د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د دوديزې لويې جرګې پرېکړې

ډاکتر وطنمل
18.11.2011

درنو لوستونکو السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !

دود يزې لو يې جرګې د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د دستراتيژيکو همکاريو د تړون په اړه لاندې پريکړې تصويب کړې ، تاسو يې مثبت اومنفي ټکي سره چاڼ ( غلبېل ) يا تنقيد کړئ :

د جرګې د غړو سپارښتنه دا ده چې، د افغانستان بايد د خبرو اترو په ټولو ډولونو په ځانګړې توګه د ستراتيژيكو خبرو په چوكاټ كې لاندې بنسټيزې كرښې په پام كې ونيسي:
۱ د افغانستان د خلكو ديني مقدساتو، فرهنګ او دودونو ته دې له هر ډول ځنډ پرته درناوى وشي؛
۲د افغانستان ملي واكمني او استقلال ته دې درناوى وشي او د هغې د نه ماتولو په اړه دې روښانه تضمين شتون ولري؛
۳ د افغانستان د قوانينو درناوى دې وشي او هغه دې رعايت شي؛
۴افغانستان بايد د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور د اووم فصل له مفادو څخه وايستل شي او د نوموړي منشور په شپږم فصل كې دې شامل كړاى شي؛
۵د ستراتيژيكو همكاريو سند دې په درې ( پښتو، دري او انګليسي) ژبو ترتيب او د هغه په پيل كې دې بسم الله الرحمن الرحيم وليكل شي؛
۶ د امريكايي ځواكونو له لوري چې د شپې له خوا عمليات تر سره كيږي، ژر تر ژره دې افغاني شي؛
۷د ټولو عملياتو لارښوونه بايد د افغان امنيتي ځواكونو ته په غاړه وي. امريكايي ځواكونه بايد له افغان امنيتي ځواكونو سره له همغږۍ پرته له هر ډول خپل سرو عملياتو څخه ډډه وكړي او د هېواد ملي واكمنۍ ته دې درناوى وكړي؛
۸ --د استوګنې د كورونو پلټنه بايد د بهرنيو ځواكونو په وسيله تر سره نه شي. د اړتيا په صورت كې د كورونو هر ډول پلټنه دې د كورنيو ځواكونو له لورى تر سره او دا پروسه بايد په بشپړه توكه افغاني شي؛
۹ د ستراتيژيكو همكاريو د نافذېدو وخت دې د سند د لاسليك كولو له نېټې څخه د باور وړ وي؛
۱۰-- د ستراتيژيكو همكاريو د سند د لاسليك كولو په صورت كې، بايد د هغه د اجرايي ضمانت په اړه موافقه او مشخص معلومات شتون ولري؛
۱۱ -- د امريكا متحده ايالاتونه دې ژمنه وكړي چې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره موازي جوړښتونه ختموي او له رسمي حكومتي بنسټونو سره د هغو د اړوندو دندو په پرمخ وړلو كې همكاري كوي؛
۱۲-- جرګې غړي په افغانستان كې د امريكا د دايمي شتون مخالف دى. خو تر هغه وخته چې د افغانستان حكومت په خپلواكه توګه له خپلې خاورې څخه د دفاع توان پيدا كړي، د بهرنيو ځواكونو له شتون سره ستونزې شتون نه لري. له دې امله، د امريكا له متحده ايالاتو سره چې د ستراتيژيكو همكاريو هر ډول سند لاسليك كيږي، بايد موقتي وي او په راتلونكو لسو كلونو كې پاى ته ورسيږي؛
۱۳ -- امريكا نه شي كولاى د افغانستان د ملي شورا په اړوندو چارو، سياسي جوړښتونو او قضايي چارو كې لاسوهنه وكړي او د افغانستان په خاروه كې جيل (بنديخانه) ولري.
