د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تر ټولو غوره سبق!

تيمور
13.12.2011

اسلام علیکم و رحمته الله،
له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو پوهيږئ چې غيبت څه شي دي؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، حضرت ويې فرمايل: غيبت دې ته وايې چي تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل: که هغه خبره په هغه کي وي. نو حضرت بیا ويې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شو؛ او که په هغه کي هغه شی موجود نه وي، کوم چي ته وايي، نو پرهغه دي بهتان ولگوی چي ترغيبت نه هم لويه ګناه ده. (صحیح مسلم)
د حدیث شرح: غيبت کول او اوريدل د هغو ګناهونو په سرکي ځای لري چي نن سبا زمونږ ډېرو هیوادوالو متأسفانه د ګناهونو له فهرست څخه ايستلی دي، نن په ډېر تأسف غيبت زموږ د مجلسونو، او حتی په فورمونو کې یوه نه بې ليدونکې برخه ګرځول شوی دي، له غيبته پرته مجلس بې خونده ورته ښکاري نوچي کله هم دوه افغانان سره يوځای کيږي خامخا د دريم افغان په اړه غيبت شروع کوي او په ډيرخوند باندي لګيا وي، دې ته بالکل فکرهم نه کوي چي دا یوه لویه ګناه ده، په دې هکله به پوښتنه راڅخه کيږي اود دې ناوړه کارسزابه راکول کيږي .
داسلام دسپيڅلي دين هراړخ ته چي څوک فکروکړي،نودې پايلي ته رسيږي چي دادين دانسانيت لپاره يوغوره اوپوره سبق دی اوپه هراړخيز ډول دمسلمان څخه د ځمکي پرمخ ترټولوغوره انسان جوړوي.
.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more