نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اکتوبر دنیواک په هنداره کې
موفق افغان
11.11.2011
د احمد سلمان فارسی لیکنه
د ۲۰۱۱ میلادي کال داکتوبر میاشت ترصلیبي نیوواک لاندې لسمه داکتوبر میاشت ده. دا هغه میاشت ده چې دلومړي ځل لپاره نیواکګرو پکې مخامخ او په بربنډه توګه زمونږ په ټاټوبی افغانستان باندې یرغل وکړ او څه موده وروسته یې خپل ګوډاګی حکومت په کابل کې ځای په ځای کړ.
پدې میاشت کې دوی ته ډیر مالی او ځاني تلفات ور واوښتل ولی نیواکګرو له هغه څخه په پوره توګه انکار وکړ او یواځې ددریو سرتیرو په وژل کیدو یې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر کې اعتراف وکړ او حقیقت دادی چی یوازې په هغه شپه چې دلومړي ځل لپاره یې سرتیري دچورلکو په واسطه په کندهار ولایت کې پیاده کړي وو له هغوی څخه ډیرو لږو یې وکولای شول چې ځانونه سلامت وباسي او له ۵۰ څخه زیات امریکایي سرتیرو وژل شوي وو.
دکندهار دپیښې سربیره دا میاشت دهغه مشهورو تکتیکی عملیاتو شاهده وه چې مجاهدینو د مجاهد ورور سیف الرحمن منصور تر قوماندې لاندې په ارګون ولسوالی کښی ترسره کړه او دعیني شاهدانو او ځايي خلکو له قوله پدې جګړه کې له ۱۰۰ څخه زیات امریکایي سرتیري وژل شوي او لږ ترلږه یې درۍ چورلکې تباه شوې وې ولی دښمن دیوه کس په وژل کیدو هم اعتراف ونه کړ.
دمالي او ځاني خسارو پټولو همداشان دوام درلود ولې ورو ورو دهغه وژل شویو شمیره چې اعتراف ورباندې کیده مخ په لوړیدو شوه. د۲۰۰۲ کال په اکتوبر میاشت کې ددښمن دوژل شویو چې اعتراف یې ورباندې کړی وو ۵ تنه، په ورپسې کال ددې میاشتې ۶ تنه او په د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې لس تنو ته یې کچه وخته. د ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو داکتوبر میاشتو هرې یوې په خپل وارسره د ۱۰، ۱۷ او ۱۹ تنو نیواکګرو ژوندونه واخیستل. د ۲۰۰۹ کال دا میاشت د ۷۴ نیواکګرو دوژل کیدو شاهده وه. تیر کال پدې میاشت کې دښمن د ۶۵ تنو او سږ کال یې د ۴۰ تنو سرتیرو په وژل کیدو اعتراف وکړ.
دیادونې وړ ده چې ددښمن دتلفاتو داعتراف شوې شمیرې او دهغوی دحقیقي تلفاتو ترمنځ توپیر کولای شو له پورتنیو دوو پیښو څخه وپیژنو.
لدې ۴۰ تنو اعتراف شویو تلفاتو څخه یې ۲۹ تنه امریکایان او پاتې نور یې په نورو نیواکګرو هیوادونو پورې تړلي دي. پدې ۴۰ سره دټولو منل شویو وژلیو شمیره په روان کال کې ۵۰۹ تنو ته رسیږي چې ۳۸۲ تنه یې امریکایان او پاتې دنورو هیوادونو صلیبیان دي او دا له ۲۰۱۰ کال وروسته تر ټولو لوړه دوژل شویو شمیره ده چې ددې لسو کلونو نیواک په اوږدو کې وراوښتې ده.
ددې میاشتې په اوږدو کې ددښمن دوې چورلکې دمجاهدینو لخوا وویشتل شوې چې دښمن یې یوازې په اضطراري ناسته اعتراف وکړ او په تلفاتو یې سترګې پټې کړې. لومړۍ چورلکه داکتوبر په ۲۴ نیټه دکنړ ولایت په مروه ولسوالۍ کې او په ورپسې ورځ یې دکاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې دمجاهدینو لخوا وویشتل شوې. ددوهمې چورلکې دغورځیدو له سیمې څخه درارسیدلیو رپوټونو له مخې پدې پیښه کې ۲۰ تنه فرانسوي سرتیري خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
داکتوبر په ۲۴ نیټه دکنړ دچورلکې له پیښې سربیره ددښمن دوه ټانګونه دمیدان وردګو ولایت دچک په ولسوالۍ کې تباه شول. ډښمن ددې دوه ټانګونو په پوره تباه کیدو اعتراف وکړ ولې دهغې تلفات یې ونه منل. دا روښانه خبره ده چې څنګه کیدای شي چې دوه ټانګونه دې په پوره توګه تباه شي او په هغه کې دې هیڅوک هم نه وي وژل شوي؟
داکتوبر په ۲۹ نیټه ددرویش په نوم یو مجاهد چې دکابل ولایت دچهار آسیاب ولسوالۍ اوسیدونکی وو او په اردو کې دتکتیکی عملیاتو دترسره کولو په موخه ورننوتی شامل شوی وو په ارزګان ولایت کې یې په استرالیايي سرتیرو حمله وکړه او دهغوی ۱۱ یې ووژل ولې دښمن یوازې ددو استرالیایانو وژل کیدل ومنل.