له دې امله د ټولو امريكايي جيلونو مسووليت، چې د افغانستان په خاوره كې شتون لري، ژر تر ژره دې له ټولو زندانيانو سره د افغانستان حكومت ته وسپارل شي؛
۱۴ -- امريكا متحده ايالات بايد په هغې موده كې چې د ستراتيژيكو همكاريو سند نافذ دى د هېواد د امنيتي ځواكونو ټولې ځكمنۍ او هوايي تجهيزاتي او تسليحاتي اړتياوي له مډرنو امكاناتو سره اكمال كړي؛
۱۵ امريكا متحده ايالات دې د هېواد د هوايي ځواكونو په احيا، تجهيز او په وسلو سمبالولو كې چټك اقدام وكړي؛
۱۶ په هغه صورت كې چې د امنيتي ځواكونو د تجهيزولو لپاره د خلكو دا غوښتنه پوره نه شوه، د افغانستان حكومت بايد د حالاتو له تحليلونو وروسته له خپل لوري لازم اجراآت وكړي؛
۱۷ -- امريكا متحده ايالات بايد په بيلا بيلو برخو كې د لوړو زده كړو د زمينو او بورسونو د برابرولو په اړه ځانګړې ژمنې ولري؛
د ستراتيژيكو همكاريو سند دې د هېواد د ملي شورا له مشورې او تصويب وروسته د اعتبار وړ وي؛-18
۱۹ -- ستراتيژيكو همكاريو له پلي كولو څخه د ډاډ تر لاسه كولو په موخه، لاسليك شوى سند بايد د ملګرو ملتو په سازمان كې ثبت شي او له هغوى څخه ژمنه واخيستل شي چې امريكا له لوري همكارۍ او ژمنې شوې چارې پخپل وخت عملي كيږي؛
۲۰-- افغانستان او امريكا دې دا سند د دوو خپلواكه او برابرو هېوادونو په توګه، د دولتونو تر منځ مروجو اړيكو او اصولو ته په پاملرنې سره، لاسليك كړي
۲۱ --په سند كې بايد ذكر شي چې پر افغانستان د كوم بل هېواد د بريد په صورت كې د امريكا متحده ايالات د افغانستان تر څنګ دريږي؛
۲۲ --د امريكا متحده ايالات دې د افغانستان له اتباعو نه په خاصه توګه له هېواد څخه بهر كډوالو ملاتړ وكړي او د ستونزو د رامنځ ته كېدو په صورت كې دې په كوربه هېوادونو زور واچوي؛
--د امريكا متحده ايالات بايد ضمانت وكړي چې افغانستان د سياسي سياليو په ډګر بدل نه شي؛23
۲۴ -- د امريكا متحده ايالات بايد ضمانت وكړي چې د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته كوي او د دغه هېواد ستراتيژيكي همكارۍ سولې پورې اړوندې موضوعګانې هم تر پوښښ لاندې راولي؛
د ستراتيژيكو همكاريو سند دې د كارپوهانو په وسيله په دقيقه توګه ارزيابي، تحليل او تجزيه شي؛--25
د ستراتيژيكو همكاريو د سند موده دې لس كاله وي او له بشپړېدو وروسته دې د تمديد وړ وي؛ --26
افغانستان او د امريكا متحده ايالات دې په برابره توګه د تړون د فسخه كولو حق ولري؛--27
۲۸ -- د امريكا متحده ايالات دې د اوبو په سر بحثونو او لانجو په برخه كې د افغانستان له حكومت سره همكاري وكړي؛
۲۹-- دې سند په لاسليك سره دې هغه اسناد او قرار دادونه چې د موقتي ادارې، انتقالي ادارې او د انتخابي دولت په لومړى دوره كې لاسليك شوي دي لغوه شي؛
۳۰ - د امضاء په صورت كې ستراتيژيك سند، يوازي د معاملې د طرفونو په يوه هېواد كې د سياسي نظام په بدلون سره، بدليدلى نه شي
په دفاعي او امنيتي برخو كې
پتېيل شوې ده ېه 2014 ز كال كې له نړيوالو پوځي ځواكونو څخه د هېواد د امنيتي او دفاعي مسووليتونو د ليږد بهير افغان امنيتي ځواكونو ته بشپړ شي. له دې امله، د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د نړۍ د لويو هېوادونو د امنيتي همكاريو دوام ته د عينى اړتياوو پر بنسټ اړتيا ده. په دې حقيقت په پوهېدو سره چې زموږ د هېواد امنيت او ټيكاو تر اوسه له كورنيو او بهرنيو خطرونو سره مخ دى، له افغانستان سره د امريكا د متحده ايالاتو ستراتيژيكې همكارۍ له ځانګړۍ اهميت څخه برخمنۍ دي. له دې امله، د افغانستان خلك د امريكا له متحده ايالاتو څخه د هېواد د دفاعي او امنيتي وړتياوو د پياوړي كولو په برخه كې هيله من دي چې
