د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اشغالي تړون، حکومتي جرګه او درواغجنه امریکا!

ahmad bilal
18.11.2011

اشغالي تړون، حکومتي جرګه او درواغجنه امریکا!
لیکنه : احمدبلال

جګړه تل په چال، فریب او دهوکه پلي کیږي- سن زو، دي آرټ آف وار

خپله لیکنه د پټریک هینري (۲۳ مارچ ۱۷۷۵) د تقریر د یوې برخې څخه پیل کوم، څوګ چې د امریکايي انقلابي پلارانو څخه ده او دغه وینا یې په هغه وخت کي کړې وه کله چې هغوي د انګلیس استعمار پر ضد خپله د آزادۍ جګړه پرمخ بوتلله، هغه وايي:

شریف سړۍ به ډیرې د آمن نعرې کړي، خو یوځاې به هم آمن ونه مومي، ځکه جګړه خو ایله پیل شوې، د شمال څخه رالوتلي هوايي څپه به ډیر ضر زمونږ غوږونو ته د اسلحو شرنګار او د شور زیرې راوړي. زمونږ کلیوال، د یوې بانډې او قامي خلګ به د مخکي څخه په خپلو خپلو ځایونو کې ولاړ یو خو مونږ ټول به ولې داسې لاس په نامه ولاړ یو؟ د شریفانو او نجیبو خلګو څه تمنا ده؟ هغوي د ځانونو سره څه لري؟ آیا واقعي ژوند پر مونږ ډیر ګران ده؟ او یا آمن په ریښتا هم ډیر خوږ ده؟ چې مونږ يې، دغه دواړه ، د غلامۍ په زنځیرونو واخلو!!!!
ای لویه خدایه! ته دغه خلګ منع او ایسار کړه
زه نه پوهیږم چې نور (خلګ) به کومې لیارې تعقیبوي خو ماته، یا زما آزادي راکړئ او یا مرګ!!!

ستر اشغالي تړون:

د تیرو څو ورځو څخه د امریکا- افغان ستراتیژیک تړون په هکله ډول ډول تبصری کیږي، بعضي مستعار حکومتي چارواکي په مختلفو لیکنو له دغه تړون سره مخالفین نه یوازي په نورو نومونو نوموي بلکه د دغه تړون په دفاع ډیر څه لیکي هم. دغه تړون اصلاً کې د امپریالیستۍ امریکا او افغان ترمنځ تړون د ۲۰۱۴ء څخه وروسته د امریکایانو په افغانستان کې میشت کیدل دي. کوم چې امریکایان د راتلونکي دویم بن څخه دمخه د لویه جرګۍ څخه منل غواړي او بیا هلته د آلمان په دویم بن کې خپلې نوي طرحې د هغه جانبینو په هکله اعلان کول غواړي، کوم به چې د بن پر ځای په سویو چانټو کي په ګرمو سنګرونو کي ګرځي!

د کرزي حکومتي جرګه:

حامد کرزي خپلې جوړه کړل شوې جرګې ته په وینا کي وویل:
موږ به تر هغه پورې دغه تړون لاسلیک نه کړو ترڅو پورې چې امریکایانو محبسونه (زندانونه) او د شپۍ لخوا قتلونه نه وي بند کړي.

محترم ریئس جمهور صاحب مونږ ته د امریکایانو په ضد دغه روانه جګړه او د امریکايي هډو ترمنځ هیڅ توپير نشته، او نه به کوم توپیر وي، که چیرې د مقاومت په لیکه ولاړ مجاهدین د امریکايي هډو ته په زړه کې کومه نرمه ګوښه هم پیدا کړي نو دا به بیا د ملت لپاره یو ستر سوال وي؟ چې ځواب ورکول به یې، لکه سیاف او رباني ته چې وه، ګران وي.
خو د بلې خوا په انټرنیټ کي د دغه تړون خپریدونکي نقطعې بل څه وايي:

- حفاظتي کمپنیانې (سیکیوریټي) به په افغانستان کې خپل فعالیتونه جاري ساتي.
- امریکا به افغانانو ته د محبسونو (زندانونو) اختیار هله ورسپاري ترڅو پورې چې افغانان د دغه اهل نه وي ګرځيدلي.
- امریکا ته به دا حق ورکړل شي چې د خپلو کسانو، پرسونل وغیره د حفاظت لپاره خپل تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.

کرزی هم غواړي چې دغه ستراتیژیکي تړون لومړۍ د خپلو چاڼ شویو او د ډالرو په نشه کي په ډوبو خلګو لاسلیک کړي، او بیا یې پارلمان ته د منلو لپاره واستوي، ځکه هغه به لا تر اوڅه د وزیرانو په معامله کې هغه د ۲۰۰۹ او بیا د ۲۰۱۰ تجربه نه وي هیره کړي او بیا په پارلمان یو روحي فشار هم واچوي چې هغوي به بیا د کرزي جرګۍ څخه پاس شوې ستراتیژیک تړون نشي ردولي.
د سنا (سینیټ یا مشرانو جرګه) غړي هم په دغه معامله ګري نیوکۍ کوي، د سنا غړۍ اکبري وايي:

قانون جوړونکو ته د امریکا- افغان ستراتیژیک تړون په هکله هیڅ معلومات ندي ورکړل شوي خو ځکه د دغه یوځای کیدلو څخه به کومه مثبته پایله ترلاسه نشي.

