اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له شيطان سره مرکه
وصيل پېروز
18.11.2011
[color=cyan:d423d042e0]دا لاندينی مطلب مي په سمون ويب پاڼه کي ډېر خوښ شو ، غواړم د اسلامي دعوت په هدف يې دلته له تاسو سره هم شريک کړم : [/color:d423d042e0]
ليکنه : سليم رؤف
ژباړن : مومن مهاجر
پ:- ستا نوم څه دی؟.
ش:- ابليس ( دمينې له کبله خلک ما او خپلو ماشومانو ته شیطان وايي).
پ:- وړاندي تر دې چي د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيل شي يوه وړه خبره ده هغه دا چي ډېری خويندې او وروڼه ګيله لري چي دوئ اعوذ بالله هم وايي مګر ته نه ځې؟.
ش:- هنر دی ! ته وايې ځې نه زه وايم راځم نه.
پ:- ګوره! تر مرکې وړاندي تا ويلي وو چي له تا سره وخت لږ دی او مقابله ګرانه خو اوس په خپله په خندا او مسخرو وخت ضائع کوې؟.
ش:- ټوکي ټکالې د جاهلانو کار دی ممکن ته سم پوه شوی نه يې ، تا وويل: د اعوذ بالله په ويلو نه ځې ما په ځواب کي وويل چي راځم نه ، غوږ شه ! اوس دي پوهوم. تا به يو کانديد د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د رايو خپلولو پر کمپاين ليدلی وي، د ټاکنو په شپو ورځو کي ستاسو د کور پر دروازه يوه ډرامه وي کانديد د چايو ورکولو له يوې ډلې سره کور پر کور د رايو غوښتنه کوي. کله چي يو ملګری د کور زنګ وهي کانديد سمدستي ورته وايي: زنګ مه وهه وخت تېرېږي دلته د تلو اړتيا نه شته دا مو خپل سړی دی. همدارنګه تاسي هم خپل خلک ياست.
پ:- د لومړۍ پوښتنې په توګه به تاسو د دې ويل خوښ کړئ چي ولي مردود شوئ، څرنګه مو دا بدمرغي په برخه شوه، ستا پخواني ژوند ليک ته په کتلو هيله نه شي کېدای خو ممکن ټوله کيسه په رښتني ډول راته بيان کړې؟.
ش:- ځه ! نن له تا سره ژمنه کوم چي له رښتيا پرته به هيڅ نه وايم دا په لومړي ځل زما له خولې داسي خبره وزي که نه په محکمو کي زما ډېر ملګري قرآن په لاس هره ورځ دا جمله تکراروي خو ستا د دې خبرې په اورېدو ډېر حيران يم چي ټوله کيسه په بشپړ رښتني ډول راته واوروه . له شکل او بڼې په ليک لوست پوه معلومېږې خو داسي ښکاري چي زما د يوې څانګې زده کوونکی يې دا ووايه ! ايا تر الله جل جلاله ستر رښتنی شته؟.
نه !
ش:- دروغ وايې. که ته په دې باوري وای چی الله تر ټولو رښتنی دی نو د داسي پوښتنې جرأت به دي نه کاوی ناپوه!. الله تر نن يونيم زر ( ۱۵۰۰ ) کاله وړاندي د کايناتو تر ټولو د رښتني انسان محمد صلی الله عليه وسلم په وسيله دا کيسه ټکي په ټکي کړې وه چي اوس هم ستاسو په کورونو کي په هماغه ډول موجوده ده مګر افسوس تر ننه تاسو دومره وخت ونه موند چي هغه کتاب پرانيزئ او ويې ګورئ بيا مو زما له وينا سره سم په ښکلي ، ځلاند او خوشبويه پوښ کي پېچلی دومره لوړ ځای مو ايښی چي د لوی سړي لاس هم نه ور رسېږي ، که د چا کور دومره لوړ نه وي او هغه يې خلاص کړي ويې ګوري نو بې چاره په دې نه پوهېږي چي په دې کي څه ليکلي دي؟ ماشاء الله عقيده هم دې ته وايي ! پر خپل حالت وير وکړئ چي پېښه په قرآن کي ده او بيانوم يې زه ويرېږه مه ژباړه به يې درته واوروم.
