولي دا توپير په دغو ديموکراتو هېوادو کي ليدل کيږي، او همدا ډول نورې داسي خبرې به هم وي چې الخصوص د هغه تړاؤ له يوې مسلمانې ټولنې سره به څرنګه وي او ٠٠٠٠٠ او ٠٠٠٠!!! نو دلته کولائ شو د هغه تړاؤ او شته والي حيثيت په ګران هېواد افغانستان کي په ښه کيفيت پيدا کړو٠

يو ځاي کي ښاغلي حليمي ورور ليکي د خلکو لخواپه آزاده توګه دخپل حکومت ټاکل يعني د خلکو حکومت!) د ديموکراسۍ معنی هم همدا ده که لغوي معنی ته يي وګورو او هم ديموکراتو هېوادو ته ، نو د ښاغلي حليمي ورور تعريف ښه صدق کوي او درسته يي هم همدا ډول ده٠ خو ديموکراسي نن له ځانه سره نور ډير خپل ځانګړي اصول او مقررې لري چې د هغه په نه منلو يا د تطبيق په عدم، له يوه هېواده د ديموکراسۍ نوم حذف کيږي٠

کله چې د ولس په آزاده رايه او آزاد انتخاب کي حکومت ټاکل کيږي هدف يي ددي لپاره وي چې حکومت خپلې ټولې سياسي او اقتصادي چارې د خلکو په خواست او هدف سرته ورسوي٠ زيات کوښښ به يي دا وي چې حکومت د خلکو له قهرآميزه اغتشاشو شورِشو سره مخامخ نشي او هرومرو به دا په پام کي لري چې خلک له ده څه غواړي او خلک هم تل دا په پام کي لري چې حکومت د خپلو په ورکړل شوؤ وعدو تر کومه وفا کوي٠ په ټولنه کي د يوه مناسب حکومت جوړول چې د خطا ميزان ته تر وسه کمښت ورکوي او ټولنيزي چارې هم له حکومتي فسادڅخه په اکثريت مقام کي په امن کي ساتي، د ديموکراسۍ متفکرينو ټول افکار پدې هدف وؤ٠ حکومت خپلې چارې ګام په ګام د خلکو په مصلحت، او خلک هم خپلې چارې د حکومت په مټ مخ ته بيايي٠ دا دواړه، خلک او حکومت دخپلې ټولنې مسئول او د خپلې ټولنې راتلونکي نسل ته به له خپلو چارو ځواب وايي٠ له دې امله دواړه په دې لټه کي وي چې د اشتباهاتو او خطاګانو (البته تر حدالامکان ـ سل په سلو کي به محاله خبره وي ) زيات مخ نيوۍ وشي او د قانون تطبيق د فرد فرد دنده وګڼل شي٠ دوي له ټولو مهم دا زيات په پام کي لري چي کوم سياسي اقتصادي او دټولنيزو چارو قوانين دوي ته امن، باندني سياسي تئوريته ، او شتمنيز پرمختګ ور په برخه کوي او کوم هم دوي له دې اړخه زيانمن کوي ددغه اصل په نظر کي لرلو سره دوي په مصلحت خپلې چارې ټاکي او حکومت او ولس دواړه دغو ټاکلو ته د عمل جامه وراغوندي ٠ دا پروسه چې څومره ښه او زر وده کوي هغومره د ټولنې پرمختګ او ملي يووالۍ او امن او سوکاله ژوند ددغي ټولنې خلکو په برخه کيږي٠ دا د ديموکرات متفکرينو او ټولنو د نهايت پولي دي چې د ديموکراسۍ نهال نور په ثمر راځي او له هره پلوه ورڅخه دټولنې د مني او اغزو او د صبر ونو بڼ سمسور کيږي٠ ولې نه! ستونزې نيمګړتياوې خطا او غلط او فساد به هم وي خو کچه به يي د يکتاتورو او دريمې نړۍ په قياس په مراتبو لږه وي٠

