د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کوډې، مسلمانان او کفري نړۍ

حلیم
08.11.2011

سلام،
زه خو خدای خبر ډیر بل رنګه عقیده لرم، د هغه ملا څخه چې د خلکو د ناروغ لپاره تعویذ لیکي هم بد راځي د ګوډګر او نورو بلاو خو ېې پوښتنه مه کړه.

وطن ته مې زنګ وهلی و، پلانۍ راته ویل چې د پلاني په ښځه د هغه وریندارې کوډې کړیدي، ملا (بوتل صیب) غیب ویل کړیدي، د کوډ ګر نوم یې هم ورته اخیستی دی. اوس د کورنۍ وضعیت ډیر خراب دی.

زما خپله مور هم په ملا او د هغوی په تعویذ، غیبي علم، کوډو، او نورو ټولو لیونتوبونو ایمان لري. چې ورته وایم دا ګناه ده هغه ماته د کافر خطاب کوي، او له دینه مې اوباسي.

خبره مې دلته په یوه پوښتنه کې رانغاړم، زموږ خدای وهلي بیسواده، ړانده مسلمان، او بې شعوره خلک په تیره بیا ملا سوټیان ولې دومره له دین څخه لرې دي.
ولې دا کوډې او نورې بلاوې په کفارو کې نشته؟
ولې مسلمانان دومره پدې مصیبت کې لژند دي؟ - پداسې حال کې چې اسلام د اوهامو او خرافاتو سره د مقابلې یوه نمونه دین دی.


محمود سعيد
09.11.2011

[quote:f8587fc3c4]خبره مې دلته په یوه پوښتنه کې رانغاړم، زموږ خدای وهلي بیسواده، ړانده مسلمان، او بې شعوره خلک په تیره بیا ملا سوټیان ولې دومره له دین څخه لرې دي.
ولې دا کوډې او نورې بلاوې په کفارو کې نشته؟
ولې مسلمانان دومره پدې مصیبت کې لژند دي؟ - پداسې حال کې چې اسلام د اوهامو او خرافاتو سره د مقابلې یوه نمونه دین دی.[/quote:f8587fc3c4]
له دین څخه بې خبري او د کفارو ډول ډول دسیسې د دې لامل شوې دي چې ساده مسلمانان د هغو په لومو کې ونښلي.
ما مخکې هم ویلي وو چې زموږ ملایانو خپله دنده په ښه توګه نه ده ادا کړې. دوی باید د اسلام یو ریښتینی انځور وړاندې کړی وای او له اودس او غسل پرته ېې د خلکو په عقایدو او لوړو فکارو ډیر کار کړی وای.
اوس هم وخت شته. الله مهربان دی چې یوه ورځ به له دې خوبه راپاڅیږو.


