نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
واو! د خوشالي ځای !
pattang
13.11.2011
د اتحاد علماء افغانستان اعلاميه
مولانا ذاکرى صاحب13.11.2011 10:32
الحمدلله والصلوة على اهلها اما بعد :
قال عزوجل :
الذين يکتمون ما انزلنا من البينات والهدى من بعد ما بيناه للناس فى الکتاب اولئک يلعنهم الله ويلعنهم اللاعنون. (سوره البقره) .
و قال :
وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ
و فى الحديث : اذا تبايعتم بالعينة واخذتم اذناب البقر ورضيتم بالزرع و ترکتم الجهاد سلط الله عليکم ذلاً لاينزعه حتى ترجعوا الى دينکم ، رواه ابو داؤد .
د اتحاد علماء افغانستان اجتماع د شيخ عبدالله ذاکرى په مشري جوړه شوه ، په افغانستان کې د راتلونکي امريکايي لوي جرگې پر موضوع بحث وشو، کله چې پر يو اسلامي ملک کفار تجاوز وکي د هغه ځاى پر مسلمانانو جهاد فرض عين دى، دغه کتابونه دى وکتل شي، هدايه ج – ٢ ص ٥٣٧ ، کنزالدقائق ص ٩٩، السراجيه على هامش قاضيخان ج ٢ – ص ٣٨ ، المبسوط للسرخسى ج – ١٠ ص ٣ ، فتح القدير ج ٥ – ص ١٩١ ، بدائع الصنائع ج ٧ ص ٩٨ ، التاتار خانيه ج – ٥ ، ص ٢٢١ تبيين الحقائق ج ٣ – ص ٢٤١ ، مجمع الانهر ج ٢ ، ص ٤٠٧ ، عالمگيرى ج ٢ ص ١٨٨ ، ردالمحتار ج ٣ ، ص ٢٤٠ ، وغيره، د ٦٣ کالو را په دې خوا د امريکا په حمايه د مسلمانانو قبله اولى بيت المقدس د يهودو په قبضه کې ده، او د هغه ځاى د اوسيدونکو قتل روزانه دوام لري، په ١٣٥٧ هـ ش کې شوروي پر افغانستان تجاوز وکړئ د الله جل شانه په نصرت د افغانى ١٤ کلن جهاد مقدس په برکت د شوروي ټغر د افغانستان او جهان څخه ټول سوالمانونه، يمنونه سره متحد شوه، او د آسياء ميانه دولتونه د ٧٠ کلنى غلامۍ څخه د شوروي خلاص شوه، امريکا ته ميدان خلاص شو، د صدام او کويټ په بهانه يې دونيم ( ٢٥٠٠٠٠) لکه فوج حجاز مقدس ته داخل کې ٤٣ اډې يې جوړي کړې، د عراق مسلمان ملت يې قتل عام کې، او سرمايې يې چور کړې، او په ٢٠٠١ ميلادى کې پر افغانسان تجاوز وکړو بې حسابه افغانان، نر او ښځې ، زاړه او واړه يې په اور وسوځول، ذخائر او معادن يې لوټ کړل، د امريکا په جنايت کې د افغانستان همسايه گان ٦ جمع دوه ٢ شريکان دي، ځکه دوى د امريکى د راتگ سره افغانستان ته توافق وکړو، اوس فتنه دوى ته متوجه ده، او دوى يې حيران کړې دى، په پرون کې د امريکا په مشرۍ د ليبيا مسلمان ملت وټکول شو او نن پر شام، يمن وغيره اسلامي ملکونو باندې نوبت ولاړ دي، د امت مسلمه راعيان او چوپانان دوې ٢ ډلې دي، ١ – ديني علماء کرام، ٢ – د اسلامي ملکونو سياسي واکداران، ١ – علماء عرب وي که عجم په دغه ٦٣ کاله کې د امريکا، روس وغيره متجاوزينو کفارو په خلاف د فرض عين جهاد فتوى په اتفاقي ډول نه ده صادره کړى، په داسې حال کې چې يو ملعون پادرې پر قرآن مجيد د اعدام فيصله باسي او په اور کې يې سوزي، او بل، منحوس پادري بيا د نبي عليه