اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اهل حدیث په هکله پوښتنه
khalid
18.12.2011
درنو دوستانو :
زمونږ په سیمه یوتعداد خلک چی ځان ته اهل حدیث وایی پیداسوی ، ددوی عقیده د نورو مذاهبو څخه په ځینو برخو کی بیلوالی لری ، که تاسو محترمو وړونو ته ددوی د عقیدو په هلکه پوره مالومات وی لطفاً راسره شریک یی کړی.
په درنښت
khalidafghan@ymail.com
مومن مهاجر
20.12.2011
خالد خانه وروره سلامونه او احترامات مي ومنه!
اهل الحدیث په اصل کي د محدثینو هغې ډلې ته ویل کېږي چي د حدیث پوهنې په فن یعني روایت او درایت کي پوره مهارت ولري، خو اوس مهال د هغې ډلې شعار ګرزېدلی چي خلک د توحید او سنت عقیدې ته رابولي او د شرک وبدعت پر ضد دمبارزې توغ یې اوچت کړی دئ، که څه هم تر یو حده په خپله دعوه کي رښتني دي مګر ځیني لویې تېروتني هم لري چي باید اصلاح کولو ته یې جدي پاملرنه وکړي .
ع کريم حليمي
21.12.2011
ګران او محترم ، منلې مومن مهاجر صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
مهاجر صاحب ستاسو له ښکلي او او نهایت متبحر جواب نه مننه ، جزاك الله ألف خير .
د ټول افغان لوستونکي له یاده مه باسه، ستاسو په راتګ مو سترګی روښانه کیږي
درنښت
مومن مهاجر
21.12.2011
دروند او مشر ورور کريم حليمي صاحب !
سلامونه او احترامات مو ومنئ
د ټول افغان له بحث فورم سره بې کچې مينه لرم مګر د ځينو مصروفيتونو او بوختياوو له وجې نه شم کولای ژر - ژر سر ورته را ښکاره کړم بيا هم کوشش کوم چي د وخت په موندلو د درنو ملګرو مثبت اندونه ، ليکنې او مشورې ولولم او څه چي لرم له دوئ سره يې شريک کړم .
په مينه
م . ق
22.12.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
هیله ده چې د محترم ورور خالد پوښتنه به ترډیره حل شوې وي، زه به پرې دومره وراضافه کړم چې اهلحدیث یعنې اهلسنت د کوم په باره کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې : ماانا علیه واصحابي یعنې هغه مذهب او لاره چې زه او زما صحابه پرې روان دي چې هغه خالص قرآن او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم دي.
چې د هغې په باره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ما په تاسو کې دوه شیان پریښې دي تاسو به هیڅکله بې لارې نشئ ترڅو مو چې پدې دوه شیانو منګولې کلکې نیولي وي، یو د الله کتاب دی او بل زما سنت دي.
اوس زه د محترمو عالمانو ورونو څخه یوه بله پوښتنه لرم.
ایا مفسرینو او دهغوي شاګردانو ته اهل القرآن ویلاي شو؟ او کنه دوي هم د محدثینو په جمله کې راځي؟
بل داچې زمونږ اهلحدیث ورونه ځان ولې اهل القرآن والحدیث نه بولي؟ یعنې ولې یواځې حدیث ذکر کوي پداسې حال کې چې دوي دواړه دي یعنې اهل القرآن والحدیث دي.
ډیره مننه.
مومن مهاجر
24.12.2011
ټولو لوستونکو ته د زړه له تله احترامات او سلامونه ډالۍ کوم .
