د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستر سړي او کمکۍ خبرې

عتیق الله
23.11.2011

په دی خو ټول پوهیږو چی دودیځه جرګه د افغانستان د هغو معاهدو لړی ده چی د افغانستان په تاریخ کی بیلابیلو غلامانو چارواکو لاسلیک کړی دی.
ولی د شرم خبره دا ده چی په دی جرګه کی غټو غټو خلکو چی ځانونه هوښيار هم بولی او حتی د ولسی جرګی غړی هم دی یعنی ستر ستر سړی وو خو داره کمکۍ او سپکی خبری یی کړی چی اوس بايد ټول ملت ته سپک ښکاره شي!
په دغه جرګه کې د ۳۹ کميټی غړی چی انجنير شير ولی وردګ او خالد پښتون هم په کی وو دوی ته تر نورو غوټو غوټو ستونځو يوه سپکه او بی بنسټه خبره غټه ښکاره شوی او اعتراض یی کړی چی موږ ۳۹ نمبر لرونکی کميټه نه منو. دا اعتراض بيا د انجنير شير ولی وردګ له خوا د هغه ورور فاروق وردګ ته فارورډ شوی او هغه بیا کرزی ته فارورډ کړی او کرزی امر کړی چی ۳۹ کميټه دی لغوه شي.

په دی هم ټول پوهیږو چی (سی و نو) پسی تړلی اتهامات نه عقل منی او نه شعور. نو له داسی غړو به څه تمه وشي چی داره سپک وي؟
د دوی فيصلی به هم سپکی وی!
د دوی مشر هم سپک دی!
او څوک چی د دوی ملاتړ کوی هغه به هم سپک شي
که دری ژبي غواړي چي (سی ونو) وپالي نو هغوی خو د ايرانيانو ټول کلتور په پټو سترګو منی او نیاتی دا هم يو ايرانی کلتور دی نو د (پښتنو) یی له سی ونو سره څه؟
وایی ډاکټر زيار ته کوم دري ژبی ویلی وو چی په پښتو کی (مردګاو) ته څه وایی؟
هغه د نر بچي ورته ويلي وو( غلی شه خوار شی په پښتنو کی مردګاو نشته)
مرګ په هغو چی د ايرانيانو کلتور (سی و نو پالي)
۳۹ طاق عدد دی او ثواب ليري!
مننه


پتوال
28.11.2011

سلام او درناوی !
[quote:6f7a5db2f8]په دی خو ټول پوهیږو چی دودیځه جرګه د افغانستان د هغو معاهدو لړی ده چی د افغانستان په تاریخ کی بیلابیلو غلامانو چارواکو لاسلیک کړی دی[/quote:6f7a5db2f8].
ياره په دې جمله جمله خو دې د تاريخي شواهدو د فقدان له امله هېڅ پوه نشوم .
د ميرويس خان او احمد شاه په په لويه جرګه دا تور نه تصديق کيږي،
د امير اما ن الله خان په لويه جرګه هم نه ، د ظاهر خان او داود په لويو جرګو کې هم کومې لويې جرګې د پرديو غلامي نه ده تصديق کړې
او آن د نجيب او کارمل لويو جرګو هم داسې کومه فيصله نه ده کړې چې غلامي يې تاييد کړې وي !
يواځې د کرزي اوسنۍ لويه جرګه که د امريکايې اشغالګر و په ګټه ده چې د دستراتيژيکي دوستۍ په پلمه د امريکا نوی استعماري
سياست په افغانستان او سيمه کې پراختيا پيدا کوي ! له بلې خوا د پاکوستان او ايران د مستقيم تسلط په وړاندې د افغانستان مصؤنيت
او د روسيې او نورو ګاونډيانو د لاسوهنې په مقابل کې د و قايه کيدلو امکانات هم په کې خوندي کيږي ، نو له دې پلوه بيا هم دې لويې جرګې پريکړې
له هر چا ژياتې د مغرضو او خطرناکو ګاونډيانو په سر يو سخت ګوزار دی ، د کوم شدت چې د ګاونډيو له سر سختانه غبرګونو
او مقاومت څخه لا ښه په ډاګه شو ! د پاکستان خو پرې بالکل زړه وچاودېدۀ او د ايران پرې کونه وسوځېدله ! د نورو
ګاونډيو پرې لکه په سرۀ مرچکي خوله لمبه لمبه شوه ! نو پريږده چې ځينې خپل چاودلی زړه عملياتوي ، ځينې کونې ټپوي او ځينې خولې ،
ولې يواځينی ښه ټکی په کې دادی چې هر وخت افغان لوری کولی شي دغه قرارداد فسخه کوي ! بل مهم ټکی يې د ملي
روغې جوړې سپارښتنه ده ، نو که طالب ورونه ملي روغه جوړه بريالۍ کړي اود بهرني پوځونو له وتلو سره سم په حکومت کې برخه واخلي
بالکل د جنګ په نسبت له دې لارې څخه ډير ژر کولی شي دغه قرارداد د حکومت له خوا فسخه کړي ! ولې د سياسي فساد د مور ISI په پلوۍ
او غلامۍ دا ملي لار نشي تعقيبېدلای ، ځکه چې د هغې سياست يواځې جنګ او دجنګ له لارې په افغانستان کې بري ته رسيدل دي !
متاسفانه تر اوسه پورې طالب مشرتابه هم يواځې د ISI په دغه جګړييز سياست ټينګار کړی دی او له هغې له سياست سره يې جزيترين فرق نه دی ښودلی !
نو لنډه يې داچې :
[color=red:6f7a5db2f8]
مرګ دې وي په امريکا او پاکوستان او د هغوی په پټ او ښکاره پلويانو !