الله جل جلاله ملائکو ته وويل: زه په ځمکه کي خپل خليفه پيدا کوم ، کله چي زه هغه جوړ او روح پکي پوه کړم نو ټول سجده ورته وکړئ له ما پرته ټولو سجده وکړه، ما ونه منله.
الله جل جلاله وويل: ولي دي سجده ونه کړه ، تا ته مي امر ونه کړ؟.
ما وويل: زه تر ده ښه یم ، زه دي له اوره پيدا کړی يم او هغه له خټې.
الله جل جلاله وويل: له دې ځايه وزه بې شکه ته رټل شوی يې او تر قيامته پر تا لعنت دی.
ما وويل: تر قيامته وخت ته اړتيا لرم.
الله جل جلاله وويل: لاړ شه ! تر ټاکلي وخته فرصت درکول کېږي.
ما وويل: زه به هم ستا له نېغي لارې د خلکو د بې لاري کولو لپاره په کمين کي کښېنم، د دوې د تېرويستلو لپاره به هغوئ ته له شا ، مخ ، راسته او چپه طرف څخه ورځم په هغوئ کي به ډېری شکر ايستونکي ونه مومې.
الله جل جلاله وويل: چا چي ستا پيروي وکړه نو هرو مرو به په ټولو دوزخ ډک کړم.
حقيقت هم دا وو اوس به پوه شوی يې چي زه ولي مردود او ورټل شوم؟ ما ته لعنتي او مردود ويونکو ! تاسو د بل په سترګو کي لوېدلې چخله وينئ او په خپلو سترګو کي لوېدلی لرګی نه وينئ ، يو څه خپلو کړنو ته وګورئ ما د الله په امر يوه سجده ونه کړه نو شیطان او لعنتي وبلل شوم خو الله جل جلاله تاسو هره ورځ پنځه ځله سجدې ته رابولي او تاسو هره ورځ پنځه ځله انکار کوئ ايا تاسو تر ما لوی شيطانان نه ياست؟ او وواياست د قيامت په ورځ به تاسو څومره لوی لعنتيان ياست؟. په عقل ړندو ! ما الله جل جلاله وننګاوی تاسو به نه پرېږدم او له ځان سره به مو دوزخ ته بيايم. دا ستاسو له خوا د الله قدر وو چي په دې ننګونه کي مو له ما سره پوره مرسته وکړه او زما د رښتني ثابتولو لپاره په پوره زور فعاليتونه کوئ. ستاسو ژبه د دې شاهدي نه ورکوي مګر منافقانه خوځښتونه مو ښيي چی زه هغه وخت پر حق وم ، ستاسو په اړه الله جل جلاله په قرآن کي ويلي دي چي تاسو د الله جل جلاله هغه ډول قدر ونه کړ څه ډول چي يې حق درلود. لږ خپلو څېرو او کړنو ته وګورئ ايا د الله خليفه داسي وي؟.
پ:- ته نور په غوسه کوې خو نن په خپله له غوسې رېږدې ، واخله اوبه وڅښه تر اوسه لا ډېري پوښتنې پاتي دي. زما بله پوښتنه زموږ د رسول محمد صلی الله عليه وسلم له سپېڅلي فرمان سره سم په روژه کي ستا د تړل کېدو په اړه ده زه پوښتنه کوم چي ايا د تړل کېدو پر مهال د کومې دسيسې جوړولو هڅه کوې؟.