د ښاغلي مبارز قرآني د پوښتني په ځواب کي به ووایم چي اهل القرآن په اوس زمانه کي د هغې ډلې شعار ګرزېدلی چي نبوي احادیث یا په مطلق ډول نه مني او یا یې په داسي ډول مني چي د دوئ له خپلو جوړو کړو اصولو سره سمون ولري ، خو که سړی اهل القرآن د قرآن کریم د پیرو او تابع په معنی پرځان کښېږدي ستونزه نه لري مګر هر سړی د محدثینو په ډله کي نه شي داخلېدای ،ځکه د محدث معنی ده حدیث پوه او ښکاره خبره ده چي هر سړی حدیث پوه نه دئ، پاته شو اهل الحدیث لفظ نو هغه هم په حقیقت کي یوه اصطلاحي کلیمه ده ، مګر دا مهال یې ځيني ډلې د خپل شناخت یا له نورو ډلو د بېلتون په موخه کاروي او که څوک ځان اهل الحدیث بولي هغه اهل القرآن هم دئ، ځکه د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کي قرآن ته حدیث ویل شوي ، خو که څوک ځان اهل القرآن بولي په دې کي اهل الحدیث نه دي داخل ، ځکه نه په قرآن کریم کي نبوي احادیث د قرآن په نوم یاد شوي او نه په سنتو کي .
مګر تر ټولو اساسي خبره دا ده چي د حنفي،مالکي،شافعي، حنبلي، شیعه ، سلفي، اهل الحدیث، اهل القرآن او نورو پر ځای غوره دا ده چي فني اصطلاحات خپل اړوند فن ته خوشي کړو او په عمومي ډول هر سړی ځان په مسلمان ونوموي ، په دې سره به له یوې خوا خپل منځي اتحاد رامنځ ته شي او له بلې خوا به د کفري نړۍ په وړاندي ظاهرا سره یو شو . نوري ستونزي او اختلافات به وروسته ورو ورو په تفاهم او خبرو اترو د معیارونو په رڼا کي حل کړو .
د اهل حدیثو مخالفت د حنفیانو سره
khalid
25.12.2011
درنو دوستانو:
زما مطلب د پورتنی پوښتنی څخه دادی چی نوموړی ډله (اهل حدیث، وهابیان) د څلورو مذاهبو په خاصه توګه د حنفی مذهب سره سخت مخالفت لری او نوموړی مذاهب په ځینو برخو کی د قران او احادیثو سره مخالف بولی، نو که تاسی خپل مالومات راسره شریک کړی مهربانی به مو وی.
په درنښت
احمد خالد
مومن مهاجر
27.12.2011
ښاغلی خالد سلامونه او احترامات مي ومنه
یو ځل باید ځان په دې پوه کړو چي د هر مذهب ټول جزیات حق کېدلای نه شي ، نو هرو مرو به په حنفي مذهب کي هم داسي موارد وي چي له قرآن کریم او نبوي احادیثو سره به ټکر لري ، خو موږ باید یوازي او یوازي د الله جل جلاله او د هغه د رسول خبره ومنو .
ع کريم حليمي
29.12.2011
[quote:f77a2fd4a3="مومن مهاجر"] هر مذهب ټول جزیات حق کېدلای نه شي ، نو هرو مرو به په حنفي مذهب کي هم داسي موارد وي چي له قرآن کریم او نبوي احادیثو سره به ټکر لري ، .[/quote:f77a2fd4a3]
ډېر محترم او مکرم مومن مهاجر صاحب ، تر هر څه نه مخکي زما سلامونه ومنه ، او نعمتان دي الله درکړي (الصحة والفراغ )
محترما ، تاسو فکر کوئ ؟ چه امام اعظم به داسي څه ویلي او یا کړیوي چه له قران سره ټکر وی ، په داسي حال کښي چه ابوحنيفه تابعی دي
او حضرت انس رضي الله عنه ئې پخپلو سترکو لیدلی دی ، پر داسي یو افتخار سربېره ، دا ممکن ده چه دغه مبارک به خپلو شاګردانو ته داسي درس ورکړئ وي چه له قرآن سره په ټکر کښي وي ؟
درنښت
مومن مهاجر
29.12.2011
دروند او مشر ورور !
