وطن پال او نور ګټور شعرونه
د استاد عارف دوې څلوريزې او يو آزاد نظم
      شاكر الله
      29.08.2004
    
څلوريزه
بيا  ځغلي  څو  كسه   د  سرونو   سوداګر    پسې
زنده باد  نارې  شوې  د پرون  معامله ګر    پسې
تا په خپله خوښه  بيا  لاروركى اوګمراه كړ   ځان
زه، خو  آشنا  نه  ځم  نور  په   دغسې  رهبر پسې
                                   څلوريزه
مينه      چې   ګناه       شوه     د     الزام     په    نوم
چا       كفر      صادر     كړ      د      اسلام   په   نوم
زه   خو   د  خپل   يار    په    تومت   رنګ  ښه   يم
وژنه        مې     رقيبه      د      بدنام       په       نوم
                 برخه ليك
زما د سويو سردرو د وطن
د خړو،خړو غمزپلو خلكو
په برخه ليك كې د تقدير ليكاڼي
اوږده رنځونه او د غم اوږدې كيسې ليكلي
هغوى د مرګ په پوله
ورځې، ساعتونه په سلګو تېروي
لكه بندي چې
د قاضي په پرېكړه
د جېل تياره كوټه كې
د مرګ د ورځې انتظار باسي،
خو
رښتيا د مرګ انتظار