ش:- اوه ! اوس يې خوند وکړ ، ډېره په زړه پوري پوښتنه دي وکړه په دې کي شک نه شته چي په روژه کي زه تړل کېږم خو په خندا ځکه تاسو خو نه ياست تړلي. ستاسو په څېر د مهربانو ملګرو د ازاد ګرزېدلو له وجې په روژه کي هم زما کاروبار روان وي او که په ټپه ودرېږي هم نو پروا نه لري، صرف د اختر د مياشتې په راختلو د ټولي مياشتې تاوان او کسر په يوه شپه پوره کوم. د مثال په ډول د ټولي مياشتې روژه نيوونکې نېکه مېرمن چي کله د اختر په شپه د ځان سينګارولو لپاره په خلاصه سينه او ازادو وېښتانو بازار ته په تلو خپل لاس بنګړي خرڅوونکي ته چي په حقيقت کي د همده ملګرې وي او ټول کال دې موکې ته منتظر وي لاس ورکړي نو ستاسو په ګومان کي به هم نه وي چي الله هغه مهال څومره غوسه وي او زه له خوشالۍ ګډا او اتڼونه کوم. واه ! څه عجيبه منظر وي ، په دې وخت کي سترګې ، لاسونه ، غوږونه او ژبه ټول په زنا اخته وي. جالبه لا دا چي د مېرمنو ، مېړه ، پلار او يا ورور په غړېدلو سترګو ورته ګوري. تاسو سخت ناپوهان خلک ياست که له بنګړي خرڅوونکي پرته بل څوک په بازار کي ستاسو د خور ، مېرمنې او يا لور لاس داسي ونيسي نو سمدستي ډزې کوئ ، بازار بند شي ، په لسګونو کسان ووژل شي او کاروبار وتړئ خو دا وخت جوته نه ده چي ستاسو غيرت چيري وي؟ د اختر په شپه په هر کور ، کوڅه ، سيمه او بازار کي د هندي سندرو شور ماشور ستاسو غوږونو ته نه رسېږي ، په کوڅو او بازارونو کي د ځوانانو او پيغلو ګڼه ګوڼه ما بې اختياره وخندوي او له ځان سره ووايم چي د قرآن او حديث دروغجنو مدعيانو ته ګورئ ايا قرآن نه دي ويلي چي زه ستاسو ښکاره دښمن يم؟ ايا ستاسو رسول نه دي ويلي چي په روژه کي زه تړل کېږم؟ نو ولي د اختر په شپه داسي خوښۍ کوئ؟ بې عقلانو ! کله چي مو دښمن خلاصېږي تاسو يې د هرکلي لپاره د خوښيو جشنونه جوړوئ؟ رښتيا داده چي تاسو زه کله دښمن ګڼلی يم؟ زما د خلاصېدلو پر مهال ستاسو هرکلی او خوښي ثابتوي چي تاسو له ما سره څومره مينه لرئ. په هر حال تاسو تر دې وخته له ما سره ډېره مرسته کړې او که د الله خوښه وه نو له ما سره به دوزخ ته هم ولاړ شئ.
پ:- الله پوهېږي چي خلک به ستا په دوستي څرنګه باور وکړي ، ستا له هر ويوکي (کلمې ) انساني دښمني ښکاره ده زړه خو مي نه غواړي چي له تا نوري پوښتنې وکړم خو ... دا ووايه ! ايا داسي واقعه شته چي هلته ستا هر ډول هڅې ناکامه شوې او هيڅ دسيسه دي بريا ته نه ده رسېدلې؟.
