نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان په رسمي توګه او دتل لپاره خرڅ شو
tandar
16.11.2011
بن څه کوي په داخل کي هم دنني په ساختګي جرګه کي مي يوه پښتو کلمه وانه وريدله
دشمشاد په پښتو خبرو کي مي دغرزي نه تر نورو پوري ټولي بيانيي په فاړسي وي
امريکا نه بلکه انګريزان هم دپاتي کيدلو قرارداد غواړي
خلاصه داچه دا فغان خاوره خرڅه شوي او دتل لپاره
وګورو چه داحمد او ميرويس بچيان څه کوي
او په مجلس کي هم د ٨٠ فصيدو چپني په اوږو پرتي وي
بس خړ خړ ورته ګورو نيول ،وژل او دايمي اشغال روان دي
اصلي افغانه چه نن ملي قيام ونه کړي نو کله به ې کوي؟
مننه
watan1
16.11.2011
تۀ په جرمنی کی خپل خوبونه کوه
اوپه نوروخلکوقيامونه کوه
واوا ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
مصلح
16.11.2011
سلام علیکم!
[quote:2dd2681c71="watan1"]تاپه جرمنی کی خپل خوبونه کوه
اوپه نوروخلکوقيامونه کوه
واوا ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠[/quote:2dd2681c71]
ګل خبره دې وکړه ګرانه! وایی ځمکه هلته سوځي چې اور پرې بل وي!
د نړۍ ټول هېوادونه دمتقابلو ګټو په بڼسټ دخپلو ترمنځ ډول ډول تړونونه لري. مهمه خبره دا ده چې په دغو تړونونو کې د افغانستان ملی ګټې څرګندې او خوندي وي. امریکا او نورې غربی نړۍ سره ستراتیژیک تړونونه زمونږ لپاره لږ تر لږه لاندې دوه ګټې لري:
لومړﺉ دا چې د دغو هېوادونو په شته والي سره به په افغانستان باندې نړیوال باور زیات شي او پانګه وال دې ته هڅول کېږي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي چې عامو خلکو ته به د کار او بار ضمینه برابره شی.
دوهم دا چې افغانستان به زمونږ د ناځوانو ګاوندیو هېوادونو د لاسوهنې څخه تر یوه حده خلاص شی.
والسلام
سلامونه
tandar
17.11.2011
سلامونه
زما څخه خفه نه شي زه خارجي دتل لپاره په خاوره کي نه غواړم
ددي لاندي جملي په ليکلو سره که املاي غلطي نه وي نو حتمي دهمدغو چپنيانو نه ې او په اشغال خوشحاله ې
[/color] [color=red:d1c6a1744a]تا[/color:d1c6a1744a]په جرمنی کی خپل خوبونه کوه
ه څوک دافغان اولس سره مرسته کول غواړي بدون له اشغاله ې هم کولاي شي
دناموس تعريف
[color=darkblue]ازادي ،استقلال اوتماميت ديوي خاوري او ملت دهغي خاوري او ملت ناموس ګڼل کيږي
اوبل په مړو چا وطن نه دي ازاد کړي
ددي اډو په جوړيدو سره به دافغان نسل هم تغير خوري
سياسي ،
١، په اصل کي به دامريکا سفير دتل لپاره رئيس جمهور وي
٢،بهرني او داخلي امورات به دامريکادسفير په اجازه ترسره کيږي چه څوک وزير او څوک والي شي
اجتماعي
١،دامريکاي او انګريزي عسکرو دعياشي ،ديسکوګانو ،شراب خوري تاثيرات په ټوله افغاني جامعه باندي
٢، په زور دافغاني ناموس سره يو ځاي کيدل چه عواقب به ې دنسل تغير وي
ستا سو خبره جرمني کي خوبونه کوه، ې غټ مثال دي
٣٠ کاله مخکي مي ليدلي چه تورپوستو امريکاې عسکرو چه مصلح هم وه دکسل په ښار کي دسرک له غاړي يوه ځوانه نجلۍ چه له ملګري ياورور سره روانه وه تري عسکري جيپ ته کړه ،چه وروسته به ې څه پري کړي وي خداي خبر دي
ددوي په پاتيکيدو سره به په ډيرو کورنيو داسي تورپوستي او شين سترګي ماشومان وزيږول شي چه پلار به ې معلوم نه وي چه دکومي عسکري قشلي څخه و
دخارجيانو په پاتي کيدو سره دخپلي خاوري عواقب ډير وخيم وينم
مننه
دپنجابيasi او اشغالګرو په سر تندر
[quote:d1c6a1744a="watan1"]تاپه جرمنی کی خپل خوبونه کوه
اوپه نوروخلکوقيامونه کوه
واوا ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠[/quote:d1c6a1744a]
Re: سلامونه
monir
17.11.2011
[quote:e3ca043cc2="tandar"]ددوي په پاتيکيدو سره به په ډيرو کورنيو داسي تورپوستي او شين سترګي ماشومان وزيږول شي چه پلار به ې معلوم نه وي چه دکومي عسکري قشلي څخه و
دخارجيانو په پاتي کيدو سره دخپلي خاوري عواقب ډير وخيم وينم [/quote:e3ca043cc2][/quote]
څوک چې د اوږدې مودې یا تل لپاره د شنو سترګو په هېوادونو کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوی باید چې داسې خبرې مطرح نکړي !
