نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په قطر کې د طالبانو دفتر
      م . ق
      16.12.2011
    
السلام علیکم ورحمة الله،
د کرزي اداره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستلو سره مخالفت کوي او د قطر څخه یې خپل سفیر هم راغوښتی دی، زه نه پوهیږم چې ددې وجه څه ده او ترشایې کومې سیاسي خبرې پرتې دي خو پدې اړه د ټول افغان په لومړي مخ کې یو مضمون لیکل شوی دی چې دا لاندې یې لنک دی تاسو دا لیکنه وګورﺉ او خپل نظر مو وړاندې کړﺉ خو د یادونې وړ ده چې لیکوال هم بې پرې نه دی.
[url]http://www.tolafghan.com/posts/23455[/url]
مننه او درنښت
      پتوال
      16.12.2011
    
دروند مبارز صاحب او درنو دوستانو ته سلام !
موضوع په  يو شرط زړه پورې ده  حقيقت ولري، سعودي عرب  که د پاکوستان اعتباري  دی نو امريکا هم ور سره نږدې اړيکي لري 
 او  کرزی هم ورته خوريی متی کيږي ، داچې امريکايان   هم دپاکستان  له مداخلې څخه يو مصؤن ځای  خوښوي  او هغه ځای دې قطر وي  بالکل نوې 
او د بن لادن  له رسوا شهادت او  وروستيو  پيښو له امله  يې په پاکوستان د رامنځته شوې بې باورۍ  وروسته بالکل ممکنه  خبره ده .
 خو داچې  د طالب باور دې هم په  پاکوستان باندې په بې باورۍ بدل شوی وي  د ويده طاءپانو په غوږ کې  دا آزانګی بالکل  ملي  رنګ لريې ،
 الله دې  دغه اړين بصيرت  ورکړي . خو څنګه کېدای شي چې د ISI  د ضد افغاني او ضد اسلامي جهنمي سازمان  له کنترول څخه  طالب 
مشران دومره ووځي چې  آن له  امريکا  سره پټې خبرې وکړي ؟
په ټوله کې ليکونکي بې ثبوته او بې شواهدو ادعا ګانې  تکرار کړي دي ،  د کابل د ګوډاګي حکومت  علني عکس العمل  ددوی د وارخطايۍ
 نخښه ده چې  بادار يې ددوی تر شا له طالبانو سره  کوم جوړجاړی ونکړي، سر بېره په دې  دکرزي  عصبانيت   په دې اړه د شمالي ټلوالې  
انديښنه او فشار انځوروي .  د طالب پر ځای له پاکوستان سره  خبرې کول هم کرزي ددغې منخوسې ټلوالې په فشار  منلي وو ، څو له پاکيانو سره
 يې  د ملت د ګټو پر ضد جوړجاړي ته  هم  اړباسي .  د خبئر ځای  په ټاکلو کې د جرمني پښه  د ناتو د دريځ  استازيتوب کوي  چې
 د امريکا په نسبت  د پاکيانو کم خيال ساتي  او د جګړې علت هم  ترې ښه درک کوي ! 
البته وابستګي او  ګوډاګيتوب  هم  ، په ناپوهۍ کې داوطلبانه او په پوهه کې  له مجبور يته رامنځته کيږي ،  په لومړی صورت کې  يې
 سړی پخپله  له منځه وړلی شي کله چې پرې پوه شي، خو په  دويم صورت کې يې  سړی  د چانس او امکان  په رامنځته کېدو سره له منځه وړي،
 نو طالبان  د القاعدې پورې  وابستګي پخپله او د پاکوستان  پورې   وابستګي  له امريکا سره په جوړ جاړي له منځه وړلی شي ،
 او نه يواځې دا ، بلکې په يوۀ ګوزار دوه مچان وژلی شي :  له  پاکوستان  سربېره   د کرزي  او شمالي ټلوالې  دپکې او چوتاري پرې هم خنثی کولی شي .
دا  چانس  بيا طالبانو ته په لاس نه ورځي !
 طالبانو ته به  دا غوره وي چې له  ملي اسلامي قوتونو سره  وحدت  په پام کې ونيسي  او له دې جملې څخه  د حزب اسلامي 
سره   متقابل  ملاتړ هم په   د قطر په خبرو اترو کې  له  پامه ونه غورځوي !
      پتوال
      17.12.2011
    