ش:- ډېره زوروونکې پوښتنه ده ! دا د هغه وخت خبره ده چي کله ابراهيم عليه السلام الله جل جلاله په خوب وليد او ورته ويې ويل: خپل زوی اسماعيل عليه السلام قرباني کړه !. زه لومړی په هغه خبره نه پوهېدم چي په قرآن کي الله جل جلاله ويلي ابراهيم چي مو په کومو خبرو وازمويه ټولي يې پوره کړې. يو ځل ابراهيم عليه السلام خپل زوی ته وويل: زويه ! ما خوب وليد چي تا قرباني کوم ستا اند څه دی؟. زوی ځواب ورکړ: پلار جانه! هغه څه وکړه چي امر يې درته شوی دی ، که د الله خوښه وه نو ما به صبر کوونکی ومومې. زوی و پلار دواړه په بيړه له کوره روان شول زوی د خپلې ځوانۍ ، ښکلا ، هيلو او اميدونو د نړۍ قرباني کولو لپاره په خوښۍ روان وو او پلار د خپلو سلو کلونو د دعاوو مېوه ، د خپل زړه ټوټه او سترګو تور قرباني کاوی. دواړه ډېر خوښ او خوشاله وو. ما فکر وکړ چي تر ننه ابراهيم زه پل پر پل زورولی يم که مي نن د هغه جوړ کړی کار خراب نه کړ نو نوم به مي ابليس نه وي. زه په منډه د هغه کور ته ورسېدم هاجره رضی الله عنها موجوده وه پوښتنه مي ترې وکړه خوري! تنکی اسماعيل نه معلومېږي؟. دې وويل: پلار او زوی دواړه د سيل لپاره وتلي دي. ما وويل: نه! ته تېروتلې يې ابراهيم نن ستا زوی قربانۍ ته بوولی دی ، منډه کړه او سمدستي خپل زوی د هغه له منګولو وژغوره که نه څو شيبې وروسته به ته د هغه بې روحه مړي ته ژاړې. دې وويل: ايا يو پلار خپل زوی وژني؟ او ابراهيم خو له خپل زوی سره ډېره مينه لري ته دروغ وايې وزه له دې ځايه!. ما وويل: ته بې فکره ناسته يې نن به هرو مرو ستا زوی قرباني شي ځکه الله همداسي امر ورته کړی دی. د دې په اورېدلو هاجرې وويل: که د الله امر وي نو زه هيڅ اعتراض نه لرم دا خو يو اسماعيل دی که په زرګونو اسماعيله وي نو هم به يې د هغه په يوه اشاره قربان کړم. د مور زړه ډېر نرم وي ما دلته د سل په سل کي بريا تمه درلوده خو بريالی نه شوم او حوصله مي له لاسه ورنه کړه په منډه اسماعيل ته ورسېدم، هلته مي هم داسي ځواب تر لاسه کړ د همت په کولو مي د وروستۍ ازموينې لپاره ځان ابراهيم عليه السلام ته ورساوه ومي ويل: له دومره هوښيارتيا سره – سره زوی قرباني کولو ته بيا يې؟ دا کومه پوهي ده د الله د خوشاله کولو په سلګونو نوري طريقې شته په بوډاتوب کي دي يو زوی وموند هغه هم دومره ښکلی چي سپوږمۍ يې په ليدلو شرمېږي هغه قرباني کوې؟. ته به تر شا هيڅ يادوونکی پرې نه ږدې ، نسل به دي له منځه ولاړ شي ، کورنۍ به دي ختمه شي او ستا ليدلی خوب کېدای شي شيطاني وسوسه وي که الله امر درته کولای جبرائيل به يې را لېږلی وو. ابراهيم له ځمکې ډبره را پورته کړه زه يې پرې وويشتم درې ځله يې همداسي وکړل زما سترګې خلاصي شوې او راته معلومه شوه چي نن د الله له څرنګه بنده سره مخ يم، نن د همدې واقعې د سنت په ډول تاسو دومره ګران او څو څاروي قرباني کوئ خو زه پوهېږم چي ستاسو د دې قربانۍ تر شا کومه ولوله وي؟ تاسو ډېر لوی رياکاران ياست که نه وي نو رشوت اخيستل ، ښکنځل کول ، دروغ ويل ، سندرې اورېدل ، ډرامې او فلمونه کتل ، شیطانت کول ، سګرېټ څکول ، نسوار کول ، ټوله ورځ د شطرنج لوبه کول او داسي نور همدا نن اعلان وکړئ چي تاسو به د الله لپاره دا عادتونه خوشي کوئ. داسي نه کوئ او حيوانات د دې لپاره قرباني کوئ چي ځان ښکارونه وي.
پ:- په تلو – تلو کي د عمر پوښتنه درڅخه کوم؟.
ش:- بس – بس وروره ! بس زه ځم ، وروره ! زه له دې ډېر وېرېږم.
پ:- چيري ځې ؟ خبره واوره له چا وېرېږې؟.
ش:- له عمر رضی الله عنه څخه.
پ:- لېونی شوی يې ! زه ستا د عمر يا ژوند په اړه پوښتنه کوم.
