د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د یوویشتمې پیړۍ د ځنګلیانو او لوټمارانو لوبه!
محمود سعيد
20.11.2011
زموږ په سیمه کې ټوپک او جګړه نه وه. څو کسان پیدا شول او د خلکو په بیځایه ځورولو او ټوپکمارۍ ېې لاس پورې کړ. امریکايي فوځیان راغلل او په د درې په اوږدو کې ېې د مورچو په جوړلو د جګړې اور بل کړ.
جګړه دا ډول وه چې د کوم غره یا کور له ډډې به کوم وسله وال یوازې یو ډز وکړ او له هغې خوا به پر ولسي وګړیو او کورونو د مرمیو باران جوړ شو. په دې ډول وسله وال د درې هغو تاریخي سیمو ته ورسیدل چې زرګونه کلونه تاریخ لري. اوس ېې هلته لسګونه بیلدروزونه په کار ګمارلي او په پراخه کچه ېې لوټ تالان پیل کړی دی. له دې سیمې د تاریخي آثارو تر څنګ د ځمکې پر سر پراته طبیعي معادن او قیمتي ډبرې هم لوټل کیږي.
ویل کیږي چې دا لوبه په ټول هیواد کې تر سره کیږي.
ولې څوک نشته چې په دې اړه غږ پورته کړي...