اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د عاشورا په ورځ روژه نيول
تيمور
05.12.2011
اسلام علیکم و رحمته الله،
د محرم ټوله مياشت محترمه ده او په هره ورځ یې روژه نيول ځانګړی اجر لري خو د محرم لسمه چې عاشورا ورته وايي د نورو ورځو په پرتله ځانګړی اهميت لري.
مونږ له یو شمير صحیح روایاتو څخه پوهيږو چې په لمړيو کې د عاشورا د ورځې روژه نيول په مسلمانانو لازم وه. وروسته چې کله د رمضان روژه فرض شوه نو د عاشورا د ورځې روژه نفل وګرځېده.
له حضرت عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی: ”د رمضان د روژې له فرض کیدو څخه د مخه به خلکو د عاشورا په ورځ (د محرم په لسمه) روژه نیوله. او په دغه ورځ به په کعبه باندې غلاف اچول کېده. هرکله چې الله د رمضان روژې فرض کړې نو د الله نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هر څوک چې (د عاشورا په ورځ) روژه نيول غواړي وه دې یې نيسي او څوک چې غواړي پرې يې ږدي، کولی شي چې پرې يې ږدي. “ (بخاري جلد ۲، کتاب ۲۶، حديث ۶۶۲)
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان له فرض کیدو وروسته بيا هم د عاشورا په ورځ روژه نيوله.
والسلام،