ش:- ښه ! زما خو واڼې ووتې ما فکر وکړ چي د عمر رضی الله عنه خبره دي رامنځ ته کړه قسم په الله ! زه د هغه له سيوري هم وېرېږم باور وکړه پر کومه لار چي به عمر رضی الله عنه را روان وو ما هغه لار هم بدلوله. له هغه ډېر وېرېدم. جالبه خبره ده يو هغه شخصيت وو چي زه يې له تقوی او ايماني قوته وېرېدم او لار مي بدلوله او يو تاسو ياست چي په بې شرمي کي دومره پر مخ تللي ياست چي ستاسو په ليدلو زه له شرمه لار بدلوم. پاتي شوه زما د عمر په اړه پوښتنه نو ايا تاسو او مېرمنې مو خپل عمر ښودلای شي چي زه يې درته وښيم. هو ! د عمر په اړه به دومره ضرور ووايم چي زما هغه ټول کارونه خوښ دي چي تاسو يې په ځواني کي خوښوئ، که کومه بله پوښتنه وي نو وروره! بيړه کوه.
پ:- خوله دي بنده کړه ! خبر اوسه چي ما په ورور يادوې.
ش:- ايا غلطه خبره مي وکړه چي دومره له قابو ووتې؟ زه خو له قرآن سره موافقه خبره کوم. د معراج په شپه ، د برات پر وخت چي کله خپلو ماشومانو ته په سلګونو روپۍ ورکوئ هغوئ پټاکۍ اخلي او ډزې کوي ، د ګوډيانو د لمانځنې په ورځ چي په لوی ځان له څه شرم پرته د ګوډيانو سيالۍ کوئ ، د واده پر مهال سروزونه ، سندرې ، د اور غورځولو لوبي ، ډلونه ، ډېوې لګول ، د نکريزو رواجونه ، وېډيو فلمونه او نور دا څه دي؟ لاړ شه ! د قرآن کريم د بني اسرائيل سورة ۲۷ نمبر ايت وګوره الله جل جلاله په خپله تاسو زما وروڼه ګڼلي ياست که دا خبره زما له خولې وتلې وي نو څه بلا نازله شوه؟.
پ:- ښه ! دا ووايه چي ته په عمومي ډول چيري موندل کېږې؟.
ش:- ډېره ساده او رښتنې پته ده ، له مسجدونو ، ديني زده کړې له مرکزونو او قرآن و حديث له مجلسونو دباندي. د دليل په ډول خپلو مسجدونو ته د خلکو د ورتلو فيصدي وګوره ! او پاتي شو د قرآن کريم ښوونه نو هغه هم ورو – ورو ختمېږي که په تصادفي ډول يو ځای وي نو هم له ډېرو اعلانونو ، اشتهاراتو او بيا – بيا هڅولو سره – سره د څو لوېدلو بوډا کسانو شتون زما د وجود دليل دی.
پ:- عجيبه خبره ده ته بايد له تياتر يا سېنما دباندي موجود وای؟.
ش:- ته لوستی ناپوه يې!. زه لېوني سپي خوړلی يم او که ستاسو په څېر دومره وخت لرم چي له سېنما دباندي مچان وشړم؟ زما کار صرف دومره دی چي تاسو ته اشاره وکړم په فلانۍ سېنما کي ډېري له فحشا ډکې منظرې ښودل کېږي او تاسو هرو مرو ځئ خو عجيبه لا دا ده چي تاسو تر ما مخته هلته موجود ياست ، هغه هم داسي چي پنځه سوه کسان دننه وي او دروازې تړلې اوس ته ووايه هلته زه څه کوم؟.
پ:- له تا څخه د پوښتنو پر مهال مي په ياد نه وو چي ته څه خوراک کوې؟.
ش:- ستاسو د ښې دوستۍ برکت دی د چر ګ ، پسه ، کباب ، ماهي غوښه ، وريجې ، سر او پښې ، شوروا او نور تيار خوراک تر لاسه کوم.
پ:- جالبه ده دا چيري رانيسې؟.
