نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوه طرف ته پړانګ او بل طرف ته پاڼ ده
Naeem sadat
17.11.2011
۷۸۶
ګراڼو ورڼو السلام علیکم
یو طرف ته پړانګ ده او بل طرف ته پاڼ ده ،
څنګه چی د حامد کرزی او صبغت الله مجددی له خبرو ښکاری پړانګ پاکستان ده او د پړانګ څخه دخلاصیدو په موخه موږ باید ځان پاڼ ته ورواچوو
چی پاڼ دغربی استعمار دایمی غلامی او د منطقی د خلکو سره دایمی دښمنی ده
چی هغه دروم دامپراطور کنستانتین خبره را یادوی چی ( به جنګ بینداز و حکومت کن )
دګوډاګی رژیم اداره د امریکا د متحده ایالاتونو سره د ستراتیژیک تړون چی دامریکا د متحده ایالاتو په افغانستان کی د دایمی هډو دوهم نوم دی یا په بل عبارت د افغانستان دخلکو د اوسنی او اینده نسلونو دغلامی تړون ده په هکله داسی دلایل وړاندی کوی
اول : دافغانستان ملی حاکمیت او تمامی ارضیت د ګاونډیو هیوادونو لخوا څخه په خطر کی ده
دوهم : افغانستان د دیرشو کلونو په جنګ کی ډیر وران شوی ، او ددی لپاره چی پخپلو پښو ودریږی بیا رغونی ته ضرورت لری او دا بیا رغونه دامریکا د متحده ایالاتو له مرستی پرته نشی کیدای
په دغو دلایلو د کرزی ګوډاګی اداره غواړی چی د امریکا متحده ایالاتو ته په افغانستان کی دایمی نظامی هډی ورکړی
خلاصه ددوی خبره داده چی ( یوه طرف ته پړانګ ده او بل طرف ته پاڼ ده )
د ګوډاګی اداری دا دلایل پوچ او بی بنیاده دی ، او ددی پوچو او بی بنیادو دلایلو په وړاندی کولو سره لاسپوڅی کرزی او انګریزی ملا صبغت الله مجددی غواړی چی دافغانستان مظلوم ملت د دایم لپاره د غربی استعمار خولی ته ور واچوی
اول داچی دوی وایی چی دافغانستان ملی حاکمیت او تمامی ارضیت د ګاونډیو هیوادونو لخوا څخه په خطر کی دی
دنجیب دحکومت له ړنګیدو څخه چی د افغانستان اردو ړنګه شوه تقریباً شل کاله کیږی چی موږ منظمه اردو نلرو او ددی شلو کلونو په بهیرکی چی موږ منظمه اردو نلرله دکوم ګاونډی هیواد اردو افغانستان ته را ننوتلی ده ؟ یا یی افغانستان اشغال کړی
که چیرته ګاونډیو هیوادونو کولای شوای او یا یی دا جراَت لرلی چی افغانستان اشغال کړی نو د ۱۹۹۲ څخه به یی تر ۲۰۰۱ میلادی کال پوری اشغال کړی وو چی افغانستان اردو نلرله او نه امریکایی پوځونه دلته میشت وو
دا خو هر افغان ته معلومه ده چی همسایه هیوادونه د افغانستان دخلکو له ویری هیڅکله داسی جراَت نشی کولای چی افغانستان اشغال کړی
او بیا تاسی دافغانستان تاریخ ته وګوری د افغانستان د ملی حاکمیت او تمامی ارضیت ساتنه همیشه خلکو کړی ده نه دولت
او بعضی وخت یی پداسی حال کی دا ساتنه کړی چی نه یی حکومت لاره او نه یی هم اردو
خبره پدی کی ده چی د کرزی اداره نه دخارجی خطر لپاره چی د افغانستان تمامی ارضیت تهدیدوی امریکا ته دایمی نظامی هډی ورکوی بلکی دخپلو داخلی سیاسی مخالیفینو د ځپلو او دخپل سیاسی د قدرت د ساتلو په موخه دا کار کوی
لکه شاه شجاع یا ببرک کارمل چی دخپلو مخالفینو د ځپلو لپاره یی د خارجی یرغلګرو سره دا ډول تړونونه کړی وو
پاتی شوه د استخباراتی لاسوهنو موضوع
نن صبا نه تنها د همسایه هیوادونو استخبارات په افغانستان کی لاسوهنه کوی ، بلکی د ۴۷ هیوادونو استخبارات افغانستان ته راغلی او دافغانستان په داخلی چارواکی لاسوهنه کوی
د ګوډاګی رژیم چارواکی وایی چی د امریکا د متحده ایالاتو دایمی نظامی هډی به موږ د منطقی د استخباراتو له لاس وهنی خلاص کړی