اما را به شو اوس خپل غمځپلي افغانستان ته! افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دي چې په ورستيو ٢٣ ـ ٢٤ کالو کورنې جګړې کي بيا په ځانګړي ډول د نجيب سقوط وروسته په هغه کچه له هره پلوه د تباهۍ کندو ته وغورځيد او خورا بدبختې او نه هيريدونکي شپې يي په برخه شوي چې له بده مرغه يوم البدتر کولائ شو ورته ووايو٠ خلک يي اکثراً بې سواده دي او سواد داره يي هم له بېسواده وراوښتي ٠ سياسي کلتور يي سړۍ کولای شي په ټيټه سطح کي پيدا کړي٠ د وخت د قدرتمندانو هم تل د ښکار د نښو ډګر ګرځيدلۍ دي٠ په خواشينۍ سره د وطنپالو باسواده افغانانو ته د وطن خدمت چانس هم تل لږ وي د هغوي د وطنپالنې افکار د همدا د سياسي کلتور نه لرونکو باسِوادو لخواد پښو لاندې کيږي او زندانونه او ترور يي په برخه وي او يا هم له وطنه ورک شي٠ افغانستان ته د خونړې کورنې جګړې بربادۍ تنفر او ظلم اور، بېسوادو نه، بلکه باسوادو راوړ٠ تره کي امين کارمل نجيب رباني مسعود او عمر دا ټول باسواده تحصيل کرده خارج کتونکي او بعضي يي پکي د اسلام مقدس دين له پاکې نامې څخه په ناوړې ګټې پورته کولو حتی د اميرالمؤمنينو مقامونه هم ترلاسه کړل، چې نن هيواد له يوې بلا خلاص نه وي چې په بلې بيا اوښتۍ وي٠

