د پښتو او پښتنو حجره
چر ګان اوپښتانه
پښتون.
07.12.2011
پوهندوى محمداسمعيل يون
خداى جل جلاله په طبيعت كې ډېر رازونه خوندي كړي دي،دهر رازپه راسپړلوسره مانايوښارپرانيستل كيږي.له نن څخه دوه كاله مخكې هندوستان ته راغلى وم،دډاكټرپه كتنځي كې معاينې ته منتظروم .
په انتظارخونه كې دميزپرسر يوه مجله ايښې وه و،كله چې دډاكټر انتظاراوږدشو،نودمجلې دځينومطالبولوستل راباندې جبرې شول،پريومطلب مې سترګې ولګېدې:دچرګانوژبه[anguagel chicken]ليكنه راته ډېره جالبه ښكاره شوه ،سرترپايه مې ولوستله ،په ډېره ساده انګرېزي ليكل شوې وه،ډېره عام فهمه وه،كله چې مې ليكنه ټوله ولوستله نوزموږدكتنې نو بت هم راورسيد.تركتنې مخكې مې ډاكټرصاحب ته وويل:دامجله زه له ځان سره وړلاى شم؟هغه وويل:ولې نه ،ماوويل دې كې مې يو مطلب خوښ شو.
مجله مې كابل ته ځان سره يوړه،خوپه كابل كې دنوروكتابونواودروزګارپه كارونوكېراڅخه لادركه شوه.دمجلې محتويات مې كټ مټ دوه كاله په ذهن كې ګرځېدل راګرځېدل،دليكنې محتواداوه چې چرګان منظمه ژبه لري اوسېستماتيكې خبرې كوي،كله چې چرګان خپل چرګوړۍ ډوډۍ[دانې]ته رابولي،نويوڅومشخصې كلمې ورته كاروي،كله چې دخطرنښې ورته ښكاره شي نودهغولپاره بيانورې ټاكلې كلمې لري،كله چې چرګوړي ماړه شي اوچرګه غواړي هغوى ترخپلووزرونولاندې پټ كړي،هلته بيادبلنې نورې كلمې دي،داكلمې نورچورګوړي له خپلې مورڅخه دمورنۍژبې په توګه زده كوي اوهمداسې داژبه له يوه پښت څخه بل ته لېږدي اودمرګ له خطره ژغورل كېږي.
زه اوس بيا په هندوستان كې يم،همغه ليكنه مې يوځل په ذهن كې وګرځېده داځل مې همدامحتوا انټرنېټ ته وركړه ،دچرګانودژبې په هكله يې خوراډېرمطالب راپه ګوته كړل.دژبوستونزه په اكثره هېوادونوكې شته خوځينې هېوادونه ورته علدلانه حل لارې لري ،هندپه سوونومذهبونه اوتر [۲۹]زياتې رسمي ژبې لري ،دسيمې،ولسواليواوقبيلوپه كچه خو يېژبې ترسوونوهم اوړي،دلته هم ځينې وړې ژبې دمحوه كېدوله خطرسره مخامخ دي،څونه داكثريت ژبه:
افغانستان كېدى شي دځمكې پرمخ لومړنى هېواد اوپښتون كېدى شي دنړۍ پرمخ هغه قوم وي،چې له خپل اكثريت سره سره لاتراوسه پورې دژبني محكوميت له رنځه
خلاص نده .كله كله خو موږددې پړه پرناوړه حالاتو،پرديويرغلونواونوروډول ډول ناخوالو وراچوو،خوكه ډېر ورته ځيرشوپخپله پښتانه هم په دې برخه كې دملامتۍ له داېرې څخه نه شي وتلاى.پښتنوته كه دژبې دخوندي ساتلواوپرمختيالپاره پښتنوليكوالانوهرڅومره دزړه وينې وڅكلې،چنان تاثيريې پرې ونه كړ،نوښه به داوي چې دپوخوانيوپېغورونوپه دوام داځل داپېغورهم وركړوچې كه پښتانه له نورچازدكړه نه كوي،نوښه به داوي له چرګانوخويېزده كړي .ځيني پښتانه له چرګانوسره ډېريوشان والى هم لري اوپه ځينوبرخوكې لوى توپيرونه.
يوشمېرپښتانه سياستوال هركله چې په پچه سپاره شي كشميرګوري،دخپل هېوادغمونه پرېږدي،دچيچنيااوپلسطين دازادولوخبرې كوي،چرګ هم كله چې ځوان شي نوپربام ورو وروګامونه اخلي چې بام ونه لوېږي زموږځينې ملايان چې كله دسياست پرمنبركېني نوبيابې وخته اذانونه كوي،چرګان هم كله كله بې وخته اذانونه كوي.
دچرګانوبې وخته اذانونه زموږپه كلتوري رواياتوكې بدشاګوم لري اودملايانودبې وخته اذانونوعواقب هم موږپه خپلوسترګووليدل .چرګان كله كله دخپلوبې وخته اذانونوله كبله دګيدړانوښكارشي اوملايان هم كله كله دبې وخته سياسياذانونوله امله دلويوځواكونودزوربټۍ ته ولوېږي،خيرداډول ډېرورته والي اوتوپيرونه شته چې دټولوسپړل اوږده څېړنه غواړي ،خواوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې هغې كې پښتانه ترچرګانوهم شاته پاتې دي .پښتانه خپل سياسي تاريخ پنځه زره كلن بولي،خوپه ژبه كې ليكلي هنري ياتاريخي اثارلاتردې مهاله نه ديرسېدلي،البته كېدىشي ژبه تردې هم لرغوني وي،دچرګانومتخصيصين اوژبپوهان په دي نظردي چې دچرګانودژبې تاريخ نژدې اووه زره كالوته رسېږي،چرګان داووزره كلونوپه بهيركې پردې بريالي شوي،چې خپله ژبه دزمانې له توپانه خوندي وساتي .
