د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دعلم او پوهې په اړه یو مهم نبوي حدیث

رښتینی
26.11.2011

دعلم او پوهې په اړه یو مهم نبوي حدیث

په اسلام کې دعلم په ضرورت او اهمیت باندې ډیر ټینګارشوی دی په دې اړه موږ دتفصیلاتو نیت نلرو یواځي په دې اړه یومهم حدیث دلته را اخلو اوپه هغه لنډې خبرې کووخو له هغه مخکې دایادونه مهمه بولو چې نن سبا ډیر داسي خلک شته چې هغوی په اسلام مختلفي نیوکې لرې ، دوی په ساینس اوتخنیک کې دلویدیځ دبریاو په ترڅ کې دختیځ لورته دانتقاد ګوته نیسې او وایې چې ولې مسلمانانوپه پوهه کې دلویدیځ په څیر پرمختګ ندی کړی اخر خبره دې ته را ورسوې چې اسلام دساینس اوپوهې په مخ کې خنډ دی (!) او د قرون وسطی یا منځنیوپیړیو اصطلاح هم لویدیځوالو په همدې موخه رامنځته کړې ده چې داپېر د دوی توره زمانه بلل کیږې او دوی نوري نړۍ ته هم له خپلو عینکو نه ګورې که څه هم هغه مهال مسلمان اندلس د نړۍ د استادی مقام ترلاسه کوی و
په هر صورت تاریخي مفاخر نه را پلټو اونه کومه ګټه لرې اصلا دا خبره روښانه کول غواړم چې اسلام پوهي ته څومره اهمیت ورکړی دی له اسلامي تهذیب پرته بل هیڅ تهذیب پوهې ته دومره اهمیت ندی ورکړی له هرڅه مخکې موږ قرانکریم ته په ادې اړه لنډه کتنه کوو .
دانسانیت دلارښووني له پاره دالهی کلام پیل په اقرأ یعني ولوله ! سره شوی دی :

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ
الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
دقرانکریم دپیل په دېڅو ایتونوکې الله جل جلاله خپل دوه صفتونه بیان کړې دي یو دا چی هغه
دانسان اوهرڅه خالق اوپنځوونکی دی اوبل داچې هغه انسان ته پوهه ورکړې ده اوداپوهه یې دقلم
په ذریعه سره انسان ته ورکړې ده .
نودالهي وحي دپیل خبرې په لیک لوست دلیک لوست په وسائلو (قلم) سره شوی دي اوپه دې چې الله جل جلاله انسان ته هغه څه ورزده کړې دي چې هغه نه پرې پوهیدی یعني دقرانکریم په پیل کې دلیک لوست او زده کړې موضوع انسانانو ته رامنځته کړې ده نو له دې په ډیره ښکاره توګه مخلومه شوه چې قرانکریم او اسلام علم اوپوهي ته څومره اهمیت ورکوې !!

داراز دعلم په اهمیت باندي ګڼ شمېر نبوي لارښووني هم شتون لرې چې دحدیثو په کتابونوکې په ګڼ شمیر کې خوندې شوې دي خوزه دلته یواځي یو حدیث را اخلم اوددې حدیث له ژباړي وروسته
په هغه لنډي خبري کوو :

عبدالرحمن بن ابزی رضی الله عنه وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبي ته پورته
شو , دالله حمد اوثنا یې وویله ، بیایې دمسلمانانو ځیني طایفې یادې کړې او هغوی یې وستایل
بیا یې وویل : ولې ځیني قومونه خپل ګاونډیان نه پوهوې ! او نه علم ورزده کوې ؟! اونه وعظ او
نصیحت ورته کوې ؟! نه په ښوامر ورته کوې اونه یې له بدو منعه کوې ؟! ،
او ولې ځینې قومونه له خپلو ګاونډیانو علم نه زده کوې ؟! اونه ځانونه ورنه پوهوې ؟! او نه وعظ
اوپند ترې ترلاسه کوې ؟!
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او
که داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبر نه راښکته شو او کورته ننووت ، ځیني خلکو وویل :
تاسوڅه فکر کوئ په دې خبرو سره درسول الله صلی الله علیه څوک مراد وو ؟ چاوویل درسول
الله صلی الله علیه موخه اشعریین دي هغوی پ،ه دي اود دوی په ګاونډ کې ځایې اوکوچې ناپوه خلک اوسې ، په دې خبره اشعریین خبر شول نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل : یارسول الله تا دځیني خلکو ستاینه کړې ده او موږ دي بد یاد کړې یو موږ څه کړې دي ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او
که داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
اشعریینو وویل : یارسول الله ! ایا موږ بل چاته پوهه ور وښیو؟رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا خپله خبره تکرار کړه ،دوی بیا خپله پوښتنه تکرارکړه ، هغه بیا خپله خبره وکړه نودوی وویل : یا
رسول الله ! موږ ته یوکال وخت راکړه نورسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته یوکال وخت ورکړ
څوخپلوګانډیانوته علم ورزده کړې ، او هغوی پوه کړې او وعظ ورته وکړې ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ :
لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .(المائده 78-79)
یعنی د داود او عیسي بن مریم علیهم السلام په ژبو دبني اسرائلوپه کافرانو لعنت ویل شوی و
داځکه چې هغوی سرکشي او ګناه کړې وه او تیرۍ یې کاوه ، دوی په خپلوکې یوبل له بدوکارونو نه منعه کول ، دوی ډیر بد کول .