ديموکراسي د کاغذ پر مخ يوازي اصول مقرري او قوانين نه دي بلکه هغه ټولنيزې سياسي چارې هم دي چې د ديموکراتيکو اصولو او مقرراتو سره سم بايد ټولنه کي پلي شي٠ افغانان مسلمان دي د يوه ځانګړي افغاني دود او کلتور او اسلامي عقيديې څخه برخوردداره دي چې ټول او هر څه له غربه نشي کيدای افغاني ديموکراسۍ ته کاپي شي٠ او ولس هم تر هغه ځايه چې ديموکراسي ته ترجمه ورکوي تل له افغاني شتمن کلتور سره په ټکر کي دي چه زياته د کلتور منشۀ هم اسلامي مخ لري٠ ديموکراسي هم لکه آزادي داسې کوم نعمت نه دي چې څوک يي چاته يا ورکړي او يا يي هم څوک له چا واخلي بلکه دا ټولني د رهبرۍ اصول او مقررې دي چې خلک او حکومت يي په شريکه دځان په ګټه څرخوي اما د وګړويا د ولس پوهې او د حکومت سياسي کلتور په لوړي سطحې پورې اړه پيدا کوي چې له بده مرغه افغانستان دلته په زياته اندازه تش لاسۍ ليدل کيږي٠ اما دا ددې معنی هم نه ورکوي چې ګواکی وروسته پاتې يا هم اسلامي هېوادوکي د ديموکراتې ټولنې جوړول لاممکن وي٠ ((مشوره وکړی په چارو کي خپل له يو بل سره يا خپلو کي)) دا دلوی سبحان الله ج کلام دي چې دديموکراسۍ اصلي اصول او د هغه بنسټيزه ستن جوړوي٠ که د اصحابو کرامو تاريخ ته پاملرنه وکړو له دوي نور ښه ديموکراتان او د بشري حقوقو خدمت کوونکي او مسئولين نوره د هغه وخت څخه نيولې حتی لا تر اوسه بيا د چا له سترګو ندي تير شوي يا هم ددوئ په کچه يي قياس نه کيږي٠ له بله پلوه بېسوادي هم يوازې د ديموکراسۍ خنډ نشي کيدائ٠ که حکومت د ولس په آرأ او چارې هم د ولس په مصلحت وي نو اسلام په پيل کي له بيسوادو غني وؤ او د آنجناب صلی الله عليه وسلم نږدې او خواږه ياران هم ټول غلام يا برده وؤ چې دسواد له نعمت څخه محرومه پاتې شوي وؤاما اصول اود ټولنيزو او سياسي چارو سرته رسَوَل په کامله ډول مشورتي قوانينو او اصولو ولاړ وؤ چی ديموکراسي ورته ويلای شو٠ څه چې دلته اسلام نشي کولائ دديموکراسۍ په نوم په خپله اسلامي ټولنه کي ومني هغه صرفاً فحشا ده يا رزيله اخلاق دي او بس! اما نن که د اسلامي او افغاني کلتور څخه څوک څه ووايي ځواب يي دا دي چې : وروره ديموکراسي ده٠ دا خبره بيسواده افغان او په کلي ډول يو بېسواده مسلمان نه، بلکه هماغه باسواده افغان او مسلمان، چې حتی غربي يا ديموکراته ټولنه يي هم ليدلې او هم يي له مزايايو برخمن شوۍ دي،کوي٠ ديموکراسي چيرته هم د فحشأ معنی نه لرلې ده او نه يي هم لري٠ غازي امان الله خان وطنپال مسلمان او ديموکرات وؤ اما ماته يي ځکه وخوړه او په خپل هدف کي بريالۍ نشو چې د خپلې ټولنې له کلتورڅخه يي ايضافه پښې وغځولې٠ چې هغه وخت خلکو ته يي منل ګران کار وؤ او له دغه تشې څخه په استفادې سره د انګريز چاړه د افغان ديموکراسۍ په غاړه په بري سره خپل شوم کار وکړ٠ نن له هغه وخته افغان کليوال ولس هم ډير لوئ فرق کړئ دي او له هغه وخته اوس خلک سره لوئ توپير لري٠ اما سره لدې نبايديو روڼ آنده افغان ځلمۍ فحشأ له ديموکراسۍ سره وتړي٠ هغه د رزيله اخلاقو خپرونې او ځايونه او لباسونه او ٠٠٠٠ او ٠٠٠٠ چې زه جرمني کي ګورم مثلا په ناروي يا کاناډااو داسي نور ديموکراتو هېوادو کي نشته٠ افغانستان کيدای شي ديموکرات نظام هم ولري او د انساني شرافت او خپل شتمن کلتور د ساتلو او تطبيق اصول او مقررات هم ٠

يوه بل ډير مهم اصل چې دلته يي ياده حتمي بولم هغه د فرد آزادي ده چې ديموکراسي يي ورکوي٠ بيا هم په خواشينۍ سره چې له دغه اصله مونږه افغانان ناوړه ګټه پورته کوؤ٠ د فرد آزادي په ټولنه کي حتی په ديموکراتو ټولنو کي هيڅ وخت داسي معنی نه هم ورکړې ده او نه يي هم ورکوي او نه هم په هيڅ يوه ديموکرات هېواد کي يي مثال ليدلۍ کيږي چې هر څه د سړي زړه غواړي دکړو يي ورته اجازه وي٠ ټولنيز قوانين د خلکو په مصلحت د خلکو د ژوند د سطحې سره سم تعين اود هېواد د فرد فرد لخوا نوره د ټولنې لپاره د تطبيق وړ وي٠ دلته هر هغه څه چې د کلتور او دود او د ټولنې مذهبي عقايدو ته په پام کي لرلو سره په سياسي او فرهنګي چارو کي محال او مجاز رسميت پيدا کوي ددې معنی هيڅکله بايد داسي نه وي چی ګواکي د اصول يا قانون له ديموکراسې سره په ټکر کي دي٠ اما اکثره افغانان د ديموکراسۍ نوم په اوريدو داسي فکر کوي چې بس راځه ديموکراسي ده نو څه چه وايم او څه هم ليکم او څه هم کوم آزاد يم او دممانعت څوک حق نلري٠ نور که د ټولنې کلتور دين رسم دود او په سياسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کي د هېواد او ولس څه زيانمن کيږي او د نافذ شوي قانون سره دده دا آزادۍ، چې له ديموکراسۍ څخه يي ځانته اخيستې ده، څه په ټکر کي وي او دا ټول ورته بې ارزښته وي، مفهوم د دا ډول قانون دديموکراسۍ د موجوديت عدم دليل نشي کيدای٠ البته واضح ده چې دا امر له ديموکراسۍ او دهغه له اصولو سره هيڅ تړاؤ نه لري٠ زه اکثراً له داسو خلکو سره مخامخ شوۍ يم چې ديموکراسي همدا ډول ترجمه کوي٠ يوځاي کي د لمانځه پر وخت يو وايي : ولا څوک چی لمونځ نه کوي د هر چا خوښه دلته خو نو ديموکراسي ده ٠٠٠٠!!! لمونځ چی څوک کوي يا يي نه نه کوي دا بل اړخ د موضوع ، اما تړاؤ يي له ديموکراسۍ سره کاملاً غلط دی، خير په هر حال!