۳۱-- د امريكا متحده ايالات دې له افغانستان سره پخپله د افغانانو د غوښتنې پر بنسټ د بهرنيو تېريو په دفع كولو كې د نړيوالو منل شويو اصولو په رڼا كې پخپل وخت همكاري وكړي؛
۳۲ -- امريكايي اتباع دې، د افغانستان په خاوره كې په جرمونو د مرتكبېدو په صورت كې قضايي مصونيت ونلري او د هېواد له قوانينو سر سم دې په افغانستان كې دننه محاكمه شي؛
۳۳-- په افغانستان كې ميشت امريكايي ځواكونه دې پخپلو پوځي تاسيساتو كې د افغانستان تر بيرغ لاندې استوګنه او د افغانستان اساسي قانون ته دې درناوى وكړي؛
۳۴-- د افغانستان له خاوري څخه د هيڅ هېواد پر ضد پوځي عمليات نه شي تر سره كيداى، مګر د ترهګري پر ضد د جګړي په صورت كې. د امريكا متحده ايالات بايد دې اصل ته درناوى وكړي او د هغه د عملي كولو په اړه دې باوري ضمانت وړاندې كړي؛
۳۵-- د امريكا متحده ايالات بايد د دې زمينه برابره كړي چې د افغانستان حكومت وكولاى شي په اغيزمنه توګه د خپلو پولو ساتنه وكړي؛
۳۶-- د امريكا متحده ايالات بايد له ترهګرۍ او نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې پخپله ستراتيژۍ كې د كتنې وړ بدلونونه راولي او د ترهګرۍ اصلي ځالي دې په نښه او هدف وګرځوي او هغه دې له منځه يوسي؛
۳۷-- امريكا له متحده ايلاتو سره دې د ستراتيژيكو همكاريو سند د يوه تړون په حد كې وي، نه د اعلامې او يا له تړون څخه څه كم؛
۳۸ -- پر دې ټينګار سره چې د امريكا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې تر اوسه د هېواد د امنيتي ځواكونو په رامنځته كولو، تمويلولو او تجهيزولو كې د قدر وړ همكارۍ كړې دي. د جرګې غړي غواړي څو له پرمختللو وسايلو سره د هېواد د امنيتي ځواكونو د پياوړتيا او تجهيزولو په موخه او د دې ځواكونو د روزنې لپاره د امريكا متحده ايالاتو ژمنې په منظمه توګه له مهالويش سره سمې دوام ولري.
۳۹-- له افغانستان سره د دفاعي او امنيتي همكاريو اود هېواد له پوځي تاسيساتو څخه د استفادې په اړوند، اوس او له 2014 ميلادي كال وروسته، د افغانستان حكومت بايد نړيوال اصول او پرنسيپونه په پام كې ولري. د هغو تاسيساتو شمېر او ډول چې د امريكا متحده ايالات يې د افغانستان په خاوره كې د لرلو غوښتنه لري، همدا اوس وټاكل شي؛
۴۰-- د موافقې په صورت كې دې، بهرني تاسيسات او عسكر په بشپړه توګه له ښارونو بهر او د استوګنې له سيمو او د كانونو او ځمكې لاندې منابعو څخه لرې وي؛
۴۱ -- غوره ګڼل كيږي چې دا تاسيسات له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان پولو ته نږدې وټاكل شي؛
۴۲-- په هغو شخصي ملكيتونو د خساري د جبران په اړه چې پر هغو باندې د امريكا د متحده ايالاتو تاسيسات جوړ شوي، بايد روښانه كړنلاره ترتيب او عملي شي؛
۴۳ -- امريكا متحده ايالات نه شي كولاى له دې تاسيساتو څخه د حكومت د مخالفينو د پياوړي كولو په موخه ګټه واخلي؛
۴۴ --د امريكا متحده ايالات د افغانستان له تاسيساتو څخه د ګټې اخيستنې په وړاندې مكلف دي چې هر كال د وړتيا، بيارغاونې، د هېواد د امنيتې ځواكونو د پياوړتيا او د نورو برخو د پرمختيا په خاطر لكه پوهنه، روغتيا، د برېښنا د تاسيساتو جوړول، د ځمكنې لاندې سرچينو استخراج او د كرنې د پرمختيا لاره كافي بودجه وركړي.