سلامونه
tandar
17.11.2011
سلامونه
مونير صيب زما دزړه خبره دي کړي ډير عالي
وطن فروشانو يو تعداد کورني د٣٠ کلنو راپه ديخوا مجبوري کړي چه وطن خوشي او دشنو سترګو سره واړوي
او ددغوشنو سترګو په دي جنګ کي دپخوانه لاس و،اوس نو شنه سترګو راته دتل لپاره په زور دکورپه خوله کي واړول
هم دي په خپله وهي او هم دي په ايراني او پنجابي وهي
سوال دادي دڅه لپاره؟
ولي ې افغانستان اشغال کړو؟
ددي اولسي جرګي په اول قطار کي څوک ناست دي؟
ايادوي واقعا دملت نماينده ګان دي او که جنګسالاران او ددي ملت قاتلان دي ؟
اياجنګ ته همدغه اشغالګر لمنه نه ورکوي؟
ايااشغالګردهمدغه [color=red:12e59aa339]isi [/color:12e59aa339]پنجابي سره مادي او معنوي مرسته نه کوي؟
اياافغانان به له غارو راوباسي کورونه به ورته جوړ کړي؟
ولي په خپله امريکاکي ٣٠ ميليونه انسانان کور نه لري ،بيمه نه لري په غربت کي ژوند کوي ولي دهغوي غم نه خوري ؟
يعني زير کاسه نيم کاسه نشته؟
يعني خپلي ګټي پسي نه ګرځي؟ فقط اوفقط دغريبو ممالکو ويني وځبيښي اوبس٠
دا داشغالګرو پخواني پلانونه وه چه نن ې تطبيقوي
افغانستان بايد افغان ته وسپارل شي دوي پوهيږي او وطن ې ،جوړوي او که ورانوي ې
مونږ لوږه غواړو مګر مړه خيټه په اشغال سره نه غواړو ددي کار لپاره ملي قيام په کاردي نه دپنجابي غوندي غلامي
د isi ، ايراني او اشغالګرو په سر تندر
ahmad bilal
19.11.2011
محترم، دروند او زړه ته رانیزدو تندر صیب، خدای دي درته اجر عظیم درکړي چي د دغه نظامي هډو په هکله مو کلک دریځ نیولي او ورباندې لیکنې کوی.....
ملي قیام خو د هغه وخت څخه شروع شوی ؤ کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، او څوګ چې تری پاتی شو هغوي د نورو لیکو په هکله خپل خواهشات څرګند کړل.....
دویم بن به هم د لومړي بن په رنګ ناکام وي، دغه امریکايي افغانان چې د ډالرو په نشه کي یي خولی بندی دي، ریښتیا هم ځمکه هغه سوځي کوم ځای چي اور لګیږي نو دوي څه پوهیږي چې د ملت او شخصي ناموس څه وي، دوي ته به هغوي څه وايي ځکه له دوي څخه خو کار نه کیږي نو ځکه هغوي ته هم د نرانو افغانانو په څیر نه ښکاري.........
دا بعضی یا خپله نه پوهیږي او یا ډیر ضر غولیږي، دوي پس د لسو کلونو په دي هم پوه نشول چې د امریکایانو موجودیت موږ ته څه ګټه راکړه (ملت ته نه د هغوي جیبونو ته) بلکه په لکونو افغانان یې ووژل، آیا دوي د فاسفورس او یورانیم بمونو ته پانګونه وايي؟؟؟؟
تندر صیب خدای دی تل د آی ایس ای، شنو سترګو، سی آی ای په سرونو تــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنـــــــــــــــــــــــــــــــــــدر لره!!! او خدای دي ډیر عمر درکړي.. آمین
پتوال
03.12.2011
د تندر صيب ليکنه ټيک او په زړه پورې ده ، طالبان ورونه هم بآيد ترې پند واخلي :
د آزادۍ پاڅون بايد د لر او بر افغان د آزادۍ پاڅون وي
له امو تر اباسينه افغاني خاوره د انګلو امريکايي استعمار او د هغوی له پنجابي لاسپوڅو څخه خلاصه کړي ، که نه دا پاڅون به نه ملي
او نه اسلامي صبغه وموندي اوهسې د ISI د اجيرانو د تور لښکر په توګه به ماتې وخوري ، افغانان د نيم افغانستان آزادي نه، بلکې د ټول
لر او بر افغانستات آزادي غواړي او په همدې شرط له طالبانو سره دريدای شي ، نه په دې شرط چې بر افغانستان هم ISI ته وسپاري !