ش:- ستاسو په شتون کي زه ولي پيسې ضائع کړم ؟ کله چي ستاسو مخ ته رنګا – رنګ خوراکونه پراته وي او تاسو له بسم الله پرته شروع پرې کوئ نو هره ګوله يې زما خېټي ته ځي.
پ:- د دې يو دليل شته؟.
ش:- وشرمېږه ! د خپل نبي تر فرمان وروسته هم دليل غواړې؟ که بيا هم ډاډمن نه يې نو پوهوم دي. د دومره غوړو خوراکونو له خوړلو سره – سره ستاسو په بدن کي د هضمولو طاقت نه شته که تاسو خوړای نو ما به همت نه درلود.
پ:- هغه کومه ګناه ده چي ته غواړې ډېر خلک پرې ککړ شي؟.
ش:- ګناه لويه وي او که کوچنۍ زه نه غواړم چي فرصت يې له لاسه ورکړم خو شرک داسي ګناه ده چي په هغه د انسان تر اخته کولو وروسته زه ډاډمن شم چي اوس زما د هڅو ضائع کېدلو هيڅ فرصت نه شته ځکه د نورو ګناهونو د بې ځايه کېدلو اندېښنه په دې وي چي که الله وغواړي نو بخښي يې خو شرک داسي ګناه ده چي نه بخښل کېږي او همدا زما حقيقي ، اصلي او تر ټولو لويه پانګه او سرمايه ده. يوه جالبه به درته وکړم شرک خو ډېره لويه خبره ده کله چي ستاسو ماشومان په ښوونځي کي زده کړه کوي ان په سنډي (Sunday) يا يکشنبه ، منډې ( Monday) يا دوشنبه ، ټيوزډې ( Thursday) يا سې شنبه، می ( may) ، جون ( June) او جولای ( July) سره هم زما زړه يخېږي.
پ:- په دې کي د خوشالۍ څه خبره ده دا خو عامې ورځې او مياشتې دي؟.
ش:- هو ! د ورځو او مياشتو نومونه دي خو تفصيل واوره نو زما په خوشالۍ به پوه شې په پوره توجو يې واوره او که ممکنه وي ماشومانو ته هم ووايه سنډي د لمر د خدای ورځ ، منډي د سپوږمي د خدای ورځ ، ټيوزډي د جنګ د خدای ورځ ، ترسډي د وريځو او تالندې د خدای ورځ ، فرايډي د محبت د خدای فرايګاه ورځ ، می د روم خدای منيا ، جون د ودونو شاپېرۍ جونو ، جولای رومی پاچا جوليس د دې ټولو ورځو او مياشتو نومونه د شاپېريو او خدايانو له نومونو اخيستل شوي او دا هغه مياشتې او ورځې دي چي د دوئ لمانځنه پکي کېدله اوس ته ووايه زما لپاره د خوښۍ ځای دی که نه؟.
پ:- نن سبا د سوداګرۍ دور دی او هر سړی غواړي په خپل کاروبار کي نوي بدلونونه راولي ايا ته هم په خپل کار کي نوی بدلون راولې؟.