ژوندي او بريالي دې وي د CIA او ISI دواړو پټ او ښکاره دوښمنان ![/color:6f7a5db2f8]

[color=blue:6f7a5db2f8]والسلام[/color:6f7a5db2f8]


عتیق الله
29.11.2011

سلام
پتوال صاحب محترمه ستا خبری ټولی رښتيا دی خو ما دا دوديځه جرګه استعمارګرو د معاهدو لړی ښودلی نه د پخوانيو جرګو.
يعنی ما نه دي ويلی چی دا جرګه د هغو جرګو لړی ده. بلکه ما ويلي چی د هغو معاهدو لړی ده چی ....


عادل عادل
29.11.2011

السلام علیکم

[quote:46627ab69c][color=white:46627ab69c]يواځې د کرزي اوسنۍ لويه جرګه که د امريکايې اشغالګر و په ګټه ده چې د دستراتيژيکي دوستۍ په پلمه د امريکا نوی استعماري
سياست په افغانستان او سيمه کې پراختيا پيدا کوي ![/color:46627ab69c] له بلې خوا د پاکوستان او ايران د مستقيم تسلط په وړاندې د افغانستان مصؤنيت
او د روسيې او نورو ګاونډيانو د لاسوهنې په مقابل کې د و قايه کيدلو امکانات هم په کې خوندي کيږي ، نو له دې پلوه بيا هم دې لويې جرګې پريکړې
له هر چا ژياتې د مغرضو او خطرناکو ګاونډيانو په سر يو سخت ګوزار دی ، د کوم شدت چې د ګاونډيو له سر سختانه غبرګونو
او مقاومت څخه لا ښه په ډاګه شو ! د پاکستان خو پرې بالکل زړه وچاودېدۀ او د ايران پرې کونه وسوځېدله ! د نورو
ګاونډيو پرې لکه په سرۀ مرچکي خوله لمبه لمبه شوه ! نو پريږده چې ځينې خپل چاودلی زړه عملياتوي ، ځينې کونې ټپوي او ځينې خولې ،
ولې يواځينی ښه ټکی په کې دادی چې هر وخت افغان لوری کولی شي دغه قرارداد فسخه کوي ! بل مهم ټکی يې د ملي
روغې جوړې سپارښتنه ده ، نو که طالب ورونه ملي روغه جوړه بريالۍ کړي اود بهرني پوځونو له وتلو سره سم په حکومت کې برخه واخلي
بالکل د جنګ په نسبت له دې لارې څخه ډير ژر کولی شي دغه قرارداد د حکومت له خوا فسخه کړي ! ولې د سياسي فساد د مور ISI په پلوۍ
او غلامۍ دا ملي لار نشي تعقيبېدلای ، ځکه چې د هغې سياست يواځې جنګ او دجنګ له لارې په افغانستان کې بري ته رسيدل دي !
متاسفانه تر اوسه پورې طالب مشرتابه هم يواځې د ISI په دغه جګړييز سياست ټينګار کړی دی او له هغې له سياست سره يې جزيترين فرق نه دی ښودلی !
نو لنډه يې داچې :

[color=red:46627ab69c]مرګ دې وي په امريکا او پاکوستان او د هغوی په پټ او ښکاره پلويانو !