دا خبره ډیره غیری منطقی ده ، همدا ددوی په خبره کله چی د یرغلګرو ۱۴۰۰۰۰ پوځیان په افغانستان کی میشت دی او ددی سره منطقوی استخبارات په افغانستان کی لاسوهنه کوی
نو څنګه دا دلیل کیدای شی چی کله د یرغلګرو د پوځیانو شمیر په افغانستان کی لیږ شی او دایمی نظامی هډی ولری نو بیا به د منطقی استخبارات په افغانستان کی لاسوهنه نکوی
حال داچی د منطقوی استخباراتو د لاسوهنی مخنوی یواځی او یواځی د افغانستان دخلکو په وحدت او اتحاد چی د اسلامی عدالت په رڼاکی تامیندای شی کولای شی
را به شو اقتصادی موضوع ته
دا رښتیا خبره ده چی افغانستان د دیرشو کلو جنګونو په بهیر کی ډیر وران شوی او بیا رغونی ته ضروت لری خو دا بیا رغونه یواځی او یواځی موږ پخپله کولای شو
خو اشغالګر د افغانستان د خلکو له معنوی جګوالی او داشغال د نه منلو له روحیی سره د شناخت له امله نه غواړی چی په افغانستان کی دبیا رغونی پروسه عملی کړی یا نغواړی چی دافغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودریږی
دوی یواځی او یواځی خپلی نظامی ستراتیژی ته په کتو سره په افغانستان کی د سرک جوړونی پروژه مخته وړی هغه هم په ډیره لیږه کچه یوازی د خپل نظامی اړتیا په اندازه
حال داچی دافغانستان تقریباً له ۸۰٪څخه تر ۹۰٪ پوری خلګ په زراعت او مالداری خپل ژوند مخته بیایی
خو ددوی لخوا پدی ساحه کی هیڅ هم ندی شوی پدی لسو کالو کی د افغانستان په زراعتی مځکو نیم فیصد نوی زراعتی مځکه هم نه دی اضافه شوی
لوی بندونه نه دی جوړ شوی چی ترڅو زموږ شاړی مځکی زراعتی او موږ دخپل برق څښتن شو
او نه اشغالګر په اینده کوم پلان لری چی دا بندونه جوړ شی
ددی په عوض له تاجکستانه په اخستل شوی برق چی هغه هم یواځی د کابل ښار لپاره اکتفا شوی
هغه ددوی یعنی دانګلیسانو یو مطل ده چی وایی ( ماهی مه راکوه ماهیګیری را زده کړه )
اوس دوی هم موږ ته ماهیګیری نه را زده کوی بلکی خپل چټل پاتی شونی ماهیان را باندی خوری
زموږ کلیوال وطنوال د زراعتی مځکو د نشتوالی له سببه مجبور دی چی عربی یا نورو هیوادونوته د ډیر ارزانه کارګر په صفت د مزدوری لپاره لاړ شی
خو هغه خواری اومزدوری هم د هغه غلط او ناروا اقتصادی سیستم ( چی د اشغالګرو لخوا د افغانستان په خلکو تحمیل شوی ده ) د انفلاسیون خوراک شی
نوری هغه پیسی چی دوی یی دخیریه موسسو په نوم را لیږی هغه هم دهغه فساد چی په دوی او د ګوډاګی اداری په منصوبینو کی دی خوراک شی
نو کومه بیا رغونه دا هسی خوشی شعارونه دی چی اشغالګر غواړی زموږ ربړیدلی ملت پری غلط کړی
یرغلګروته د دایمی نظامی هډو ورکول یو لوی ملی خیانت ده ، چی ګوډاګی اداره یی غواړی وکړی او که چیری موږ ددی خیانت په دمقابل کی چوپ پاتی شو دا به زموږ خیانت وی د اینده نسلونو سره
سلامونه
tandar
17.11.2011
سلامونه
امريکا ددغه هدف لپاره دنيمي نړي څخه ځان قرضداره کړي
داجرګه مرګه هسي يونوم دي ،امريکايان په منطقه کي دخپل سياسي هدفو لپاره خپل نظامي قدرت په افغانستان کي ځاي پر ځاي کړي
داچه خلک تبصيري او هسي دخولي خبري کوي په درد نه خوري
خو جنګسالاران ورته زړه کي ګوړي ماتوي ،ځکه ددوي ژوند به ورسره تظمين او تئمين وي
ماته ددي جرګي نتيجه معلومه ده ،نظامي هډي جوړي شوي او وي به نه په ٢٠١٤ کال کي وځي نه په ٢٠٥٠ کال کي وځي چه زور نه وي
که څوک ورسره شپي تيرولي شي ښه او که ي نه شي تيرولي يابه کوم خواته تښتي پردي مزوري به کوي اويا به ورسره لکه پنجابي دغلامي شپي کوي
او که دچا په وجود کي د پلرونو او افغان وينه وي نو هډي به ې و ر وراني او هر سړي به خپل کورته رخصت کړي انشاالله
مننه