د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د لیونیانو ټوکۍ

ahmad bilal
20.12.2011

زه محمد ظاهر شاه یم!

یو وخت کله چې محمد ظاهر شاه بادشاه وه، غوښتل یې د لیونتون لیدنه وکړي او کله چې هغه لیونتون ته ورسید نو لیونیانو ورته وویل:
ته څوګ یې؟
محمد ظاهر شاه ورته وویل:
زه ستاسو بادشاه، محمد ظاهر شاه یم!
لیونیانو په ځواب کي ورته وویل:
مونږ چې لومړي دلته راغلي و مونږ هم دغه رنګه خبرې کولې، جوړ به شې چرت مه خرابوه!

----------------------------------
زه ډیوه یم!

یو ډاکټر په لیونتون کي د لیونیانو یوې کوټۍ ته ورننوت او یو لیوني ته یې وویل:
ولې پر کټ ولاړ یې او ولې ویده کیږې نه؟
لیوني ورته وویل:
زه ډیوه یم او اوس لګیږم!
ډاکټر مخ بل لیوني ته ورواړوه او ورته یې وویل:
ته ولې نه ویده کیږې؟
هغه بل لیوني ورته وویل:
چې ډیوه بله وي نو ماته خوب نه راځي!!!
-----------------------------------------

د موټر پرزې بدلول!

په یوه وزارت کي جلسه وه او په دغه جلسه کي د موټرو په پرزو باندې خبری کولی، یو مدیر وویل:
اکثره ډریوران د موټر اصلي پرزې په نورو بیکاره پرزو بدلوي.
په دغه جلسه کي یو وزیر هم و کله چې کور ته روان شو نو موټروان یې موټر چالان کړ او ورسره یې څو ځله ګیرونه هم بدل کړ، کله چې دغه وزیر ولید موټروان یې ګیرونه خوځوي وزیر ورته کړل چې دا څه پورته او ښکته کوې؟
ډریور ورته ځواب وویلې:
صاحبه! ګیر بدلوم!
وزیر ورته په قهر وویل:
دا دې زه درسره ناست یم ته ګیر بدلوی او که زه نه وای درسره خو موټر به دي مکمل بدل کړی وای.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more