د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ناجیه فرقه

محمود سعيد
09.11.2011

د ناجیه فرقې یو افغان رهبر په کابل کې د پیغمبرۍ دعوی کوي او ډیر خلک ېې بیلارې کړي دي. داسې څوک نشته چې مخه یې ونیسي؟
http://www.youtube.com/watch?v=Y2Ll67BTO-I&feature=share

[color=white:7f0974c773]محترم سعید صاحب په یوه غشي به دوه نه ولی،، ستاسو پوښتنه عامې بڼې ته اصلاح کړل شوه،،، مننه - اداره[/color:7f0974c773]



ع کريم حليمي
25.11.2011

درنو او مکرمو د دین وړونو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ما دغه د یوټیوب ویډیو وکتل ، د بابا جون (Father John) له خبرو دا نه ځرګندیږي چه دئ پېغمبر شوي ، دي په څرکند او ښکاره ډول نارېٖٖٖٖٖٖٖ وهي چه د ناجیه (savior) له ډلي‌ څخه يم ( عیسوئ )

درنو وړونو ! داخو ښه کار ندي شوئ چه د بابا جون ویډیو يې په یوټیوب کښي نشر کړېده ، دا ویډیو به سبا او بېګاه د طالب و لاس ته ورسي .
دا بابا جون ساده سړی معلومیږي پر ځان يې ټوله نړۍ شاهده کړه چه دئ
عیسوی شویدئ ، د دغه ویډیو په سبب ملا محمد عمر اخوند و بلاته وتړل شو ، که استشهادي حمله پر کوي هم دته غم جوړ دی او که يې نه پر کوي هم و دته غم جوړ دي ، دغه !!
[color=white:badce8d50a] بابا جون د ملا صاحب لپاره لویه پتنه شوه /color][/color:badce8d50a]
درنښت


محمود سعيد
04.12.2011

له ادارې مننه چې سرلیک ېې اصلاح کړ.
له دوو شپو راهیسې په نورین ټلویزیون کې د همدې ډلې پر سر راولاړه شوې لانجه څیړل کیږي.
څو علماوو پرې د کفر فتوی ورکړه او هغوی ته ېې درې ورځې وخت ورکړ چې توبه وباسي.
نن ېې لومړۍ ورځ ده او له دې وروسته به هره ورځ د دوی پر سر مباحثه کیږي.
د شپې له اوو تر اتو بجو نورین ټلویزیون وګورئ.
علماوو دا ډله د ابن عربي پیروان وبلل او هغوی ېې تر کفارو هم ډیر بد وګڼل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more