السلام د شان مقدس توهين په کراتو، مراتو کوي، او هيڅ خوف نه کوي او د امت مسلمه علماء خاموش او ساکت دي، او ٢ ډله سياسي واکداران اکثريت يې د امريکې په قومنده د عراق افغانستان، ليبيا، وغيره اسلامي ملکونو په قتل عام کې فوجي حصه واخيستله او د دوى اډې استعمال شوې، دا اوس په افغانستان کې عرب، ترک، تاجک وغيره فوجونه د افغانانو سره جنگيږي (والى الله المشتکى) ( الغرض) اوس اورېدل کيږي چې په افغانستان کې په نامه لويه جرگه جوړيږي او هدف يې معلوم دي چې افغانستان په قانوني ډول خرڅ کې د پورته کتابونو په حواله چې د متجاوز کافر امريکا سره جهاد فرض عين دى، د هغه کافر سره جوړه کول، او وطن قانوني و هغه ته سپارل او د هغه کافر جنايات لکه قتل عام کول، ذخائر چورول، او په اسلامي مملکت کې کليساوي جوړول، او فحشا او منکر رواجول، او د قرآن کريم په مقابل کې يو شيطاني کتاب په نامه د الفرقان جوړول، او پر نبي اکرم صلي الله عليه وسلم د مفسد نوم ايښودل وغيره، دا ټول ذکر شوي جنايات د امريکا صرف نظر کول او کافري امريکا ته په اسلامي مملکت افغانستان کې قانوني ځاى ورکول، او وطن پر خرڅول، د اسلام د مقدس قانون څخه خلاف کار دي، که څوک پر قران ايمان لري هغه دا کار نه کوي، او هر څوک د افغانستان چې د امريکا سره جوړه وکړي، او د دوي په قبضه او قانون راضي شي د هغه چا او امريکا حکم يو دي، د اسلام د مقدس قانون مطابق چې فرمائي: رضا بالکفر کفر، هغه څوک مسلمان نه دى او د هغه سره به دغسى جهاد کېږي لکه د امريکا سره چې کيږي، امريکا به ٣ کاره کوي، ١ – دي خپل شکست اعلان کړي، ٢ – خپل لنډ غر دي وباسي، ٣ – د افغانانو جاني او مالي خسارى دى ورکړي، تر هغه وروسته د افغانستان د مسلمان ملت هغه خلک چې افغانستان يې د شوروي او امريکا څخه آزاد کړې دي، هغه څوک به د شوروي او امريکا سره پر سياسي ارتباطاتو د اسلام د اصول مقدسه مطابق فيصله کوي، او په نامه لويه جرگه چې اکثريت اعضاء به يې هغه اشخاص وي ، چې په پرون کې يې روس افغانستان ته راوستي چې په نتيجه کې يې ١٦ لکه افغانان قتل شوه، او په نن کې بيا د امريکا ترڅنگ ولاړ هغسې جنايات يې وکړه چې د بشر په تاريخ کې يې نظير او مثل کم پيدا کيږي، دغه مجرمان په اسلامي افغانستان کې د فيصلى حق نه لري، او که فيصله وکړي هيڅ اعتبار نه لري.
په آخر کې توصيه : علماء کرام عرب وي کې عجم د فرض عين جهاد فتوي دي په اتفاق سره صادره کړي او خپل اسلامي مسؤليت دي رفع کړي جهاد چې د اسلام يو اهم فرض دي، اوس يې کافران په دهشت گردۍ ( ترهگرۍ) او فساد معرفي کوي، او د افغانستان گاونډيان وغيره بايد افغاني جهاد حمايه او تقويه کړي لکه څه رنگه چې د انگريزي او روسي لعنت څخه الله جل شانه د افغانانو د جهاد په برکت نړۍ خلاصه کړه، ان شاء الله العزيز عنقريب به د دې جبارى امريکا د ظلم څخه جهان خلاص کړي، و ما ذالک على الله بعزيز .