افغان ولس هم د نړۍ پر مخ د هغو ولسونو له جملو څخه دي چې نه پکي د ديکتاتورانو کمۍ شته او نه هم پکي د ديموکراتو! ختيځ جرمني او د افغانستان نوم هم يو وخت ديموکراتيک وؤ اما له بده مرغه د ديموکراسۍ پکي څه نه ليدل کيدل٠ اوس چې دديموکراسۍ چغې بيا په ګران هېواد افغانستان کي روانې دي تل د ديموکرسۍ له جوړښت او نظام سره په ټکر کي دي٠ چې علت يي د ديموکراسۍ د کلتور او نظام او مشخصاتو نه درلودل او نه پيژندل دي چې د پردي لاس واک نظام او له بله طرفه د متجاوزينو او د کورنۍ جګړې مسئولين او پيل کوونکي د وطن مهم دولتي څوکۍ په واک کي لري او دحکومت د رهبرۍ واکې هم!

که له اوسني بهير اوبهرنيو اقتصادي مرستو مناسبه او سمه ګټه د هېواد دسياسي نظام جوړښت لاره کي پورته شوه او همدا ډول له هغو لوړ رتبه حکومتي مشرانو سره چې له نيکه مرغه لاسونه يي د ملت په وينو ندي سره، هر اړخيزي سياسي مرستې وشوې، د هېواد د ديموکراسۍ لار به په چټکه او انشأالله تعالی خپل بري ته پلي کړي که نه لکه څنګه چې لاتراوسه له وضعيته ښکاري فکر نه کوم افغانستان کي ديموکراسي بري ته ځان وکولای شي ورسوي٠

په درناوې

محمد نادر غروال[/color:7de698ebbe]

.


ziauddin
26.10.2004

په دي نه شوم متيقين چه دا ده چا ليكنه ده خو مننه كوم
وسلام ضيأالدين


نقاد
29.10.2004

[quote:9794a1ad75="ziauddin"]په دي نه شوم متيقين چه دا ده چا ليكنه ده خو مننه كوم
وسلام ضيأالدين[/quote:9794a1ad75]

له سلام نه وروسته: ګرانه وروره ،ضيأالدين خانه ، هره ليکنه يو ليکوال لري، او څوک چې د يوې ليکنې ليکوال وي، نو څه فکر کوې چې دا ليکنه به د هغه نه وي؟ ـــ د بل چا به وي؟ . دلته هم وطنمل صاحب د مسئول په توه دا ليکنه صرف نشر ته سپارلې ده، او ليکونکی يې يواځې او يواځې پخپله محترم ښاغلې محمد نادر غروال دی. کور دې ودان او پخپله دې نيکمرغه وي، په زړه پورې ليکنه يې کړې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more