اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسم اعظم په هکله پوښتنه؟
ahmad bilal
19.11.2011
لومړۍ سلامونه او بیا پوښتنه...!
د اسم اعظم په هکله پوښتنه؟
زما په شان به تاسو هم د اسم اعظم نوم اوریدلې وي، اسم اعظم اکثره صوفیان په ډیره ښه توګه تعریفوي. زموږ په پوهنتون کې یو استاد، چې د یو صوفي خلیفه ده، د جمعۍ په شپه د ذکر مجلس ته وبللم، کله چې هلته ولاړم نو هلته د ذکر او د مجلس نه پس هغه خپلې ګوتۍ ته په اشاره کې وویل چې په دې اسم اعظم په سوریاني ژبه لیکل شوې، چې کله مې تری وپوښتل چې د اسم اعظم څخه مراد؟ نو هغه وویل چې اسم اعظم قرآن کې د خدای یو داسې نوم ده چې هر څوګ پری نه پوهیږي خو چې چاته معلوم شي نو د هغه نوم بیا ډیر اثر او تبرک وي.
موږ ته خو د خدای پاک د مبارکو نومونو څخه ۹۹ یاد او راته معلوم دي خو آیا له دې څخه علاوه هم کوم داسې نوم شته چې خدای پاک یې په خپل فضل او کرم بعضو کسانو ته ورښايي او بیا د هغه نوم ډیر تبرک وي ؟؟؟
که هو نو بیا زما دویمه پوښتنه دا ده چې د یو شخص ته چې کوم اسم اعظم ورمعلوم شي هغه بیا د بل نه مختلف کیدای شي او کنه؟؟؟
ستاسو د ځوابونو په هیله...
احمد بلال
Re: اسم اعظم په هکله پوښتنه؟
وصيل پېروز
19.11.2011
[quote:33d93b6f83="ahmad bilal"]
لومړۍ سلامونه او بیا پوښتنه...!
[/quote:33d93b6f83]
ښاغلی بلال ! سلامونو ته مو وعليکم رابه شو ستاسو پوښتنې ته ...
[quote:33d93b6f83="ahmad bilal"]
د اسم اعظم په هکله پوښتنه؟
زما په شان به تاسو هم د اسم اعظم نوم اوریدلې وي، اسم اعظم اکثره صوفیان په ډیره ښه توګه تعریفوي. زموږ په پوهنتون کې یو استاد، چې د یو صوفي خلیفه ده، د جمعۍ په شپه د ذکر مجلس ته وبللم، کله چې هلته ولاړم نو هلته د ذکر او د مجلس نه پس هغه خپلې ګوتۍ ته په اشاره کې وویل چې په دې اسم اعظم په سوریاني ژبه لیکل شوې، چې کله مې تری وپوښتل چې د اسم اعظم څخه مراد؟ نو هغه وویل چې اسم اعظم قرآن کې د خدای یو داسې نوم ده چې هر څوګ پری نه پوهیږي خو چې چاته معلوم شي نو د هغه نوم بیا ډیر اثر او تبرک وي.
[/quote:33d93b6f83]
وړاندي تر دې چي د پوښتنې په اړه څه وليکم او ووايم غواړم لومړی له پوښتنې دباندي پر يوه بله موضوع لږ تم شم .
ما فکر نه کاوی چي په پوهنتون او ښوونځيو کي به هم د تصوف په څېر بې ګټې او رسوا علم ته خلک ژمن وي ځکه تصوف هغه خنثی سرچينه ده چي اوس ترې ګټه پورته کول يو ناشونی کار دی او دا چاره د عاقلانو کړنه نه شي بلل کېدای ، بلکي تصوف د خپلې غير اسلامي تګلارې او نااسلامي افکارو له مخې اوس مهال په ټولنه کي د منځوي کېدو پر لوري روان دی خو متأسفانه چي په ناورين پسي ناورين راغی که له خوې خوا زموږ له منځه د تصوف په څېر بدعت کډه کوي نو ځای يې بې ديني او دهريت نيسي ، يعني ځای يې داسي څوک اشغالوي چي له دين ، الله او رسول سره څه تعلق نه لري بلکي ژوند ورته يوه متاع او د ګټې اخیستنې ورځې ښکاري .
صوفيان د خپلو بدعي چارو او افکارو په لړ کي د خپلو نارواوو کړنو دثبوت په هدف ګڼو سرچينو ته لاسونه غزوي چي په دې لړ کي يې ډېری استدلالات ناسم ، ډېری رايې غلطې او تګلاره سيي نه ده بلکي لکه څرنګه چي له اره د دوئ افکار پر ناسمو اصولو ولاړ دي همداسي يې د ذکر محفلونه ، اذکار او نوري چارې هم تر ډېر کم حده له ثابتو نصوصو سره سمون لري .
دلته چي د اسم اعظم يادونه شوې او پر قرآن حواله ورکول شوې ده نو لومړی بايد دا په ثبات ورسېږي چي په رښتيا هم په قرآن کي اسم اعظم شته دی؟.
که په قرآن کي اسم اعظم وي نو بايد داسي استدلال وړاندي شي چي دا په ثبات ورسوي مګر هو ! په احاديثو کي د اسم اعظم په اړه ځيني روايات شته خو صحت یې تر پوښتنې لاندي دی او زه شخصا په دې اړه معلومات نه لرم چي د اسم اعظم په اړه راغلي احاديث به تر کومه ځايه کره او کوټه وي خو ژمنه کوم چي ان شاء الله د وخت په موندلو به يې څېړم او په دې اړه به درسره د نصوصوپه رڼا کي خپل معلومات شريکوم .
[quote:33d93b6f83="ahmad bilal"]
موږ ته خو د خدای پاک د مبارکو نومونو څخه ۹۹ یاد او راته معلوم دي خو آیا له دې څخه علاوه هم کوم داسې نوم شته چې خدای پاک یې په خپل فضل او کرم بعضو کسانو ته ورښايي او بیا د هغه نوم ډیر تبرک وي ؟؟؟
که هو نو بیا زما دویمه پوښتنه دا ده چې د یو شخص ته چې کوم اسم اعظم ورمعلوم شي هغه بیا د بل نه مختلف کیدای شي او کنه؟؟؟
ستاسو د ځوابونو په هیله...
احمد بلال[/quote:33d93b6f83]
ښاغلی بلال ! کله چي په څرګندو نصوصو ثابته شي چي اسم اعظم شته نو بيا بايد پر دې هم اعتراف وکړو چي د الله له ( ۹۹ ) نومونو پرته يو بل هم داسي نوم لري چي تبرک پکي شته ، عظمت لري او پر هغه چا ځانګړې پېرزوينې کېږي چي د اسم اعظم له برکتونو برخمن وي خو اوس مهال ستونزه له دې راپېښه ده چي په کوم نص سره اسم اعظم ثابت دی؟.
کله چي د نص کره والی ثابت شو نو په دې اړه شته اختلاف ټول ختمېدلای شي او په دې اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ويل بيا ډېر اسانه برېښي ، زه بيا هم په تکرار سره وايم چي په دې اړه به ان شاء الله راغلي احاديث تر نظر تېروم او د نصوصو په رڼا کي به درته خپل نظر وړاندي کړم .
په مينه او درنښت