د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا په برخه كې
د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ځان بسياينې او اقتصادي ودې ته په پاملرنې سره، زموږ خلك هيله من دي څو د امريكا د متحده ايالات د اقتصادي او ټولنيزو همكاريو په برخه كې لاندې مسايلو ته پاملرنه وكړي:
۴۵ مالي او پولي مرستو په اړه بايد د هغه هېواد له لوري ځانګړې او له مهالوېش سره سمې ژمنې شتون ولري؛
۴۶-- د مرسته شويو پيسو زياتره لګښت دې د ملي بودجې له لارې او د افغانستان په بودجه كې د پيژندل شويو لومړيتوبونو پر بنسټ تر سره شي؛
٤٧ -- په افغانستان كې دې د زېربناوو جوړولو ته ډېره پاملرنه وشي؛
٤٨-- د افغانستان د اقتصاد د غوړيدنې په موخه دې د سوداګرۍ په پراختيا او د بهرنۍ پانګونې ټينګار وشي؛
۴۹-- مركزي اسيا، جنوبي آسيا او منځني ختيځ تر منځ د وصل د نقطې په توګه د افغانستان جغرافيوي حساس موقعيت ته په پاملرنې دې د ترانزيت او سوداګرۍ د ظرفيتونو ودې او پرمختيا ته ډيره پاملرنه وشي.
۵۰-- دی ته په پاملرنې سره چې افغانستان د طبيعي زيرمو له پلوه يوه بډاى هېواد دى اود كانونو راوېستل د هېواد په اقتصادي ټيكاو كې عمده رول لري، د امريكا متحده ايالات دې د پانګونې په هڅونه او جذبولو او د كانونو د روښانه راوېستلو لپاره دې د لازمو وړتياوو د ودې په برخه كې داسې مرسته وكړي خو له دې پلوه ډېره ګټه د افغانستان خلكو ته ورسيږي.
٥١--د امريكا متحده ايالات دې خصوصي سكتور ته د پورونو د وركولو په برخه كې همكاري وكړي؛
۵۲-- امريكا متحده ايالات دې د كيمياوي، بيولوژيكي او هستوى وسلو له زيرمه كولو او كارولو څخه په افغانستان كې دننه په كلكه ډډه وكړي او د افغانستان په خاوره كې دې د هستوي وسلو د فاضله توكو د ښخولو مخنيوي او چاپيريال ساتنې په برخه كې دې د افغانستان له حكومت سره همكاري وكړي؛
۵۳-- امريكا متحده ايالات بايد د صنعت د ودې او پرمختيا په برخه كې له افغانستان سره د لمس وړ همكاري وكړي؛
٥4-- د روغتيا په برخه كې بايد د امريكا د متحده ايالاتو همكارۍ زياتي شي

سولې، ملي پخلايني او سوله ييز ژوند ته د راستنېدو پروسه :

۵۵-- له دې امله چې سوله يو الهي امر او د افغانستان خلك ورته سخته اړتيا لري د هغې په دوام ټينګار كوو، مګر د تېر يوه كال تجربو ته په پاملرنې سره د دې پروسې په كړنو، تګلارې او غيزمتوب كې د بدلون غوښتونې يوو چې بايد هر اړخيزه وي او دولت د هغې په ټول اړخونو كې د دې جرګې سپارښتنو ته په پاملرنې سره ځانګړي تدبيرونه په پام كې ونيسي؛
۵۶-- هغه شپاړس فقره ييزې سپارښتنې چې تېر كال د سولې په ملي مشورتي جرګه كې تصويب شوې، د افغانستان د خلكو د استازو د درې ورځينو بحثونو پايلې او سپارښتنې وې، يو ځل بيا پر هغو كتنه كوو، په هغې كې ټول شامل ټكي اړين او د تائيد وړ دي. د هغوى په عملي كولو كې بايد د ډېر جديت او دقت وشي. د كاري تګلارو تداوم د ملي برنامو د بريا لپاره يو اړين كار دى. په داسې حال كې چې د شرايطو په بدلونو سره، په تاكتيكونو كې هم بدلونونه راځي او دولت بايد خپل چلند ته له ورځنيو پېښو سره تړاو ورنه كړي او نوې پاليسي وضع كړي، بلكې د نيمګرتياوو د اصلاح لپاره دې اقدام وكړي،
۵۷--- هېواد د پخواني جمهور رئيس، د سولې د عالي شورا د رئيس او د افغانستان د جهاد د رهبر جناب پروفيسور رباني ناڅاپي شهادت، د سولې پروسې ته سخته ضربه وركړه.
