د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنایتي امریکا او بی غیرته، بی وجدانه لویه جرګه کې ګډون کوونکي- انځورونه وګورئ

ahmad bilal
19.11.2011

څوګ به هم دې ته تیار نشي چې اشغال ته د قانوني شکل لپاره لویه جرګه کې ګډون او بیا یې ومني ، اوس خو ډیرو پکې ګډون وکړ خو دغه کوم کسان چې په دغه جرګه کې یې برخه اخستې دوي هم د شاه شجاع او کارمل څخه بد تاریخ لري..... بلکه په دغه توګه دوي د افغاني تاریخي دود ته هم په بده سترګه کتلي...

دغه د غلامۍ طوق اوچتونکي دي یوارې دغه انځورونه وګوري چې د دغه ستر امپریالیست، یرغلګر، غیر تمدن، غیر مهذب او صلیبي ځواکونو لخوا زموږ ماشومان دغه رنګ شوې دي، دغه انځورونه د نموني یو څو بیلګې دي، د دغه اشغال به نور څومره جنایات وي چې د مطبوعاتو څخه به پټ وي......

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/sta70193-300x225.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-10.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/019.JPG[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-13.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-14.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-16.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-8(1).jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-5.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-4.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-4.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-18.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.1leaks.org/userfiles/afghan-toxic-7.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/sta701911-300x225.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/editphoto12.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/editphoto.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/editphoto19.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/editphoto3.jpg[/img:ae3730480f]

[img:ae3730480f]http://www.armahellas.com/wp-content/uploads/2010/09/editphoto23.jpg[/img:ae3730480f]

تکړه شئ غیرتي افغانانو، له دغه پرمختګ شویو سره تړون وکړئ چې ښه مو د ترقۍ او پرمختګ په لیار روان کړي..... آیا دا هم پرمختګ نده چې زموږ آئینده نسل به د دغه پورتني انځورونو په شان وي............

اوس چې هم دغه بی لیارې امریکايي افغانان د دغه تړون طرفداري کوي لعنت دې وي پرې، سل وارې...... موږ لپاره دوي د شاه شجاع، ببرک کارمل څخه هم پست دي....

که تاسو د دغه ماشومانو د میندو او پلرونو څخه وپوښتئ چې دي تړون لپاره جرګه دائره شوې، نو نه خو به هغوي دغه جرګۍ ته جرګه ووايي او نه به یې کیسه کې وي....

خداي پاک دي دغه غیر مهذبه اشغال ګر سره د پلویانو ته د تاریخ یو خراب انجام ورکړي...........

له دغه څخه پورته هغوي تر یو لکو څخه زیات د افغانانو په وینو لاسونه سره کړې دي، د دوه نیم لکو څخه زیات زخمیان شوې دي...... تر څلورو لکو ماشومان یتیمان شوی دي.................................... له دي هم زیات ډیر مهاجر شوې دي.....
آیا دغه خلګ به دغه تړون ته، دغه لویی جرګۍ ته، ریښتیا هم د غلامۍ اخستلو، هغه هم په خوښه د تاریخ یو ستر کار ده(!)، په دغه جرګۍ کې ګډون کوونکیو ته په کوم نظر ګوري؟؟!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ahmad bilal
19.11.2011

دا هر څه تاسو دلته کتلي شئ:

http://www.1leaks.org/index.php?page=view/article/26/Victims-of-the-Uranium-used-by-the-US-forces-in-Afghanistan

http://www.armahellas.com/?p=2617

الله دي ډاکتر داود میرکي ته اجر عظیم ورکړي چې دغه تحقیق یې ترسره کړئ....
امریکایانو دغه بمبار، او د رباني غتی غتی بمونه چې د فاسفورس او یورانیم څخه به جوړ شوي ؤ او کوم چې په درسته نړۍ کي پرې پابندي ده، دلته زمونږ په افغانستان کې استعمال کړل........

