نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو ولې په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړي دي؟
مساپر
22.11.2011
د ایشیا فونډیشن وروستۍ ټولنپوښتنې وښودله چې طالبانو په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی. ددې سروي له مخې له طالبانو سره دهغو خلکوسلنه له څلویښت څخه نهه ویشت ته راټیټه شوې چې له طالبانو سره یې خواخوږي لرله، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو دملاتړوکسانو سلنه ۵۶ ته رسیدله.ددې ترڅنګ په افغانستان کې سوله ساتو ځواکونو هم ویلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپل سیمه ایز ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس ددې تشې د ډکولو هڅه کوي، خو په هیواد کې د روانې جګړې او د دغه ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته اوس مهال طالبان په افغانستان کې دننه د جنګیالیو په جلب او جذب کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.
سلامونه
tandar
22.11.2011
سلامونه
دي ته دعسکري له نګاه نه،،سوړ جنګ،، حرب سرد واې چه دخلکو په روحيه باندي له تود جنګ نه زيات تاثير غورځوي ټول دروغ دي
دغسي جنګونه ،فروپاګند، دوارشا او ناتو تر مينځ له ډيرو کلنو راپه دي خو روان وه چه بدون له وينو تويولو ې وارشا پکټ ته ماتي ورکړه او اتحاد جماهير شوروي هم پارچه پارچه شو
مګر دلته دطالب يو نوم پاتي دي ،ملت ازادي غواړي او اوس داشغال خبره په ساختګي جرګي سره باالکل ثابته شوه ،چه اشغالګر په رضا دافغان خاوره نه خوشي کوي دغه خاوره دخپلو نورو سياسي اهدافو لپاره ديو سنګر په شکل استعمالوي
دملت دترتيب او تنظيم او يوالي لپاره اوس نو يو نوي ميرويس خان او احمدشاه بايد ميدان ته راوځي او يو نوي اکبر خان ته ضرورت دي چه دناټو جنرال ته د مکناټن حالت ور په ياد کړي
داشغالګرو په سر تندر
پتوال
23.11.2011
د ایشیا فونډیشن وروستۍ ټولنپوښتنې وښودله چې طالبانو په ولس کې خپل [quote:3b8629eb27]ملاتړ له لاسه ورکړی دی. ددې سروي له مخې له طالبانو سره دهغو خلکوسلنه له څلویښت څخه نهه ویشت ته راټیټه شوې چې له طالبانو سره یې خواخوږي لرله، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو دملاتړوکسانو سلنه ۵۶ ته رسیدله.ددې ترڅنګ په افغانستان کې سوله ساتو ځواکونو هم ویلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپل سیمه ایز ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس ددې تشې د ډکولو هڅه کوي، خو په هیواد کې د روانې جګړې او د دغه ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته اوس مهال طالبان په افغانستان کې دننه د جنګیالیو په جلب او جذب کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.[/quote:3b8629eb27]
ددې يو علت دادی چې امريکايانو په وتلو پيل کړی او تر ٢٠١٤ کال پورې به دا بهير بشپړ شي نو د جنګ هدف ته چې د اشغالګرو وتل دي رسېدل
شروع شوي دي ، نو خلک فکر کوي چې نور نو د جګړې شدت او زياتوالی د کوم هدف له پاره ؟؟؟
همدارنګه له ٢٠١٤ نه وروسته جګړه د افغانانو تر منځ دوام کوي چې د هرې جګړې په څېر به په يو غالب اويو مغلوب اړخ سره ختميږي .
اوس نو که حکومت مغلوب شي نو ويلی شي چې جګړه غول خوراک دی ، خو په دوی باندې دجګړې غول چا وخوړل ، لومړی اشغالګرو او بيا طالبانو پرې
دا جګړه تحميل کړې وه ځکه چې دوی سوله کول
اعلام کړل خو هغوی ورسره سوله نه کوله ، ولې که طالبانو ماتې وخوړه نو څه به وايي چې په دوی دا ګلان چا وخوړل ؟
يا د اشغالګرو له وتلو وروسته دوی ولې سوله نه کوله ؟؟؟؟؟
نو څنګه چې دا جګړه بې معنی ده نو جګړه ماران په دواړو خواو کې د خلکو له کرکې سره مخامخ دي !