د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان: په پنجاب کې د ای-ای-آی لس تنه افسران ووژل شول

عادل عادل
12.11.2011

السلام علیکم

لاندې خبر مې د پتوال صاحب لپاره راوړی دی:)

پاکستان: په پنجاب کې د ای-ای-آی لس تنه افسران ووژل شول
سرچینه : نن ټکي اسیا

دپاکستان دپنجاب ايالت دچکوال په سيمه کې نن له سخت دريځو سره ديوې جګړې پرمهال دپاکستان دپوځي څارګري ادارې لس تنه افسران ووژل شول.

دتفصيلاتو ترمخه دغه نښته دچکوال دسيمې دچمبل په غرنۍ سيمه کې هغه مهال ونښتله چې پاکستاني پوځيانو،پوليسو دڅارګري ادارې دمامورينو دراخلاصولو په نيت دلته عمليات پيل کړل. دغه کسان نژدې دوه اونۍ وړاندي دمذهبي تندلارو له لوري تښتول شوي او دچمبل په غرنۍ سيمه کې ساتل شوي وو.

پوځيانو اوپولیسو نن سهار وختي سيمه ترمحاصرې لاندي ونيوله او دسخت دريځو په مورچو اوپټنځايونو يې د توغندويو او درنو وسلو ډزي پيل کړې.
خو وسله والو مخالفينو سخت مخالفت وکړ او دشا له لوري په بريد کې يې دپاکستان دپوځي څارګرۍ ادارې ملټري انټلي جنس (ايم آي) پنځه تنه افسران ووژل.

نن آسيا دځانګړو سرچينو له لوري خبره شويده چې د دغې ادارې پنځه تنه نور يرغمل مامورين هغه مهال ووژل شول چې پوځيان د وسله والو پټنځايونو ته ورنژدې شول.

دپاکستان پوځي وياند په دغه جګړه کې د څو تنو تندلارو دوژلو ادعا هم وکړه او زياته يې کړه چې جګړه لاهم روانه ده.

دوياند په وينا ددغې جګړې جزييات به وروسته درسنيو په واک کې ورکړل شي.

ياده دي وي چې دپاکستان دپنجاب ايالت جنوبي برخه چې زياتره اوسيدونکې يې سراييکيان او نيازي پښتانه دي له اوږدې مودې د مذهبي وسله والو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز ګڼل کيږي. دپاکستان دجهادي ګوندونو زياتره مشران په همدغه سيمه پوري تړلي دي په داسې حال کې چې دشيعه ګانو پرضد فعال وسله وال تنظيم سپاه صحابه هم دلته ژوري ريښې لري.

------------------------------------------------------

پورته خبر په ورته بڼه په www.nunn.asia کې لوستلای شی.

خدای خبر د ورته ډول بې شمېره خبرونه به د سانسورځپلې میډیا پر مخ ځکه نه راځي چې په سپیڅلي مقاومت باندې د لر او برو افغانانو باور پیاوړی نکړي!

ایا همداسې نده؟


عنوان

tandar
12.11.2011

داچه مداخله کوم بښنه واړم
دا خوشخبري يواځي دپتوال صيب لپاره نه ده دهر واقعي افغان لپاره ده چه ددوي ميندي هم دافغانانو دميندو دسرو اوښکو له احساسه لږ عبرت واخلي
asi ې دوطرفه وهي افغانه ويښ شه که په پښتو پوهيږي
ديو ملي قيام په هيله
اول دasi اوبيا دcai او نورو دشمنانو په سر تندر
تربيا


پتوال
02.12.2011

عادل صيب زيری دې (بدل )په زوی شه، صالح درته رالوی شه، په علم و ادب پوی شه او بختونه پرې راتوی شه ! السلام !

د پاکستاني طالبانو د يوې برخې په اړه خو دا کومه نوې خبره نه ده، کومه برخه چې د ISI له لاسه وتلې او له ډيره وخته راهيسې
پر هغوی راګرځېدلې ده مثلا لکه د محسود ډله ، چې اوس ورسره ISI د روغې جوړې لارې لټوي خو نه موفق کيږي!
څنګه چې اعمال په نيت پورې اړه لري نو که څوک يو ښه تخم هم په بد نيت کري بد حاصل به ترې ريبي !
که افغاني طالبان هم دISI په بد نيت پوه شي او په ورته ډول سزا ورکړي لر او بر افغان به يې ننګه وکړي ، د الله په مرسته به د ښاغلي تندر صيب آرمان
هم پوره او په ISI او CIA دواړو به ميندې بورې کړي ! امين !