د کابل څخه یو بل سناتور، خالق داد بالاغي وايي:
په دغه جرګه کې ټول ګدون کوونکي د حکومتي چارواکو لخوا چاڼ شوي دي.

د کونړ څخه یو بل قانون جوړونکي، رفیع الله حیدري، وايي:
جرګه به ستونزۍ حل کړي خو دا به غوره وای که حکومت د دغه تړون په هکله په تفصیلي توګه معلومات وړاندې کړي ؤ.

د کرزي د حکومتي جرګه ویانده، صفیه صدیقي، چې ریئس یې حضرت الحضرتین دې، وايي:
دغه تړون به تر ۲۰۲۴ پورې وي.

مطلب دغه تړون به کم تر کمه لس کلونو پورې لاسلیک کیږي خو اغلې صفیه صدیقې! ستاسو د یادښت لپاره وایم، وايي کله چې د دغه هیواد یو لرغونۍ پلار، امیر شیر علي خان، څوګ چې په فامیلي جنجال کې هم اخته و خو بیا یې هم د امبیلې په مذاکراتو کې یرغلګر او امپریالیست انګلیس ته وویل:

په کابل کې یو انګلیس هم نه منم!

او همداسې یوه بله واقعه کي امیر عبدالرحمان خان؛ وايي کله چې امیر عبدالرحمان خان د نیم افغانستان قباله انګلیس ته په لاس کي ورکړه او آخر کي يې د انګلیس سفیر ته دا توصیه هم وکړه چې کابل کي دي احتیاط کوي. سفیر ورته په خپلو شونډو د نه خطر مسکا ورکړه نو امیر عبدالرحمان خان خپلو ساتونکیو ته دا وظیفه ورکړه چې شاغلې سفیر صاحب لږ په هوايي ډزو وویروي او دا بیا دا ښايي چې د دغي خاوری یو معامله ګر ته هم د دغۍ ملت روحیه او نفسیات معلوم ول چې دوي هیڅ کله هم په خپله خاوره کي نیواکګر او تیری کوونکي نشي زغملی!

محترم استاذ محمد زمان مزمل په خپل مضمون کې څه ښه وايي:

حکومتونه او جرګې په یو هیواد کې د آزادۍ رموز دي، کله چې یو حکومت او بیا جرګې او په کې لویې جرګې چې همیشته د استقلال لپاره استخدامیږي، هغه دا ځل د اشغال او هډو لپاره جوړې او بیا خدای مکړه داسې پریکړې وکړي چې امریکا ته د حضور او هډو قباله ورکړي، په هغه صورت کې به ملت کې د دغسې لویې جرګې حیثیت څه وي او د هغو د پریکړو رول؟

دا ملت نه داسې کومې جرګې ته او نه کومې لویې جرګې ته اړتیا لري چې پایله یې د امریکایانو دلته پاتې کیدل وي.

.
درواغجنه امریکا:

که موږ دا ووایو چې دغه پورتني معلومات به درواغ وي او داسې د امریکایانو په یوازې سر خوځولو به پر هغوي اعتبار وکړو، خو تاریخ او تجربه بیا موږ ته څه بل څه ښايي، تاریخ خو پریږده کرزې به هم د امریکایانو تجربه نه وي هیره کړي چې هغه څو ځله د امریکایانو په بمبار د ملت په وړاندی د مکر او اداکارۍ اوښکې وبهولې.

امریکا په خپل تور تاریخ کې تل خپلو خلګو او د نړۍ اوسیدونکیو ته درواغ ویلي ترڅو نه یوازې جګړه شروع کړي، ویې غزوي بلکه د دغه په مرسته خپل اهداف هم ترلاسه کړي. د امریکا د دغه تور تاریخ څخه زه د نمونې لپاره یو څو بیلګې وړاندې کوم، ترڅو لوستونکي د درواغجنې امریکا د درواغو څخه خبر شي او د ستراتیژیک تړون په هکله د هغوي د درواغو څخه ډک بیانونو کي هم ونه لویږي.

امریکايي صدر اعظم، میکینلي Mckinley خپلو خلګو ته وویل چې په هوانا کي امریکايي بحري کښتۍ د هسپانوي ماینونو له امله ډوبه شوه، خو د بل پلوڅخه بیا امریکايي بحري کپتان دا استدعا لرله چې هغه کښتۍ د سکروټو له امله ډوبه شوه، او د دغه درواغو له امله بیا امریکایانو د هسپانویانو سره جګړه ولوبوله خو په آخر کې بیا ازادې څیړنۍ دا وښودله چې هغه هسپانویانو نه وه ډوبه کړې.