دا حدیث الهیثمي په مجمع الزوائد کې ،الطبراني په معجم الكبيرکې او المنذري
په الترغیب والترهیب کې روایت کړی دی . دحدیث په سند کې که څه هم ځیني محدثینوخبرې کړې دي خو حافظ المنذري له خپلي څیړنې وروسته وایې چې دا حدیث حسن او یا حسن ته نږدې دی . د دي حدیث عربي متن یې په لاندې ډول دی :

عن عبد الرحمن بن أبزى ، قال : خطب رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ذات يوم فحمدالله وأثنى علىه ثم ذکر طوائف من المسلمين فأثني عليهم خيرا ، ثم قال : " ما بال أقوام لا يفقهون جيرانهم ، ولا يعلمونهم ، ولا يعظونهم ، ولا يأمرونهم ، ولا ينهونهم . وما بال أقوام لا يتعلمون من جيرانهم ، ولا يتفقهون ، ولا يتعظون . والله ليعلمن قوم جيرانهم ، ويفقهونهم ويعظونهم ، ويأمرونهم ، وينهونهم ، وليتعلمن قوم من جيرانهم ، ويتفقهون ، ويتفطنون ، أو لأعاجلنهم العقوبة فی الدنیا" ، ثم نزل فدخل بیته فقال قوم : من ترونه عنى بهؤلاء ؟ قال : الأشعريين ، هم قوم فقهاء ، ولهم جيران جفاة من أهل المياه والأعراب ، فبلغ ذلك الأشعريين ، فأتوا رسول الله - صلى الله عليه وسلم - فقالوا : يا رسول الله ، ذكرت قوما بخير ، وذكرتنا بشر ، فما بالنا ؟ فقال : " ليعلمن قوم جيرانهم ، وليفقهنهم ، وليفطننهم ، وليأمرنهم ، ولينهونهم ، وليتعلمن قوم من جيرانهم ، ويتفطنون ، ويتفقهون ، أو لأعاجلنهم العقوبة في الدنيا " ، فقالوا : يا رسول الله ، أنفطن غيرنا ؟ فأعاد قوله عليهم ، وأعادوا قولهم : أنفطن غيرنا ؟ فقال ذلك أيضا ، فقالوا : أمهلنا سنة ، فأمهلهم سنة ليفقهونهم ، ويعلمونهم ، ويفطنونهم ، ثم قرأ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - هذه الآية : لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .

له دي حدیث نه داسي معلومیږې چې په پوهه او علم کې کوتاهي او غفلت کول ټولنیز او اجتماعي جرم او داسي ګناه ده چې کوونکي ته یې باید په دنیا کې سزا ورکړل شي په دي کې هیڅ شک نشته
چې دعلم دسپیڅلتیا او اهمیت له پاره نه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخکي چا دومره ټینګه اوسخته خبره کړې ده اونه به یې له ده وروسته څوک وکړې .

په اسلام کې ځیني داسې جرمونه او ګناهونه ښودل شوې دي چې کونکي یې دسزا او تعزیر یاترټني مستحق ګرځول شوی وي لکه غلا زنا او داسي نور او د تعلیم او تعلم په اړه غفلت او کوتاهي هم داسي یو ستر جرم بلل شوی دی که یو عالم نوروته په ښوولو او جاهل یې په زده کولو کې کوتاهي اوغفلت وکړې نو دتعزیر او تعذیب وړ او مستحق دي


محمود سعيد
03.12.2011

ډیر دروند افغان صیب. دا خبره که لږ روښانه کړئ چې دعذاب ورکړه د پیغمبر (ص) له اړخه بلل شوې او که محمد (ص) د الله (ج) له لوري د داسې یوه عذاب خبرداری ورکاوه؟
ځکه په نړۍ او آخرت کې د عذاب ورکولو توان یوازې الله لري او بس.[quote:a24e9ea9c0]که داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم [/quote:a24e9ea9c0][/quote]


رښتینی
03.12.2011

سعید صیب دالاندي پاراګراپ ته ځیرشه !

په اسلام کې ځیني داسې جرمونه او ګناهونه ښودل شوې دي چې کونکي یې دسزا او تعزیر یاترټني مستحق ګرځول شوی وي لکه غلا زنا او داسي نور او د تعلیم او تعلم په اړه غفلت او کوتاهي هم داسي یو ستر جرم بلل شوی دی که یو عالم نوروته په ښوولو او جاهل یې په زده کولو کې کوتاهي اوغفلت وکړې نو دتعزیر او تعذیب وړ او مستحق دي،

په حدیث کې
لاعاجلنهم بالعقوبه
جمله راغلې ده او مراد تعزیر اوترټنه ده
اود تعزیر او ترټني حق یو شرعي قاضي لرې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more