اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دوې بې ځوابه پوښتنې؟
محمود سعيد
19.11.2011
ټولو درنو عالمانو ته سلامونه!
دوې پوښتنې مې ډیرې اوریدلې دي، خو ځواب ېې له چا سره نشته.
کیدای شي دلته ورته څوک ځواب ولري.
۱- حضرت محمد (ص) چا سنت کړ؟
۲- د اسماعیل (ع) پر ځای له جنت څخه د را استول شوي پسه پوستکی څه شو؟
ـــــــــــــــــــ
د لومړۍ پوښتنې په اړه ځینې کسان نیوکه لري چې ولې داسې پوښتنه؟
په داسې حال کې چې د محمد (ص) د هر ویښته برخلیک معلوم وي نو دا کس ولې نامعلوم دی؟
د دوهمې پوښتنې په اړه باید ووایم چې پوستکی له ډیر پخوا څخه د لیکنو، جامو او نورو کارونو لپاره کارول کیده، او کیدای شي دا پوستکی د زرګونه کلونو لپاره ساتل شوی وای.
هیله ده ملګري ځواب راکړي.
ع کريم حليمي
19.11.2011
وعلیکم السلام و رحمة الله
[quote]۱- حضرت محمد (ص) چا سنت کړ؟
۲- د اسماعیل (ع) پر ځای له جنت څخه د را استول شوي پسه پوستکی څه شو؟ /quote]
مکرم او محترم محمود سعید صاحب ، ان شا الله ، جوړ او روغ به یاست
ګرانه وروره ! د مبارک د ختان په باره کښي درې څلور قولونه دي ،
يو قول دادي چه مبارک ختنه پېدا شوی ؤ ، بل قول دا دي چه جبرائیل ختنه
کړی ؤ ، او بل قول داسي دی چه ختنه کېدل یو پخوانئ پېږندل شوی عمل وو ، د موسي ع قوم ختنه کول ، او عربو هم د ختنې رواج درلودلۍ
او ویل کیږی چه د عبدالمطلب د خپلی کورنۍ اولادونه ختنه کول ، نو داسي
ګمان کېدای شي چه سردار عالم به خپل نیکه ختنه کړي ؤ .
او د اسماعیل علیه السلام د پوسه په باب مو پوښتنه کړېده
ګرانه ! دا واقعه ما قبل التاریخ پېښه شوېده ، اسماني وحي و موږ ته ابراهیم علیه لسلام راپېژني ، تاریخ پوهان ابراهیم ع په باب معلومات نه لري او نه ئې پېږني چه ابراهیم څوک ؤ
داسي پوښتني وړ پوښتني ندي ، که دي صحیح جواب و موندلي هم کومه علمي ګټه نده پر بنا
درنښت