دروند لاروی صاحب   ددې وسله وال  د کلمې  له ذکرولو سره خو زه هم  موافق نه يم، ځکه چې  د آزادۍ پاڅون  وي وسله وال  نو ذکرولو ته يې اړتيا نشته 
او له وسله وال پاڅون سر بېره نور پاڅونونه  هم په لمن کې رانغاړي ، نو په وسله وال  يې رامحدودول  هم  سم  نه بريښي .خو داچې   
د ټول افغان له وسله وال پاڅون څخه  به  مطلب  ګواکې د طالبانو په مشرۍ د اوسني  وسله وال پاڅون  تعميم او پراختيا وي  ، داسې  به   هم نه وي ! 
ښايي برعکس    داسې عام وسله وال پاڅون  ترې مطلب  وي  چې  اوسنی  مقاومت په کې مدغم  او ملي بڼه خپله کړي  او د بهرنيو لاس  او لاسوهنې 
 ترې قطع کړي او په بري يې  هم  بيا د پاکوستان  پوځيان دغسې جشنونه  ونه نيسي  لکه دا لاندې ،  چې د ١٩٩٥  کال د ميزان په مياشت کې 
 د کابل په نيولو سره  ISI   خپله خوشحالي څرګندوي :
 http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=lmnM98497W8
      khoshalkhan
      18.12.2011
    
خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره  وي . 
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان  هم پېژني٠ 
http://www.youtube.com/watch?v=aOYsDB0O3zQ&feature=related
      پتوال
      19.12.2011
    
[quote:09cd61fb79="khoshalkhan"]خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره  وي . 
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان  هم پېژني٠ 
[/quote:09cd61fb79]
په قطر کې دفتر  ډير لوړ سياسي  ارزښت لري ،  منل او نه منل يې  دواړه ګټور دي ، خو د طالبانو له خوا  منل يې ځان ته او نه منل يې  پاکوستان ته  ګټه لري !
      khoshalkhan
      20.12.2011
    
دغه جمله بندي ډيره ښه خو مانايې ډېره زهرناکه ،دغربي اشغالګرو اودشمال دځناورو په ګټه ده ! دطالب سياسي پته په افغانستان کې ده نه په خارج کې٠
داشغالګرووتل بيله قيده اوشرطه دملي قيام هدف او قانوني حق دی٠
[quote:9b32ce13ac="پتوال"][quote:9b32ce13ac="khoshalkhan"]خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره  وي . 
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان  هم پېژني٠ 
[/quote:9b32ce13ac]
په قطر کې دفتر  ډير لوړ سياسي  ارزښت لري ،  منل او نه منل يې  دواړه ګټور دي ، خو د طالبانو له خوا  منل يې ځان ته او نه منل يې  پاکوستان ته  ګټه لري ![/quote:9b32ce13ac]
      محمود سعيد
      24.12.2011
    
ښه نو چې داسې ده نو ولې دا دفتر په افغانستان کې نه پرانستل کیږي؟ دليل ېې دا دی چې دلته به بيا خلک د دوی تر منځ د پټو مراودتو له څرنګوالي خبر شي!
که نه نو په افغانستان کې د دفتر جوړول ډير اړين وو.
په قطر کې د امريکا څلور لوېې نظامي هډې شتون لري چې يوازې د العديد په پوځي هډه کې ۴۰۰۰  امريکايي پوځيان پکې ميشت دي. هلته د پنټګان د پوځي او استخباراتي قوماندې دوهمه لويه نظامي هډه شتون لري چې پکې د لوی منځني ختيځ د قوماندې مرکز پروت دی. دې مرکز ته  دوهم پنټګان هم ويل کيږي.
اوس طالبان راپاڅيدلي او د نړۍ د څه ناڅه  دوه سوه هيوادونو له منځه ېې داسې يو هيواد د خپل دفتر لپاره غوره کړی دی. له دې سره د امريکايانو هغه خبرې چې طالبان زموږ دوستان دي، دا خبره ښه څرګنده کړه چې د پردې تر شا څه روان دي!