ژوندي او بريالي دې وي د CIA او ISI دواړو پټ او ښکاره دوښمنان ! [/color:46627ab69c][/quote:46627ab69c]

دروند پتوال صاحب

که ستاسو په دې پورته اقتباس شوې لیکنه کې سپینه برخه ستاسو د خبرو مقدمه وګڼو نو پاته ژېړغونې برخه یې نفی ، ضد او متاسفانه په ظاهر کې ستاسو لوری څرګندوي،،، او که یې په تله کې هم وتلو نو ژېړغونې برخه یې بیا هم درنه او ستاسو د نګرانی برخه خیژي،،، نو ایا له پاوکُستان سره په دښمنی کې تاسو خپل اصلي دښمن چې د پاوکوستان بادار او ملاتړی دی،،، هېر کړی او ورک کړی نه دی؟

او سرې خبرې مو بیا زما په ګډون د هر افغان د زړه خبرې او هیله ده،،، خو ستاسو اعتیاد هم جوړ شوی دی.


عادل عادل
29.11.2011

السلام علیکم

د پتوال صیب لاندې فرموده ده:

[quote:c50571318d]نو که طالب ورونه ملي روغه جوړه بريالۍ کړي اود بهرني پوځونو له وتلو سره سم په حکومت کې برخه واخلي
بالکل د جنګ په نسبت له دې لارې څخه ډير ژر کولی شي دغه قرارداد د حکومت له خوا فسخه کړي ![/quote:c50571318d]

د سولې په مسیر کې خنډونه لیرې کول سولې ته د رسېدو یوازینی لاره ده،،، خو په ژور تاسف سره چې پتوال صیب بیا د حقیقي سولې په مسیر کې تر ټولو پنډ خنډ ته خوشبین دی! !


پتوال
29.11.2011

له دراندۀ ورور عتيق الله له ځواب څخه ډېره مننه او د محترم ورور عادل عادل صيب له تبصرو نه هم ، خو دزور او جګړې له لارې
يو اړخيزه سوله ورته حقيقي سوله او ملي سوله ورته غير حقيقي سوله بريښي (!)
نو هغه سوله چې په فکرې جوړ جاړي رامنځته کيږي سوله يې نه بولي
خو که په زور زياتي او جګړې له لارې تحميليږي غوره او حقيقي سوله ورته وايي ، خو دا د انسان له انديز طبيعت سره نه جوړيږي ،
خو داچې انسان هم يو حيوان دی، خو اند او شعور لري، که له دې وروستۍ ځانګړنې څخه يې څوک تيريږي نو بيا
د حيواناتو په منځ کې سوله خو رښتيا هم د سوچه زور نتيجه وي . ولې افغانانو ته د افغانانو له خوا د حيوان په سترګه نه کتل کيږي ، هر څه چې وي
ددې نظر سرچينه به په اړينه توګه غير افغاني ، بهرنۍ او دوښمن ته منسوبه سرچينه وي !
بهرنۍ او دوښمنانه خو به ضرور وي ، چې افغانان د جګړې لقمه کول غواړي نو دا به څرنګه دافغانانو له پاره دوستانه خبره وبولو او هغه هم هغه
وخت چې بهرنيان ووځي او افغانان په خپلو کې د سولې پرځای دقدرت په هډوکي لکه کولنګي چرګان جنګ ته دوام ورکړي ، يو څه راجوړ شوی وطن
هم بيرته وران او دړې وړې کړي ، وينې و بهوي او افغان ماشومان يتيمان ميندې بورې او ميرمنې کونډې کړي او د مسلمانانو وژنې ته هم جهاد ووايي( !!)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more