په داسې حال كې چې موږ دا غير اسلامي عمل په كلكه غندو، په سوله باور لرو او له دولت او د سولې له عالي شورا څخه په كلكه غوښتنه كوو خو د سولې لارې ته چې شهيد استاد خپل ژوند ترې قربان كړ، بايد په جديت دوام وركړي او پر نږدو چې د افغانستان دښمنان خپول شومو نيتونو ته چې هماغه د سولې د پروسې درېدل، د افغانستان د خلكو تر منځ د بې باروۍ د فضا رامنځته كول او د سولې له پروسې سره د مخالفينو يو ځاى كيدل دي، ورسيږي. د خلكو او دولت ترمنځ دې د اړيكو د لاټينګښت لپاره ډېر كار تر سره شي ځكه د اوسني واټن رامنځته كيدل په هېواد كې د ترهګرو عمالو د نفوذ له لاملونو څخه دى؛
۵۸-- جرګې غړي له پاكستان څخه غواړي هغه افغاني پلاوى چې د جهاد د ارواښاد لارښود او د سولې د شهيد پروفيسر برهان الدين رباني د شهادت په اړه د څيړنو په موخه هغه هېواد ته استول شوى دى، ومني او له هغوي سره د حقيقتونو د موندلو په لاره كې همكاري وكړي؛
۵۹-- دې پلاوي د پاتي راتلو په صورت كې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كيږي څو د موضوع د څيړنې لپاره له خپل لوري يو لوي پوړي پلاوى وټاكي؛
۶۰-- جرګې غړي له نړيوالې ټولنې څخه غواړي څو د افغانستان د سولې له پروسې سره همكاري وكړي او د تروريستي شبكې د فعاليتونو د زميني د محدودولو په خاطر دې، د پاكستان او ايران پر اسلامي جمهوريتونو فشار راوړي؛
۶۱-- دولت بايد له مخالفو وسله والو ګروپونو سره زموږ د هېوادوالو د يو ځاى كېدو د لاملونو د تشخيصولو او محدودولوپه لاره كې جدي او د لمس وړ كار و
۶۲--دولت دې د منابرو له لارې چې اوس مهال د وسله والو مخالفينو قوي تبليغاتي وسيله ګرځيدلي د مثبتو تبليغاتو د پرمخ وړولو په موخه لاډيره هڅه وكړي؛
۶۳-- دولت دې په لوړه كچه په هېواد كې دننه د ديني ښوونې روزنې زمينه برابره كړي، څو د هېواد بچيان د ديني زده كړو لپاره بهر ته د سفر كولو لپاره اړه اود تر تروريسم ښكار نشي؛
۶۴-- هرې پاليسۍ او تګلارې د تطبيقولو بريا له ځواكمنې اوپوه ژمنې رهبرۍ سره تړاو لري، له دې امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت له رئيس څخه غوښتنه كوو څو دريم خير غوښتوونكى تجربه لرونكى او دينداره شخص چې د ټولو اړخونو باور تر لاسه كړاى شي د سولي د الي شورا رياست ته وګوماري. په همدې وخت كې د سولې د عالي شوار د غړو په تركيب او شمېر كې دې بيا كتنه وشي اوپه دې اړه دې اغيزمنتوب او ژمنتيا په پام كې ونيول شي؛
۶۵-- سولې د عالې شورا په تشكيل كې، د هغې په جانبې جوړښتونو كې او نور حكومتي جوړښتونو كې دې يوه شخص ته بايد څو مهمې دندې ونه سپارل شي؛
۶۶-- د سولې د عالي شورا بودجه، د تمويل مراجع او د لګښت تګلارې او حساب وركول يې بايد تر بيا كتنې لاندې ونيول شي؛
۶۷--د خبرو اترو جريان بايد د دولت د وسله والو مخالفينو له عيني واقعيتونو، د سياسي او د سيمي له امنيتي حالاتو څخه د هر اړخيزو تحليلونو پر بنسټ او له يوه ځواكمن دريځ څخه تر سره شي. د خلكو او دولت د ګډو هڅو تنظيمول او د سيمې او نړۍ د هېوادونو د ريښتينې ملاتړ او همكارۍ جلبول افغانستان په دې دريځ كې راولي؛