ژبپوهانودچرګانوپه ژبه كې دېرش بيلابيل اوازونه تشخيص كړي چې دهغوله تركيب څخه دوى بيلابېلې كلمې جوړوي اوافهام اوتفهېم پرې رامنځته كوي .
ژبپوهانوددې اوازونو دتثبيت لپاره ځانګړې الفبې ياابېڅې هم جوړه كړې چې دهغې په وسيله دچرګانو ژبه لوستلى شو،بله عجيبه خبره داده چې غټې لهجې هم تشخيص كړي،تقريبادپښتوژبې له غټولهجوسره برابې دي،دغه راز دچرګانوپه ژبه كې نورګڼ قبايلي ګډدودونه هم شته چې كېدى شي شمېريې دپښتودبيلابيلوګډدودونوله شمېرسره متناسب وي.ژبپوهان وايي چې دچرګانوژبه كوم منظم اوسيستماتيك ګرامرنه لري،دوى يوازې لغاتونه كاروي اوپه لغاتونو خپله مانارسوي،خو پښتوژبه دخداى په فضل دقوي ګرامري جوړښت څښتنه ده،خوزموږتوپيرله هغو څخه دادى چې زموږيوپاموړشمېرپښتانه نه پښتوژبه كاروي نه يې ګرامراونه يې هم لغاتونه.
خوچرګان يوازې له لغاتونواو اوازونواعظمي ګټه پورته كوي .چرګان ټول عمرمحكوم پاتې شوي،دخان،ملك،ملا،مېلمه،ګيدړ،ټوغكي،ناروغۍ اوهرېبلې ناخوالې قرپاني شوي،خوبيايې هم خپله ژبه خوندي ساتلې ده،پښتانه كله محكوم اوكله واكمن پاتې شوي،خوپه دواړوحالاتوكې يې خپلې ژبې ته دپام وړكارنه دى كړى.كه ژبه دټولنيزشعوريوه وسيله وګڼو،نوپه دې كې چرګان ترپښتنوزيات دژب ټولنيزشعورخاوندان دي.دلته به دچرګانوژبې ته لږتم شو:
بوبوبوبوبوهه[السلام عليكم]
بك بك بك بك [زه كولاى شم تاوګورم]
كلك كلك كلك[بېرته كورته راشه]
هوه هوه هوه اهن[لږه غذاراكړه]
كوك كوك كوك [پا م چې هلته پيشوده]
وټ وټ وټ وټنن[ هګيوته مې لا س مه وروړه]
ونن نن ون ون[ته څه كوې ؟]
اوداسې نورمثالونه ،چې چرګان يې دخپلمنځي پوهاوي راپوهاوي لپاره كاروي.
زموږعوام خولا بياهم خاورې په ايروګډوي،لږترلږه خپله ژبه خوپخپل منځ كې كاروي ،ګيله خو له ځينوروښنفكرانواوشاهانوڅخه ده چې په ټول عمركې يې په خپله ژبه پينځه جملې هم نه دي غبرګې كړي .ټول مرغان په خپل منځ كې خپله ژبه كاروي،ټول قومونه په خپل منځ كې په خپله ژبه خبرې كوي.
نوكه څوك كله اړشي دبل قوم له وګړي سره به دهغه په ژبه خبرې وكړي،خودامثال ډېركم پيداكېږي چې ديوه قوم وګړي دې په خپل منځ كې بله ژبه دومره وكاروي چې خپله ژبه بېخي هېره كړي.
ځېنې دين پوهان په دې نظردي چې ژبنۍ اوقومي رنګارنګي دځمكې پرمخ دخداى جل جلاله دفطرت اوحكمت نښې دي،هرڅوك چې دانښې له منځه وړي ،هغه ددې حكمت پروړاندې ودرېږي.
كه له چاڅخهدبې تفاوتۍ په وجه دارنګارنګي له منځه ځي،نو هغه قوم به دخپلې بې تفاوتۍ پرخوب ويده پاتې كېږي اوژوندبه يې همداسې مړاوى وي،دخداى جل جلاله په هيله به دخداى له وركړي نعمت څخه محرومېږې.
يوشاعرپه دې هكله دخداى ارشادپه خپل كلام كې ډېر ښه ځاىكړىدى:
چاچې خپل قدر په خپله وكړګله
ستا ر ه د غه قوم په عروج شوله
خداى هم نه بدلوي حال دهغه فوم
څوك چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
دپښتوژبې مينانواوملنګانوته ددې خبرې يادونه يوځل بياضروري ده،چې په ژبنۍ برخه كې دويده قوم راويښول څه اسانه كارنه دى،دايواوږدجدوجهدغواړي،خوداوس وخت لپاره دنوروغوره بېلګوترڅنګ بې تفاوتوپښتنو،پښتوضدپښتنو،هغوپښتنوسياستوالواوروښنفكرانوته چې پښتويې هيره كړې اويايې هېروي،ددې بېلګې راوړل ضروري دي،چې كه له نورچاڅخه عبرت نه اخلئ نولږترلږه له چرګانوخو وشرمېږئ،دوى له خپلوبچوسره په خپله ژبه اوتاسوله خپلوبچوسره په بله ژبه خبرې كوئ......