سرپاڼه
طالب ISI
16.11.2011
پتنګ صاحب هغه وقتونه د خدای پاک وبښي، چې څو تنه ملان به د پردیو په اشاره سره یوځای شول او خلک به یې د خپل وطن ورانولو ته د جهاد په نامه سره را ټول کړل.
او بل دا چې خلک د اسلام څخه زیات خبر شول نو د ملانو ریښتیا او دروغ هم زر ورته ښکاري.
کوم خلک چې اوس له طالبانو سره کار کوي ، یواځې په تښتونو، وژنو کې پیسې پیدا کوي، که نه هغه هم نه ورسره یوځای کیږي.
که مولوي صاحب ذاکر د صلحې یا د وطن د آبادی لپاره یا خو د تعلیم او تربیه لپاره داسې کوم فتوا صادره کړې وی، خلکو کې به یې زیات ځای موندلی و.
پتوال
17.11.2011
[quote:c3a9aebeb6]امريکا به ٣ کاره کوي، ١ – دي خپل شکست اعلان کړي، ٢ – خپل لنډ غر دي وباسي، ٣ – د افغانانو جاني او مالي خسارى دى ورکړي، [/quote:c3a9aebeb6]
دا ډيرې سمې برحق او اړينې غوښتنې دي خو همدغسې نورې درې اړينې ، برحقه او سمو غوښتنو سره دې بشپړې شي لکه :
١- ISI دې هم په افغانستان کې خپلې لاسوهنې قطع کړي
٢- طالبان دې دISI له چوپړيتوب او وابستګۍ څخه لاس واخلي
٣- ISI دې په ځانمرګي بريدونو کې د بېګناه خلکو د وژنې تاوان ورکړي يعنې د افغاني شهيدانو په تعداد دې د ISI لوړپوړي غړي د افغانانو په لاس
اعدام شي
ددې شپږواړو غوښتنو د پلي کولو سره به سم او موازي هيواد ته آزادي سوله او پرمختګ دريواړه راستانۀ شي او بهير به يې پيل شي !
هیښ
21.11.2011
سلامونه
ډیر دشکر ځائ دئ چې دافغانستان په غیرتی خاوره کې داسې معزز او محترم دیني عالمان او فقها شته دي ،چې د تجاوزګرانو ،اشغالګرانو او دهغوئ داجیرانو د زر،زور او تزویر تر تاثیر لاندې نه دی راغلي ،خپل دیني ،ایماني او روحاني رسالت ئې دپیسو ،شهرت ، منصب اوشیطاني قدرت دپاره نه دئ خرڅ کړئ، دحق دویلو او اظهارولو جرائت او جسارت ئې له لاسه نه دئ ورکړی اودهمدې دیني رسالت په بنسټ افغان مسلمان وولس ته دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره دبرخورد په هکله هغه څه چې الهي امردئ بیانوي ،ترڅو ددې االهي ارشاداتو مطابق دیوه مؤمن او مسلمان په توګه خپل اسلامي مسؤلیت اووجایب درک کړي ،ځانونه پرې خبر کړي اوپه عملي کولو کې ئې خپل تعهد او ایمانداري په اثبات ورسوي.
دتاریخ په اوږدو کې داسلامي وولسونو په برخلیکونو باندې داستبدادي او ظالمانه رژیمونو ددوام داره تسلط او دې غیراسلامي او غیر وولسي رژیمونو ته دکاذب مشروعیت ورکولو عمده علت دمبارز روحانیت نه موجودیت او داسلام ددین انحصار ددرباري اخوندانو،ساختګي حضرتانو او پیرانوپه ولكه كې و.همدا وجه ده چې هغه لوئ تغیرات او تحولات چې داسلامي ملتونو په سیاسی،اقتصادي ،فرهنګي ،علمي او حقوقي برخو کې باید راغلي وائ ، ټولنیز عدالت برقرار شوئ وائ او اسلامي امت هغه ښایسته او مناسب ځائ په نړیواله ټولنه کې نیولئ وائ او داسې نظام ئې جوړ کړئ وائ چې په اجتماعي عدالت ،انساني کرامت ،بشري حقوقو او ټولنیزه رفا ه کې دنورو دپاره مثال ګرزیدلئ وائ،دهمدې دین ته خائنو ،چاپلوسو او اجیرو تش په نامه روحانیونو دکړو وړو له امله منځ ته رانه غلل ،بلکه داسلامي امت دذلت ،وروسته پاته والي ،فقر او پردیو ته داحتیاج اسباب ئې داستبدادي رژیمونو دبقادپاره برابرکړل او داسارت په لومو کې ئې وولسونه بندکړل .