داکتوبر ۲۹ نیټه دیوې لویې پیښې شاهده هم وه. دا پیښه ددار الامان مخامخ هغه مهال رامنځته شوه چې ۲۵ تنه نیواکګر روزونکي په یوه بس کې دهوایي ډګر په لور روان وو ورباندې استشهادي حمله وشوه. پدې پیښه کې دښمن د ۱۳ تنو وژل کیدل ومنل چې دوه یې انګریزان، یو یې استرالیایی او پاتې نور یې امریکایان وو.
دا حمله نه یوازې دومره زوروره وه چې هیروونکی غږ یې دکابل په لیرې سیمو کې هم وارویدل شوې بلکه یو ځل بیایې دنیواکګرو او دهغوی دمزدورانو پښې ولړزولې. دښمن ددې لسو کلونو دجکړې په اوږدو کې دا حمله دوردګو دتنګي دچورلکې دراغورځیدو له پیښې وروسته چې پکې له ۳۰ ډیر امریکایي سرتیري وژل شوي وو تر ټولو غټه خساره دځان لپاره ګڼلې ده.
دموضوع دډیر اهمیت له کبله غوره ګڼو دبعضې امریکایانو او غربیانو عکس العملونه ددې پیښې په هکله بیان کړو.
کله چې دا خبر د (یاهو) انټرنټي پاڼې لخوا خپور شو نو له ۲۰۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو ورباندې خپلې تبصرې ولیکلې او ددې ټولو تبصرو خلاصه کولی شو پدې جمله کې راونغاړو (مونږ باید له افغانستان څخه ووزو).
یو کس د (سی آی ای رن) په نامه لیکي: (زه هیڅکله هم غمجن نه شوم ځکه چې مونږ باید هلته نه وای).
یوبل کس د (Old Geezer) په نوم له امریکا څخه لیکي: (لومړی څه چې باید ورباندې پوه شو هغه دا چې افغانستان دشوروي اتحاد هدیره وګرځیده او امریکا هم ورپسې ده).
(Kimutchn) له متحده ایالاتو څخه لیکي: آیا کیدای شی مونږ امریکایان لدې ویروونکې خاورې څخه ووزو او کرزی پریږدو چې له طالبانو سره مقابله وکړي ځکه کرزی تل دعوی کوي چې دا کار کولای شم پریږدی چې دا کار وکړي.
(Sonrena) له نامالوم ځای څخه لیکي: امریکا بې لدې چې خپل ځان او نور ووژني بل کار نلري.
(Miss Kitty) دامریکا له فونکس ښار څخه لیکي چې دا او ۱۷ نور لاملونه دي چې باید خپل خلک بیرته خپل هیواد ته ستانه کړو.
(Goat Farmer) لیکي چې خپل ځواکونه باید هیواد ته را ستانه کړو تر څو له تروریزم سره په سپینه ماڼۍ وجنګیږي.
یو کس د (Alf) په نوم لیکي: دخدای په خاطر پریږدی خپل ځواکونه لدې جهنم څخه راوباسو.
یو کس د (Marty) په نوم چې له تبصرې یې ښکاري په افغانستان کې له نیواکګرو سرتیرو څخه دی لیکي: زمونږ سرتیري ځکه مري چې زمونږ رهبرانو هغوی ناکام کړي دي. کله چې زه په افغانستان کې وم هغوی مونږ په زرهي موټرونو!! (هغه موټرونه چې شاوخوا به یې په کمپلو تړي وو) کې انتقالولو، هغه وخت دا یو حماقت او له خطر څخه ډک کار وو مګر دا کار موقت وو. اوس نظامي او ملکي مشران خپل حماقت دډالرو په زور پټوي.
هرکله چې نیواکګر دښمن او دهغوی مزدوران دمجاهدینو تر سخت ګوزار لاندې راشي نو دخپلې کمزورۍ، ماتې او خپلو سرتیرو دمات مورال دپټولو په خاطر زیار اوباسي دمجاهدینو دا کار په یوه بهرنۍ خوا پورې وتړي، نو ددې حملې په هکله هم نیواکګر ایساف داکتوبر په ۳۱ نیټه اعلان وکړ چې ددې پیښې حمله کوونکي هم دپولې له هغې خوا څخه لارښوونه کیدل.