د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دا هم یوه ټوکه ده او بس!

محمود سعيد
03.12.2011

طالبانو ویلي چې دوی په ختیځ کې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او پکې ټول سپاره کسان ېې وژلي دي.!!!:)


عادل عادل
03.12.2011

داسې ګنګوسې دي چې پخوانیو حزبیانو د حکمتیار صاحب قرقل خولۍ د حزب اسلامي له ارشیفه پټه کړې او کرزي ته یې هدیه کړې ده :)


پښتون.
03.12.2011

هاهاهاهاهاهاهاها د کرزي قره قلي ههههههههههههههه
سعید صاحب دا ټوکه نده،داد ختیځ کوم بېسواده د ژورنالیزم په مخ کوم تور مخي ژورنالوسته خپله غلطي پدې طریقه سره پوخولې ده.
په فیسبوک کې مې هم ستاسو لخوا لوستلې وه،او بیا مې د جعلې ژورنالیزم په هکله چې ستاسو په وال چا لیکنه کړې وه هغه هم ولوستله ،نو سره د هغو لیکنو هم ځینو احمقانو چې غوښتل ئی ستاسو د دې ټوکې پخاطر تاسو ته نور جرات هم درکړي ،او بې غیر لدې چې د ځان سره فکر وکړي چې دا ټوکه ده او که ریښتیا ،،نو خوشایان ئی بادکړی ،،چې د اسلام سپاهیانو دا وکړه او هغه وکړه.
سخته بی انصافی ده، لکه یو بل ځوان وائی چې په لوګر کې بم والوتئ او اویا70 ملکی زخمیان ئی روغتون ته راوړل،نو تا چیرې لیدلې چې د یرغلګرو زخمیان او مړی ئی د ملکي روغتون ته وړی وي او یا تاسو پریږدي چې هغه وشمیرۍ،یواځې هغه فلمونه چې ترینه اخیستل شوی او بیا وروسته راوځې هغه یی شهادت ورکولاي شی.


Re: دا هم یوه ټوکه ده او بس!

tandar
03.12.2011

سعيد صيب سلام
بلا سړي ې چه دي نقطي ته دي څنګه فکر شوي هههههههها
يو سړي له جنګه راغلي و خلکو تري پوښتنه وکړه چه څه دي وکړه ؟
ډير دشمنان مي مړه کړل
څنګه دي مړه کړل؟
له ټولو مي پښي غوڅي کړي٠
ولي دي سرونه نه غوڅول؟
ځکه چه سرونه ې بل چا غوڅ کړي وه ههههههها
دا ټوکه هم دبي پيلوټه طياري سره سر خوري ههههها
اوبل دشمشاد tv کي دلوګر حمله ښکاره کړه ټول نظامي ځايونه خراب شويدي
تربيا

[quote:0c8a6d300f="محمود سعید"]طالبانو ویلي چې دوی په ختیځ کې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او پکې ټول سپاره کسان ېې وژلي دي.!!!:)[/quote:0c8a6d300f]


پښتون.
03.12.2011

تندر صیب لکه چې ستا هم هغه لیکنی ته زړه شوی چې ئی ولولې.

جعلي ژورناليزم
نقيب احمد اتل – ننګرهار
يكشنبې 06 لیندۍ 1390 وخت 21:55
دافغانستان په ختيځ کې ځينو رسنيو داسې يو خندوونکی خبر خپور کړ، چې په ليکنه يې وسله والو طالبانو يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او پکې سپاره سرتيري يې ټول وژلي دي،دا او دې ته ورته بېلګې هغه څه دي، چې اوسمهال يې ګڼ افغانان په خپلو ځايي رسنيو بې باوره کړي دي.
د ننګرهار يو اوسېدونکی سيد سادات شاد چې د اباسين په نامه په يوه سيميزه راډيو کې کار کوي او تر ډېره نورې غږيزې، انځوريزې، چاپي او برېښنايي رسنۍ ويني وايي چې د بې سواده او جعلي خبريالانو له امله دی د هېڅ يوې رسنۍ په خبرونو باور نه شي کولای، هغه وړاندې وويل (( زه په افغانستان کې په خپلو افغاني رسنيو شل فيصده باور هم نه کوم، ځکه چې دوی د تحقيق نه بغير د يو سړي د مرګ او نيول کېدو خبر نشروي، زه تاسې ته د يوتلويزيون د يو خبر مثال وړاندې کوم، چې ويې ويل دولت په چپليار ولسوالۍ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نيولی دی، حال دا چې هغه يې د پوهنتون يو محصل نيولی و، يو تلويزيون چې دومره هوايي خبرونه خپروي، څوک به څنګه باور پرې وکړي.))

http://www.spenghar.com/index.php?option=com_content&view=article&id=3006:1390-09-06-17-25-35&catid=113:dewrend&Itemid=316


سلامونه

tandar
03.12.2011

سلامونه ياره
يو سړي په اوښ سپور و او ويل ې چه ما څوک نه ويني ههههههها
ماته خپله بي پيلوټه طياره او سپرليو وژلو خندا راواستله
شايد شاته په کي سپرلي ناستي وي ځکه وژل شوي دي هههههها
تربيا


اکرم
04.12.2011

وايي : ویردګ ته چې موقعه په لاس ورشي د ګوتې په ځای سر په کښې منډي :D :D :D


محمود سعيد
04.12.2011

[quote:845c2b9dc4]داسې ګنګوسې دي چې پخوانیو حزبیانو د حکمتیار صاحب قرقل خولۍ د حزب اسلامي له ارشیفه پټه کړې او کرزي ته یې هدیه کړې ده [/quote:845c2b9dc4]

هههه. یره نو عادل صیب! دا نو ټوکه ده که ګونګوسه؟
هسې ګونګوسې خو ډیرې دي...د هما سلطاني نوم به مو خامخا اوریدلی وي. :roll:


عنوان

tandar
04.12.2011

سلامونه
کرزي په سين کي لاهو شوي دي ځګ ته هم لاس ور اچوي دقره قولي په سرکول خو څه کوي چه نجات پيدا کړي ځکه کله په استانبول ،لندن او کله په بن وي
مګر دخائين ملي پکول ې تر اوسه په سر چا نه دي ليدلي هههههها
هغه ته چه څوک دهندوانو پګړي ور وتړي هم ورته خوښي کوي ځکه لږ ډاډه شي ،زه ولا څو ورځي خو ژوند کولاي شم ههههها
تربيا


عادل عادل
05.12.2011

السلام علیکم

[quote:0083c5b887]هههه. یره نو عادل صیب! دا نو ټوکه ده که ګونګوسه؟
هسې ګونګوسې خو ډیرې دي...د هما سلطاني نوم به مو خامخا اوریدلی وي. [/quote:0083c5b887]

سعید صاحب،،، ټوکه وه خو سیاسي ټوکه،،، او په خدای چې حزبیانو خو حکمتیار صیب ته هیڅ پرې نښودل،،، او رښتیا دا هما سلطاني یې لا څوک ده،،، په هډونو صافه ده کنه،،، اډې مني که یې نه مني؟ هههههه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more