د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په قرآنکریم کې ځواب!

محمود سعيد
10.11.2011

دا خو ښکاره خبره ده چې قرآنکریم یو معجز کتاب دی او ساری نه لري.
ویل کیږي چې د نړۍ ډیر ساینس پوهان د قرآنکریم له روښانتیاوو ګټه اخلي او خپلې څیړنې تر سره کوي.
د یوسف (ع) د کمیس کیسه هم ساینس پوهانو پلټلې ده او روښانه شوې ده چې د انسان د وجود خوَله او بوی د سترګو د ناروغیو لپاره ډیر ښه درمل کیدای شي.
د سلیمان (ع) او بلقیس د تخت کیسه هم تر څیړنو لاندې ده او ویل کیږي چې ساینس پوهان په دې لټه کې دي چې داسې یو څه رامنځته کړي چې پوستکالی (سافټ ویر) په سخت کالي (هارډویر) او برعکس واړوي او په دې توګه یو لوی ساینسي انقلاب رامنخته کړي.
د اسماني ستورو او کهکشانونو په اړه به هم بې له شکه ډیرې څیړنې شوې وي او لا روانې دي. انسانانو داسې څپې فضا ته استولې دي چې د سل نوري کلونو په اندازه واټن وهلی شي او په دې توګه ېې په نورو ستورو کې د ژوندیو موجوداتو د لټون هڅه کړې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې په دې اړه قرآنکریم څه وايي؟
له اسلامي عالمانو پوښتنه لرم چې قرآنکریم په نورو سیارو کې د ژوند په اړه هم کومه روښانتیا لري او که بیخي ېې رد کړی دی؟



ع کريم حليمي
10.11.2011

[quote:ed4fa3949a] قرآنکریم په نورو سیارو کې د ژوند په اړه هم کومه روښانتیا لري او که بیخي ېې رد کړی دی؟[/quote:ed4fa3949a]
ډیر محترم محمود سعید وروره !
تاسو پښتلی چه په نور سیارو کښي د ژوند په اړه قرآنکریم حه ویلي‌ او که نه ! په دومره حساسو پوښتنو کښي دا ضرور ده چه له دقیقو او جامع جملو نه کار واخلئ (Precise language)

ژوند خو ّطبعاً سته ، چه دابه څرنګه ژوند وي نه پوهیږم ، ستاسو مطلب له ژوند نه ، د دغه نړي په شان ژوند ، مو مطلب وي ؟ نه داسي معنوي ژوند هلته نشته ، خو دومره تاسو ته ویلي شم چه : په مځکه کښي دوه نوعه
ژوندي مخلوق شته ، يو ئې د جازبې د قوې تر دوامداره اغیزه لاندي دي ،
او بل هغه مخلوق دي چه د جازبې قوې تر تاثیر نه دي لاندي ، دوئ همېشه
نورو سیارو ته ځي او راځي (جن)

درنښت


رښتینی
10.11.2011

سعید صاحب لیکې :

اوس پوښتنه دا ده چې په دې اړه قرآنکریم څه وايي؟
له اسلامي عالمانو پوښتنه لرم چې قرآنکریم په نورو سیارو کې د ژوند په اړه هم کومه روښانتیا لري او که بیخي ېې رد کړی دی؟

سعید صاحب ښه اوژوره پوښتنه مو کړې ده اوپه دې اړه زما معلومات ټول له قرانکریم
نه دې او له مختلفو ځایونو نه به قراني ایتونه رایوځای کوو او که خدای کول ستاسوځواب
به پکې پیداشې .

لومړۍ باید ووایم چې په قرانکریم کې څو ځایه د ( الدابه ) توری راغلی دی او دابه له
جن او ملایکو پرته یوداسي مخلوق دی چې له ابوبو پیدا شوی دی او ملایکي نوراني او
جنات ناري مخلوقات دې قرانکریم وایې :
والله خلق كل دابة من ماء فمنهم من يمشي على بطنه ومنهم من يمشي على رجلين ومنهم من يمشي على أربع يخلق الله ما يشاء..)النور 45
الله جل جلاله هره دابه له اوبونه پنځولې ده ځیني یې په ګیډه تګ کوې ، ځیني په دووپښوتګ کوې
، اوځیني یې په څلوروپښوتګ کوې او چې څه ډول یې خوښه شي هماغسي یې پیداکوې .