۶۸-- وروستيو جرياناتو ته په پاملرنې، لاندې مطالب د سولې د نوې پاليسۍ په جوړولو كې اړين بولو او سپارښتنه كوو چي:
له دوست، مخالف او دښمن څخه بايد يو مشخص تعريف وړاندې شي چې د سولې پروسه د هغه په چوكاټ كې تطبيق كړاى شي؛
خبرې دې له هغو مخالفينو سره وشي چې ثابت افغاني هويت ولري، دقيقه پته يې معلومه وي او د يوه مشروع سياسي جريان په توګه په هېواد كې د سياسي حل لارې غوښتونكى وي؛
ټول پوهيږي چې د مخالفينو مشران د پاكستان په هېواد كې ژوند كوي او ځانګړي كړي له هغوى سره په هغه هېواد كې نږدې تماس لري، په افغانستان كې د سولې او ټيكاو د ټامينولو لپاره،د پاكستان رښتينې او دوامدارې همكارۍ ډيرې اړينې دي. د جرګې د غړيو غوښتنه د پاكستان له دولت څخه دا ده چې د افغانستان په وړاندې خپله تګلاره بدله كړي او د امنيتي كړكيچونو د رامنځته كولو پر ځاى چې دهغوى لمنه يې هم نيولې ده د هغو په له منځه وړلو كې ريښتنې همكارۍ وكړي؛
- د سولې دروازه دې وسله والو مخالفينو او د هغوى رهبرانو ته چې د تاوتريخوالي د پريښودو او سوله ييز ژوند ته د راستنيدو هيله ولري؛ خلاصه پريښودل شي. بشپړ دقت دې وشي چې تيرې ترخې تجربې تكرار نشي او د هغوى هويت چې د مخالفينو تر عنوان لاندې له دې پروسې سره يو ځاى كيږي په دقيقه توګه تشخيص شي. برسيره پر د ې هغه كسان چې په ريښتيني توګه د سولې له پروسې سره يوځاى كيږي د هغوى خونديتوب او امنيت دې تامين شي او دهغو خلكو ستونزو ته چې د ترهګرو له جنايتكارانه كړنو څخه زيان ويني، دقيقه او پخپل وخت رسيدنه وشي؛
- د هيواد په داخل (ولايتونو، ولسواليو او كليو كې دې كارته ډيره پاملرنه وشي څو خلكو ته د باور او تصاحب روحيه وركړ شي. د سولې پروسه بايد موازې د مسووليتونو د ليږد له پروسې، ښې حكومت دارۍ او په ملي كچه له پرمختيا سره عملي شي. هغه نيمګړتياوې چې د ولايتي سولې د كميټو د كاري تګلارې په تركيب كې شتون لري بايد د هغو له بيا كتنې سره له منځه ولاړې شي او په همدې وخت كې دې ملكې او پوځي مسوولين ددې كميټو د فعاليتونو هراړخيز ملاتړ وكړي. د قومي مشرانو، علماوو، د سولې د فعالينو امنيتي ستونزو ته چې هركله د ترهګرو د بريدونو ښكار ګرځي، د سنجول شويو او علمي تدبيرونو له نيولو سره دې رسيدنه وشي؛
- د سولې په هكله د دوامداره مطالعاتو په خاطر بايد د سولې د مطالعاتو يومركز جوړ او په يوه اسلامي هيواد كې د سولې يو نړيوال كنفرانس راوبلل شي چې په هغه كې د سولې پيغام اود جنګ نامشروع والى نړيوالو ته واورول شي؛
- فقر د هيواد په كليو او بانډو كې د امنيت د تامين پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده. دولت دې خلكو ته د اقتصادي ستونزو د حل په خاطر د كارموندنې او ښوونې روزنې په برخو كې پاملرنه وكړي.