طالب ISI
03.12.2011

عادل صاحب ، پتوال او تندر ته بیا ګرم سلامونه،

ګوره عادل جانه دا ښه زوري یواځې په پتوال صاحب کوې، مونږ نه پکې یادوې (':(')!(':(')

پتوال صاحب طالبان هم د پاکستان په چلو ښه پوه دي، خو دوی فکر کوي چې که ای،اس،ای نه وي دوی ته به عملیات او نور کارونه سخت شي. د یوه دوست په وینا چې ای،اس،آی طالبان هر ځل پدې ډاروي چې که خوله مو کوم ځای کې بې ځایه وخوځوله نو بیا خو پوهیږی چې هم ډالر درباندې اخلو هم مو ورسپارو.

او همداسې یې کړي هم دي.

ځکه خو په ملا عبدالعزیر باندې دوه ځله ځامرګي بریدونه وشول. یا ملا برادر غوندې خلک یې نظر بند کړي. دوی دغه کارونه د جهاد وقت کې هم کول ، په هغه وقت کې به یې د یوه تنظیم کسان وژل او داسې به یې ښوده چې دغه بل وژلي، تر څو منځو کې سره جوړ نه وي. حتا ویل کیږي چې ځینو قوماندانانو ته به یې فاحشې ښځې برابرې کړې، قوماندان به هم د سنګرو دوړو او سختیو وهلی و، بل خوا د پاکستان ګرمې وه نو د ټینګې نه و، خو چې کله به یې کار وکړ ، فلم به یې هم ترې ډک کړی و، نو بیا مجاهد مجبوره و چې افغانستان ورته په بل مخ کړي.

که پاکستان د افغانانو د جهاد سره خیانت نه وی کړی، وروسته یې تنظیمې جنګونه نه وی پیښ کړی، نن به امریکایانو څه کول، نن به ددوی پوځیان، ای،اس،ای واله نه وژل کیدای. که دوی د قبایلو پښتنو سره ظلم نه وی کړی، د هغوی حقوق یې نه وی خوړلي ، ولې به نن ددوی په ضد جنګیدلی.

خو عادل صاحب که تاریخ ولولې، د کنشکا، یما پاچاهانو په دور کې چې اسلام بیخې نه و، هم د کابل او پنجاب لانجې وې. ددغه خلکو سره زمونږ او تاسې دوه دونیم زره کلنه دښمني ده. داسې دښمن چیرته د مجاهد، چیرته د طالب دوست کیدای شي.

عادل صاحب د روسانو سره د جهاد وقت کې یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول. که په اته کالو او دولس میاشتو یې تقسیم کړو، د میاشتې ۱۵نیم زره کسان شهیدان شوي. پداسې حال کې چې په تیرو لسو کالو کې به مجموعې تلفات یو لکو ته نه دي رسیدلي. ځکه ملت نور پدې پوه شو چې د تیر جهاد مزې یواځې پاکستان او نړی وکړې، ورسره قوماندانانو. د طالبانو کیبلو، او اقتصادي مشکلاتو هم خلک ځورول.
نو ځکه نن یواځې ځینو محدودو ځایو کې انتحاري عملیات کیږي. که ټول ملت داسې ولټیږي لکه د روسانو وقت کې نو باور وکړه چې امریکایان د یوې میاشتې زور هم نه لري. دا چې ملت ستړی دی، ستومانه دی، پکار ده طالبانو د پاکستان په خاطر نور د خلکو په ټپونو مالګې ونه پاشي بلکې ملحم پې وموښي. او دغه ملحم عبارت له ښه اقتصاد، ښو روغتونو، ښو ښونځیو ، ښو سړکانو څخه دی چې ددې ټولو په پایله کې د افغانانو اوسط عمر زیاتیږي او د ۴۲ په ځای په ۶۰ کې مړه کیږي، ځکه دا اوس اوس همداسې یو څه خپاره شوي چې د افغانانو اوسط عمر ډیر شوی.

که دغه بهرنی مرستې وي او طالبې نظم ، صداقت ورسره شي، نو ۸۰ ته به اوسط عمر وخیژي. زمونږ ګاونډ ملک هالنډ کې پنځوس کاله مخکې اوسط عمر ۴۵ کاله و، خو اوس یې ۷۹ ته رسولی.

ځکه په جوړ سړک مریض زر روغتون ته رسیږي، په لوړ معاش ښه ډاکتر کار کوي، په ښه اقتصاد ښه درمل اخیستل کیږي، روغتون ښه پاک ساتل کیږي.
معلم ښه درس ورکوی، شاګرد ښه درس زدکوي......په آخر کې ټوله جامعه ښه کیږي. او دغه ټول شیان د پنجاب په سر باندې تندر دی. ځکه هغوی همغه حالت غواړي چې کرنیل امامان مو مشران وي، او افغانی پیغلې په لاهور کې ددوی د هوس ښکار وي، او ټول بدل مالونه ، دواوې په افغانستان کې خرڅې کړي. اتومې پاتې شونې افغانستان کې خښ کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more