کريم حليمي صاحب هيله ده چي تاسو به هم جوړ ، روغ او خوشاله ياست .
ما په خپله ليکنه کي ليکلي چي هيڅ مذهب په خپلو ټولو جزياتو حق کېدلای نه شي دا مي نه دي ويلي چي امام ابو حنيفه رحمه الله د قرآن او حدیث خلاف فتوی ورکړې ده او مذهب تاسو ته معلومه ده چي د ګڼو اشخاصو له معلوماتو ، فتواوو او نظرونو ترکيب شوی وي نو که په يوه مذهب کي تېروتنه را منځ ته شي معنا یې دا نه ده چي بنسټګر يې همداسي ويل .
بله خبره دا ده چي هيڅوک نه شي ويلای د دې سړي ټولي فتواوې سل په سل کي له قرآن او حديث سره برابرې دي ، که تاسو د فقهې جزياتو ته متوجې شئ نو ګڼ داسي ځايونه شته چي هلته امام ابو حنيفه رحمه الله يو ځل يو نظر درلود خو وروسته يې پرېيښی او د نورو نظر يې منلی دی . له دې معلومه شوه چي امام ابو حنيفه رحمه الله هم خطا وزي او خطا وتنه د انساني فطرت برخه ده .
پاتي شوه د امام ابو حنيفه رحمه الله د تابعيت خبره نو هيڅکله په کره دلايلو نه ده ثابته شوې چي ده صحابه ليدلي دي بلکي له ډېرو قوي دلايلو معلومېږي چي له صحابه کرامو سره يې ليدنه نه ده شوې نو دی تابعي نه بلکي تبع تابعي دی .
ع کريم حليمي
02.01.2012
[quote:2ceaed7524="مومن مهاجر"] امام ابو حنيفه رحمه الله هم خطا وزي او خطا وتنه د انساني فطرت برخه ده .
پاتي شوه د امام ابو حنيفه رحمه الله د تابعيت خبره نو هيڅکله په کره دلايلو نه ده ثابته شوې چي ده صحابه ليدلي دي بلکي له ډېرو قوي دلايلو معلومېږي چي له صحابه کرامو سره يې ليدنه نه ده شوې نو دی تابعي نه بلکي تبع تابعي دی .[/quote:2ceaed7524]
دروند او مکرم ورور مومن مهاجر صاحب هیله لرم چه ان شاء الله جوړ او روغ به یاست
رشتیا هم له انسان نه خطاء سر وهي ( په بېتیارۍ او بالفعله کړونو ، بیانونو کښي )
اما هر کله چه یو پوه او دانا : تکړه لیکوال ، او امام چه څه ولیکي او په لیکنه کښي ئې نیم ګړتیا او خطاء څرکنده شي ، نو خطاء او اشتباه نه شو ورته ویلی بلکي ناپوهی يې بولم، ( په دغه مشخصو موضوعاتو کښي واقف نه وو ) ، لیکنه کول تر درو مرحلو تېریږي ، د لیکني نه مخکي
۱- فکر کول: موضع په سر او کله کښي څېړل ، او د کلې نه د باندي ، معلومات راټولول له کتابونو څخه
۲- لیکل : دلیکلو په وخت کښي هم فکر کول او تحلیل شروع وي ، اولیکنه کېږي
۳- تر بشپړېدلو وروسته : کله چه لیکنه بشپره سي نو یوار بیا لیکوال خپله لیکنه لولي چه ګرامري اشتباهات اصلاح کړي
هو، خپله فتوا ګرځول ، او د یو قضیې په باب نظر بدلولو ته خطاء نه ویل کیږي
نو پښتنه مي کول ، تر کومه چه تاسوته معلومه ده ، ،سراج الامت امام اعظم ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه څرنکه خطا وتني کړي ؟؟
او هغه کوم کره دلایل دي چه تابعي ئې توب رده وي ؟؟؟
درنښت