د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کارتونونه خبرې کوي

لړمون خوړينی
30.08.2004

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/p_weeks/017/fahim_abdullah_younos.jpg[/img:3d240b7d5a]

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/p_weeks/017/latif_pedram.jpg[/img:3d240b7d5a]

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/p_weeks/016/almaas.jpg[/img:3d240b7d5a]

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/weekly/Sherpoor.jpg[/img:3d240b7d5a]
دشېر پور عکسونه
شېرپور
[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/weekly/mohaqeq01.jpg[/img:3d240b7d5a]

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/weekly/bayad_bakhshid.jpg[/img:3d240b7d5a]

[img:3d240b7d5a]http://www.farda.org/cartoons/weekly/dostom01.jpg[/img:3d240b7d5a]

( با تشکراز سايت انتر نتي فردا )



طالب خان
31.08.2004

محترمه وروره جزاك الله خيرا
ريښتياهم داټول كارتونونه زموږدگران هيواد له ننۍ خرابي وضعي سره بيخي سمون خوري.
ومونه كتل چي دگلم جم دبدنامو اوبدلمنو مليشو قومندان سالار دوستم نن دولس مشر مرستيال او په شمالي ولاياتوكي دهغه جناب استازى دى.موږپرته لدي چي دطالبانو وروڼوپرضد ددوستم جنايات په پام كي ونيسو داپه زغرده ويلاي شو چي دشوروي يرغل پرمهال دافغان مسلمان ولس پرخلاف ددوستم اودهغه دمليشودمظالمو تله دومره درنه ده چي هغه يى هيڅكله هم له پوره نشي وتلاى.
په 1987-88 كال كي دكندهار دښار ړنگول او دشاولي كوټ او ارغنداب دشنو باغونو له بيخه ايستل او ددولسو زرو بيگناه كندهاري مسلمانانو ښځينه اوماشومانو په شهادت رسول هم په حقيقت كي ددوستم ترمشرۍ لاندي دهمدغي جوزجاني مليشى توره كارنامه وه.
په كال 1989 كي دميدان ښار دنرخ،كوټه عشرو،ميدان،للندر دسيمو په كلي ډول له منځه وړل او دپنځوسو زرو بيگناه مسلمانانو شړل هم ددولس مشر دمرستيال جنرال دوستم خان توره كارنامه وه.
په 1367 هجري شمسي كال كي دلوگر ولايت دزيداباد،چاراسياب،پل علم،بركي برك،پادخواب او نورو سيمو مطلقا له منځه وړل او دحزب اسلامي دلشكر ايثار،داتحاداسلامي اوحركت انقلاب اسلامي ديونيم زرمجاهدينو دشهادت سربيره داوه نيم زرو بيگناه افغانانو وژل او دهغوي دحرث اوفصل د له منځه وړلو ميډال هم دهمدغه دوستم په سينه راځوړند دى.
محقق لكه چي ټولوته معلومه ده او ښاغلي هژبرشينواري هم په خورا هنرمندانه ډول پخپلو كاريكاتورونو كي په ډاگه كړيده دبيگناه انسانانو په كپريوكي دميخونو دټك وهلو،دمسلمانو تورسرو دبى پته كولو او دهغوي دبدن داعضاوو او سينو دپريكولو په جنايت كي نيغ په نيغه شريك پاتي شوى.ماته په كال 1993كي په كابل كي دعكسونو داسي يوغني ارشيف په لاس راغلى وو چي په هغه كي دمحقق او دهغه دجنايتكاره بانډله لوري دشهيدوشويو تورسرو ميرمنو پريكي شوي سينې همدغسي تازه پرتى وى.دشهيدو افغانانو له سترگو نه يى بيلرونه ډك كړي وو اوپه خورا افتخار يى عكسونه ترى اخستي وو.په سلگونو داسي ككرۍ وى چي ويښتان يى لاپه پوره ډول له منځه نه ووتللي خو په هغو كي دټك وهل شويوميخونوسوړي له ورايه ښكاريدى.
دغه عكسونه د1998 كال په پاي كي زما ديوى اشتباه له مخي زماله لاسه ووتل اوهغه چا چي له مايى يوړل بياماپه سترگوهم ونه ليد.
مگرهاغه دى نن ورځ دبوش اوكرزي له مهربانۍ همدغه عاليه ذوات دملت داستازيتوب په مسند ناست دي اودكابل په گوډاگۍ اداره كي خورا لوى رول لري.زه هغو خلكو ته حيران يم چي لايى هم سترگي پټي نيولي او ددى هرڅه په كتلو سره لاهم دكرزي او دهغه دبانډپلوي كوي.
په حقيقت كي دهنرمندكارتونست ښاغلي هژبرشينوار پورتنى هركاريكاتور دهربااحساسه افغان لپاره ديوه لوى پيغور بڼه لري چي هغوي لاهم ددغو ارذالوپرضد ندي راپاڅيدلي.داموبايدپه يادوي چي موږخداي او ولس ته خوراسترمسئوليت لرواوپدغه لاره كي بايد پړه رانه شوبلكي ديوه پراخ اوهراړخيز قيام له لاري داسلام اوملت دغه دښمنان نابوده كړو...............................والسلام...............ورورمو طالب خان


خاټول
03.09.2004

راتلونكي په اصطلاح ټول ټاكني يو كارټونسټ بيا دا ډول انځور كړي
[img:08b586d156]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/9/2/1_245819_1_16.gif[/img:08b586d156]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more