لکه چې کیمیا وايي د یورانیم نیمايي عمر ۴.۵ بلیون کلونه دي نو په دغه جریان کې مونږ ته دغه د ګاونډیانو څخه دفاع ګر دغه تحفه په ایډوانس کې راکړې (!)...
او آئینده راتلونکي نسلونه به مو په سرطان کې اخته وي.....


مصلح
19.11.2011

سلام علیکم
طالبان دې پاک الله پخپل غضب ګرفتاره کړي چې دې وحشیو ته د راتک ضمینه برابره کړه که نه دا بمباري ولې کیدې!

والسلام


ahmad bilal
19.11.2011

وعلیکم السلام...

خدای دي هغه خلګ په خپل غضب کي ګرفتاره کړي چا چي په لومړي بن، په دغه اشغالي او د امریکا لخوا ډالري جرګه کي او په راروان بن کي ګډون کړې وي او کوي يې.......

لومړۍ خو هغوي امریکایانو ته دا زمینه برابره کړه چي د هغو سره په مرسته دغه بمبار وکړي.......

او دویم یې هغوي ته بیا په خپله خاوره کي قانوني ځای ورکړ او په دغو هر څه باندې یې سترګي پټۍ کړې....

وايي امیر شیر علی خان چې کله د خپلو ورونو او وریرونو سره په لعنتي جنجال کې اخته وه نو بیا یې هم د امبیلی په مذاکراتو کی انګلیس ته وویل:
کابل کي یو انګلیس هم نه منم!

او امیر عبدالرحمان خان هم، چې کله د نیمايي افغانستان قباله انګلیس ته ورکړه نو آخر کي یې انګلیس سفیر ته توصیه ورکړه چې احتیاط دي کوي، خو هغه ورته کړل چې زه محفوظ او دلته خطر نشته، نو هغه کي لږ غوندی غیرت پاتی و او خپلو محافظینو ته یې کړل چې دا سفیر لږ په هوايي ډزو وویراوه، ترڅو ورته معلومه شي چې دا ملت په خپله خاوره کي هیڅ کله هم اشغالګر او نیواکګر نه مني....

خو هغه بن کي ګډون کوونکیو د خپلو نیکونو او د پلرونو د پل څخه ډیر لیری لاړل..... نو لعنت دي وي پری!!!

محترم مصلح صیب، تاسو پر ځای د دي چې ووايي خدای دي امریکایان نیست او نابود کړي سره د ملګرو، تاسو هغه کسانو ته خیراوې وکړې، څوګ چې د دغه بمبار خلاف جګړه کوي!!!!!
محترم مصلح صیب ستاسو هم عجیبه منطق ده، پرځاې د دې چې قاتل د ګریوان نه راونیسي، مقتول ته وایئ ولې د کوره راوتلې او ولې د قاتل مخې ته راتلې؟
پر ځای د دی چي غل ته د غلا له امله سزا ورکړې، ته کور والا رانیسې او هغه دی هر څه باندی توروې او غل په بریتونو تاوولو پریږدوی......

اوس ستا د کمونستانو، نجیب او د نورو افغان ملتیانو په هکله څه نظر ده چې هغوي په خپلو خوښه هغوي روسان د قتل عام لپاره افغانستان ته راوستل؟!!
بلکه اوس خو خلګ نجیب باندی د لعنت ویلو پر ځای هغه یو لوی پوهاند او خدای ګڼي!!!!

ژوندي دي وي طالبان او د حزب اسلامي مجاهدین!!!
د افغانستان د آزادۍ او سوکالۍ په هیله...


مصلح
19.11.2011

سلام علیکم
نه نه ګرانه دبن لومړﺉ کنفرانس د افغانستان د روانې ډرامې دوهم اکت وه. طالبانو د څو عربو لپاره هېواد یې بربادۍ ته سوق کړ چې د بن جرګه او ورپسې بمبارۍ او د طالبانو د امارت نسکوریدل یې د ډرامې یو بل اکت و. نو لدې کبله پاک الله دې د همغه وخت طالبانو رهبري پخپل غضب ګرفتاره کړي. را سره آمین ووایئ ! دا نورو خاینانو ته به کوم بل وخت ښېرا وکړوو!

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more