دلته باید د کل (هر) تورې ته ځیرشو یعني هره دابه له اوبو پیداشوې ده
له دې وروسته راځئ دا بل ایت ته ځیرشو چې وایې :
(ومن آياته خلق السماوات والأرض وما بث فيهما من دابة )الشورى
یعني داسمانونواوځمکو پیداکول اوپه دوی دواړو کې ددابي خپرول دالله دقدرت له نښوڅخه دي

اوس موږ کومه پایله ترلاسه کولی شو ؟
دابه هرهغه مخلوق ده چې پرځمکه روان وې او دا خبره هم ښکاره شوه چې دابه له جن او ملایکوپرته یومخلوق ده اودالکه څنګه چې په ځمکه کې شته داراز په اسمانونوکې هم شته اوس دا خبره خو روښانه ده چې په ځمکه کې انسانان او حیوانان شته په دې کې خو دتفصیل ورکولوته اړتیا نه لیدل کیږې او س ددې لوړ ایت په پای کې دې جملي ته باید ځیر شو يخلق الله ما يشاء)
اوداراز دسورت النحل په یوه ایت کې دحیواناتو او دهغو دګټو په باره کې خبرې شوې دې اوپه پای
کې یې راغلې دې : (ويخلق ما لا تعلمون)
یعنی ددی مطلب یوخو داشو چې په اسمانونوکې له جن اوملایکو پرته هم مخلوق شته اوپه
اینده کې که دالله خوښه شوه نو هم به یې پیداکړې .

اوقرانکریم داهم وایې چې دادواب ژ،ندي مخلوقات دې او الله ته په سجده پراته دې او دا له
ملایکوپرته نور مخلوقات دې راځئ دا ایت شریف تلاوت کړو :
ولله يسجد ما في السماوات وما في الأرض من دابة , والملائكةُ وهم لا يستكبرون)النحل 49 ,
او الله ته سجده کوې په اسمانونو اوځمکه کې ځینې دواب او ملایکې او دوی تکبر نه کوې
نو دلته ملایکې بیلې او دابه بیله یاده شوې ده او داپه ایت کې واضح دې نو ښه دا نور مخلوق نورڅه شی کیدلی شې ؟

اوقرانکریم موږ ته دځمکي او اسمانونو ددې مخلوقاتوپه اړه یوبل خبر هم راکوې او هغه
داسمانونو او ځمکې دمخلوقاتو یوځای کیدل دې اودا خبره په اخرت پوری هم نده خاص کړل
شوې بلکې شونې ده مخکې له اخرته جمعه کړل شې لکه چې وایې :

(ومن آياته خلق السماوات والأرض وما بث فيهما من دابة , وهو على جمعهم
إذا يشاء قدير) الشورى 29

یعنی الله ددې مخلوقاتو په یوځای کولو قدرت لرې

اودا خبره هم باید روښانه کړل شي چې دا مخلوقات هسي ژوې او وایرسونه ندې
بلکې دا دعقل خاوند مخلوق ده لکه قران چې وایې :
ولله يسجد من في السماوات والأرض طوعاً وكرها وظلالهم بالغدو والآصال) الرعد 15 ,
یعني هغه مخلوق چې په اسمانونواوځمکه کې دې الله ته سجده کوې ددوی په خوښه او یانه خوښه سره او سهاراوماښام ددوی سوري وې .
دلته د دې مخلوق له پاره د (من) کلمه کارول شوې ده اوداپه ټولیزه توګه د عقل لرونکي شي
له پاره کارول کیږې

او داراز له دې ایت نه دا هم معلومولی شو چې داسمانونوپه مخلوق باندې به هم لمروې او سهار اوماښام به یې وې ځکه دلته دهغوی دسیوري یادونه شوې ده او سیوری له لمرنه پیدا کیږې داراز الغدو والاصال یعنی ماښام اوسهار هم له لمر نه رامنځته کیږې

داراز په اسمانواوخمکو کې د نباتاتو یادونه هم شوې ده چې هلته بوټی او ګیا هم شتون لرې
لکه قرانکریم چې وایې :
"أَلَّا يَسْجُدُوا للهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ"(سورة النمل، آية 25)

ایا دوی الله ته سجده نه کوې او هغه داسي ذات دی چې په اسمانو اوځمکو کې یې بوټي
را ایستلې دې او له دې نه معلومه شوه په اسمان کې د نبات د ژوند شونتیا هم شته

او انساني علم ډیر محدود او کم دی لکه قران چې وایې وما اوتیتم من العلم الا قلیلا
نو په همدې ځمکه کې یوه دابه ده چې یو وخت به یې الله د اخرت دنښي په توګه راباسې او
له خلکو سره به خبرې کوې موږ دهغي په اړه هم علم نلرو . او دا کیسه هم قران ذکر کړې ده


محمود سعيد
13.11.2011

حلیمي صیب فکر کوم په پوښتنه ښه نه دی پوهیدلی!
ریښتینی صیب ستاسو نه مننه چې ښکلی ځواب مو راکړی دی.
الله د اجر درکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more