سلامونه

وصيل پېروز
09.11.2011

سلامونه !
درنو او ښاغلو ګډونوالو ! لومړی درته د قربانۍ اختر مبارکي ډالۍ کوم او هيله لرم چي روغ به ياست .
ښاغلی حليم صاحب ! زه هم تقريبا تر ډېره حده ستاسو د اند او نظر تائيد کوم ، موږ وړاندي هم پر دې موضوع له يو شمېر ملګرو سره بحثونه کړي چي تعويذ ، کوډي ، څاښت او ... نوري بلاوې له اسلام سره څومره اړخ لګوي؟.
دا موضوع تر ډېره حده تحليل شوې او الحمدلله حق د هيچا له سترګو پټ نه دی پاتي شوی .
لکه څرنګه چي تاسو په خپله ليکنه کي د ثبوت لپاره يوه بېلګه وړاندي کړې وه نو ما هم وړاندي په خپله يوه ليکنه کي د داسي يوې کيسې يادونه کړې وه چي ستا له را نقل کړې واقعې سره يې چندان توپير نه درلود يعني په لنډو ويلای شو چي هلته هم يو ملا په خپله ټګي او برګي سره د يوې خوشالې کورنۍ ژوند تباه کړ .
مګر دا خبره تر ټولو مهمه ده چي دا چارې له اسلام سره څومره اړخ لګوي او څه لامل دی چي له اسلام سره د څرګند تضاد درلودلو تر څنګ بيا هم دا ډول کرغېړنې څېرې له خپلو شومو اعمالو لاس نه اخلي؟.
پورتنيو کرښو ته په دوو پرګراپونو کي ځواب ويلای شو.
لومړۍ خبره داده چي تعويذ ، څاښت او کوډي شرعي اعمال نه دي ، په شريعت کي دا شيان په مطلق ډول حرام ، ناروا ناجايز دي ... موږ هيڅ داسي لاسوند او دليل په لاس کي نه لرو چي تعويذ ، څاښت او کوډو ته شرعي بڼه په ورکړای شو بلکي د دې برخلاف د حديثو په ذخيره کي داسي نصوصو تر لاسه کولای شو چي د تعويذ ، څاښت او کوډو په کلکه غندنه کوي او مسلمانان وېروي چي له داسي کړنو ځان وساتي .
دويمه خبره داده چي د کوم څه پر بنياد بيا هم ملايان او ټګان داسي چارې ترسره کوي؟. نو د دې پوښتنو لپاره بايد پر لاندينيو ټکو غور وکړو :
۱ ) د اسلام د بقا دوې اساسي سرچينې دي قرآن او حديث ... موږ پر دې باور لرو چي قرآن له هر ډول تحريف او لاس وهنې خوندي پاتي شوی دی بلکي لکه څرنګه چي الله نازل کړی وو په هماغسي بڼه تر موږ په تواتر نقل شوی دی .
۲ ) د اسلام دويمه اساسي سرچينه حديث دي چي په مطلق ډول خوندي نه دي پاتي شوي بلکي د اسلام د دښمنانو ، ناپوهو مسلمانانو ، زنګنو ملايانو ، خاينانو ، چارواکو او ... له لوري پکي لاس وهنې شوې دي ، تحريف شوي دي ، په جاهلتوب سره يې د ښه نېت پر بنياد داسي څه پکي ننويستي چي د اسلام له اساسي لارښوونو سره سمون نه خوري او ...
تعويذ ، څاښت او کوډي هم داسي شيان دي چي د اسلام د دښمنانو له لوري يې په اسلامي ټولنه کي رواج ته تبليغ ، پروپاګنډ او تبليغات شوي دي ، په ديني بڼه يې خلکو ته روا ښودلي او هڅولي يې دي چي د نېکيو ، روغتيا او دين په نېت داسي چارو ته لاس واچوي . په دې اړه يوه بله دا خبره هم کېدای شي چي ځينو مسلمانانو د خپلو دنيوي ګټو په خاطر هم تل حق پټ ساتلی او نه يې دي غوښتي چي حق په حقيقي بڼه تر عامو خلکو ورسېږي چي په دې لړ کي تعويذګر ملايان هم راتلای شي او زه په خپله د داسي پېښو عيني شاهد پاتي شوی يم .
اوس مهال بايد موږ پر دې فکر وکړو چي څرنګه کولای شو د خرافاتو ، اوهامو ، ستونزو ، کړکېچونو او ناخوالو له دې ګردابه ځان وباسو؟.
د دې ستونزو د حل په موخه بايد زموږ لومړنۍ مراجعه قرآن او سنت ته وي ځکه قرآن او سنت د هدايت داسي لار ده چي سړی خپل هدف ته پرې رسېږي او له کږلېچونو خوندي ده ، قرآن او سنت ته بايد زموږ مراجعه په داسي نېت سره وي چي پر خپل ذهن مو د نورو افکار ، اندونه او نظريات بار نه وي بلکي بايد په خلاص ذهن قرآن او سنت ته کښېنو او په دې نېت يې پرانيزو چي غواړم له دې ناخوالو او خرافاتو د ځان ژغورنې نېغه لار پکي ومومم .
دا هماغه يوازينۍ لار ده چي موږ ته بريا ، امتياز ، خلافت او لوړتيا رابخښلای شي له دې پرته هيڅ دين ، هيڅ لار ، هيڅ طريقه او هيڅ اند زموږ د ناروغيو درمل کېدای نه شي .
په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more