۶۹--دولت او د سولې عالي شورا دې د ټولو اړوندو بنسټونو په همكارۍ د مدني ټولنې او د هيواد له فرهنګي بنسټونو سره يو ځاى د سولې د فرهنګ د رواجولو په لاره كې ډير كار وكړي څو خلك د ليږد د پروسې، د سولې د پروسې، سيمه ييزو او نړيوالو همكاريو، د امريكا له متحده ايالاتو او نورو هيوادونو سره د ستراتيژيكو همكاريو په اړه له نژدې څخه يو روښآنه ليد ولري او د هغه په رڼا كې له انديښنې پرته د سولې په پروسه كې فعاله ونډه واخلي؛
۷۰-- موږ ټينګار كوو چې د سولې پروسه بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې پر مخ يوړل شي. په داسې حال كې چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه په دې لار كې مننه څرګندوو، د هغوى د دوامدارو او جدي همكاريو او په ځانګړې توګه د سيمې د هيوادونو او اسلامي نړۍ د همكاريو غوښتونكي يو. په همدې وخت كې له هغوى څخه غواړو څو د افغانستان د دولت يا د سولې د عالي شورا له خبريدو پرته له موازي اقداماتو څخه چې د استخباراتي لوبو لپاره زمينه مساعدوي، ډډه وكړي؛
۷۱-- موږ له ګاونډيو او د سيمې له ټولو هيوادونو څخه غواړو چې په افغانستان كې د بې ثباتۍ له وسايلو څخه په ګټې اخيستنې د نفوذ لپاره سيالۍ پريږدي، او د هغوى پر ځاى له ريښتنې او نژدې همكاريو سره چې د ټولو خير او برى په هغې كې نغښتى دى، د افغانستان له خلكو سره مرسته وكړي څو له دريو لسيزو قربانيو څخه وروسته سولې ته ورسيږي. په افغانستان كې سوله او ټيكاو په حقيقت كې په سيمه كې د ټيكاو په مانا ده او د افغانستان دولت په دې لار كې دوامداره فعال سياست تعقيبوي؛
۷۲--موږ د جرګې غړي يو ځل بيا له مخالفينو او دهغوى له مشرانو څخه په هر ځاى كې چې وي غواړو څو د افغانستان د خلكو په وړاندې بامسووليته چلند وكړي. نن هغه وخت دى چې شرايط د بحث او خبرو لپاره برابر شوي او كولاى شوو غوټه په لا س خلاصه كړو، پرته له د ې چې د هيواد د زرګونو بيګناه انسانانو وينې تويي شي. افغانان بايد په افغانستان كې د نورو موخو ته د رسيدو وسيله نه شي، او د هيواد ملي ګټې او د افغانستان د خلكو ژوند تل له خطر سر مخ كړي. البته راتلونكى مسووليت به د هغو پر غاړه وي چې د خداى په امر او د افغانستان د خلكو په غوښتنو سترګې پټوي، قتل او وژنو ته دوام وركوي؛
۷۳-- موږ د دوديزې لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارى كميسيون د دارالانشا له مسوولينو څخه غواړو چې د كاري كيمټو ټولې سپارښتنې رسماً دولت او د سولې عالي شورا ته وسپاري چې د تفصيلي سپارښتنو په رڼا كې، مشخص تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي.
۷۴-- هغه دولتي چارواكي چې په بيلابيلو ډولونو د نظام په بې ثباته كولو كې د پردې تر شا وڼده لري، بايد له خپل حكومتي موقف نه لرې شي چې په هيواد كې نظم او ثبات ټينګ شي؛
. ۷۵--د افغانستان حكومت دايمې سولې ته در سيدو لپاره او په افغانستان او سيمه كې د امنيتي كړكيچونو لپاره د چټكې او اغيزمنې حل لارې د موندلو په موخه بايد د پاكستان له اسلامي جمهوريت سره جدي خبرې پيل كړي؛
دامريكې متحده ايالاتونه دې د طالبانو او مخالفينو له مشرانو سره د پټو خبرو له پرمخ وړلو څخه ډډه وكړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more