دویمه نړیواله جګړه کي صدر اعظم روزیولټ یو داسې اته ګونۍ پلان د بحري استخباراتو په لاس جوړ کړ چې بلاخره پکي امریکا دویم نړیوالې جګړۍ ته ورودانګل، هغه داسې چې امریکایانو جاپان دې ته وهڅاوه ترڅو په امریکا حمله وکړي او بلاخره همداسې وشول هم، هغوي په پرل هاربر حمله وکړه، او د دغه حملې څخه امریکایان ښه خبر ول خو په بله ورځ د هغوي رسنۍ او حکومت دا وویل چې امریکایان د یو ناڅاپي حملې سره مخامخ شوي او داسې هغوي د ملیاردي ککریو په تاواني جګړه کې ونډه واخستله!

نور به ډیر لیري نه ځو بلکه د ۲۰۰۱ء پیښه به راواخلو چې څرنګه امریکایان د تروریزم د جګړۍ په نوم یو داسې هیواد ته راغلل چې نه پکي د ۱۱/۹ پیښۍ پلان پکي جوړ شوې و او نه پکي کوم افغان وګړۍ مستقیماً یا غیر مستقیماً شامل و.

او د امریکایانو او د دغه پیړۍ ستر درواغ او پروپاګند څوګ هیرولې شي، کله چې سی آې ای، کولن پاول او بش نړۍ ته د ویپنز آف ماس ډیسټریکشن درواغ وویل او داسې یې د صدام حسین په عراق یرغال وکړ خو بیا وروسته حالاتو او ځمکني حقائقو دا هر څه درواغ ثابت کړل.....

داسې ډیر درواغ امریکایانو ویلي او لا لګیا دي وایې يې، دغه تورپوستۍ امریکايي صدر اعظم هم د بدلون د شعار لاندې راغلې و خو تراوسه په درواغو کې لګیا ده، نو اوس دغه غلط کیدونکي د جرګۍ غړي پری څرنګه اعتبار کوي؟؟؟ حالانکه دوي یې په خپلو ورونو نه کوي(!)

اغیزې:

دغه ستراتیژیکي تړون به په مونږ افغانانو مختلف ډول اغیزې خپري کړي، لکه:

لومړۍ به پکې مونږ خپله سیاسي خودمختاري او د افغانستان آزادي وبایلو(اوس هم مونږ څه آزاد نه یو بلکه اشغال یو، او هغه وخت به هم دا رنګه وي)

دویم: امنیتي اغیزې، افغانستان کې روانه جګړه د امریکايي امپریال خلاف ده نو ځکه تر آخره پورې به مونږ د دغه امپریالیست سره لاس په ګریوان یو او داسې به موږ د امریکایانو سره او امریکا زموږ سره په آخ او ډب کي اخته وي، او آمن ته به لیاره نه برابریږي.

دریم: د امریکايي هډو له امله په مختلفو هیوادونو کي د فحشاء اډې جوړې شوې دي، او داسې امریکایانو ته نظامي هډۍ ورکول به بیا زموږ په ټولنې هم منفي اغیزې خپري کړي، که نه یې منې نو ژوندۍ مثال یې د امریکایانو وروستي د لسو کلونو موجودیت ده.

څلورم: زمونږ د وګړیو اسلامي کلتور باندې به منفي اغیزې ولري

په مختلفو هیوادونو کي د امریکایانو نظامي حضور مونږ ته په ریښتوني توګه موږ ته دا پورتني اغیزۍ ښایي ؛ فلپائین، جرمني، جاپان یې ژوندي مثالونه دي؛جاپان او جرمني سره د دومره اقتصادي پرمختګ او قوت سره اوس هم د امریکا د تصمیم لکۍ دي او لا تر اوسه کوم پتمن دریځ نه لري.
او حتی مالیزیا کي هم ورته د هغه ځای ستر سیاسي نابغه، مهاتیر محمد په خپل کتاب
Reflections on Asia
کې سخت په غصه ښکاري.

په آخره کې د وتلي افغان سیاست چار پوه او لیکوال، استاذ محمد زمان مزمل صاحب د مضمون، د امریکا نظامي هډې د پاتیدو پلمې که د تلو بهانې، په یوه برخه لیکنه پای ته ورسوم:

د نظامي هډو شتون به یو هیواد کې د هر څه نه مخکې او زیات د دغه هیواد آزادي چیلنج کوي، او چې بیا دا هډې د یوې لویې جرګې پریکړه ولري نو پروردګار دې په داسې سرونو باندې د هغو افغانانو نوم او عنوان نه پیکه کوي چې د نړۍ د نامتو ملتونو په کتار کې یې مونږ پاتې نسلونو ته همدا ویاړ بخښلې دی چې مونږ پر آزادۍ لکه د هند او د هند د شاوخوا ملتونو سازش نه کوو.

ماخذونه:
۱- محمد زمان مزمل، د امریکا نظامي هډې د پاتیدو پلمې که د تلو بهانې، اصلاح انلاین
۲-outlookofafghanistan.net
۳-npr.com
۴-afghancorner.blogpost.com (published extract of US-Afghan strategic Pact)
۵- دردمن غني خیل، د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا پوځي ادې او د هغو اغیزې، اصلاح انلاین
۶- Whatreallyhappened.com/WRHARTICLES/lieofthecentury.php


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more