ش:- ډېر هوښيار شوې ورو – ورو غواړې زما په ټول پروګرام پوه شې د ځينو خبرو په کولو کاروبار بندېږي خو تاسو الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم زما په ډېرو دسيسو خبر کړي ياست او تاسو ګټه ترې وانه خيسته اوس به زما په بيان تاسو څه شی وژغورئ؟ تاسو په ډېر خوند يوه پښه پر بله اړولې ناست ياست او زه په ټول توان مصروف يم چي څوک پوه نه شي ، وخت لږ دی د جرائمو صرف يوه طريقه درته ذکر کړم خلکو وړاندي پر غاليو او کرسيو په ناسته لوبي کولې خو ځينو ناپوهو دوستانو په بازارونو کي په کښېنستلو لوبي پيل کړې چي هر څوک يې بد ګڼي او عام خلک زما له کنټروله پر وتلو شول اوس ما ډېره نوې او خوندي لاره خپله کړې ده. ښاغلې ! دا څه دي محترمه د کرکيټ لوبه ده د لکو په شاوخوا کي کسان را غونډ دي او کېدای شي داسي يو ناپوه نه وي چي پر قمار يې پيسې نه وي ټاکلې. وګوره! په يوه غشي څو ښکاره کوم. اول مي د ډيش په وسيله فحاشي ، بې حجابي او بدکاري خپروله خو اوس قمار ښه ګټه کوي لوبه په انګلستان کي ترسره کېږي او قمار د پاکستان او افغانستان په لارو کوڅو کي وي. که د جلال اباد په ستر لوبغالي اويا شارجه کي وي نو هر ځای د قمار څپې وي. پر دې سربېره په لکونو کسان د جمعې او نورو لمنځونو له کولو منعه کوم. د مازيګر وخت تېر شو ، د ماښام وخت له لوبغالي په وتلو کي له لاسه ووت ، ماخوستن د ستړيا له وجې او سهار له خوبه د نه پورته کېدلو له کبله. ډېری داسي کسان هم د لوبي له کبله زما په دام کي ښکېلېږي چي په عادي وختونو کي په ډېره پابندي لمونځ کوي. باور وکړئ هغه وخت زه ډېر وېرېږم چي هسي نه پر لوبغالي د اور باران وشي ځکه هلته يوه لور ته د جمعې وينا روانه وي او بل لور ته د لکونو مسلمانانو لويه غونډه په نارو ، چکچکو او شاباسيو بوخته وي.
پ:- بيا – بيا ساعت ته ګورې خير خو دی؟.
ش:- تا راډو ساعت د خلکو د ليدلو لپاره تر لاس کړی مګر زه يې سم استعمالوم زما هره ثانيه ډېر قېمت لري، ستاسو يې څه هر ځای چي مداري ووينئ په ساعتونو – ساعتونو يې نندارې ته ولاړ ياست.
پ:- وروستۍ پوښتنه ده کوم داسي ځايونه دي چي هلته له تا ځان ژغورل ډېر ګران دي؟.
ش:- هسي خو هر ځای يو ډول کوشش کوم خو څو داسي ځايونه دي چي ډېر کم به خلک زما له دسيسو ژغورل کېږي.
* کله چي يوه نامحرمه ښځه او سړی يوازي وي نو هغه وخت يې درېيم زه يم. په دې وخت کي زما له جاله وتل ډېر سخت وي، پخوا مي د داسي ځايونو دپيدا کولو لپاره ډېر کوششونه کول مګر اوس ...
* کله چي څوک په غوسه وي نو د هغه په رګونو کي د وينې پر ځای زه په منډه يم د پنځو روپو په خاطر د قتل په شان لوی جرم رامنځ ته کوم د خلکو د غوسه کولو لپاره مي پخوا ډېري هڅې کولې ، خلک ساړه وو خو اوس خلک ډېر مصروف دي هر سړی په منډه دی په دې ګناه کي مي ډېر هغه لوی عالمان هم ښکېل کړي دي چي خلک پر هغوئ د نيوکې پر ځای ورته خاندي. په اصل کي علم ډېر ګرم وي ، په تاسو کي ځيني داسي هم دي چي په غوسه کي د لېونتوب پر ځای په واک کي وي هغوئ چي هر وخت غوسه کوي نو پر کمزوري يې کوي.
* کله چي څوک د الله په لار کي مال لګوي نو په ډېره مينه ورته وايم ته خو هوښيار سړی يې په خپله پيسو او مال ته ډېر ضرورت لرې که د کاروبار پيسې همداسي ورکړې نو څه به درته پاتي شي؟ له وړاندي لا کار خراب دی په همدې پيسو د مېرمنې لپاره د سرو زرو ګاڼې واخله درڅخه خوشاله به شي ، رنګين ټلويزون ، وي سي آر ، ډيش او د کور نوري اړتياوې لومړی پوره کړه. بله خبره داده چي د نورو ماشومان په موټر کي ښوونځي ته ځي ستا هغه پر سايکل ، که بيا هم منعه نه شي نو ورته وايم: ښه! چي لمونځ ختم شي نو د ټولو خلکو په مخ کي يې مستحق ته ورکړه.