چې ډیرښه واضح او ژوندۍ مثال ئې په اشغال شوي افغانستان کې ددې جعلي پیرانو ،حضرتانو ،شیخ الحدیثانو او دالهیاتوداستادانو او پروفیسرانو غیراسلامي خائنانه دریځ او داشغالګرانو سره دافغان وولس په قتل عام او ځپلو کې ملګري او همکاري ده.
خو له نیکه مرغه نن ورځ دمبارز روحانیت دراپیداکیدو له کبله داسلام دین ددربارونو ،امیرانو ،پاچاهانو او امپراطورانو دتاج او تخت نه ددفاع په ځاي دوولسونو دازادۍ ،استقلال او دهغوئ دخدائي او طبیعي حقوقو دلاسته راوستلو له پاره یواطمیناني او قوي وسیله ګرزیدلې ده چې دظالمانو ،متجاوزینو او استبداد ګرانو طاغوتي او پوشالي قدرتونه ئې نابودیدو ته نږدې کړي دي اوانشاءالله چې داسلام ددین دبرکت ا و دمبارز روحانیت دموجودیت له کبله به حق په باطل کامیابه او دظالمانو سلطه به ختمه کړي او مسلمان ملتونه به داوسني ذلت نه نجات پیدا کړي.
یوه بله موضوع چې زما په نظر ډیره مهمه ده ،هغه داسلام ددین تشریح ،تفسیر،تاءویل او توضیح ده ،چې دعلمایې کرامو او دیني سکالرانو مسلک دئ ،نوکه یو او یا څو دیني عالمان دقران او احادیثو په استناد او مؤثقو حوالو یوه موضوع بیانوي ،دهغې دثقه توب او اصلیت په باره کې یوازې هغه څوک څه ویلائ شي چې پخپله ددین عالم وي او داسلام نه پوره اګاهي ولري.
داسلام دین د Youtub انترنیتي پاڼه نه ده چې هرڅوک دخپلې خوښې ،فوتو،ویدیو او تبصره په کې پورته کړي او دنندارې دپاره ئې کیږدي او دذوقونودراجلبولو دپاره په کې هرې نخرې وکړي.
داسلام په دین کې واضح الهي احکام او درسول اکرم(ص)احادیث دي چې یو مسلمان ئې باید په زړه تصدیق او په خوله اقرارکړي.دلته دځانه تبصرې او یاوه ګوئې دایمان خطر لري ،چې یومسلمان جداً باید ځنې خودداري وکړي.
داتحادعلمای افغانستان اعلامیه د قران کریم دایتونو او نورو اسنادو په بنا چې حوالې ئې ورکړل شوي دي صادره شوې ده ،نو که څوک ئې ردوي باید دلایل ئې دخدای(ج)دکتاب او یا نورو دیني منابعو په اساس وي ،نه دشخصي نظر په بنا.
همدارنګه یوې بلې مسئلې ته هم باید اشاره وکړم ،چې په اسلام کې دظالم ،متجاوز،غداراو خائین په مقابل کې قیام او مبارزه یو کلي او غیرمحدودمفهوم لري ،دزمان ،مکان ،سمت ،نژاد،ژبې ،رنګ،توکم،قرابت ،داخل او خارج په قید کې نه راځي ،له دې کبله په هروخت کې ،هرځائ کې چې ظلم او ستم وي په مقابل کې ئې د جهاد او مبارزې امر شوئ دئ او باید وشي او دظلم سلطه ئې باید ختمه شي،داکه پښتون وي ،تاجک وي ،بې دینه وي که کوم دین ته منسوب وي ،داخلي وي که خارجي وي ،خپل وي که پردئ وي.هدف دستم او استبداد څخه دخدای(ج) دمخلوق نجات پیدا کول دي.
مننه