* څوک چي جهاد ته د تللو اراده وکړي زه سمدستي له افسوس سره ور رسېږم ، نېکۍ دي وړاندي هم ډېري کړې د دومره ګران ثواب تر لاسه کولو ته څه اړتيا ده چي سر دي پکښي ولاړ شي دا دومره پراخ کاروبار به څوک سمبالوي، مېرمن به دي کونډه شي ، ماشومان به دي يتيمان شي ، ډېره ګرمي ده ، يخ دی ،د کاروبار وخت دی ، تر اوسه تا څه ليدلي دي؟.
* کله چي څوک د ږيرې پرېښودلو اراده وکړي نو سمدستي د خواخوږۍ په شکل ځان ور رسوم دا څه دي؟ اښه دا د ږيرې پرېښودلو وخت دی؟ ايا د واده کولو پېشن نه دی؟ تاته به هيڅوک د نجلۍ درکول خوښ نه کړي که له دې وسوسو خوندي شي نو د کورنۍ په وسيله پشار پرې راوړم چي که ږيره ونه خرېيې نو زه ستا پلار او مور نه يم.
دا خو د زلميانو کيسه وه پاتي شول د پاخه عمر خلک نو هغه په ډېره مينه پوهوم چي د الله بنده ! عجيب کار دي شروع کړی ايا ته غواړې چي مېرمن دي ځوانه ښکاره شي او ته بوډا؟ چي وېښتان دي تور وو خو سيي وه مګر اوس خو بالکل سپين دي بابا شوې د کورنۍ نوي ځوانان به دي اکا بولي ، د شکل او صورت له مخې خو وړاندي لا ختم يې. ښکلا به دي ختمه شي او دا خبره خو ځوان وي که سپين ږيری دواړو ته کوم چي ږيره پرېښودل مي زړه غواړي خو په دې سره ښکلا ختمېږي سړی ښه نه ښکاري. ګوره ! ما د هرې پوښتنې ځواب درکړ اوس د يوې خبرې ځواب ته هم راکړه دا ووايه چي د کائناتو تر ټولو ښکلی شخصيت څوک دی؟.
زه به درته ووايم:- محمد صلی الله عليه وسلم.
ش:- ستاسي پر دې دويم نمبر امتي کېدو افسوس دی په ايمان ووايه ايا هغه ږيره نه درلوده؟ د اجازې تر غوښتلو وړاندي که بده نه ګڼې نو يوه بله پوښتنه کوې له ما سره د مرکې کولو په موخه مو پوه نه شوم که دي هدف دا وي چي په رسنيو کي يې کور – کور ته ورسوې څو خلک زما له دسيسو ځان وساتي نو ياد ولره که دي داسي وکړل نو هيڅوک به تر ما بد نه وي. لږ تر لږه تا خو نه پرېږدم او داسي جال به وغوړوم چي وتل به ترې ګران وي.
پ:- اې د ځان او ايمان دښمنه ! تر ثانيه په کمه موده کي دا خونه خوشي کړه او ووزه څومره چي دي وس وي کوشش وکړه د الله په توفيق به اوس زه هر څه ته پوره پام کوم.
ش:- څه ته به توجو کوې په تاسو کي څوک ما ليدای شي؟.
پ:- که زه تا نه شم ليدلای نو ته هم په خلاصو غوږو واوره زه هم خپل ځان هغه ذات ته سپارم چي ته يې نه شې ليدای.
أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ * وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ *
( المؤمنون : ۹۷ ، ۹۸ )
ژباړه: اې ربه! د شيطان له وسوسو ستا پناه غواړم او په تا له دې پناه غواړم چي دوئ ماته راشي.
http://www.saamon.com/archive/bilabil_fullstory.php?id=289
الله جل جلاله دي موږ او ټولو مسلمانانو ته د نېغي او مستقيمې لارې هدايت وکړي ، الهي ! له شيطاني وسوسو ، دسيسو او چلونو مو خوندي کړې . آمين